امنیت

په ننګرهار کې د داعش د جنګیالیو مېرمنې او ماشومان پاکستان ته ستانه شول

د خالد زېري راپور

افغان حکومت د داعش د جنګیالیو هغه په لسګونو مېرمنې او ماشومان چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې مقاماتو ته تسلیم شوي ول، د هغوی خپلوانو ته چې په پاکستان کې اوسېږي، ور وسپارل. [خالد زېری]

جلال اباد -- افغان مقاماتو هڅې پيل کړي چې د داعش د اورپکو له مېرمنو او ماشومانو سره، چې په ننګرهار ولایت کې مقاماتو ته تسلیم شوي ول، مرسته وکړي چې په پاکستان کې له خپلو خپلوانو سره بېرته یوځای شي.‌

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روان کال په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې پراخ عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د داعش په سلګونو غړي تسلیم شول او یاده ډله مجبوره شوه چې په سیمه کې د خپلې ماتې اعلان وکړي.

ولسمشر اشرف غني د لړم په ۲۸مه جلال اباد ته لاړ چې په سیمه کې امنیتي وضعه وارزوي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هغه وخت وویل، اکثر تسلیم شوي اورپکي، ښځې او ماشومان بهرنیان دي، هغوی به کابل ته ولېږل شي، چې هلته به حکومت د هغوی د بېرته ستنولو پروسه پیل کړي.‌

د داعش د تسلیم شویو اورپکو مېرمنې او ماشومان د مرغومي په ۱۹مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې خپلو کورنیو ته ورستنېږي. [خالد زېری]

د داعش د تسلیم شویو اورپکو مېرمنې او ماشومان د مرغومي په ۱۹مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې خپلو کورنیو ته ورستنېږي. [خالد زېری]

د داعش د تسلیم شویو اورپکو مېرمنې او ماشومان د مرغومي په ۱۹مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې خپلو کورنیو ته ورستنېږي. [خالد زېری]

د داعش د تسلیم شویو اورپکو مېرمنې او ماشومان د مرغومي په ۱۹مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې خپلو کورنیو ته ورستنېږي. [خالد زېری]

هغه وویل، «اکثر تسلیم شوي جنګیالي پاکستانیان دي، خو په هغوی کې د ایران، ازبکستان، ترکمنستان، چیچنیا [د روسیې یوه برخه] او نورو هېوادونو وګړي هم شامل دي.»

میاخېل زیاته کړه، «مرکزي حکومت به ښځې او ماشومان هغه ځای ته تسلیم کړي چې ورسره تړاو لري،‌ خو له هغو سړيو څخه به چې په جنګ کې یې برخه لرله لومړی پوښتنې ګروېږنې وشي، او بیا به مرکزي حکومت پرېکړه وکړي چې څه ورسره وکړي.»

هڅې پیل کیږي

د مرغومي په ۱۸مه، د ننګرهار مشران او هغه پښتانه قبایلي مشران چې د ډیورنډ کرښې پاکستاني لوري سیمو کې اوسېږي په جلال اباد کې سره جرګه شول چې د پاکستانیو ښځو او ماشومانو په هکله خبرې اترې وکړي.

د جرګې برخه والو پرېکړه وکړه چې هغوی به، په لومړۍ مرحله کې، د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت له لسګونو ښځو او ماشومانو سره چې تسلیم شوي دي مرسته وکړي چې خپلو کورنیو ته ورستانه شي.‌

په ورپسې ورځ، ځایي افغان مقاماتو له ۵۵ ښځو او ۷۶ ماشومانو سره مرسته وکړه چې له خپلو کورنیو سره چې جلال اباد ته راغلې وې بیا یوځای شي او هغوی یې له ځانونو سره بوځي.‌

دغه ښځې او ماشومان د پاکستان د تیرا، اورکزیو او خیبر د قبایلي ولسوالیو اوسېدونکي وو او هغوی وویل چې هغوی خوښ دي چې خپلو کورونو ته بېرته ستنېږي.

د جرګې یوه غړي او د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ملک صبور د مرغومي په ۱۹مه خبریالانو ته وویل، «موږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې د داعش د غړو مېرمنې او ماشومان چې دلته حکومت ته تسلیم شوي ول په یوه اسلامي طریقه د هغوی کورنیو ته ور وسپارو.»

هغه وویل، «هغوی [داعش] داسې ډلې دي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یې د پښتنو لپاره ستونزې جوړې کړي دي. هغوی په موږ ټولو باندې ظلمونه کړي دي. هغوی د اسلام له نوم څخه استفاده کوي خو هغه څه چې هغوی یې کوي د اسلام پر ضد دي.»

میاخېل جرګې ته وویل، مقامات به د داعش د اورپکو مېرمنې او ماشومان د هغوی د خپلوانو له پېژندلو څخه وروسته د هغوی کورنیو ته ور وسپاري.

هغه وویل، «موږ به دا ماشومان او ښځې د هغوی خپلوانو ته ور وسپارو، او دوی باید دا وعده وکړي چې دوی به نور د اورپکو ډلو ملاتړ نه کوي، او هلته به یو عادي ژوند بیا پیلوي.»

د شینوارو یوه قومي مشر ملک عثمان وویل، جرګې پریکړه وکړه چې هغه ښځې او ماشومان چې خپلو کورنیو ته ستنېږي هغوی به نور له اورپکو ډلو سره خواخوږي نه ښیي.

عثمان وویل، «د اسلامي اصولو له مخې، موږ دا ښځې او ماشومان د هغوی نژدې خپلوانو ته چې سره پېژني ور سپارو، او که موږ د دوی نژدې خپلوان ونه مومو، بل چاته به یې ور ونه سپارو.»

سختې ورځې

احمد چې ۱۵ کاله عمر لري او د پاکستان د اورکزي قبایلي ایجنسۍ اوسېدونکی دی، وویل، «زما پلار د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کې ووژل شو.»

هغه وویل، «زما مور، درې خویندې، دوه ورونه او ترور او زه په اچین کې ایسار شوو. دا چې هلته نښتې او بمبارۍ پیل شوې، موږ نشوای کولی چې نور هلته ژوند وکړو نو وتښتېدو.»

هغه زیاته کړه، «اوس زموږ خپلوان راغلي، او موږ به له هغوی سره لاړ شو. موږ خوښ یو چې بېرته خپل کلي ته ستنېږو. کله چې زه دلته راغلم زه ډېر کوچنی وم. زه غواړم چې له خپلو خپلوانو سره بېرته یوځای شم.»

احمد وویل، «هلته موږ له سختو ورځو سره مخ شوو، خو زه خوښ یم چې له هغه ځای څخه راووتلو. زه خوښ یم چې موږ په اورکزیو کې خپل اصلي ځای ته بېرته ستنېږو.»

د داعش د یوه جنګیالي کونډې عایشې چې د کالیو له دوه کڅوړو سره ناسته وه،‌ وویل، «زما مېړه مړ شو، او ورور مې خبر شو چې زه دلته یم. هغه راغلی چې ما له ځان سره بوځي، هغه بهر انتظار کوي. ما خپل کالي ټول کړي، او زه به کور ته لاړه شم. زه ډېره خوشحاله یم.»

یوه دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي له خپلو کورنیو سره د ښځو او ماشومانو په یو ځای کېدلو سره، وویل، «موږ خوښ یو چې موږ مسلمانان یو.»

هغه وپوښتل، «دین دلته موجود دی؛ زموږ عسکر لمونځ کوي او روزه نیسي، نو څنګه یو څوک کولی شي چې موږ کافران وبولي او زموږ پر ضد جهاد جایز وبولي؟»

هغه ښځو ته وویل، «تاسو زموږ دینداري او خواخوږي ولیدله. تاسو باید په خپلو سیمو کې ووایئ چې موږ څه ډول مسلمانان یو. موږ نه غواړو چې د مسلمانانو او افغانانو نوم بد شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په پاکستان چې ترورستان روزي او افغانستان ته یې د بې ګناه خلکو او عسکرو د وژلو لپاره راالیږي.

ځواب ورکړئ