ديپلوماسي

د عسکرو د وتلو په پیلېدلو سره متحده ایالاتو په افغانستان کې د موازي حکومت د جوړونې هڅه وغندله

ای اېف پي او سلام ټایمز

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ (منځ کې) له ولسمشر اشرف غني (ښۍ خوا) او د افغانستان د ولسمشرۍ مخالف کاندید عبدالله عبدالله سره یوځای د کب په ۱۰مه په کابل کې له یوه خبري کنفرانس څخه مخکې د غونډې ځای ته رارسیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ (منځ کې) له ولسمشر اشرف غني (ښۍ خوا) او د افغانستان د ولسمشرۍ مخالف کاندید عبدالله عبدالله سره یوځای د کب په ۱۰مه په کابل کې له یوه خبري کنفرانس څخه مخکې د غونډې ځای ته رارسیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

واشنګټن -- متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ /د کب ۲۰مه/ د افغانستان د ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله له خوا د ولسمشر په توګه د ځان اعلانول وغندل او له طالبانو سره د مذاکراتو له پيلېدلو څخه مخکې یې په کابل کې په یووالي باندې تاکید وکړ.‌

غني او عبدالله د دوشنبې په ورځ په پراخه پرته ماڼۍ کې دننه په جلا جلا مراسمو کې د ولسمشر په توګه لوړې وکړې.

غني د تلې د میاشتې په ټاکنو کې د نوې دورې لپاره ګټونکی اعلان شو، خو عبدالله تور ولګاوه چې تقلب یې کړی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په مشخصه توګه د عبدالله د نوم له یادولو څخه پرته په یوه اعلامیه کې وویل، «موږ د موازي حکومت د جوړولو لپاره د هر عمل او د سیاسي اختلافاتو د حلولو لپاره د قوې د استعمال کلک مخالف یو.»

ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمن رولا غني د کب په ۲۰مه په کابل کې د پرانستې په مراسمو کې. [د افغان ولسمشر ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمن رولا غني د کب په ۲۰مه په کابل کې د پرانستې په مراسمو کې. [د افغان ولسمشر ماڼۍ]

هغه وویل، «یو ټولشموله حکومت او متحد افغانستان ته لومړیتوب ورکول د هېواد د راتلونکې او په ځانګړې توګه د سولې لپاره ډېر مهم دي.»

خو پمپیو د عبدالله او غني دواړو ویناوې چې له طالبانو سره د سولې پروسې ته یې ژمنتیا ښودله وستایلې. متحده ایالاتو له نږدې دوه لسیزو جنګ څخه وروسته د خپلو عسکرو اېستل پیل کړي دي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «ما د تېرې اونۍ ډېر وخت په دې ولګاوه چې هڅه مې کوله ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبداالله د یوه ټولشموله او په پراخه کچه منل شوي حکومت منلو ته چمتو کړم. موږ به خپلې مرستې ته دوام ورکړو.»

په هوکړه باندې عمل کول

په ورته وخت کې، دپلوماتانو وویل چې متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۱مه/ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له طالبانو سره د واشنګټن د هوکړې د تایید لپاره د رایه اچونې غوښتنه وکړه څو په افغانستان کې د سولې په لور لاره هواره کړي.‌

د ای اېف پي له خوا د یوه لیدل شوي متن په اساس، «د امنیت شورا د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت باندې تاکید کوي چې د افغان سیاسي او مدني ټولنې له مشرانو څخه د جوړ شوي یوه متنوع او ټولشموله ټیم له لارې په بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون په شمول د سولې پروسه پرمخ بوځي.»

یوه امریکایي چارواکي وویل، د سې شنبې په ورځ یعنې هغه ورځ چې په پام کې وه د کابل او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي، له پراخ تاوتریخوالي او سیاسي کړکېچ سره سره امریکایي ځواکونو په افغانستان کې له دو اډو څخه وتل پیل کړل.

متحده ایالاتو د کب په میاشت کې په دوحه کې د یوه لاسلیک شوي تړون د شرایطو په اساس ویلي چې ټول بهرني ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې دننه له افغانستان څخه وځي خو په دې شرط چې طالبان په خپلو امنیتي ژمنو باندې ودریږي.

د یاد تړون له مخې، په پام کې ده چې متحده ایالات په ابتدایي توګه د چنګاښ تر پایه پورې د خپلو اوسنیو نږدې ۱۲۰۰۰ عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي، او په افغانستان کې د خپلو نږدې ۲۰ اډو له جملې څخه پنځه اډې بندې کړي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لیګیت د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو ترهګرۍ ضد عملیاتو او له افغان ځواکونو سره ملاتړ ته په اشارې وویل، د عسکرو له کمېدلو سره سره هم امریکایي ځواکونه «ټول پوځي وسایل او امکانات ساتي څو موږ خپل هدفونه پرې ترسره کړو.»

د تړون د شرایطو په اساس، داسې ګڼل کیږي چې طالبان به د داعش او القاعدې په څېر اورپکې ډلې ځپي او له افغان حکومت سره به خبرې ترسره کوي.

په پام کې وه چې د سولې خبرې د سې شنبې په ورځ پیل شي خو د طالب بندیانو په سر د شخړې له امله وځنډول شوې -- دا هغه څه دي چې یاغیانو یې له مذاکراتو څخه وړاندې د یوه مخکې شرط په توګه غوښتنه کړې وه خو غني تر اوسه نه ده منلې.

تمه وه چې غني د سې شنبې په ورځ د دې مسئلې په هکله یو حکم صادر او د مرکچي ټیم جزیات څرګند کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو ولې له متحده ایالاتو سره هوکړه لاسلیک کړه؟ په داسې حال کې چې هغوی هره ورځ په لسګونو بې ګناه افغان عوام وژني.

ځواب ورکړئ

څوارلس کاله مخکې، د افغانستان خلکو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور قبول کړ ځکه هغوی هیله لرله چې دغه ځواکونه به ترهګري له منځه وېسي او د هغوی هېواد ته به مطلقه سوله راشي، خو د ترهګرۍ پر ضد جګړې په نامه د بهرنیو ځواکونو حضور نه یوازې ترهګري له منځه وې نه وړله، پرعکس یې، په دې دوره کې ترهګري لا نوره وغوړېدله. له دې امله، متحده ایالات د ناټو له څلوېښتو څخه ډېرو هېوادونو سره یوځای د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې ناکام شول او هغوی باید خپله ماتې قبوله کړي. د هغې مودې په ترڅ کې چې متحده ایالات او نور هېوادونه په افغانستان کې موجود ول، له یو میلیون څخه ډېر افغانان ووژل شول، چې د هغوی د وژنې مسؤلیت د دغو بهرنیانو پر غاړه دی. اوس باید هغوی نړۍ ته ځواب ورکړي چې د یو میلیون افغانانو له وژلو څخه پرته د هغوی لاسته راوړنه څه وه؟

ځواب ورکړئ

زما په نظر، که مونږ یو بل ومنو، جنګ او تاوتریخوالی ودروو، په سوله باور وکړو، ژمن واوسو او د ځانونو قرباني ورکړو، هیله شته چې مونږ به د بهرنیو عسکرو له وتلو څخه وروسته یوې تلپاتې سولې ته ورسېږو.

ځواب ورکړئ

په دې حساس وخت کې، د افغانستان ټول خلک باید سره یو شي چې ترهګرۍ ته ماتې ورکړي، سولې ته ورسیږي، وروستۍ لاسته راوړنې وساتي،‌ او شخړې پای ته ورسوي. یو لاس ته امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، بل لاس ته د سیاسي مشرانو او همدارنګه د هېواد د اتباعو تر منځ اختلاف لوړ حد ته رسېدلی دی،‌ له دې امله، زه له خپلو ټولو درنو خلکو څخه غوښتنه کوم چې خپل یووالی وساتي.‌

ځواب ورکړئ

یوې خواته مونږ خوشحال یو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، او بلې خواته مونږ وېره لرو چې خونړۍ داخلي جګړې به یوځل بیا شروع شي او افغانان به یو ځل بیا له ډېر سخت بحران سره مخامخ کړي. د طالبانو لپاره دا ډېره سخته ده چې خپلې نظریاتي غوښتنې د خلکو له غوښتنو او د افغانستان له ګټو سره جوړې کړي. د افغانستان لپاره دا سخته ده چې پخپله یو تاوتریخجن ګروپ هضم یا جذب کړي. د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې لپاره دا سخته ده چې طالبان د سیاسي جوړښت د برخې په توګه په پام کې ونیسي او هغوی په دې جوړښت کې شامل کړي. د عادي خلکو، قربانیانو او کړېدلو خلکو لپاره دا سخته ده چې له هغوی سره جوړجاړی وکړي. دلته ډېر زیات ابهامات موجود دي.

ځواب ورکړئ

که له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته زمونږ او طالبانو تر منځ د مهمو مذاکراتو په بهیر کې له طالبانو سره سوله وشي، او مونږ وکولی شو چې د مدني مبارزې لپاره د حکومتي او مدني ځواک او همدارنګه د لویو عصري نړۍ والو تخنیکونو په کارولو سره هغوی داسې جوړ کړو چې د منځنیو پېړیو د فکر لرونکې یوه ډله د جمهوري نظام د چوکاټ منلو ته حاضره کړو، مونږ به یوه تاریخي بریا ترلاسه کړې وي. دا بریا به دا معنی ولري چې مدني ټولنه او افغان حکومت د یوه مدني نظام د جوړولو او د تاوتریخوالي د کنټرول صلاحیت لري. بیا مونږ کولی شو چې ټولنې ته د طالبانو د بیا داخلولو پروګرامونه اجرأ او تطبیق کړو.

ځواب ورکړئ