امنیت

په ننګرهار کې د داعش او طالبانو تر منځ روانو نښتو اوسېدونکي سخت په تنګ کړي دي

د خالد زېري راپور

د داعش غړي تېر کال په کونړ ولایت کې د طالبانو په مورچو باندې ډزې کوي. [آرشیف]

د داعش غړي تېر کال په کونړ ولایت کې د طالبانو په مورچو باندې ډزې کوي. [آرشیف]

ننګرهار -- د داعش او طالبانو د ډلې اورپکو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو او شېرزاد ولسوالیو کې یو د بل پر ضد جنګ بیا پیل کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، «د داعش او طالبانو تر منځ په خوګیاڼو او شېرزاد ولسوالیو کې وخت په وخت جنګونه کیږي. دواړو خواوو ته تلفات وراوښتي، خو مونږ ته یې دقیق شمېر معلوم نه دی.»

د غوایي په میاشت کې، د دواړو ډلو تر منځ جنګ ۸۵۰۰ کورنۍ له سیمې څخه په تېښته مجبورې کړې.

خوګیاڼي وویل، «مونږ په ډېرو سیمو کې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل چې دغه ډلې وځپو او اوس هم دوام ورکوو چې اورپکي له سیمې څخه جارو کړو.»

په عکس کې د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي د غوایي په ۹مه په داسې حال کې ښودل کیږي چې د طالبانو او داعش تر منځ له روان جنګ څخه په تېښته دي. [خالد زېری]

په عکس کې د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي د غوایي په ۹مه په داسې حال کې ښودل کیږي چې د طالبانو او داعش تر منځ له روان جنګ څخه په تېښته دي. [خالد زېری]

ځایي چارواکو وویل، په ننګرهار ولایت کې د ترهګرۍ ضد پولیسو د غبرګولي په ۲۰مه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د مهماتو یوه ذخیره کشف کړه. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فېسبوک]

ځایي چارواکو وویل، په ننګرهار ولایت کې د ترهګرۍ ضد پولیسو د غبرګولي په ۲۰مه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د مهماتو یوه ذخیره کشف کړه. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فېسبوک]

هغه زیاته کړه، «په ځینې سیمو کې تر اوسه پورې هم داعش او طالبان حاکم دي. هلته به مونږ ژر منظم او قوي عملیات ترسره کړو.»

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي اجمل عمر وویل، «په دغو ولسوالیو کې ملکي خلک له ستونزو سره مخامخ دي.»

د عمر په وینا، داعش هڅه کوي چې د تالک کانونه چې د طالبانو تر واک لاندې دي، ونیسي، او ځانونو ته یوه عایداتي سرچینه برابره کړي.

عمر وویل، «مونږ غواړو چې حکومت قوي عملیات ترسره کړي چې سیمې له طالبانو او داعش دواړو څخه پاکې شي او خلک وکولی شي چې عادي ژوند وکړي.»

د شېرزاد ولسوالۍ د مرکي خېلو سیمې یوه اوسېدونکي جلال خان چې ۲۸ کاله عمر لري وویل، «دا وخت، د شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو په مرکي خېلو، زاوه، تنګي، خدرخېل او نورو سیمو کې جنګ روان دی. څومره چې مونږ پوهېږو، داعش له طالبانو څخه ځینې سیمې نیولي او اوس هم وخت په وخت جنګونه کیږي.»

جلال وویل، «ژوند سخت شوی دی. نه داعش او نه هم طالبان مونږ پرېږدي چې عادي ژوند وکړو. دواړه ډلې چې کله فرصت ترلاسه کړي خلک وژني او وېروي.»

د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي یوه اوسېدونکي سفرخان وویل، د دواړو اورپکو ډلو تر منځ تر ټولو وروستۍ جګړه د غبرګولي په ۹مه پیل شوه او لا هم روانه ده.

هغه وویل،‌«هغوی نا اشنا خلک دي -- هغوی د روژې احترام ونه کړ، هغوی د اختر احترام ونه کړ، هغوی یوازې وژنې ترسره کوي.داعش او طالبانو دواړو بې حده ډېر ظلم وکړ.»

هغه زیاته کړه، «حکومت په ځینې سیمو کې عملیات ترسره کړل، او داعش یې وځاپه، خو هغوی بیا سر راپورته کړی دی.»

د محلي اردو ځای پرځای کول

افغان امنیتي ځواکونه سرتېري دې ته چمتو کوي چې په سیمه کې امنیت ټینګ کړي او دواړه ډلې له منځه وېسي.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند جګړن هارون یوسفزي وویل، «مونږ په شېرزادو او خوګیاڼو ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي او د لا نورو د ترسره کولو پلانونه په مخکې لرو. دا صحیح ده چې هلته داعش او طالبان شته او په لیرې پرتو سیمو کې جنګونه کوي.»

یوسفزي وویل، «مونږ به ژر د دغو دواړو ډلو پر ضد عملیات پیل کړو،‌ او وروسته به په دواړو ولسوالیو کې محلي اردو ځای پرځای شي چې د تل لپاره په دغو سیمو کې امنیت تأمین کړي.»

د محلي اردو له هدفونو څخه یو دا دی چې د افغان ملي اردو له خوا له اورپکو څخه د سیمو له پاکولو څخه وروسته هغه خوندي او په امن وساتي.‌

هغه زیاته کړه، «دا اردو به په په وسلو او وسیلو سمبال شي او خلکو ته به دایمي امنیت برابر کړي. مونږ به په ټولو خطرناکو سیمو کې چې خلک په کې له ستونزو سره مخامخ وي امنیتي پوستې جوړې کړو.»

د ننګرهار د والي ویاند خوګیاڼي وویل، هغو خلکو سره چې له یادو سیمو څخه راوتلي به مرستې وشي.‌

هغه وویل، «مونږ به داسې ترتیب ونیسو چې راوتلي خلک بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي، او هغو کورنیو ته به چې کورونه یې د جنګ په ترڅ کې ویجاړ شوي دي مرستې ورکړل شي.»

خوګیاڼي زیاته کړه،‌«هغو په زرګونو کورنیو ته چې د داعش او طالبانو تر منځ د جګړې په نتیجه کې خوندي ځایونو ته تللي دي اساسي مرستې ورکړل شوي، او مونږ به د هغوی د بېرته ستنولو په برخه کې هم ورسره مرسته وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500