امنیت

د سولې د مخامخ خبرو په رانږدې کېدلو سره د هرات او غور اوسېدونکي د اوربند غوښتنه کوي

د عمر راپور

په هرات او غور ولایتونو کې افغانانو د وږي په ۱۷مه په جلا جلا غونډو کې افغان حکومت او طالبان وهڅول ترڅود قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د خبرو په پیلېدلو سره دې په اوربند باندې هوکړه وکړي. [عمر/احمدشاه نظري]

هرات -- په هرات او غور ولایتونو کې افغانانو د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د بین الافغاني خبرو له پیلېدلو سره په یو وخت د اوربند غوښتنه وکړه.

د هرات شاوخوا ۱۰۰ تنه اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۷مه/ په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په دفتر کې راغونډ شول چې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

له دې جلا، په عین ورځ، په فیروزکوه کې د یوې غونډې په ترڅ کې د غور په لسګونو اوسېدونکیو په طالبانو او حکومت باندې غږ وکړ ترڅو اوربند اعلان کړي.

تمه ده چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ټیمونه ژر مخامخ خبرې پیل کړي.

د هرات اوسېدونکي د وږي په ۱۷مه په هرات ښار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په دفتر کې راټول شول ترڅو طالبان د سولې د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې د اوربند لپاره هوکړې ته وهڅوي. [عمر]

د هرات اوسېدونکي د وږي په ۱۷مه په هرات ښار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په دفتر کې راټول شول ترڅو طالبان د سولې د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې د اوربند لپاره هوکړې ته وهڅوي. [عمر]

د غور په لسګونو اوسېدونکي د وږي په ۱۷مه په فیروزکوه کې راټول شول ترڅو له طالبانو څخه وغواړي چې سوله وکړي. [له احمدشاه نظري نه په مننه]

د غور په لسګونو اوسېدونکي د وږي په ۱۷مه په فیروزکوه کې راټول شول ترڅو له طالبانو څخه وغواړي چې سوله وکړي. [له احمدشاه نظري نه په مننه]

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۸مه/ وویل، «ان شاءالله، تمه ده چې په راتلونکیو څو ورځو کې د دواړو لوریو هیئتونه له هېواد څخه بهر د خبرو لپاره کېني.»

د شخړې لوریو لا تر اوسه پورې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو لپاره وخت نه دی ټاکلی، خو په روانه اونۍ کې یې داسې اشارې ورکړې چې کېدی شي خبرې اترې، د بندیانو د یوې ځنډېدلې تبادلې له بشپړېدلو څخه وروسته، ژر پیل شي.

د سولې د خبرو لپاره اوربند ضروري دی

د هرات ښار یوې اوسېدونکې زهرا محمدي وویل، د سولې د خبرو تر څنګ د اوربند اعلان به د لوریو تر منځ اعتماد رامنځته کړي او هغوی ته به فرصت برابر کړي ترڅو مؤثر مذاکرات ترسره کړي.‌

هغې وویل، «زه د سولې د خبرو په لوریو باندې غږ کوم چې اوربند اعلان کړي ځکه چې که جنګ او د افغانانو وینې تویېدل دوام ولري، خبرې به بې ګټې وي. له دې امله، دا بهتره ده چې هغوی د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې په اوربند باندې توافق وکړي.»

محمدي وویل، «هره ورځ د خلکو وینې تویېږي، ناارامي ورځ تر بلې ډېرېږي او بې کاري ډېره زیاته شوې ده. ماشومان او تنکي ځوانان د جنګ، بې وزلۍ او ناامنۍ له امله له خپل ژوند څخه خوند نشي اخیستلی، او وېرېږي چې ښایي په کوم ځانمرګي برید یا چاودنه کې به ووژل شي.»

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، ځایي خلک د سولې د بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي او یو هر اړخیز اوربند ته په تمه دي.

هغه وویل، «جنګ او تاوتریخوالی باید ودرول شي او موږ تمه لرو چې په افغانستان کې یوه مناسبه، د پایښت وړ او ټولشموله سوله راشي.»

هغه وویل، «افغانان له جنګ څخه پوزې ته رسېدلي دي،‌ او نور د جنګ د دوام لپاره بهانه نه ده پاتې. ټول بندیان خوشې شوي دي، او د سولې خبرې باید سمدلاسه پیل شي.»

د سولې زرین فرصت

د هرات پوهنتون د سیاسي علومو یوه کارپوه بصیراحمد دانشیار وویل، افغانان دې ته په تمه دي چې د کالونو جنګ او تاوتریخوالی څخه وروسته له سولې او امنیت څخه خوند واخلي.‌

هغه وویل، «ملکي خلک داسې سولې ته تږي دي چې مثبته لاسته راوړنه ولري. پخوا څو ځلې د سولې په هکله خبرې اترې شوي دي چې کومه نتیجه یې نه ده ورکړې، خو دا ځل یو لا ښه فرصت رامنځته شوی دی، او د خبرو لوري باید ګټه ترې واخلي.»

سیمه ییز او نړۍ وال سیاسي چاپېریال په پام کې نیولو سره، دانشیار هیله څرګنده کړه چې افغانستان به ژر یو هراړخیزه سوله ترلاسه کړي.‌

هغه وویل، «پخوا یو شمېر هېوادونو د افغانستان د سولې په پروسه کې لاسوهنه کوله او ګډوډوله ویې. د سولې دښمنان دا ځل هم غواړي چې د سولې هڅې ناکامې شي، خو دغه هېوادونه به بریالي نشي، او د سولې پروسه به یوه مثبته نتیجه ورکړي.»

د غور د ولایتي شورا رییس فضل الحق احسان وویل، «سوله د افغانانو د ژوند لپاره د اکسېجن په څېر حیاتي ده.»

هغه وویل، «ملکي خلک د سولې ملاتړ کوي، او هغوی غواړي چې زموږ په مخکې موجود فرصت یوه هر اړخیزه سوله رامنځته کړي او په هېواد کې تحمیل شوی جنګ پای ته ورسیږي.»

نوموړي وویل، «موږ نور دا نه شو تحمل زغملی چې یو ماشوم دې یتیم شي، یوه مور دې د خپلو ماشومانو لپاره اوښکې تویې کړي او بې ګناه ملکي خلک دې خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

احسان وویل، «افغانانو له لسګونو کالونو راهیسې داسې یوه فرصت ته انتظار کاوه.»

هغه وویل، «حکومت او طالبان باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي. موږ هیله لرو چې د سولې خبرې ژر تر ژره یوه مثبته نتیجه ورکړي او دا خونړی جنګ پای ته ورسیږي.»

یو بې معنی جنګ

د فیروزکوه یوه اوسېدونکي سلطان محمد وویل، دغه جنګ له ویجاړتیا، وژنو، مصیبت او اندېښنو څخه پرته نور هېڅ نه دي رامنځته کړي.

هغه وویل، «موږ په طالبانو، د افغانستان حکومت، ګاونډیو هیوادونو او نړۍ والې ټولنې باندې غږ کوو چې دا ویجاړوونکی جنګ پای ته ورسوي او د سولې د ګټورو خبرو لپاره دې یو فرصت رامنځته کړي. جنګ د افغانانو اقتصاد او ژوند خراب کړي دي، او هېڅ افغان هم د دغه جنګ پلوي نه دی.»

هغه وویل، «ټول افغانان له جنګ او وینو تویېدلو څخه ستړي شوي دي،‌ او نه غواړي چې نور دې خپل عزیزان له لاسه ورکړي.»

سلطان محمد وویل، «په کار دی چې د سولې د خبرو له پيلېدلو څخه مخکې جنګ ودرول شي، او چاودنې او ځانمرګي بریدونه پای ته ورسیږي. دا چې دغه جنګ افغانان وژني، افغانان په بې صبرۍ سره انتظار کوي چې جنګ پای ته ورسیږي او یو سوله ییز ژوند پیل کړي.»

په فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوی سلطان محمد یتیم وویل، «دا د جنګ د لوریو لپاره ښه وخت دی چې د خدای او د اسلام د پېغمبر حکمونه مراعت کړي او دا نامشروع جنګ پای ته ورسوي.»

هغه وویل، «په اسلام کې د مسلمانانو تر منځ جنګ چې د هغوی د ویجاړتیا سبب شي ممنوع دی، او هر لوری چې د دغه جنګ په دوام باندې ټینګار کوي هغه په غیر اسلامي لاره روان دی.»

هغه وویل، «په افغانستان کې جنګ دیني توجیه نه لري. دا جنګ په موږ باندې د بهرنیو دښمنانو له خوا تحمیل شوی دی

هغه وویل، «موږ، دیني عالمان، له حکومت او طالبانو څخه غواړو چې په خپلو غوښتنو کې انعطاف وښیي او په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې لپاره فرصت رامنځته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان ټول خلک د افغانانو د مستقیمو خپلمنځي خبرو پیل ته خوښ دي او هیله لري چې که خدای کول دا خبرې به نتیجه ورکړي. خلک غواړي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي ټیم ټول غړي د خبرو په ترڅ کې د طالبانو له مرکچي ټیم سره شخړه ونه کړي. که طالبان خراب او بد الفاظ هم استعمالوي، دوی باید انتقام وانه خلي، ځکه چې د طالبانو مغزونه جنګ خراب کړي دي، او دوی باید هرهغه څه ومني چې طالبان یې وایي. که طالبان وایي چې هغوی یو اسلامي نظام غواړي، دوی باید ووایي چې د دوی لپاره صحیح دی او دوی هم اسلامي نظام غواړي. دوی باید طالبانو ته ووایي چې د دوی او طالبانو تر منځ ډېر شریک ټکي موجود دي. هغوی باید په اصولو کې سره توافق وکړي او په جزئي مسایلو باندې ډېر ټینګار ونه کړي. جزئي مسایل به حل شي. مهم شی دا دی چې په اصولو کې توافق وشي، یعنې، دا چې راتلونکی سیاسي نظام باید څنګه جوړ کړای شي. دا مهمه ده، نور مسایل نه. همدارنګه، مونږ له طالبانو څخه غواړو چې واړه مسایل له پامه وغورځوي او د افغانانو د خوښۍ لپاره سوله وکړي. زه فکر کوم چې حتی د یوه کس د وینې د تویېدلو مخنیوی له ډېرو هغو شیانو څخه چې یاده ډله پرې تاکید کوي ډېر ارزښتمن دی. په دې هېواد کې باید وینه تویول ودرول شي.

ځواب ورکړئ