امنیت

په کونړ کې د اورپکو پخوانی قوماندان د بهرنیانو په ګټه په جنګ کولو پښېمان دی

د خاللد زېري راپور

د ګروپ د یوه محلي قوماندان په شمول د داعش ۱۴ غړي د چنګاښ په ۱۲مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې محلي مقاماتو ته په رسمي توګه تسلیمیږي. [خالد زېری]

د ګروپ د یوه محلي قوماندان په شمول د داعش ۱۴ غړي د چنګاښ په ۱۲مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې محلي مقاماتو ته په رسمي توګه تسلیمیږي. [خالد زېری]

کونړ -- د طالبانو او داعش پخوانی قوماندان قیوم زنداني په داسې حال کې چې پکول یې په سر، ګلان یې په غاړه پراته او د افغانستان بیرغ یې په لاس کې دی د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې محلي مقاماتو د تسلیمېدلو پر وخت ولاړ دی.

د اورپکو دغه پخوانی قوماندان له خپلو ۱۳ ملګرو سره د چنګاښ په ۱۲مه افغان ځواکونو ته تسلیم شو او اعتراف یې وکړ چې لاره یې ورکه کړې وه او تاوتریخوالی ته د پای ټکی ږدي.

زنداني چې ۳۹ کاله عمر لري خبریالانو ته وویل، «کله چې طالبان را ووتل، زه د یوه قوماندان په توګه له هغوی سره یوځای شوم. په پيل کې طالبان ښه وو، خو وروسته خراب شول. کله چې داعش راښکاره شول، زه له وخت څخه په استفادې سره له هغوی سره یوځای شوم.»

هغه وویل، «ما له دغو دواړو ډلو سره کار وکړ. داعش او طالبانو دواړو خپل وژل شوي ملګري شهیدان بلل، خو کله چې زه پوه شوم چې دواړه ډلې د خارجیانو د ګټو لپاره جنګ کوي، فیصله مې وکړه چې جنګ پرېږدم.»

د داعش اورپکي د چنګاښ په ۱۲مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې محلي مقاماتو ته د تسلیمېدلو ځای ته ور روان دي. [خالد زېری]

د داعش اورپکي د چنګاښ په ۱۲مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې محلي مقاماتو ته د تسلیمېدلو ځای ته ور روان دي. [خالد زېری]

زنداني وویل چې نوموړی څلور کاله د کونړ ولایت په اسمار، شیګل او غازي اباد ولسوالیو کې د داعش یو فعال کس وو.

هغه وویل، «زه په لومړي ځل له داعش سره له دې امله یو ځای شوم چې حافظ سعید زما استاد وو. سعید د ۱۳۹۵ د چنګاښ په میاشت کې په ننګرهار ولایت کې ووژل شو.»

زنداني وویل، «زه د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته لاړم. هلته ما پخپله له حافظ سعید سره ولیدل، او هغه ماته له داعش سره د یو ځای کېدلو له امله مبارکي راکړه. بیا هغه زه د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې مقرر کړم چې هلته ما استخدام پیل کړ. ما ډېر کسان استخدام کړل او اچین ته مې د روزنې لپاره ولېږل.»

«خو اوس زه پوهېږم چې هغه جنګ د اسلام لپاره نه وو.»

داعش سره د یوځای کېدلو فرېب خوړل

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د تسلیمۍ په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «داعش ډېر ځوانان دوکه کړي دي او هغوی ته یې د اسلام لپاره د جنګ کوونکو نوم ورکړی او ورته یې ویلي چې جنت ته به ځي، خو په اسلام کې دا نشته چې څوک دې د خپلو ځوانو ورونو، مسلمانانو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په وژلو سره جنت ته لاړ شي. هغوی څنګه دا ادعا کوي چې جنت ته به لاړ شي؟»

هغه وویل، «قوماندان زنداني چې د دین په هکله معلومات لري به اوس له خپلې کورنۍ سره ازاد ژوند ولري. هغه به خپل پاتې ملګري هم تشویق کړي چې راشي او عادي ژوند ته راستانه شي.»

میرزکوال هغو کسانو ته په اشارې چې غواړي جنګ ته دوام ورکړي، وویل، «هر چېرې چې د داعش اورپکي سر راپورته کړي، وبه وژل شي.»

محمد رفیق چې ۲۶ کاله عمر لري د هغو کسانو په ډله کې دی چې تسلیم شوي دي.‌

هغه خبریالانو ته وویل، «زه له دوه کالو راهیسې له داعش سره وم. مونږ ډېر وخت په ننګرهار کې توظیف شوي وو. هلته مونږ له طالبانو سره جنګ وکړ. بیا مونږ دلته راغلو او بیا مو له طالبانو سره جنګ وکړ.»

هغه وویل، «مونږ ساده وو. د داعش مستخدمینو مونږ په دې وغولولو چې باور وکړو چې داعش په حقه دی، خو اوس زه پوه شوم چې هغه په حقه نه وو ځکه چې مسلمانان وژني.»

هغه وویل، «زه غواړم چې د یوه عادي کس په توګه ژوند وکړم، ما خپل ټول عمر په غرونو او جنګ کې تېر کړ، او زه ډېر زیات ستړی شوی یم. دا بس دی. زه نه غواړم چې بیا جنګ وکړم.»

د داعش یوه بل پخواني جنګیالي شفیق الله سلام ټایمز ته وویل، «څومره چې زما په یاد دي، ما په اوږه ټوپک ایښی دی، خو ما ترې هېڅ فایده نه ده موندلې، او ما دا فرصت ترلاسه نه کړ چې په سوله کې ژوند وکړم.»

هغه وویل، «په جنګ کې ګټه نشته. مونږ باید سوله وکړو او د هغو خلکو حکمونه ونه منو چې مونږ د خپل وطن ورانولو ته تشویقوي. مونږ په خپل کړي وراني پښېمان یو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو

ځواب ورکړئ