امنیت

په جوزجان او کندوز کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۸ افغان امنیتي منسوبین ووژل شول

ای اېف پي

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۴مه په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو له یوه برید څخه وروسته د افغان ملي اردو له یوې پوستې سره نږدې په پیره ولاړ دي. طالب اورپکو د غبرګولي‌ په ۲۸مه په کندوز او جوزجان کې د افغان امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ افغان امنیتي منسوبین ووژل. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۴مه په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو له یوه برید څخه وروسته د افغان ملي اردو له یوې پوستې سره نږدې په پیره ولاړ دي. طالب اورپکو د غبرګولي‌ په ۲۸مه په کندوز او جوزجان کې د افغان امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ افغان امنیتي منسوبین ووژل. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

مزارشریف -- چارواکو وویل چې طالب جنګیالیو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۸مه/ په شمال کې د تلاشۍ پر پوستو په دو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ افغان امنیتي منسوبین ووژل. دا د سولې له متوقع خبرو څخه مخکې تر ټولو تازه تاوتریخوالی وو چې وشو.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر ای اېف پي ته وویل، په یوه برید کې چې سهار وختي وشو، اورپکو ۱۲ تنه افغان امنیتي سرتېري د تلاشۍ په یوه پوسته باندې برید کې ووژل.

هغه وویل، «د اردو د عسکرو په ګډون ۱۲ امنیتي منسوبین ووژل شول، پنځه ټپيان او څلور نور طالبانو ونیول.»

هغه وویل، په جګړه کې د طالبانو د ډلې پنځه غړي ووژل شول او صحنې ته د تازه افغان ځواکونو په رسېدلو سره ختمه شوه.

د دفاع وزارت د برید پېښېدل تایید کړل او ویې ویل چې په مړو کې یې شپږ عسکر شامل دي.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې مسؤلیت ومانه خو د تلفاتو شمېر یې زیات وښود.

په کندوز کې جګړه

له دې جلا، په کندوز کې د اردو په یوه لیرې پرته پوسته باندې د یوه برید پړه په طالب جنګیالیو باندې ور واچول شوه.

د ولایتي شورا یوه غړي امین الله لودین وویل، په جګړه کې چې شاوخوا پنځه ساعته روانه وه شپږ تنه عسکر ووژل شول.

د اردو ویاند ډګروال عبدالهادي جمال د جګړې پېښېدل تایید کړل او ویې ویل چې څلور تنه طالب اورپکي ووژل شول.‌

طالبانو د دغه برید په هکله څه نه دي ویلي.

دا وروستۍ نښتې په داسې حال کې پېښېږي چې یاغیان او افغان حکومت د سولې احتمالي خبرو ته مخ په نږدې کېدلو ښکاري.

تمه ده چې د شخړې د پای ته رسېدلو لپاره ډېرې ځنډېدلې خبرې د تېرې میاشتې له لنډمهاله اوربند څخه وروسته له دواړو خواوو څخه د بندیانو د تبادلې په بشپړېدلو سره پيل شي.

چارواکي ادعا کوي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې بریدونه زیات کړي، خو په عمومي توګه د اوربند له پای ته رسېدلو څخه وروسته په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پرون هم د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کی طالبانو د محلی پوليسو 6 کسه شهیدان کلی وو او حکومت یی هیڅ کومه پوښتنه نه کوي د امام صاحب ولسوالۍ کی دطالبانو په بریدونو کې په تیره یوه میاشت کی لږترلږه 10 کسه دولتی سرتیری شهیدان شوی دی

ځواب ورکړئ

خدای دې طالبانو ته انصاف ورکړي. کله به له تاسو نه انسانان جوړیږي او د مسلمانانو وژل به ودروئ؟ بس دی. په دې هېواد کې ډېره زیاته وینه توی شوه او تاسو هم د ډېرو بې ګناه خلکو د وژنې مسؤل یئ. لږ له خدای نه وډار شئ او جنګ بس کړئ.

ځواب ورکړئ

ۤپه ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت ډیر خرابه ده. که چیرې افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا یوه سمه پریکړه و نکړي، د افغانستان وضعیت به لا نور هم خرابه شي. هره ورځ په هیواد کې په لس ګونو افغان ملی اردو او ملی پولیسو سرتیری او ملکی وګړي وژل کیږي. تر کله به دغه وژنی روانې وي؟ ولې د سمیې هیوادونه د افغانستان جګړې ته د پای ټکي نه اږدي؟ ولې ځني هیوادونه لا اوس هم د افغانستان جګړه مشروع ګڼي؟ آیا د مسلمان وژنه په اسلام که جایزه ده؟ ولی طالبان د افغانستان حکومت سره یو پریکړې او اوربند ته نه رسیږي؟ زه پر دواړو خواوو هم طالب او هم حکومت باندې غږ کوم چې د خدای روی ته وګورۍ او نور دغه افغان وژونکې جګړه ختمه کړۍ.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو له پيلېدلو څخه مخکې باید په ټول هېواد کې اوربند اعلان شي. افغان حکومت باید په هغو هېوادونو باندې چې د طالبانو ملاتړ کوي لکه پاکستان، قطر، او عربي هېوادونه، فشار واچوي چې طالبان دې ته جوړ کړي چې اوربند اعلان کړي.‌ دا چې له متحده ایالاتو سره د طالبانو مذاکراتو ۱۸ میاشتې وخت ونیو چې د امریکایي عسکرو د وتلو په هکله هوکړې ته ورسېږي، ښایي چې بین الافغاني خبرې له دوه کالو نه ډېر وخت ونیسي څو یاده ډله له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسېږي، او بیا هم روښانه نه ده چې آیا دغه ډله به هوکړه وکړي که نه. نو، که د خبرو په ترڅ کې د حکومتي ځواکونو پر ضد د طالبانو جګړه روانه وي، زه فکر کوم چې دا به د افغانانو پر ضد یو غټ ظلم وي ځکه چې هره ورځ‌ لږ تر لږه ‍۱۰۰ افغان حکومتي عسکر وژل کیږي، خدای خبر چې څومره ملکي خلک به وژل کیږي.‌ زه فکر کوم چې د بین الافغاني خبرو له پیلېدلو څخه مخکې، په کار دی چې په افغانستان کې د ګرد هېواد په سطحه اوربند اعلان شي او افغان حکومت کولی شي چې دا کار د سیمې د هېوادونو په اجماع سره وکړي څو هغوی طالبان دې ته جوړ کړي چې دا کار وکړي، خو که طالبان داسې ونه کړي،‌ هغه هېوادونه باید په طالبانو باندې بندیزونه ولګوي. زه فکر کوم چې که یوازې پاکستان په طالبانو باندې فشار واچوي او په طالبانو باندې بندیزونه ولګوي، طالبان به سمدلاسه اوربندونه اعلان کړي.

ځواب ورکړئ