امنیت

د طالبانو له خوا له ۲۰۰ څخه د ډېرو ستنو په ویجاړېدلو سره په میلیونونو افغانان له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې شول

د هدایت الله راپور

طالبانو د وږي په ۵مه د افغانستان د هرات ولایت د غوریان او زنده جان ولسوالیو تر منځ سیمه کې دوه ستنې والوزولې او په هرات ښار یې برېښنا بنده کړه. [عمر]

کندوز -- د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) چارواکي وایي، د طالبانو له خوا د تېرو اتو میاشتو په ترڅ‌ کې د ۲۲۰ مخابراتي ستنو په ویجاړېدلو سره په میلیونونو افغانان له مخابراتي خدمتونو څخه محروم شوي دي.

د اترا د څارنې او کنټرول رییس سید حارث میر د لیندۍ په ۱۲مه وویل، اورپکو دغه ستنې په بېلابېلو ولایتونو کې ویجاړې کړې.‌

حارث وویل، «که مونږ داسې وګڼو چې یوه ستنه په یوه ځای کې خدمت وړاندې کوي، دا به دا معنی ولري چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ۲۲۰ ځایونو کې مشتریان په موقته او دایمي توګه له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې شوي دي.»

پخوا امنیتي چارواکو ویلي وو چې، طالبان له دې څخه وېرېږي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه کولی شي چې د شبکې د انټنونو له لارې د شپې له مخې د هغوی حرکتونه تعقیب کړي.

په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکي د وږي په ۷مه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د برېښنا یوه الوزول شوې ستنه رغوي. [د افغانستان د برېښنا شرکت/هرات]

په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکي د وږي په ۷مه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د برېښنا یوه الوزول شوې ستنه رغوي. [د افغانستان د برېښنا شرکت/هرات]

حارث وویل، د شبکو په ستنو باندې هر برید یوه شرکت ته په اټکلي توګه ۱۵۰ زره څخه تر ۲۵۰ زره ډالر (۱۱.۸ میلیونه الی ۱۹.۷ میلیونه افغانۍ) تاوان ورسوي.

هغه زیاته کړه، «د کال له پیل راهیسې، خصوصي مخابراتي شرکتونو له ۳۳ میلیونو څخه تر ۵۵ میلیونو ډالرو (۲.۶ میلیاردو څخه تر ۴.۳ میلیاردو افغانیو پورې) زیانونه لیدلي دي.‌

طالبان بېخبناوې په نښه کوي

حارث وویل، «په ناامنو ولایتونو کې د شپې له مخې خواوشا ۳۰٪ مخابراتي شبکې بندې وي، او دا د مخابراتي شرکتونو لپاره د دې سبب شوی چې تاوان وکړي ځکه چې د هغوی لګښت له عوایدو څخه زیاتېږي.»

هغه وویل، «لکه څنګه چې طالبان ښوونځي، جوماتونه، پلونه، سرکونه، کلینیکونه او نور عامه تاسیسات ورانوي، دغسې هغوی مخابراتي ستنې هم ویجاړوي.»

د اترا چارواکي وايي، کندوز، بغلان، بلخ، فراه، غزني او زابل د هغو ولایتونو په ډله کې دي چې د روان لمریز کال په ترڅ کې د نورو ولایتونو په نسبت په کې په مخابراتي ستنو باندې ډېر شمېر بریدونه شوي دي.

په شمال ختیځ کې د اترا سیمه ییز مدیر احمد جاوېد شینواري چې په کندوز ښار کې دېره دی، وویل،‌ «طالبانو د وږي د ۹مې او د تلې د ۶مې تر منځ، یوازې په کندوز ښار کې خواوشا ۲۲ مخابراتي ستنې ویجاړې کړې.»

شینواري وویل، «دا ستنې یوه له بلې سره نښتې دي، او کله چې په کندوز کې یوه مرکزي ستنه ویجاړه شي، ټوله شبکه په اتومات ډول په څلورو شمال ختیځو ولایتونو کې فعالیت دروي.»

هغه د وږي د ۹مې او د تلې د ۶مې تر منځ مودې ته په اشارې سره وویل، «یوازې په کندوز ولایت کې زمونږ ارزونه ښیي چې مخابراتي شرکتونو په ځانګړې توګه اېم ټي اېن ۲.۵ میلیونه ډالر (۱۹۶.۷ میلیونه افغانۍ) تاوان کړی، خو شرکتونه لا هم د خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي.» اېم ټي اېن د جنوبي افریقا د اېم ټي اېن ګروپ شرکت یوه څانګه ده.

د ټکني کېدا اغېز

افغانان وایي چې هغوی د طالبانو له خوا د دغو ویجاړوونکیو کارونو له امله پزې ته رسېدلي دي.

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري وویل، «مونږ وینو چې د طالبانو ډله د انسانانو، عامه تاسیساتو یا عامه پروژو په وړاندې چې خلکو ته ګټه رسوي هېڅ زړه سوی نه لري.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو ډلې تل هڅه کړې چې محلي خلک په تیاره کې وساتي، او هغوی د برق ستنې، د برق د انتقال لینونه، د مخابراتي شبکو ستنې، د نوري کېبل لینونه او نور سهولتونه چې د عامو خلکو اړتیاوې پوره کوي، الوزوي.»

امیري وویل، «د کندوز ښار په عیارګنک سیمه کې د مخابراتي ستنو له ویجاړېدلو څخه وروسته، ټولو مخابراتي شبکو تر څو ورځو پورې په کندوز ولایت کې فعالیت ودراوه.»

په کندوز ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال احمدالله علیمي وویل، «طالبانو تل د کندوز ولایت اوسېدونکي له یوه نېکمرغه ژوند څخه بې برخې کړي دي.»

هغه وویل، «د مثال په توګه، په کندوز ولایت کې د طالبانو د ګواښونو له امله له تېرو درې کالو راهیسې د مازیګر له ۵ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې مخابراتي شبکې بندې وي،» او زیاته یې کړه چې په دغه ولایت کې یوازې دولتي مخابراتي شبکه سلام کار کوي.

هغه وویل، «که مونږ په کور کې داسې یو ناروغ ولرو چې ډاکتر ته تګ ته اړتیا لري، مونږ باید ټکسي ته زنګ ووهو او کله چې مخابراتی اتصال نه وي مونږ دا کار نشو کولی.»

د طالبانو له خوا په زور پیسې اخیستل

د ولایتي شورا مرستیال امیري وویل، له مخابراتي کمپنیو څخه د زور له لارې په پیسو اخیستلو سربېره، طالبان خپل عملیات په هغو پیسو تمویلوي چې هغوی یې د برېښنا د ناقانونه بیلونو او په تعمیراتي شرکتونو، تجارتونو او لاریو باندې د ناقانونه مالیو د لګولو له لارې ټولوي.

امیري وویل، په عین وخت کې، دغه ډله د زراعتي ځمکو په سر زکات او عشر ټولوي، ناقانونه نشه ییز توکي خرڅوي او د خپلو عوایدو د ترلاسه کولو لپاره په نورو ناقانونه فعالیتونو کې ښکېل دي.

هغه وویل، «طالبان یوازې په کندوز کې د برېښنا د بیلونو له ټولولو څخه په کال کې ۶۰ میلیونه افغانۍ (۷۶۰ زره ډالر) ګټه ترلاسه کوي.»

د اترا چارواکي حارث وویل، که څه هم چې اترا په ۱۳۹۰ کې د مخابراتي تاسیساتو د خوندي کولو لپاره یوه امنیتي ستراتیژي تطبیق کړه، خو مؤثره نه وه.‌

هغه وویل، «مونږ په هغې ستراتیژۍ باندې بیاکتنه کړې او مونږ هیله لرو چې وبه کولی شو چې یوه اصلاح شوې ستراتیژي په څو اونیو کې نهایي کړو او دا چې هغه به د مخابراتي شرکتونو د تاسیساتو په خوندي کولو کې تر یوه حده پورې مؤثره وي.»

د بلخ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس تقي پویا د لیندۍ په ۱۱مه وویل، درې میاشتې مخکې ځینې مخابراتي شبکو د امنیتي ګواښونو له امله په مزارشریف کې د شپې له مخې خپل خدمتونه ودرول، خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده.

هغه وویل، «دا وخت، مخابراتي شبکې په مزارشریف او د بلخ ولایت په ولسوالیو کې فعالې دي، او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې مخابراتي تاسیسات او تجهیزات خوندي کړي.»

هغه وویل، «مونږ د شخړې په ټولو اړخونو باندې غږ کوو چې په افغانانو باندې عامه خدمتونه محدود نه کړي او پرېږدي چې له موجودو اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو ښه او معلوماتي مطلب وو. طالبان باید په بېخبناوو باندې برید ونه کړي.

ځواب ورکړئ