امنیت

د هلمند چارواکو د داعش له خوا د استخدام د هڅو په هکله اندېښنه څرګنده کړه

د رازق کندهاري راپور

داعش د وږي په میاشت کې دا عکس، چې په کې د یادې ډلې یو سرګروپ په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې له محلي خلکو سره خبرې کوي، په ټولنیزو رسنیو خپور کړ. [آرشیف]

داعش د وږي په میاشت کې دا عکس، چې په کې د یادې ډلې یو سرګروپ په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې له محلي خلکو سره خبرې کوي، په ټولنیزو رسنیو خپور کړ. [آرشیف]

کندهار -- د هلمند چارواکو او قومي مشرانو په دغه ولایت کې د داعش د استخدام د هڅو په شمول د یادې ډلې د فعالیتونو په هکله اندېښنه راپورته کړې ده.

د هلمند د ولایتي شورا چارواکي عطاءالله افغان وویل، داعش په خاصو ځایونو کې ځای پرځای شوي څو وکولی شي په دغه ولایت کې نوي جنګیالي استخدام کړي.

افغان وویل، «داعش خپلې د استخدام هڅې پيل کړي دي. په ډېرو سیمو کې، هغوی ښځې استخدام کړي او هغوی له خلکو څخه غوښتي چې له داعش سره یوځای شي.»

د هلمند یوه قومي مشر محمد نبي چې هغه هم د یادې ترهګرې ډلې په هکله اندېښنه ښودلې وویل، داعش هڅه کوي چې خلکو ته رشوت ورکړي او په مقابل کې یې هغوی له داعش سره یوځای شي.‌

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د لړم په ۲۶مه اخیستل شوی، د داعش غړي د افغانستان حکومت ته له تسلیمېدلو څخه وروسته د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې له خپلو وسلو سره یوځای ولاړ دي. د هلمند چارواکو اندېښنې راپورته کړي چې یاده ترهګره ډله په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه ډېروي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د لړم په ۲۶مه اخیستل شوی، د داعش غړي د افغانستان حکومت ته له تسلیمېدلو څخه وروسته د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې له خپلو وسلو سره یوځای ولاړ دي. د هلمند چارواکو اندېښنې راپورته کړي چې یاده ترهګره ډله په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه ډېروي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د ۱۳۹۶ د کب په ۵ مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه موټربمي برید د ساحې پلټنه کوي. [نورمحمد/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د ۱۳۹۶ د کب په ۵ مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه موټربمي برید د ساحې پلټنه کوي. [نورمحمد/ای اېف پي]

نبي وویل، «هغوی [داعش] په کجکي ولسوالۍ کې په غټو غرونو کې سوري... جوړول پیل کړي دي.‌ یو بل مهم شی دا دی چې [د داعش] تور بیرغ او بل هر څه [چې د داعش حضور ثابتوي] د پولې پورې غاړه په پاکستان کې په چمن او انګور اډه سیمو کې له ورایه ښکاري.»

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یوه استازي محمد کریم اتل هم په خپل ولایت کې د داعش وروستي فعالیتونه تایید کړي دي.‌

هغه د ځایي اوسېدونکیو له قوله وویل چې داعش په پټه خلک وربلي چې له یادې ډلې سره یوځای شي.

اتل وویل، «مونږ له خلکو څخه اورېدلي وو چې داعش په کجکي او باغران ولسوالیو کې فعالیتونه کوي. ځایي خلک وایي چې داعش دغو ولسوالیو ته راغلی او غواړي چې خلک استخدام کړي.‌»

د هلمند والي تورن جنرال یاسین خان وویل چې امنیتي ځواکونه به یادې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې په دغه ولایت کې امنیت وننګوي.

هغه وویل، د هلمند کلتور او جغرافیه به داعش ته اجازه ورنه کړي چې په دغه ولایت کې نفوذ وکړي.‌

هغه وویل، «د هلمند چاپېریال او مذهبي عقیده او په هلمند کې د خلکو نظریات د داعش هغو سره سر نه خوري.»

هغه وویل، «شپږ کاله مخکې چې په هلمند کې د داعش په نامه یوې ډلې سر راپورته کړ، خلکو، طالبانو او حکومت له منځه وېوړه.»

له ماتې سره مخامخ

په هلمند کې اندېښنې وروسته له هغه راپورته کېږي چې په ننګرهار ولایت کې افغان چارواکو د داعش ماتې اعلان کړه. په پیل کې، هغوی هڅه کوله چې په دغه ولایت کې خپل غټ مرکز جوړ کړي.

د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي د اورپکو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې خبریالانو ته وویل، «داعش په ننګرهار کې مات شوی دی، د هغه مرکزونه ویجاړ شوي دي.»

هغه د لړم په ۱۹مه وویل، «مونږ به ژر د هغه وروستي مرکزونه ویجاړ کړو. مونږ به د خلکو په مرسته هغوی له منځه وېسو.‌ د یادې ډلې ځینې کوچني واحدونه تسلیمیږي، په نورو ولایتونو کې نور کوچني واحدونه به هم له منځه وېوړل شي.»

داعش، په وروستیو کې د کب په میاشت کې په سوریه کې د یادې ډلې له خوا د خپله اعلان کړي «خلافت» د نسکورېدلو او د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د مړینې په شمول چې د تلې په میاشت کې د یوه امریکایي برید په ترڅ کې ووژل شو، له یو لړ غټو ماتو سره مخامخ شوی دی.

د البغدادي او په افغانستان کې داعش پورې د تړلې ډلې یا په بله وینا د داعش د خراسان څانګې تر منځ اړیکې تل خړې پړې وې.‌

خوګیاڼي وویل، خو د البغدادي مړینې د داعش د خراسان څانګې د قوماندې او کنټرول جوړښت مختل کړی دی.‌

هغه وویل، «دې پېښې په میدان کې جنګیالي اغېزمن کړي، هغوی یا حکومت ته تسلیمیږي یا بېرته عادي ژوند ته ورستنېږي.»

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، «د یادې ډلې پاتې شوني چې په ځینې ځایونو کې تیت او پرک پټیږي تر دوامدار فشار لاندې دي.»

هغه وویل، «د هغوی څو پاتې جنګیالي تر تعقیب لاندې دي او امنیتي ځواکونه هره ورځ د هغوی د ځای ځایګي په هکله استخباراتي معلومات ترلاسه کوي چې په سملاسي توګه پرې ځمکني او هوایي عملیات ترسره کیږي چې له منځه وېوړل شي.»

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل،‌ د امنیتي ځواکونو له خوا د تصفیوي کمپاین په زیاتېدلو سره د داعش غړي په ننګرهار کې تسلیمیږي.‌

هغه وویل، «اچین، پچیر اګام او د ننګرهار ولایت نورې برخې له داعش څخه په بشپړ ډول پاکې شوي دي.»

هغه په تېره تله میاشت کې وویل، «د پوځي فشار له امله، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د داعش په لسګونو جنګیالي له خپلو وسلو سره یوځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي،» او زیاته یې کړه چې په ننګرهار ولایت کې په بېلابېلو پوځي عملیاتو کې د داعش ډېر جنګیالي وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500