امنیت

د بندیز په پای ته رسېدلو سره د ایران له خوا له دې ژمنو څخه وروسته چې د وسلو پېر او پلور به پیل کړي ترینګلتیاوې زیاتې شوې

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ غړي د وږي په ۲۹مه په تهران کې د یوې کتنې لپاره سره راټولیږي. له ایران سره د چین د مرستو پراختیا به دا معنی ولري چې بیجینګ به د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ته مستقیما ملاتړ برابروي.‌ دا د ایران د پوځ داسې څانګه ده چې رسما یو ترهګر ارګان نومول شوې دی. [عکس د ایران د دفاع وزارت څخه]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ غړي د وږي په ۲۹مه په تهران کې د یوې کتنې لپاره سره راټولیږي. له ایران سره د چین د مرستو پراختیا به دا معنی ولري چې بیجینګ به د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ته مستقیما ملاتړ برابروي.‌ دا د ایران د پوځ داسې څانګه ده چې رسما یو ترهګر ارګان نومول شوې دی. [عکس د ایران د دفاع وزارت څخه]

په ایران باندې د ملګرو ملتونو د غیر اتومي وسلو د بندیز له پای ته رسولو څخه وروسته، د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲۸مه/ نړۍ والې ترینګلتیاوې زیاتې شوې، ځکه روسي او چینایي رژیمونه په پام کې لري چې په تهران باندې نوې وسلې وپلوري، خو متحده ایالات هر داسې ګام له نړۍ وال قانون څخه سرغړونه بولي.‌

تهران وویل، هغه بندیز چې له یوې لسیزې څخه مخکې لګول شوی وو، د ۱۳۹۴ د مهم هستوي تړون په اساس چې له نړۍ والو ځواکونو سره شوی او متحده ایالات ترې وتلي دي، د یکشنبې په ورځ /د تلې ۲۷مه/ په اتومات ډول پای ته ورسېد.‌

د دغه بندیز خلاصیدل ایران ته اجازه ورکوي چې د ټانکونو، زغروالوګاډو، جنګي الوتکو، څرخکو او غټو توپونو په ګډون پوځي تجهیزات وپېري او وپلوري.‌

د ایران د دفاع وزیر امیر حاتمي د تلې په ۲۷مه له دولتي تلوېزیون سره په خبرو کې وویل چې «یو شمېر هېوادونو» له ایران سره د وسلو د احتمالي سوداګرۍ په اړه تماس نیولی دی.

د ایران پوځي منسوبین د وږي په ۲۱مه د اوږده واټن د یوه توغندي توغولو ته تیاری کوي. [عکس د ایران د دفاع وزارت څخه]

د ایران پوځي منسوبین د وږي په ۲۱مه د اوږده واټن د یوه توغندي توغولو ته تیاری کوي. [عکس د ایران د دفاع وزارت څخه]

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ټوېټر خپره شوې اعلامیه کې ویلي، «سر له نن نه، اسلامي جمهوریت کولی شي چې له هر ډول حقوقي محدودیت څخه پرته، او یواځې د خپلو دفاعي اړتیاوو په اساس، هرې د اړتیا وړ وسلې او تجهیزات له هرې سرچینې څخه وپېري.»

همدارنګه، تهران د تلې په ۲۸مه وویل چې ایران د وسلو له پېرودلو څخه پلورلو ته ډېر میلان لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده خبریالانو ته وویل، «مخکې له دې چې ایران د وسلو د مارکېټ یو پېردونکی واوسي، هغه دا وړتیا لري چې نورو هېوادونو ته یې تأمین کړي.»

حاتمي وویل، «زموږ پلورنې به د پېرودنو په نسبت ډېرې پراخې وي.»

روسیه او چین د وسلو سوداګرۍ ته سترګې په لار دي

مسکو او بیجینګ چې دواړه له ډیرې مودې راهیسې په وسلو باندې د موجود بندیز پر وړاندې انتقادونه کوي، دې ته چمتو دي چې له تهران سره معاملې وکړي.

ایراني چارواکو د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د امنیت، سوداګرۍ او نورو په هکله روسیې او چین دواړو ته یو شمېر سفرونه کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان د تلې په ۲۸مه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د چین رژیم به اوس په تهران باندې وسلې خرڅې کړي، دغه پوښتنه مستقیما ځواب نه کړه خو ویې ویل چې بیجینګ به «پوځي سوداګري د خپلې پوځي صادراتي تګلارې او نړۍ والو وجایبو سره سمه پرمخ بوځي.»

مسکو د وږي په میاشت کې وویل چې هغه چمتو دی چې له تهران سره خپله پوځي همکاري پیاوړې کړي، په ورته وخت کې بیجینګ هم د دې لپاره چمتووالی ښودلی چې د تلې له ۲۷مې څخه وروسته په تهران باندې وسلې خرڅې کړي.‌

د چنګاښ په میاشت کې، د چین او ایران د رژیمونو تر منځ‌ یوې وړاندیز شوې هوکړې د ژورې پوځي همکارۍ په هکله معلومات ورکړي، او د ګډې روزنې او مانورو، ګډو تحقیقاتو او د وسلو د جوړولو او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو غوښتنه یې کړې ده.

ډېر کتونکي وایي چې دغه هوکړه به له ځان سره د سیمې لپاره او بهر له سیمې ډېرې منفي اغېزې رامنځته کړي، ځکه چې د ایران کمزوری او منزوي شوی رژیم -- چې د اقتصادي سقوط د سمندر پرغاړه ولاړ،او د حاکم رژیم له لاسه په کور دننه له پراخې ناخوښۍ سره مخامخ دی، او ورسره د اتومي وسلو د جوړونې د هڅو او په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې په وسلو د اورپکو د سمبالولو له امله له ډېرو هېوادونو سره په اړیکو کې ستونزې لري -- د یوه ځواکمن او پرځان بسیا چین پر وړاندې واقع شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د تلې په ۲۷مه وویل، په ایران باندې د وسلو خرڅول به د ملګرو ملتونو پرېکړې ماتې کړي او د بندیزونو د لګېدلو سبب به شي.

پمپیو په یوه اعلامیه کې وویل، «متحده ایالات چمتو دي چې له خپلو داخلي صلاحیتونو څخه په استفادې سره په هر هغه فرد یا بنسټ باندې چې په ایران باندې یا له ایران څخه د غیر اتومي وسلو د تأمین، خرڅلاو، یا انتقال په برخه کې مرسته کوي، بندیز ولګوي.

هغه وویل، «هر هیواد چې په منځني ختیځ کې سوله او ثبات غواړي او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې ملاتړ کوي هغه باید له ایران سره د وسلو له معاملو څخه ځان وژغوري.»

پمپیو وویل، «په تېرو ۱۰ کالونو کې، هیوادونو د ملګرو ملتونو د اقداماتو په اساس په ایران باندې د وسلو له خرڅلاو څخه ډډه کړې ده. هر هیواد چې اوس دغه ممانعت ننګوي هغه به په ښکاره ډول د سولې او ثبات ته د ودې ورکولو پر ځای د شخړې او تاوتریخوالي د اور بلولو ته لمن وهي.»

مداومې هستوي اندېښنې

د ایران یوې تبعید شوې مخالفې ډلې د جمعې په ورځ /د تلې ۲۵مه/ وویل چې هغوی یو نوی پټ پوځي مرکز کشف کړی چې د ایران د دفاع وزارت د یوه مبهم تحقیقاتي واحد له خوا چلول کیږي او دوی وېره لري چې له هغه څخه د هیواد د هستوي پروګرام د ازمېښتځي په توګه کار اخیستل کیږي.

د ایران د مقاومت ملي شورا (اېن سي آر آی) وویل، د تهران په ختیځ په سرخ حصار سایټ کې له کار څخه چې د نوښتونو او دفاعي تحقیقاتو د پټو سازمانونو له خوا ترسره کیږي، د دفاع وزارت تر څارنې لاندې استفاده کیږي.

اېن سي آر آی وویل، یوه برخه چې د جیوفزیک لپاره ځانګړې شوې ده او د چمران ګروپ په نامه مشهوره ده په دې سایټ کې موجوده او «د تر ځمکې لاندې هستوي ازمېښتونو په اړوندو پروژو باندې کار کوي».

یادې ډلې وویل، د هغه تمرکز «د هستوي وسلو د جوړونې لپاره د ابتدایي چاودنو او د سیسمومیټرونو په وسیله د نتایجو د ریکارډ کولو لپاره» په ازمیښتونو باندې مشتمل دی. پخواني ټیسټونه په یوه مرکز کې چې د سیمنان جنوب ته پروت دی ترسره کېدل.

هغه تور ولګاوه چې د ایران رژیم د دغه کار د ترسره کولو لپاره «په پټه او په غیرقانوني ډول له روسیې څخه د پوځي درجې د حساسو سیسمومیټرونو په پېرودلو کې لاس لري.»

د ایران د مقاومت ملي شورا (اېن سي آر آی) داسې ثبوتونه وړاندې نه کړل چې دغه ډول ازمېښتي کار په نوي سایټ کې ترسره کېږي، خو استدلال یې وکړ چې د هغه موجودیت یو ځل بیا وښودل چې د ایران رژیم په ۱۳۹۴ کې له نړۍ والو ځواکونو سره له لاسلیک شوي هستوي تړون څخه سرغړونه کوي.‌

د ایران د مقاومت ملي شورا وویل، «زموږ معلومات نن یو ځل بیا ثابتوي ... چې یاد تړون ملایان د اتومي وسلو د ترلاسه کولو له فعالیتونو څخه نه دي راګرځولي او دا چې ان رژیم خپلې ژمنې ماتې کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سعدي (رح) وایي: انسانان د یوه بدن په څېر دي پیدایښت یې له عین جوهر څخه دی که یو غړی یې په درد شي نورغړي یې هم ارام نه پاتې کیږي هغه انسانان د دین او مذهب، سیمې او نورو ځانګړتیاوو په اساس نه دي سره جلا کړي، او خدای پاک وایي، خدای پاک ته هغه څوک نژدې دی چې تقوا ولري. هغه نه دي ویلي چې تاسو باید ګناهکار ته سزا ورکړئ، بهتره دا ده چې زه پخپله سزا ورکړم. مونږ باید یو بل ته لاسونه ورکړو او د کفارو او استکبار د شیطاني پلانونو مخه ونیسو، او خپل هېواد د سبانیو نسلونو لپاره یو تلپاتې جنت جوړ کړو.‌

ځواب ورکړئ

په کار دی چې په ایران باندې لا نور بندیزونه ولګول شي، که نه، دا هیواد به سیمې او نړۍ ته یو جدي ګواښ جوړ کړي. زه فکر کوم چې که طالبان د ایران پر ضد پیاوړي کړای شي، هغوی کولی شي چې ایران ته یو ښه درس ورکړي، ځکه چې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش او عبدالله عبدالله په شمول د افغان حکومت اکثر مقامات د ایران جاسوسان او غلامان دي.‌

ځواب ورکړئ

ایران د سیمې او منطقې هیوادونو لپاره یو ستر ګواښ ګڼل کیږي. زه فکر کوم که چېرې د ایران د جنګي او تروریستي فعالیتونو مخه و نه نیول نشي. ایران به په راتلونکې کې افغانستان او نړۍ ته لکه پاکستان یو جدي خطر را مینځ ته کوي.

ځواب ورکړئ

اصلاً په نړۍ کې روان جنګ د نړۍ د غټو قوتونو تر منځ جنګ دی، او نور هیوادونه د دغو محدود شمېر هېوادونو نیابتي جنګونه پرمخ وړي. د وسلو جوړولو غټې فابریکې ټولې په متحده ایالاتو، روسیه، فرانسه، برتانیا او چین کې دي، او دا هیوادونه هڅه کوي چې د نړۍ په ځینې ځایونو کې جنګ جوړ کړي او خپلې وسلې په کې وپلوري. که د نړۍ په کومه برخه کې جنګ نه وي هغوی به خپلې وسلې چېرې وپلوري؟‌ کله چې متحده ایالات په هندوستان،‌ عربي هېوادونو او اسراییلو باندې وسلې پلوري چې د ایران، پاکستان او پاکستاني ترهګرو ډلو پر ضد چمتو شي، چین او روسیه هم ښایي هڅه وکړي چې په پاکستان او ایران باندې خپلې وسلې وپلوري چې دغه دوه هیوادونه هم د نورو هیوادونو پر ضد چې د امریکا د ګټو لپاره کار کوي، تیار شي.‌ له دې امله، په نړۍ کې روان جنګ د غټو قوتونو تر منځ جنګ دی، او په کمزورو هېوادونو باندې تحمیل شوی، او د افغانستان، یمن، سوریې، عراق او نورو په څېر هېوادونو کې هره ورځ غریب او بې چاره خلک وژل کیږي. که د نړۍ دا ځواکمن هیوادونه خپلې ناروغې دښمنۍ یو طرف ته کړي او د انسانانو د ښېګڼې لپاره کار وکړي،‌ د نړۍ په ټولو هېوادونو کې به جنګ پای ته ورسیږي. خدای دې ټولو ته هدایت وکړي چې په سیمه او نړۍ کې سوله رامنځته شي.‌

ځواب ورکړئ

لکه څنګه چې امریکا اسراییل تقویه کوي او د سیمې د هېوادونو لپاره یې ترې سرطان جوړ کړی دی، ښایي دغسې روسیه او چین هم هڅه وکړي چې ایران د عربي هېوادونو لپاره په یوه بل سرطان باندې واړوي.‌ زه فکر کوم هغه پنځه هیوادونه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د ویتو حق لري هغوی هڅه کوي‌ چې اسراییل او ایران د اسلامي هېوادونو، په ځانګړې توګه د سعودي عربستان پر ضد تقویه کړي.‌ ټول اسلامي هېوادونه باید د ایران او اسراییلو پر ضد لاس په کار شي او دغه دوه شیطان هیوادونه د نړۍ له نقشې څخه ختم کړي.

ځواب ورکړئ