رسنۍ

ټوېټر د چین د غلطو معلوماتو د تبلیغ اړوند ۱۷۰۰۰۰ حسابونه ړنګ کړل

سلام ټایمز او ای اېف پي

عکس په بیجینګ کې د کمپیوټر په سکرین د ټوېټر لوګوګانې ښیي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

عکس په بیجینګ کې د کمپیوټر په سکرین د ټوېټر لوګوګانې ښیي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

ټوېټر د جمعې په ورځ‌ /د غبرګولي ۲۳مه/ وویل چې یادې رسنۍ د چین د حکومت د غلطو معلوماتو د تبلیغ اړوند له ۱۷۰۰۰۰ څخه ډېر حسابونه ړنګ کړي دي.‌

ټوېټر-- یوټیوب، ګوګل او فیسبوک ټول – په چین کې بند دي. دغه هېواد له یوه «قوي فایروال» څخه استفاده کوي چې خبرونو او معلوماتو ته لاسرسی محدود کړي.‌

خو چینایي دپلوماتانو او دولتي رسنیو په وروستیو کالونو کې دغو سایټونو ته مخه کړې چې د بیجینګ روایات حمایه او وړاندې کړي.

پلټونکو او ځینې لویدیځو حکومتونو اندېښنې څرګندې کړي چې د چین رژیم د دولت له خوا کنټرولېدونکي یا د دولت اړوند حسابونه، چې ځانونه د صحیح کارونکیو په توګه ښیي، توظیف کړي چې د حکومت پیغام یا غلط معلومات خپاره کړي.

ټوېټروویل هغه «دولت پورې تړلې» شبکې چې د «په لوړه سویه فعالې هستې» له خوا چلېدله ۲۳۷۵۰ حسابونه یې لرل او د ۱۵۰۰۰ نورو قوي کوونکیو حسابونو په وسیله پیاوړې کېدله، له منځه وړې ده.‌

دغې شبکې په وروستیو کې د هانګ کانګ د اعتراضونو په تړاو د بیجینګ روایات وړاندې کول او تر دې مخکې یې د کروناوایرس د وبا په هکله تبلیغات کول.

د استرالیا د ستراتیژیکې پالیسۍ د سایبري چارو د مرکز (ای اېس پي آی) رییس فرګوس هانسن وویل، «په داسې حال کې چې د چین کمونست ګوند به د چین خلکو ته اجازه ورنه کړي چې ټوېټر وکاروي، زموږ تحلیلونه ښیي چې دغه ډله دې ته خوشحاله ده چې کار ترې واخلي او په نړۍ کې پروپاګند او غلط معلومات خپاره کړي.»

ای اېس پي آی وویل، له دغې شبکې څخه اکثر ټویټونه د چین د کاري ساعتونو په ترڅ ‌کې لیکل کېدل.

هغه زیاته کړه، «دغه ډول منظم پوستونه په ښکاره د هغو جعليتوب او همغږي ښيي.»

د بیجینګ د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ‌ د ټوېټر په پرېکړه باندې انتقاد وکړ او ویې ویل چې چین «د غلطو معلوماتو تر ټولو غټ قرباني دی.»

د تقلب ډېرېدونکي شواهد

د روانې میاشتې په نیمایي کې، نیویارک ټایمز د ۴۶۰۰ داسې حسابونو یو تحلیل خپور کړ چې چینایي مشرانو او دپلوماتانو په ټوېټر ترې استفاده کوله.‌

یادې ورځپاڼې وموندل چې په سلګونو حسابونو یواځې داسې فعالیت کاوه چې د بیجینګ مشران او دولتي خبري رسنۍ تشویق کړي او ملاتړ یې وکړي.

تېره میاشت، ټوېټر د چین د حکومت د ویاند په یوه ټویټ باندې د ریښتیاوو د معلومولو نښه ولګوله. د هغه ټویټ د توطیې هغه بې اعتباره شوې تیوري تبلیغوله چې ښایي امریکایي پوځ کروناوایرس چین ته راوړی وي.

د تېر زمري په میاشت کې، یوټیوب او ټوېټر هغه په زرګونو حسابونه ړنګ کړل چې هغوی ویل د چین له خوا د حمایه شوي کمپاین برخه دي او ابتدایي تمرکز یې پر دې دی چې د هانګ کانګ د اعتراضونو په هکله غلط معلومات خپاره کړي.‌

اروپایي اتحادیې د چارشنبې په ورځ‌ /د غبرګولي ۲۱مه/ داسې یو راپور خپور کړ او په هغه کې یې تور ولګاوه چې د چین او روسیې رژیمونو د وبا په ترڅ‌ کې هڅه کوله چې «د هدفي نفوذي عملیاتو او د غلطو معلوماتو د کمپاینونو له لارې» اروپایي ولسواکي کمزورې کړي او خپل اعتبار زیات کړي‌.

دغه غیرمعمول او څرګند تور د اروپایي اتحادیې د ستراتیژۍ په یوه پاڼه کې د دې لپاره خپور شو چې هغه څه ته چې چارواکي وایي د کروناوایرس په رابطه د روغتیایي پاملرنې د ادعاوو، د توطیې د تیوریو، جعل او د کرکې د ویناوو یو «سېلاو» دی ځواب ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه موافق یم.

ځواب ورکړئ

Fahim

ځواب ورکړئ

ټوېټر د بیان د ازادۍ مخالف کار کړی دی.‌ دا چې ټوېټر امریکایانو جوړ کړی دی، هغه باید د هغوی تر کنټرول لاندې نه وي.‌ ټوېټر باید خلکو ته اجازه ورکړي چې هر هغه څه خپاره کړي چې هغوی یې غواړي. په ولسواکو نظامونو کې، ټولنیزې رسنۍ ازادې دي. هغوی کولی شي چې په خلکو، حکومت او حتی په متحده ایالاتو باندې نقد وکړي،‌ او نقد ښه شی دی، ځکه چې سالم انتقاد اصلاح راولي، او واکمن دې ته متوجه کوي چې هغوی باید خپلې تېروتنې او بې کفایتۍ سمې کړي.

ځواب ورکړئ