امنیت

په بالامرغاب کې د طالبانو ترڅنګ روسان په جګړه کې پیدا شوي دي

د عمر راپور

افغان پوځي چارواکي وایي چې د هغو طالب اورپکو په منځ کې چې د ۱۳۹۸ د وري په ۱۵مه یې د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ په مرکز بریدونه ترسره کړل، د روسیې په شمول د بهرنیو هېوادونو جنګیالي موجود ول.‌ [۲۰۷ ظفر قول اردو/د افغانستان د ملي امنیت شورا]

هرات -- د هغو سلګونو طالب اورپکو په منځ کې چې د وري په ۱۵مه یې د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ په مرکز بریدونه ترسره کړل، د روسیې په شمول د بهرنیو هېوادونو جنګیالي موجود ول.‌

افغان چارواکو وویل، د طالب جنګیالیو او افغان ځواکونو تر منځ دغه جنګ یوه اونۍ روان وو. بالاخره، یاغیان د افغان ملي اردو او افغان ځانګړیو عملیاتو پولیسو او همدارنګه د افغان هوايي ځواک او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت له خوا چې ډېر هوایي بریدونه یې ترسره کړل له ولسوالۍ څخه وتلو ته مجبور شول.‌

چارواکو وویل، بهرنیو اورپکو چې د طالبانو تر څنګ یې جنګ کاوه، یادې ډلې ته مشوره ورکوله او د ترکمنستان سرحد سره نژدې یې جنګي ملاتړ برابراوه.‌

په بادغیس ولایت کې د افغان ملي اردو د درېیمې لوا قوماندان محمد ابراهیم فضلي وویل، «د هغو طالبانو په منځ کې چې زمونږ ځواکونو وژلي ول د یوه روسي ډاکتر په شمول یو شمېر بهرني جنګیالي موجود ول.»

د افغان کمانډو یو سرتېری د سلواغې په ۵ مه د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې پیره کوي. [شمیل مشال]

د افغان کمانډو یو سرتېری د سلواغې په ۵ مه د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې پیره کوي. [شمیل مشال]

د افغان ملي‌ اردو عسکر د ۱۳۹۶ د وري په ۴ مه په بادغیس ولایت کې خپلو سنګرونو ته روان دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي‌ اردو عسکر د ۱۳۹۶ د وري په ۴ مه په بادغیس ولایت کې خپلو سنګرونو ته روان دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د وژل شویو بهرنیو ترهګرو جسدونه لا تر اوسه پورې د جګړې په میدان کې پراته دي چې د طالبانو تر څنګ د هغوی د حضور ثبوت دی.»

هغه وویل، «د چیچنیایانو، پاکستانیانو او د نورو هېوادونو د اتباعو په شمول بهرني جنګیالي چې د طالبانو ملاتړ کوي، په بالامرغاب ولسوالۍ کې راټول شوي ول او د طالبانو تر څنګ یې جنګ کاوه.»

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي هم د بالا مرغاب په جنګ کې د یوه روسي ډاکتر حضور تایید کړ.‌

ملکزي سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ استخباراتي راپورونه ښیي چې د جنګ په ترڅ کې زمونږ د امنیتي ځواکونو له خوا د وژل شویو طالبانو په ډله کې یو روسی ډاکتر هم موجود وو.»

هغه زیاته کړه، «په بالا مرغاب کې طالبان یوازې نه ول، بهرني ترهګر هم د هغوی تر څنګ جنګېدل.»

ملکزي وویل، دغه جنګ «د یوې لویې توطیې برخه وو چې ثابتوي چې په دغه جنګي پلان باندې په ګاونډیو هېوادونو کې جنرالانو او چارواکو کار کړی وو. طالبان پخپله هم نه پوهېدل چې هغوی په بالامرغاب کې څه غواړي، ځکه چې هغوی ته یوازې دا امر شوی وو چې جنګ وکړي.»

د روسانو نفوذ

ځایي چارواکي او د بادغیس د ولایتي شورا غړي وایي چې طالبان دومره وړتیا نه لري چې په خپل سر داسې پېچلي بریدونه ترسره کړي.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې شک نشته چې په بادغیس ولایت کې د طالبانو د مشرتابه په لیکو کې بهرنیان موجود دي.»

هغه وویل، «بالامرغاب د افغانستان د شمالي او جنوبي سیمو د یوه نښلوونکي دهلېز په توګه کار کوي، او په دغې ولسوالۍ کې اکثر ترهګریز فعالیتونه د بهرنیو ترهګرو له خوا ترسره کیږي.»

د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي محمد ناصر نظري وویل،‌د بالامرغاب په جنګ کې د روسي مشاورینو شمېر له هغه څه څخه ډېر زیات وو چې په هکله یې راپور ورکول کیږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د بالامرغاب په جنګ کې په بهرنیو جنګیالیو سربېره، د طالبانو تر څنګ څلور یا پنځه روسي سلاکاران هم موجود ول.»

هغه زیاته کړه، «په بالامرغاب ولسوالۍ کې بهرنیان موجود دي، چې هم طالبانو ته مشورې ورکوي او هم د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ کوي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو -- چې یو وخت یې هېڅ شی نشوای کولی -- په ناڅاپي توګه د شپې لیدونکو وسیلو په شمول پرمختللې وسلې ترلاسه کړې. دا ښیي چې بهرنیان د طالبانو ملاتړ کوي او وسلې ورکوي.»

نظري زیاته کړه، «د هغو معلوماتو په اساس چې مونږ ترلاسه کړي دي، روسان له دوه میاشتو څخه ډېر وخت راهیسې په بالامرغاب ولسوالۍ کې موجود دي.»

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر محمد رفیق شهیر سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د نړۍ والو ترهګرو په څېر دي چې د عربانو، چیچنیایانو او د نورو هېوادونو د اتباعو په شمول د ګڼو هېواونو نور ترهګر یې ملاتړ کوي.»

شهیر سلام ټایمز ته وویل، «په وروستیو کې، د طالبانو تر څنګ روسي سلاکاران لیدل شوي دي، چې ښیي چې په هغو هېوادونو کې د هغو خلکو تر شا ځینې قوي شبکې موجودې دي چې طالبانو ته دا ټول تجهیزات او وړتیاوې برابروي.»

هغه زیاته کړه، ګاونډيان او د سیمې هېوادونه د دې لپاره په افغانستان کې د طالبانو او نورو اورپکو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې افغان او امریکایي ځواکونه کمزوري کړي «او خپل ګډ هدفونه ترسره کړي.»

شهیر وویل، «په افغانستان کې بهرنۍ استخباراتي شبکې فعالې دي او په وروستیو کې یې فعالیتونه ترسره کړي دي،‌ چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې ځینې جاسوسان توظیف کړي دي.»

هغه وویل، «روسیه له طالبانو سره ژوره همغږي او ارتباطات لري.»

شهیر وویل، «پخوا داسې فکر کېده چې له روسیې سره د طالبانو ارتباط ځینې تماسونو پورې محدود دی، خو وروستي انکشافات چې په کې روسي اتباع په جنګ کې برخه اخلي او طالبان روسۍ وسلې کاروي، ښیي چې روسیه اوس په افغانستان کې 'ګرم جنګ' ته داخله شوې ده.»

ښکاره لاسوهنه

د بادغیس ولایت مدني فعالان او اوسېدونکي د طالبانو تر څنګ د بهرنیو جنګیالیو حضور -- او ورسره د ځینې ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو له خوا طالبانو ته برابر شوی ملاتړ -- د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بولي.

په بادغیس کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالرزاق صدیقي سلام ټایمز ته وویل،‌«مونږ ټول وینو چې ګاونډي هېوادونه او روسیه د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته مالي او وسله واله مرسته برابروي.»

«مونږ د دغو هېوادونو په ځوانانو، په ځانګړې توګه روسانو باندې غږ کوو چې زمونږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.»

په بادغیس کې د مدني ټولنې یوه فعال جنیدالله اشکاني سلام ټایمز ته وویل، «دغه ګاونډي هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، او دا کار له کلونو راهیسې روان دی.»

هغه وویل، «د دغو هېوادونو کارونه -- طالبانو ته د وسلو له برابرولو څخه نیولې بیا په جنګ کې تر مستقیم شرکت پورې -- د هغوی نېغ په نېغه مداخله منعکسوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې نه؟ امریکایان د افغانانو په ګټه جنګ کوي. بالاخره، ټول خارجي جنګیالي باید وځي او پرېږدي چې افغانان د افغانانو پر ضد وجنګیږي. زه باور لرم چې که هر څوک هغوی یوازې پرېږدي، ښایي چې هغوی پخپله د حل لاره راوباسي.

ځواب ورکړئ

په ریښتیا چې مهم معلومات دي.

ځواب ورکړئ