ديپلوماسي

د مسکو غونډه ښیي چې طالبان له روسي استخباراتو سره اړیکې لري

د سلیمان راپور

برخه وال د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د طالبانو او د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو تر منځ د دوه ورځنیو خبرو د پیل په مراسمو کې برخه لري. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

برخه وال د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د طالبانو او د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو تر منځ د دوه ورځنیو خبرو د پیل په مراسمو کې برخه لري. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

کابل -- تحلیلګران وایي، چې په مسکو کې د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو او د طالبانو د استازو تر منځ د روانې میاشتې په نیمایي کې شوې غونډه ښیي چې طالبان له روسیې سره اړیکې لري.

د سلواغې د ۱۶-۱۷مې «د سولې خبرو» کې افغان حکومت څنګ ته پرېښودل شوی وو او ښایي چې د روسیې د حکومت له خوا مهندسي شوې وې، نه هغسې چې کریملېن وویل چې د هغو افغانانو له خوا چې په روسیه کې اوسېږي.

د سیاسي چارو یوه تحلیلګر او د پکتیکا ولایت پخواني والي، امین الله شارق، سلام ټایمز ته وویل، «تر اوسه پورې، روسیې دوه داسې غونډې جوړې کړي ... څو په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان کې پرې خپل هدفونه تعقیب کړي، چې د متحده ایالاتو، افغان حکومت او د خبرو اترو پروسې ته زیان ور ورسوي،»

هغه وویل، «زه باور لرم چې د مسکو د غونډې مهندسي د روسیې استخباراتي ادارې کړې وه،»

افغانان د سلواغې په ۱۷مه په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د مسکو د غونډې پر ضد احتجاج کوي. [مهدي مبشر]

افغانان د سلواغې په ۱۷مه په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د مسکو د غونډې پر ضد احتجاج کوي. [مهدي مبشر]

شارق وویل، په کابل کې د روسیې سفارت او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت داسې بیانیې صادرې کړې چې ادعا یې کوله چې دغه غونډه په روسیه کې اوسېدونکیو افغانانو تنظیم کړې ده، خو هغه «یوه هڅه وه چې حقیقت پرې پټ کړي او ووایي چې روسان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي»،

هغه وویل، «مسکو په افغانستان کې شریکان او متحدین ګوري او غواړي چې په افغانستان کې داسې ځانګړې ډلې قدرت ته ورسوي چې سیاسي اجندا یې روسیې سره نژدې وي،»

هغه طالبانو ته په اشارې وویل، «افغانان باید پوه شي چې هغه څوک، چې د دین تر نامه لاندې جنګ کوي، له غټو دروغجنو څخه پرته نور هېڅ هم نه دي،»

شارق وویل، طالبانو په جده او مکه مکرمه کې، چې ټول مسلمانان یې په طرف لمونځ کوي، پلان شوې خبرې رد کړې، «خو د مسکو په غونډه کې یې په ډېره لېوالتیا سره برخه واخیسته، او د روسیې د استخباراتو سره څنګ په څنګ یې کار وکړ».

د روسیې استخباراتو سره ملګرتیا

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر نبي مصداق وویل، طالبانو په دې غونډه کې په ګډون کولو سره روسي استخباراتو ته خپل اطاعت وښود.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د مسکو غونډه -- چې یو شمېر سیاسي ګوندونه او نفوذ لرونکي کسان په کې د طالبانو له استازو سره کېناستل -- د روسیې له خوا یو سیاسي اقدام وو، چې هغوی د خپلې ګټې لپاره وکړ،»

هغه وویل، «د غونډې د پای پرېکړه لیک په بشپړ ډول د روسانو او د طالبانو په ګټه او زمونږ د حکومت او خلکو په تاوان وو،»

دیني عالمانو او افغان اتباعو په چټکۍ سره د مسکو د غونډې د برخه والو کار وغانده او ویې ویل چې د افغان حکومت له برخه اخیستنې څخه پرته هر ډول وعدې غیرقانوني دي.

مصداق وویل، «کله چې په کابل کې د روسیې سفارت د غونډې په وړاندې منفي عکس العمل، مخالفت او توند انتقادونه ولیدل، په سملاسي توګه یې د هغه د پټولو هڅه وکړه ... او اعلان یې وکړ چې دا غونډه په روسیه کې د اوسېدونکیو افغانانو په کوربه توب جوړېږي،»

هغه وویل،‌«په اندونیزیا او سعودي عربستان کې د دیني عالمانو له خوا د سولې په جوړو شویو غونډو کې د برخه اخیستنې په وړاندې د طالبانو مخالفت،او همدارنګه د مسکو په غونډه کې د هغوی برخه اخیستنه، په روښانه توګه ښیي چېدغه ډله د روسیې استخباراتو سره اړیکې لري،»

افغانستان کمزوری کول

د مدني ټولنې فعالانو د سلواغې په ۱۷مه په کابل کې یو لاریون وکړ او غږ یې وکړ چې د مسکو غونډه د افغان عوامو لپاره د منلو وړ نه ده.‌

د لاریونوالو د ډلې یوه غړي، مهدي مبشر، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د مدني ټولنې د فعالانو په توګه په روسیې غږ کوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي،»

هغه وویل، «که مسکو په ریښتیا هڅه کوي چې زمونږ په هېواد کې سوله او ثبات راشي، په کار دی چې هغه د افغانستان له حکومت او خلکو سره همکاري وکړي،»

هغه وویل، «هغو کسانو چې د مسکو غونډه کې یې برخه اخیستې وه، هغوی د افغانانو استازیتوب نه کاوه،»

هغه وویل، «سربېره پر دې، دا غونډه له دې امله زمونږ لپاره د منلو وړ نه وه چې د مدني ټولنې، ځوانانو، ښځو، رسنیو، حکومت او د دیني عالمانو استازو په کې برخه نه وه اخیستې،»

مبشر وویل، «مونږ د روسیې د سفارت په مخکې احتجاج وکړ، چې روسیه زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، او دا څرګنده کړي چې افغان عوام به هېڅکله دا ونه مني چې طالبان د حکومت واګي ترلاسه کړي،»

د جګړې د اوږدولو لپاره هڅه کول

د مشرانو جرګه کې د سمنګان ولایت یوه استازي، سید صفی الله هاشمي، سلام ټایمز ته وویل، «د افغان حکومت له بللو څخه پرته د افغانستان د سولې په هکله د دې غونډې په ترسره کولو سره، روسانو طالبانو ته سیاسي مشروعیت ورکړ،»

هغه وویل، «سربېره پر دې، په یوه مېز له طالبانو سره د یو شمېر نورو افغانانو په ټولولو سره، روسیې نه یوازې د افغان حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راوست بلکې همدارنګه یې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف عمل وکړ څو حکومت کمزوری کړي،»

هغه وویل، «طالبانو په اندونیزیا او سعودي عربستان کې د اسلامي‌ نړۍ د عالمانو په ترسره شوې غونډه کې برخه وانه خیسته. هغوی له هغه حکومت سره چې د خلکو نمایندګي کوي، خبرې نه کوي.»

هاشمي وویل، «خو بیا، د روسیې په بلنه د مسکو غونډې ته مثبت غبرګون ښیي‌ او برخه په کې اخلي -- او هغه داسې یو هېواد دی چې زما په نظر نه غواړي چې سوله راولي او هڅه کوي چې له متحده ایالاتو سره سیالي او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي،»

هغه وویل، دا زمونږ په هېواد کې د سولې د تأمینولو معنی نه لري، بلکې، ښیي چې روسیه او طالبان دواړه غواړي چې جنګ اوږد شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500