امنیت

طالبانو او د داعش جنګیالیو په کونړ کې یو د بل کورونه وسوزول

د خالد زېري راپور

د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په قورو سیمه کې د وري په ۲۲مه په داسې حال کې لوګي پورته کیږي چې طالب اورپکي د داعش د غړو کورونه سوزوي. [خالد زېری]

د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په قورو سیمه کې د وري په ۲۲مه په داسې حال کې لوګي پورته کیږي چې طالب اورپکي د داعش د غړو کورونه سوزوي. [خالد زېری]

کونړ -- طالبانو د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د داعش د جنګیالیو کورونه د یادې ترهګرې ډلې له خوا د ورته عملونو په غبرګون کې وسوزول.

د داعش جنګیالیو په چپه دره ولسوالۍ کې د دواړو ډلو تر منځ له یو لړ خونړیو جګړو څخه وروسته د طالبانو کورونه وسوزول.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم د وري په ۲۱مه سلام ټایمز ته وویل، په غبرګون کې «طالب جنګیالیو په تېرو اتو ورځو کې د وټه پور ولسوالۍ په دېوهوز، کتار، ګمبېر، سنګر او قورو کلیو کې د داعش د غړو نژدې ۱۰ کورونو ته اور ورته کړ.»

هغه وویل، «دواړه ډلې لا هم یو له بل سره مخامخ جګړې ته دوام ورکوي، خو د داعش جنګیالي له وټه پور ولسوالۍ څخه ماڼوګي ولسوالۍ ته کوچېدلي دي.»

هغه زیاته کړه، طالب جنګیالي «د داعش د جنګیالیو له کورونو څخه ښځې او ماشومان وباسي او کورونو ته یې اور ور اچوي.»

مصمم وویل، د داعش له غړو څخه پاتې شوي ښځې او ماشومان په هغو کلیو کې د هغوی د خپلوانو او ګاونډیانو په کورونو کې اوسېږي، په داسې حال کې چې یاغیان وتلي دي.

بې ځایه کېدونکې کورنۍ

د وټه پور ولسوال عبدالواحد ساپي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د داعش او طالبانو تر منځ د جګړې له امله له کتار، ګمبېر، دېوهوز او نورو سیمو څخه بې ځایه شوې ۲۰۰ کورنۍ وشمارلې.»

«د هغوی له ډلې څخه ځینې د کونړ مرکز اسد اباد ته کډه شوې، او ځینې یې د وټه پور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ځای پرځای شوي دي، او ځینې یې ان جلال اباد ته تللي دي.»

هغه وویل، په بې ځایه شویو کورنیو کې ځینې د داعش د هغو جنګیالیو ماشومان او ښځې دي چې کورونه یې طالبانو ور سوزولي وو.‌

د نښتو له امله خواوشا ۲۰۰۰ کورنۍ له چپه درې ولسوالۍ څخه ګاونډیو سیمو ته کوچېدلي دي.

رحمت الله چې له قورو کلي څخه د ولایت مرکز اسد اباد کې شغۍ ته کوچېدلی دی، وویل، «مونږ نه له طالبانو سره وو نه له داعش سره، خو مونږ په خپل چاپېر کې په حالاتو پوه شو او دې نتیجې ته ورسېدو چې مونږ هلته ژوند نشو کولی.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ مازدیګر مهال له سیمې راووتو او د شپې شغۍ ته راورسېدو. دلته مونږ له یوه خپلوان کره اوسېږو. مونږ هر څه په کور کې پرېښي دي ځکه مونږ داسې راووتو چې ایله مو خپل سرونه بچ کړل.»

هغه زیاته کړه، «وټه پور ولسوالۍ ته یو شمېر نوي کسان راغلي، خو ډېر یې هغه دي چې پخوا له طالبانو سره ول، او اوس له داعش سره دي. هغه کسان چې له داعش سره ول اوس د طالبانو په لیکو کې خدمت کوي.»

«د هغوی نومونه سره بدلېږی را بدلېږي، خو خلک هماغه پخواني خلک دي، لاکن مونږ یې خراب کړو.»

ورور د ورور پر ضد

په وټه پور ولسوالۍ کې د کتار کلي یوه اوسېدونکي رحمت الله همدرد وویل، یاِغي ډلې د عین کورنۍ غړي یو د بل پر ضد جنګوي.‌

همدرد سلام ټایمز ته وویل، «په کتار کلي کې دوه ورونه دي: یو یې د داعش جنګیالی دی، او بل یې د طالبانو جنګیالی دی.»

هغه وویل، «هغه ورور چې له طالبانو سره دی هغه په بل ځای کې توظیف شوی دی، په داسې حال کې چې طالبانو یې د هغه ورور کور ته اور ور واچاوه چې له داعش سره کار کوي.»

هغه زیاته کړه، «تر اوسه پورې مخامخ جګړه نه ده پیل شوې، خو له نښو داسې ښکاري چې سخت جنګ به ونښلي. د داعش جنګیالي ټول چپې درې ولسوالۍ ته تللي، او هلته له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.»

همدرد وویل، «خو طالبان دلته په وټه پور ولسوالۍ کې د هغوی کورونو ته اور ور اچوي. کله چې هغوی [د داعش جنګیالي] بېرته راشي، کېدی شي چې هغوی د طالبانو کورونو ته حتی په داسې حال کې اور ور واچوي چې خلک هم په کې وي.»

د شمیرکوټ کلي یوه اوسېدونکي نصیراحمد وویل،‌ د طالبانو او داعش تر منځ تاوتریخوالی مخ په خپرېدلو دی.‌

احمد سلام ټایمز ته وویل،‌ «ډېرې کورنۍ د هغوی د خپلوانو په کورونو کې ځای پرځای شوي دي،‌ دلته حالات خراب دي.»

هغه وویل، «زما کورنۍ او زه هم وېرېږو ځکه چې زمونږ ځینې خپلوان په کتار کلي اوسېږي، او که جنګ ونښلي، مونږ ته به هم را ورسېږي.»

د اورپکو ضد عملیات

د کونړ د کډوالو چارو رییس عبدالرشید ساپي وویل د هغه د دفتر منسوبین به هغو کورنیو ته ځانونه ور ورسوي چې له خپلو کورونو څخه اېستل کېدو ته مجبورې شوې دي.

هغه وویل، «مونږ د هغو کسانو سروې پیل کړې ده چې د داعش او طالبانو تر منځ د نښتو له امله له وټه پور ولسوالۍ څخه راوتلي دي.»

«مونږ به د خپلې سروې له بشپړېدلو څخه وروسته مستحقو کورنیو ته مرستې ور ووېشو.»

د کونړ د والي ویاند مصمم وویل، افغان امنیتي ځواکونه به ژر د طالبانو او داعش پر ضد پوځي عملیات پیل کړي. هغه د پیل د وخت په هکله جزیات ورنه کړل.‌

هغه زیاته کړه، «زمونږ ځواکونه په دې بوخت دي چې هغه پټنځایونه تشخیص کړي چې داعش او طالبان په کې په دغو لیرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي څو وکولی شي چې د هغوی پر ضد توغندي ور وتوغوي.»

هغه وویل، «همدارنګه مونږ د بشپړو او مجهزو پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره یو پلان لرو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500