امنیت

د سولې د خبرو په پرمختګ سره د هرات په زرګونو اوسېدونکیو د اوربند غوښتنه وکړه

د عمر راپور

د ښځو، دیني عالمانو او ځوانانو په ګډون د هرات ولایت له ۵۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لړم په ۳۰مه د هرات په لوبغالي کې راټول شول ترڅو افغان حکومت او طالبان د اوربند د اعلانولو لپاره وهڅوي. [عمر]

هرات -- د ښځو، دیني عالمانو او ځوانانو په ګدون د هرات ولایت له ۵۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لړم په ۳۰مه د هرات په لوبغالي کې راټول شول ترڅو افغان حکومت او طالبان د اوربند د اعلانولو لپاره وهڅوي.

ویل کیږي چې د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د مستقیمو خبرو له پیلېدلو څخه وروسته، حکومت او طالبان د مذاکراتو پرمخ بوولو ته نږدې شوي دي.

خبرې اترې د اجندا، د مذاکراتو لپاره د اساسي چوکاټ او د فیصلو لپاره د فقه په سر د اختلافاتو له امله څو میاشتې وځنډېدلې.

په ورته وخت کې، طالبانو خپل بریدونه او تاوتریخوالی زیات کړي دي.

د ښځو او دیني عالمانو په ګډون، د هرات ولایت له ۵۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لړم په ۳۰مه په هرات ښار کې راټول شول ترڅو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړي. [عمر]

د ښځو او دیني عالمانو په ګډون، د هرات ولایت له ۵۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لړم په ۳۰مه په هرات ښار کې راټول شول ترڅو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړي. [عمر]

په دې عکس کې چې د لړم په ۳۰مه اخیستل شوی په سلګونو ښځې په هرات ښار کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې له زرګونو نورو افغانانو سره ملګرې شوي ترڅو افغان حکومت او طالب اورپکي وهڅوي چې اوربند اعلان کړي. [عمر]

په دې عکس کې چې د لړم په ۳۰مه اخیستل شوی په سلګونو ښځې په هرات ښار کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې له زرګونو نورو افغانانو سره ملګرې شوي ترڅو افغان حکومت او طالب اورپکي وهڅوي چې اوربند اعلان کړي. [عمر]

د هرات ښار یوې اوسېدونکې شقایق نورزۍ چې په یاده غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، افغانان غواړي چې طالبان او حکومت د سولې لپاره یو فرصت رامنځته کړي او جګړه پای ته ورسوي.

هغې وویل، «موږ له دې جنګ او وینو تویېدلو څخه ستړي شوي یو. هره شېبه موږ د وژنو او چاودنو خبرونه اورو، او هیڅوک هم نور دا حالت نشي منلی.»

د هرات ښار یوې اوسېدونکې او د غونډې برخه والې حسینې ساحل وویل، «طالبان باید د سولې لپاره فرصت له لاسه ورنه کړي، او باید د سولې د خبرو د درولو لپاره بهانې ونه لټوي.»

هغې وویل، «په افغانستان کې هره ورځ وینې تویېږي، او بې ګناه ملکی خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي. موږ له دغو وژنو څخه ستړي شوي یو، او نور د میندو په سترګو کې د اوښکو لیدل او د ماشومانو یتیمېدل نشو زغملی.»

هغې زیاته کړه، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې د افغانانو وژل ودروي او له حکومت سره سوله وکړي. موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې تاوتریخوالی ودروي، خپلې ستونزې د مذاکراتو پر مېز حل کړي، او جنګ پای ته ورسوي.»

یوې بلې ځایي اوسېدونکې لطیفې همدرد وویل، ټول افغانان سوله او اوربند غواړي.

هغې وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې د سولې راتګ ته لاره ورکړئ او له خپلو ورونو سره د مذاکراتو مېز ته کېنئ څو جنګ او وینه تویدل ودریږي او موږ په یوه سوله ییز چاپېریال او امنیت کې ژوند وکړای شو.»

همدرد وویل، «موږ له جنګ څخه دومره ستړي یو چې راتلونکي ته هېڅ هیله نه لرو. موږ چې سهار له خپل کور څخه وځو، مطمئن نه یو چې بېرته به کور ته ستانه شو که نه. موږ وېرېږو چې د طالبانو په ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو کې به ووژل شو.»

نوموړې وویل، هر څوک له جنګ نه کرکه کوي، او طالبان باید دغه جنګ ته چې له بهر څخه تحمیل شوی دی د خپلو شخصي ګټو لپاره دوام ورنه کړي.

ناروا جګړه

په هرات ولایت کې دیني عالمان وایي، په دې جنګ کې یواځې مسلمانان وژل کیږي چې هېڅ دیني مشروعیت نه لري.

د هرات ښار یوه دیني عالم مولوي غلام سخي خیراندېش وویل، د خدای (ج) د احکامو او د نبی (ع) د احادیثو په اساس، څوک چې خلک وژني او وینې تویوي او د نورو ملکیت غلا کوي هغوی به دوزخ ته ځي او د خدای (ج) له قهر سره به مخامخ شي.

هغه وویل، هر څوک چې بې ګناه خلک وژني هغه/هغې ته به یې د عملونو سزا ورکړل شي او د تل لپاره به په دوزخ کې پاتې کېږي.

هغه زیاته کړه، «د اسلام دین حتی د غیر مسلمانانو وژل منع کړي دي. هغه څوک چې هره ورځ بې ګناه افغانان وژني او ادعا کوي چې جهاد کوي هغوی د اسلام لارښوونې نقض کوي، او د خدای (ج) له قهر سره به مخامخ شي.»

په هرات ښار کې یوه بل دیني عالم مولوي محمد یوسف حقاني وویل، د اسلام د احکامو له مخې، د یوه مسلمان لپاره دا منع ده چې بل مسلمان ووژني.‌

حقاني وویل، «دا جنګ چې مسلمانان په کې ژوند له لاسه ورکوي دیني مشروعیت نه لري او اسلام یې په بشپړ ډول ردوي.»

هغه وویل، «خدای (ج) او د اسلام پېغمبر د انسانانو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو وژل منع کړي دي،‌ او هغه څوک چې بې ګناه ملکي خلک وژني هغوی ګناه کوي او د تل لپاره به د دوزخ په اور کې وي.»

هغه زیاته کړه، «موږ د شخړې په لوریو باندې غږ کوو چې سمدلاسه د خلکو غوښتنو ته لبیک ووایي، د نور درد سبب نشي او له افغانانو سره د هغوی د هیلې په پوره کولو... د سولې او امنیت په راوستلو کې مرسته وکړي.»

نوموړي وویل، «خدای پاک په قران کریم کې ویلي دي چې په سوله کې خیر دی او دا چې سوله د یوه هېواد نېکمرغۍ او پرمختګ ته لاره هواروي.»

حقاني وویل، «خلک له ډېر وخت راهیسې سولې ته په تمه دي، او ټول افغانان سولې ته داسې تږي دي لکه د روژې د میاشتې روژه تیان چې اوبو ته تږي وي.»

جدي غوښتنې

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالسلام واحدي وویل، ټول افغانان سوله او اوربند غواړي، او طالبان او حکومت باید دغو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

هغه وویل، «په ټولو ولایتونو کې په پراخه کچه د سولې غوښتنې کېږي. دا ښیي چې افغانان له جنګ او تاوتریخوالي څخه ستړي دي، او نور نه غواړي چې خپل عزیزان له لاسه ورکړي.»

هغه زیاته کړه، د افغانانو د سولې او اوربند غوښتنې قانوني او مشروع دي ځکه هغوی نشي کولی چې هره ورځ وینه تویول او ډله ییزې وژنې وویني.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد نذیر عثماني وویل، «که طالبان د سولې لپاره د خلکو غوښتنه له پامه وغورځوي، هغوی به په دې هېواد کې ځای ونه لري.»

هغه وویل، «افغانان هره ورځ چیغې وهي او د دې ویجاړونکي جنګ او وینو تویېدلو د پای ته رسولو غوښتنه کوي، خو دا چې طالبان د هغوی غوښتنه نه مني، دا ښیي چې دغه ډله له نورو څخه حکمونه ترلاسه کوي ترڅو خپل خلک ووژني.»

په هرات ښار کې یوه دیني عالم سید محمد شېرزادي وویل، «هغه څوک چې د سولې د بهیر مخه نیسي او بهانې جوړي هغوی د افغانانو د ورځنیو وژنو مسؤل دي، او خلک پرې لعنت وایي.»

هغه وویل، «خلک له هغه چا نه چې بهانې جوړوي او د سولې پروسه ټکنۍ کوي کرکه کوي، او د قران کریم د احکامو له مخې، هغوی به سزا وویني. زه له طالبانو او حکومت څخه غواړم چې د سولې بهیر دې پیل کړي، اوربند دې اعلان کړي او د اوربند په اوږدو کې دې د سولې خبرې پرمخ وېسي.»

هغه وویل، که کالونه مخکې د ملکي خلکو د سولې غوښتنې منل شوې وای، افغانستان به داسې ویجاړونکي جنګونه نه وای لیدلي، او بې ګناه افغانان به هره ورځ نه وژل کېدل.

هغه زیاته کړه، «طالبان او حکومت باید د افغانانو د سولې غوښتنو ته غوږ ونیسي. که هغوی د خلکو غږونه وانه وري او غوښتنې یې ونه مني، هغوی به ونشي کولی چې په دې هېواد کې حکومت وچلوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اروبند د ټولو افغانانو غوښتنه ده او باید چې ژر تر ژره اعلان شي. د سولې خبرې اترې داسې پایله نه ورکوي چې له یوې خوا جکړه یي او له بلې خوا هر روځ خلک وژل کیږي. تر څو چې دواړه خواوې یوې مثبته پایلې ته رسیږي ممکن یو کال نیم کال وخت ونیسي او یا شاید څو کلونه وخت پرې ولږیږي. نو باید طالبان خپله جګړه ودروي او د افغان وژنې څخه لاس په سر شي.

ځواب ورکړئ

افغانستان به ان شاءالله چې بیا جوړیږي. په دې برخه کې د نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو، هندوستان، جرمني او نورو اروپایي هیوادونو مرستې د قدر وړ دي خو که پاکستان او ایران د ترهګرو او هغو ورانکارو ډلو له ملاتړ نه لاص واخلي چې په افغانستان کې تاسیسات ویجاړوي.

ځواب ورکړئ