روغتیا

افغانې نجونې د کروناوایرس پر ضد د مجادلې لپاره د موټر له پرزو څخه ارزان بیه تنفسي وسیله جوړوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د وري په ۲۰مه اخیستل شوی، د روبوټ جوړونې د نجونو د ټیم غړې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د ناروغانو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې تنفسي وسیله جوړوي. [احمد ادریس نادري/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د وري په ۲۰مه اخیستل شوی، د روبوټ جوړونې د نجونو د ټیم غړې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د ناروغانو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې تنفسي وسیله جوړوي. [احمد ادریس نادري/ای اېف پي]

کابل -- په داسې حال کې چې په افغانستان کې روغتیایي چارواکي دې ته سترګې په لاره دي چې د کروناوایرس د ناروغانو لپاره د ضروري پاملرنې وړتیاوې پیاوړې کړې،‌ د روبوټ جوړونکیو نجونو یوه ډله هڅه کوي چې د موټر له پرزو څخه د هوا اخیستنې یوه ارزان بیه وسیله جوړه کړي.

تر سې شنبې /د وري ۲۸مې/ پورې، په افغانستان کې د نوي کووېډ - ۱۹ کروناوایرس ۸۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې جملې څخه ۳۰ کسان مړه شوي دي. داسې وېره موجوده ده چې ښایي د پېښو حقیقي شمېر تر دې ډېر زیات وي ځکه چې د ازموینې لپاره یواځې محدود شمېر کېټونه موجود دي.

تنکۍ پېغلې وایي، که هغوی د نمونې په هکله د حکومت د تایید په ترلاسه کولو بریالۍ شي،‌ کېدای شي چې هغه د ۲۳۰۰۰ افغانیو (۳۰۰ ډالرو) په لګښت سره تکثیر کړي، په داسې حال کې چې د هوا اخیستنې د وسیلو (وینټیلیټرونو) عادي قېمت ۲.۳ میلیونه افغانۍ (۳۰۰۰۰ ډالر) دی.‌

رویا محبوب چې د ټکنالوجۍ یو افغاني شرکت چلوي او د ۱۴ - ۱۷ کلنو نجونو دغه ډله تمویلوي، وویل، «دا ډله له ځایي روغتیایي کارپوهانو او همدارنګه د هارورډ پوهنتون له متخصصینو سره کار کوي چې د ماساچوسیتس د ټکنالوجۍ انسټیټیوټ د یوې طرحې په اساس نمونه جوړه کړي.»

هغوی په هرات کې، چې په ګاونډي هېواد ایران کې د کرونا وایرس په پېښو کې له ډېرښت څخه وروسته په زرګونو افغانان ورته راستانه شول او اوس په کې د کروناوایرس پېښې په ډېرېدلو دي، د «افغان خوب لیدونکو» په نامه د لېسې د دورې د ښو لاسته راوړنو لرونکو نجونو د یوه لوی ګروپ برخه جوړوي.

په ۱۳۹۶ کال کې، مخکې له دې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ مداخله وکړي او هغوی ته د سفر اجازه ورکول شي -- دغو نجونو ته په واشنګټن کې د روبوټ جوړونې په یوه سیالۍ کې د برخه اخیستنې لپاره د وېزو له ورکولو څخه انکار وشو.‌

د ټویوټا له پرزو څخه استفاده

هغوی د ټویوټا کورولا د انجن او بیټریو له پرزو څخه چې په افغانستان کې په هر ځای کې موجود دي، استفاده کوي څو یوه نمونه، چې هغوی یې وروسته له هغه طرحه جوړول پیل کړل چې د هرات والي د کروناوایرس د پېښو په ډېرېدلو سره د هوا اخیستنې د نورو وسیلو د جوړونې غوښتنه وکړه، جوړه کړي.

هغه څه چې د هوا اخیستنې په وسیله یا وینټیلیټر کې مرکزي رول لري د امبو بیګ په نامه یوه پخپله هوا اخیستونکې پلاستیکي کڅوړه ده چې طبي کارکوونکي ترې د دې لپاره استفاده کوي څو له ناروغانو سره په تنفس کې مرسته وکړي.‌ د نجونو له خوا جوړېدونکې نمونه کې داسې یو مېخانیکي سیستم لګېدلی چې د هغه په وسیله کڅوړه په اتومات او صحیح توګه فعالیت کوي.

د ټیم ۱۷ کلنې مشرې سمیه فاروقي ای اېف پي ته وویل، «پېچلې برخه دا ده چې څنګه د پمپولو وخت او فشار عیار کړای شي، ځکه چې بېلابېل ناروغان د هغوی د عمر او حالت د سختوالي په پام کې نیولو سره د هوا بېلابېلې اندازې او فشار ته اړتیا لري.»

افغانستان چې ۳۵ میلیونه نفوس لري یواځې شاوخوا ۳۰۰ وینټیلیټرونه لري.‌

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل، چارواکو له کارپوهانو او انجنیرانو څخه غوښتي چې له دغه ټیم سره مرسته وکړي.‌

مایار وویل، «موږ دغه زیار اېستونکې او سخت کار کوونکې نجونې، زموږ خویندې، د هوا اخیستنې د وسیلې د جوړونې په برخه کې د هغوی د هڅو له امله ستایو.»

مایار وویل، د هوا اخیستنې د وسیلې هره نمونه به مخکې له دې چې یاد ټیم وکولی شي د نورو وسیلو په جوړولو لاس پورې کړي، د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) او د روغتیا وزارت له خوا تایید ته اړتیا ولري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه، زه هغوی ته د خدای له درباره لا نوره بریا غواړم. هغوی د خپل هېواد اتلان او د ازادۍ پرښتې دي ځکه چې هغوی په دې بحراني حالت کې د دې لپاره مبارزه کوي چې د خپلو خلکو د نجات لپاره کار وکړي.

ځواب ورکړئ

زه باوري یم چې ان شاءالله د دې نجونو کار به رنګ راوړي او بریالی کېږي به. که دا تجربه بریالۍ شي، باید چې ترلاسه شوې لاسته راوړنه یې هېره نشي او فورا یې په انکشاف باندې کار وشي او تکثیر شي. که مونږ په دې برخه کې بریالي شو، کولی شو چې عین وسیله په ګاونډیو هېوادونو هم خرڅه کړو او عواید ترې ترلاسه کړو. الله تعالی دې کروناوایرس له ټولې ځمکې څخه ورک کړي چې د نړۍ د ښکلیو انسانانو د ګلانو دسته ترې په امن شي. وماذالک علی الله بعزیز (القران)

ځواب ورکړئ

ژوندی دې وي د روبوټ جوړونې افغان ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي. هغوی تل د خپل هېواد او خلکو لپاره افتخارات زېږولي دي. اصلاً هغوی دا ښودلې ده چې هغوی د خپلو خلکو په هکله فکر کوي، او په دې بحراني حالت کې، هغوی د خپلو هېوادوالو د ژغورلو په هکله فکر کوي.

ځواب ورکړئ

افغان حکومت په هغو میلیونونو ډالرو باندې چې نړۍ بانک له افغانستان سره د کرونا ناروغۍ پر ضد د مجادلې لپاره مرسته وکړه، څه وکړل؟ ولې هغوی په هغو پیسو باندې چې نړۍ وال بانک ورکړي دي له نورو هېوادونو څخه وینټیلېټرونه (مصنوعي تنفس آلې) نه اخلي؟ زه فکر کوم چې ټولې پیسې حکومتي چارواکو غلا کړلې. دا وخت، د هېواد په روغتونونو کې داسې اسانتیاوې نشته چې کرونا وایرس پرې تشخیص شي. تر دې دمه، حکومت بې له دې چې په ځینې ښارونو کې قرنطین اعلان کړي،‌ د کرونا وایرس د مهارولو لپاره هېڅ هم نه دي کړي.‌ د طبي کارمندانو او ډاکترانو لپاره حتی داسې خوندي کوونکي تجهیزات او لباسونه نشته چې هغوی پرې له دغې ککړتیا څخه ځانونه خوندي کړي. تاسو ولیدل چې په هېواد کې ګڼ‌ شمېر ډاکترانو د کرونا وایرس پر ضد د ځانونو د خوندي کولو لپاره د مجهزو لباسونو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ‌. مرګ په بې کفایته حکومت.‌

ځواب ورکړئ

د روبوټ جوړونې افغان ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي د افغانستان لپاره افتخار دی. هغوی تل د افغانستان لپاره افتخارات زیږولي دي، او زه هیله لرم چې دا ځل به هم هغوی د مصنوعي تنفسي آلې (وینټیلېټر) په جوړولو بریالۍ شي او یو خدمت به وکړي چې له کرونا ناروغۍ څخه د خپل هېواد خلک خوندي کړي.‌

ځواب ورکړئ