امنیت

د بندیانو د تبادلې په بیا پیلېدلو سره کابل او طالبان په دوحه کې د سولې خبرو ته چمتووالی کوي

ای اېف پي

پخواني طالب بندیان د هرات محبس څخه له خوشې کېدلو وروسته د چنګاښ په ۲۱مه د هرات د والي د دفتر په ودانۍ کې ګرځي. [د هرات د والي دفتر]‌

پخواني طالب بندیان د هرات محبس څخه له خوشې کېدلو وروسته د چنګاښ په ۲۱مه د هرات د والي د دفتر په ودانۍ کې ګرځي. [د هرات د والي دفتر]‌

کابل -- چارواکو د چارشنبې په ورځ /د وږي ۱۲مه/ وویل، افغان حکومت یو تخنیکي ټیم قطر ته استولی چې د سولې د ډېرو ځنډېدلو خبرو ترسره کولو ته، چې چارواکو غوښتل د طالب بندیانو له خوشې کولو څخه مخکې ترسره شي، چمتووالی ونیسي.

کابل د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۰مه/ د بندیانو د ځنډېدلې تبادلې په بیا پیلولو سره، له یاغي ډلې سره رامنځته شوې غوټه هواره کړه. دغه غټ خنډ د دې مخه نیولې وه چې دواړه جنګي لوري په دوحه کې مذاکرات پیل کړي.

د دولت د سولې د وزارت ویاندې ناجیې انوري ای اېف پي ته وویل، یو کوچنی تخنیکي ټیم دوحې ته تللی چې د سولې د خبرو پیلولو ته چمتووالی ونیسي.

هغې وویل، «هغوی د لوجیستیکي چمتووالي لپاره هلته تللي دي.»

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۱۲مه له طالبانو سره د سولې د خبرو د مرکچي ټیم له غړو سره په کابل کې مشوره کوي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۱۲مه له طالبانو سره د سولې د خبرو د مرکچي ټیم له غړو سره په کابل کې مشوره کوي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

هغې ای اېف پي ته وویل، «دغو هڅو موږ د مستقیمو خبرو پیلولو ته نږدې کړي یو.»

هغې وویل، د کابل د مرکچیانو ټیم به «ډېر ژر» دوحې ته روان شي.

ولسمشر اشرف غني د وږي په ۱۲مه په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان مرکچي ټیم سره وکتل.

له ارګ څخه خپره شوې یوه اعلامیه کې ولسمشر غني ویلي، «حکومت د سولې په پروسه کې ټول هغه وجایب چې نړۍ والې ټولنې یې تمه لرله ترسره کړي دي. د بندیانو خلاصول سولې ته د حکومت ژمنتیا څرګندوي.»

له بل هر وخت څخه ډېر نږدې

په پیل کې په پام کې وه چې مذاکرات د کب په میاشت کې پيل شي خو له دې امله څو ځلې وځنډېدل چې طالبان او افغان حکومت د بندیانو د تبادلې په سر هوکړې ته نه رسېدل. په هغوی کې د سلګونو جنګدیده یاغیانو خوشې کول هم شامل وو.

کابل نه غوښتل چې وروستي ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او غني هغوي «نړۍ ته ګواښ» وبلل.‌

پاریس او کانبېرا د هغوی د خوشې کولو مخالفت وکړ ځکه چې په لست کې شاملو کسانو کې داسې اورپکي هم شامل وو چې په افغانستان کې د فرانسوي او استرالیایي ملکيانو او عسکرو په وژلو کې یې لاس درلود.

دا معلومه نه ده چې آیا هغه اورپکي خوشې کړای شول.‌

طالبانو ویلي وو چې هغوی راضي دي چې د بندیانو د تبادلې له بشپړېدلو څخه «په یوه اونۍ کې» د سولې خبرې پيل کړي او کابل یې په دې ملامت کړ چې تر اوسه پورې یې مذاکرات ځنډولي دي.

یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د وږي په ۱۲مه د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، د وږي له ۱۰مې راهیسې لږ تر لږه ۲۰۰ بندیان خوشې کړای شوي دي او دغه پروسه «به نن هم روانه وي».

د افغانستان د ملي ‌روغې جوړې عالي شورا چې د سولې پروسه پرمخ وړي د بندیانو د خوشې کولو جریان تایید کړ.‌

د شورا ویاند فریدون خوځون وویل، «ټول خنډونه لیرې شوي دي. د بندیانو تبادله به ژر بشپړه شي.»

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ای اېف پي ته وویل، «زموږ بندیان خوشې شوي دي، او موږ دا یو داسې مثبت ګام بولو چې د بین الافغاني خبرو پیلولو ته لاره هواروي.»

هغه وویل، اورپکو د خپلو بندیانو په بدل کې څلور افغان کومانډویان چې له هغوی سره بندیان وو، خوشې کړل او دوه نور به هم ژر خوشې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا خبرې به نتیجه ورنه کړي ځکه چې دواړه لوري، افغان حکومتي چارواکي او طالبان نه غواړي چې له خپلو موضع ګانو څخه یو ګام هم شاته شي. د حکومت سره کرښه ولسواک یا دیموکراتیک سیستم دی، خو د طالبانو سره کرښه امارتي سیستم دی. سوله هغه وخت راځي چې دواړه لوري خپلې سرې کرښې پرېږدي. دواړه لوري باید د اسلامي جمهوري امارت په نامه یو حکومت جوړ کړي، خو دا کار به نه طالبان او نه هم افغان حکومت وکړي.‌ یو طرف ته، حکومت بین الافغاني خبرو ته تیاری کوي، او بل طرف ته د امریکا د هوکړې پر خلاف، د هېواد په شمال کې ملېشه استخداموي او نظام الدین قیصاري یې د دغو ملېشو د مشرۍ لپاره استخدام کړی دی. نو کله چې هغوی له طالبانو سره دومره دښمني لري او د طالبانو له راتګ څخه ډارېږي، آیا تاسو فکر کوئ چې دلته به سوله راشي؟ طالبان هم افغان حکومت ته ورته موقف لري، هغوی غواړي چې افغان مقامات واک طالبانو ته وسپاري، ځکه چې هغوی متحده ایالاتو ته ماتې ورکړه او متحده ایالات مجبور شول چې له یادې ډلې سره یوه هوکړه لاسلیک کړي چې خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي. نو که دواړه لوري اعتدال او انعطاف ونه ښیي، سوله به رانشي. زه هیله لرم چې زما فرضیه غلطه وخېژي، او دواړه لوري په قطر کې وکولی شي چې په ټول هېواد کې اوربند او تلپاتې سوله وشي.

ځواب ورکړئ