امنیت

۲۴ داعشیان او طالبان د ننګرهار امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول

د خالد زېري راپور

چارواکي وایي چې ۲۴ د داعش غړي او طالبان په ننګرهار ولایت کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول. [خالد زېری]

جلال اباد -- د ملي امنیت ریاست وایي، ۲۴ تنه د داعش غړي او طالبان په ننګرهار ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

دغه اورپکي د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹مه/ په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته وښودل شول‌.

په تسلیم شویو اورپکو کې ۷ د داعش غړي او ۱۷ تنه طالب یاغیان چې تېره میاشت حکومت ته ور اوښتي وو شامل وو.

ځینې جنګیالیو وویل چې د هغوی مشران د ایران په شمول له افغانستان څخه د بهر هېوادونو څخه وو.‌

د ننګرهار ولایت محلي مقامات ۷ د داعش غړي او ۱۷ طالب جنګیالي د غبرګولي په ۲۹مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې رسنیو ته ښیي.‌ [خالد زېری]

د ننګرهار ولایت محلي مقامات ۷ د داعش غړي او ۱۷ طالب جنګیالي د غبرګولي په ۲۹مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې رسنیو ته ښیي.‌ [خالد زېری]

د بهرنیانو له خوا ناوړه استفاده

د داعش یوه اورپکي محمد رحمان د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته وویل، «مونږ ته بهرنیانو روزنه راکوله او مونږ د هغوی په ژبه نه پوهېدو. په هغوی کې ازبکان، تاجکان، پاکستانیان،‌ ایرانیان او نور شامل ول.»

هغه زیاته کړه، «کله چې مونږ جنګ ته تللو، زمونږ اکثر قوماندانان بهرنیان ول.‌ هغوی پښتو ژبه زده کړې وه او مونږ ته به یې ویل چې هر هغه څوک چې هغوی یې مونږ ته ښیي باید وولو او ویې وژنو.‌ مونږ په ډېرو سیمو کې جنګ وکړ او خلک مو ووژل.»

رحمان وویل،‌«کله به چې په لاره تېرېدونکي خلک ویشتل کېدل، زه به پرې خفه کېدم او زه پوه شوم چې دا یوازې یوه لوبه ده او جهاد نه دی. بیا ما جنګ بس کړ او راغلم او خپله وسله مې کېښودله.»

د طالبانو د ډلې یوه غړي چې تسلیم شوی دی، د ملي امنیت په حوېلۍ کې وویل،‌ «مونږ بې تعلیمه یو. ما فکر کاوه چې مونږ په سمه لار روان یو او مونږ باید د اسلام لپاره جنګ وکړو، خو وروسته چې زه پوه شوم چې کیسه بل ډول ده، زه له خپلو پنځو ملګرو سره چې زما تر لاس لاندې ول راغلم او د سولې پروسې سره یوځای شوم.»

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل غونډې ته وویل، وسله والو ښه پرېکړه کړې چې خپلې وسلې یې کېښودلې او د سولې لاره یې ونیوله

میاخېل په دغو مراسمو کې وویل، «دلته هر عسکر مسلمان دی -- هغه په دین خبر دی او عمل پرې کوي. که زه د داعش او طالبانو د ډلې له غړو څخه وپوښتم، هغوی به پوه نشي چې څنګه په صحیح توګه اودس او لمونځ وکړي.»

هغه وویل، اورپکي «کولی شي چې راشي او سوله وکړي که نه له سزا سره به مخامخ شي.»

میاخېل وویل، تسلیم شويو جنګیالیو په چپرهار، خوګیاڼو، مومند دره، لالپوره او غني خېل ولسوالیو کې فعالیتونه کول.

په تېر کال کې،‌خواوشا ۵۵۰ د داعش او طالبانو د ډلې غړي د ننګرهار ولایتي ادارې ته تسلیم شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500