ديپلوماسي

افغان حکومت پرېکړه کړې چې د سولې په لاره کې پاتې خنډونه هم له منځه وېسي

سلام ټایمز او ای اېف پي

طالب بندیان د زمري په ۱۰مه د کابل په لمنه کې د څرخي پله له زندان څخه د احتمالي خلاصون د پروسې په ترڅ کې خپلې جامې بدلوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب بندیان د زمري په ۱۰مه د کابل په لمنه کې د څرخي پله له زندان څخه د احتمالي خلاصون د پروسې په ترڅ کې خپلې جامې بدلوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د طالب بندیانو د خلاصون له ټکني توب او د ښځو د حقونو په یوه فعاله باندې له یوه برید سره سره، چارواکي وایي، افغان حکومت په دې کار کوي چې د سولې په لاره کې شته خنډونه له مخې لیرې کړي.‌

د ۴۰۰ اورپکو خلاصون -- چې تمه کیږي له بین الافغاني خبرو څخه مخکې وروستی ګام وي -- د زمري په ۱۹مه د لویې جرګې له خوا تایید شو. د لویې جرګې غړو وویل چې هغوی غوښتل د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو پيلېدلو او یوه ممکن اوربند ته لاره هواره کړي.

تر اوسه پورې، د ۸۰ بندیانو یو ګروپ خوشې شوی دی.

طالبانو ویلي دي یو ځل چې د بندیانو د تبادلې پروسه بشپړه شي هغوی به د سولې په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۶مه/ وویل، افغان حکومت په دې کار کوي چې د سولې په لاره کې شته خنډونه له منځه وېسي.

هغه وویل، نړۍ واله ټولنه د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې ځینې ملاحظات لري، خو افغان حکومت دې ته ژمن دی چې دغه ننګونې له منځه وېسي او له طالبانو سره مستقیمې خبرې پيل کړي.

اتمر دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې فرانسې د شنبې په ورځ /د زمري ۲۵مه/ له افغان حکومت څخه وغوښتل چې هغه طالب بندیان خوشې نه کړي چې د فرانسوي وګړو په وژنه محکوم شوي دي.‌

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «فرانسه په ځانګړې توګه د خوشې کېدونکو کسانو په ډله کې د هغو ترهګرو په شتون اندېښمنه ده چې په افغانستان کې د فرانسوي وګړو په وژنه محکوم شوي دي.»

تر دې مخکې تېره اونۍ د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن وویل هغه هڅه وکړه، چې د افغان اردو یو پخوانی عسکر چې خیانت یې کړی او درې استرالیايي همکاران یې وژلي وو، په زندان کې پاتې شي.‌

دردوونکې خاطرې

د طالبانو د سلګونو خطرناکو بندیانو د خوشې کولو پرېکړې د هغو کسانو لپاره دردوونکې خاطرې ور په زړه کړي چې د افغانستان په جنګ کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي.‌

ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې د متحده ایالاتو له خوا حمایه شوی خلاصون یو مهم پرمختګ دی چې د سولې «قېمت» په ګوته کوي.‌

خو د ځینې قربانیانو د کورنیو لپاره، هغه یو ډېر غټ ګام دی.

جمعه خان چې ۷۷ کاله عمر لري، د افغان مشرانو د راټولېدلو او داسې پرېکړې کولو په یادولو سره چې بالاخره د بندیانو خوشې کول یې تایید کړل، وویل، هغه «داسې احساس کوي لکه چا چې په زړه کې په چاقو وهلی وي

د جمعه خان زوی عزیزاحمد نوین چې د معلوماتي ټکنالوجۍ متخصص وو د ۱۳۹۶ د وري په میاشت کې خپل کار ته د تګ په لاره کې د جرمني سفارت سره نږدې په یوه ستر لارۍ بمي برید کې ووژل شو. هغه ۲۴ کاله عمر درلود.‌

خان وویل، «موږ ټول سوله غواړو، خو هغوی هېڅکله هم زموږ قربانیانو نظر ونه پوښت.»

هغه په کابل کې په خپل کور کې ای اېف پي ته وویل، «هغه زما د ژوند تر ټولو بده ورځ وه. زه په تابوت کې د خپل ځوان زوی د جسد په لیدلو بې هوښه شوم.»

افغان حکومت وار له مخه د کب په میاشت کې د متحده ایالاتو او یاغیانو تر منځ د بندیانو د تبادلې د یوه شوي تړون په ترڅ کې شاوخوا ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.‌

په داسې حال کې چې پخوانیو بندیانو ژمنه کړې چې وسلې به وانه خلي، لاکن غني وویل چې ښایي ۴۰۰ خوشې کېدونکي کسان «موږ او امریکا او نړۍ دواړو ته خطر پېښ کړي.»

همدارنګه هغه د جمعې په ورځ /د زمري ۲۴مه/ په واشنګټن پوسټ کې په یوه لیکنه کې وویل چې د اورپکو له خوا د وژل شویو کسانو کورنیو یو غټ قېمت پرې کړی دی.

غني ولیکل، «د نورو شیانو ترڅنګ د دغو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو قېمت دا دی چې د وژل شویو کسانو د کورنیو ټپونه تبون نشول او انصاف پلی نشو.»

هغه زیاته کړه، «موږ د خپل ژوند -- د لسګونو زره افغانانو د ژوند -- قربانی ورکړه. تر دې چې موږ د ډېرو کوچنیو، ډېرو قېمتي او بې ګناه انسانانو د ژوند قرباني ورکړه.»

خو عبدالرحمان سید چې ۳۴ کلن ورور یې احمد فرزاد په ۱۳۹۷ کې د کابل په یوه مجلل انټرکانټیننټل هوټل باندې برید کې ووژل شو، چمتو دی چې عفوه وکړي او د سولې لپاره پرمخ لاړ شي.

سید چې د کندهار اوسېدونکي دی، وویل، «که زه د دې جنګ د یوه قرباني د ورور په توګه د خپل ورور د قاتل د خوشې کولو پر وړاندې اعتراض وکړم، دا جنګ به د تل لپاره همداسې روان وي.»

هغه وویل، «اوس د عفوې او زغم وخت دی.»

په کوفي باندې برید

په ورته وخت کې، چارواکو د زمري په ۲۵مه وویل چې د افغانو ښځو د حقونو مخکښه فعاله فوزیه کوفيچې له طالبانو سره د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي یوه غړې ده، له کابل سره نږدې ډزې پرې وشوې او ټپي شوه.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین ای اېف پي ته وویل، وسله والو سړیو په ۴۵ کلنې کوفي او د هغې په خور باندې د زمري په ۲۴مه هغه مهال ډزې وکړې چې هغوی په پروان ولایت کې له یوې لیدنې څخه بېرته راروانې وې.‌

هغه وویل، کوفي چې د پارلمان یوه پخوانۍ غړې او د طالبانو ښکاره منتقده ده په ښي مټ ولګېدله، او زیاته یې کړه چې د هغې حال ښه دی.‌

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړل.

د غني ویاند صدیق صدیقي وویل، نوموړي دغه برید په کلکه وغانده او هغه یې یو «بزدلانه برید» وباله.‌

د ملي روغې جوړې د شورا رییس عبدالله عبدالله په افغان چارواکو باندې غږ وکړ چې «په بریدګرو باندې دې انصاف پلی کړي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر دغه «وحشیانه برید» وغانده.

هغې په خپل ټوېټر باندې لیکلي، «دا د هدفي بریدونو وارخطا کوونکې لړۍ ده چې کولی شي د سولې په پروسه باندې په اعتماد منفي اغېز وکړي.»

په وروستیو میاشتو کې، په کابل کې د بشري حقونو په فعالانو او انصاف غوښتونکیو باندې وسله وال بریدونه زیات شوي دي.‌

کوفي په ۱۳۸۹ کې له یوه بل مرګوني برید څخه هم ژوندۍ راوتلې وه. په هغه برید کې وسله والو سړیو هغه وخت پرې ډزې وکړې چې هغه د ښځو د نړۍ والې ورځې له یوه پروګرام څخه وروسته بېرته پلازمېنې ته راستنېدله.

هغه د بېلابېلو افغانانو په هغه پراخ پلاوي کې د څو هغو ښځو په ډله کې وه چې په ۱۳۹۸ کې یې له طالبانو سره څو دورې غیر رسمي خبرې ترسره کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان حکومت طالبانو ته ډېره زیاته حوصله کوي، خو یادې ډلې توبه ونه اېستله. هغوی هره ورځ ملکي خلک او پوځیان وژني. حکومت باید د طالبانو پر ضد یو قاطع تصمیم ونیسي، که نه، وضعیت به بدتر شي.

ځواب ورکړئ

دا څه ډول سوله ده چې نه راځي؟ خلک واقعاً ستړي شوي دي. اوس یوه اونۍ کېږي چې د کندوز- تخار لویه لاره د مسافرو پر مخ بنده شوې ده، او دغه حالت د کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي، خو حکومت نه دی توانېدلی چې دغه لویه لاره بېرته پرانیزي.‌ طالبان باید اوربند اعلان کړي ځکه چې د دغې ډلې ټولې غوښتنې ومنل شوې. د بندیانو خوشې کېدل، له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتل او له متحده ایالاتو سره د دغه ګروپ نور موضوعات په بریالیتوب سره پرمخ روان دي، خو تر اوسه پورې دا ډله دې ته چمتو نه ده چې په ټول هېواد کې اوربند اعلان کړي. افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د طالبانو له خوا په وحشیانه ډول شهیدان کیږي. متحده ایالاتو هم خپلې پښې سپکې کړې او افغانستان یې په جنګ کې پرېښود. متحده ایالاتو باید له وتلیو څخه مخکې سوله راوستې وای ځکه چې شل کاله مخکې هغوی په افغانستان کې یو رژیم له پښو وغورځاوه او پرځای یې بل راوست، او اوس متحده ایالات له افغانستان څخه وځي، خو دا معلومه نه ده چې آیا حکومت به د طالبانو لاسونو ته ولوېږي که د داعش. که د طالبانو رژیم بد نه وو، ولې امریکا شل کاله مخکې ویجاړ کړ؟ پخوا حتی په افغانستان کې نسبي امنیت وو. اوس وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. مونږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې د افغانستان ستونزې حل کړي، که نه،‌ د افغانستان ستونزې به نورو هېوادونو ته هم خپرې شي.

ځواب ورکړئ