امنیت

افغان ځواکونو په غزني کې د ځانمرګي بمي برید طراح وواژه

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغان امنیتي ځواک یوه غړي، وروسته له هغه چې یوه ځانمرګي موټربمي بریدګر د لیندۍ په ۹مه په غزني ولایت کې په یوه پوځي مرکز باندې برید وکړ او لږ تر لږه ۳۰ تنه امنیتي منسوبن یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل، یو راکټ لانچر په لاس کې نیولی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواک یوه غړي، وروسته له هغه چې یوه ځانمرګي موټربمي بریدګر د لیندۍ په ۹مه په غزني ولایت کې په یوه پوځي مرکز باندې برید وکړ او لږ تر لږه ۳۰ تنه امنیتي منسوبن یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل، یو راکټ لانچر په لاس کې نیولی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

غزني -- د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۰مه/ وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په یوه هوایي برید کې په غزني ولایت کې په یوه پوځي مرکز باندې د مرګوني برید طراح وواژه.

چارواکو وویل، یوه ځانمرګي موټربمي بریدګر د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۹مه/ د ولایت د مرکز په قلعه جوز سیمه کې د عامه محافظت ځواکونو په یوه مرکز باندې برید وکړ.

د غزني روغتون رییس بازمحمد همت ای اېف پي ته وویل، «روغتون ته ۳۰ جسدونه او ۲۴ ټپیان راوړل شول. هغوی ټول امنیتي منسوبین دي.»

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، افغان ځواکونو د لیندۍ په ۹مه شپه د دغه بمي برید طراح حمزه وزیرستانی او د هغه ۷ تنه جنګیالي د ګیرو ولسوالۍ په علي شېرخان سیمه کې په یوه هوایي برید کې ووژل.

وزارت وویل، دغه هوایي برید د یادو یاغیانو اړوند یو شمېر وسلې او مهمات ویجاړ کړل.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان ای اېف پي ته وویل، وزیرستانی د پاکستان د سرحدي سیمې وزیرستان یو طالب اورپکی وو.

هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی. د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د بین الافغاني خبرو له پيلېدلو راهیسې طالبان په هېواد کې د مرګوني بریدونو په هکله په ندرت څرګندونې کوي.

په هغې سیمه کې چې دغه برید پېښ شوی دی د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ په منظمه توګه جنګونه ترسره کیږي.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده ای اېف پي ته وویل، «بمي بریدګر یو هاموی موټر اډې ته ننوېستی وو او هلته یې چاودنه ورکړه.»

ویډیوګانو پوځي امبولانسونه ښودل چې مړي او ټپیان یې روغتونونو ته لیږدول او کرینونه د دې لپاره توظیف شوي وو چې په اډه کې د بمي برید له ساحې څخه خاورې خځلې لیرې کړي.

د دفاع وزارت، چې معمولا د خپلو ځواکونو پر ضد شویو بریدونو کې د تلفاتو شمېر کم ښیي، وویل، ۱۰ کسان وژل شوي دي.‌

په تاوتریخوالي کې زیاتوالی د منلو وړ نه دی

د غزني بمي برید څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د بامیانو په تاریخي ښار کې دوه بمي بریدونو د ۱۴ کسانو ژوند واخیست، او د بودا د لرغوني میرات له امله د مشهور منزوي ښار د کالونو ارامي یې پای ته ورسوله.

پولیسو وویل،‌ د لیندۍ په ۹مه په یوه بل ځانمرګي موټربمي برید کې په زابل ولایت کې یو ملکي کس ووژل شو او ۲۰ نور ټپیان شول.

د لیندۍ د ۹مې بمي بریدونو په افغانستان کې، چې د سولې د خبرو له پیلېدلو راهیسې تاوتریخوالی په کې زیات شوی دی، تر ټولو وروستۍ ډلوژنه په ګوته کړه.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل، «دغه ډول ترهګریز بریدونه به د افغانانو تر منځ د ډار، وېرې او بدبینۍ فضا رامنځته کړي او د سولې پروسې ته به زیان ورسوي.»

هغه وویل، «په تاوتریخوالي کې ډېروالی د منلو وړ نه دی... او د سولې د پروسې، مذاکراتو او روغې جوړې پر ضد کار دی.»

خبرې اترې د اجندا، د بحثونو لپاره د کړنلارې او د فیصلو لپاره د کارېدونکې فقې په سر د اختلافاتو له امله له ځنډ سره مخامخ شوې.

د حکومت د مرکچي ټیم ویاند نادر نادري د شنبې په ورځ /د لیندۍ ۸مه/ په ټوېټر ولیکل، په داسې حال کې چې د دغو مسایلو په برخه کې پرمختګ شوی دی، اوس هم یوه کلي توافق ته اړتیا ده چې نهایي کړای شي.

طالبانو، د تېر کال د کب په میاشت کې له واشنګټن سره د یوې جلا هوکړې له لاسلیکولو راهیسې، ، چې په دوحه کې د سولې خبرو او د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي تر میاشتې پورې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړهتر ډېره په کلیوالو سیمو کې حکومتي ځواکونه په نښه کړي دي.

پنتاګون د تېرې میاشتې په نیمایي کې وویل چې هغوی به ژر له افغانستان څخه شاوخوا ۲۰۰۰ سرتېري وباسي، او د پوره وتلو مهالوېش به چټک کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره اونۍ له دوحې څخه د لیدنې په ترڅ کې د دواړو لوریو له مرکچیانو سره ولیدل او «د مذاکراتو د چټکولو» غوښتنه یې وکړه.‌

په حکومت باندې د فشار اچولو لپاره د طالبانو تکتیک

د امنیتي چارو افغان شنونکی عتیق الله امرخېل ای اېف پي ته وویل، د غزني برید د پخوانیو بریدونو په څېر «د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د هغه تکتیک کارول» په ګوته کوي چې په حکومت باندې فشار اچوي څو د یاغي ډلې غوښتنې ومني.

هغه وویل، «دغه برید کولی شي داسې یو پیغام ولېږدوي چې که حکومت د طالبانو غوښتنې ونه مني، هغوی کولی شي چې په ښو خوندي شویو اډو کې هم بریدونه ترسره کړي.»

امرخېل وویل، «زیات شوی تاوتریخوالی به نړۍ واله ټولنه هم دې ته مجبوره کړي چې په افغان حکومت باندې له طالبانو سره د سیاسي حل لپاره زیات فشار واچوي... زه باوري یم چې طالبان همدا غواړي.»

په کابل کې په وروستیو اونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

لږ تر لږه ۲۲ کسان هغه وخت ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول چې درې وسله والو سړيو د لړم په ۱۲مه په کابل پوهنتون باندې برید وکړ او څو ساعته پرله پسې یې په ټولګیو باندې ګولۍ وورولې.

د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. حکومت د برید پړه په طالبانو باندې واچوله، لاکن هغوی په دې پیښه کې لاس لرل رد کړل.

داعش د لړم په ۳مه د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې د برید مسؤلیت هم پر غاړه واخیست. هغه ځانمرګي برید ۲۴ کسان ووژل او له ۵۰ څخه ډېر نور یې ټپيان کړل چې ډېر یې ځوان زده کوونکي ول.‌

چارواکو د تېرې میاشتې په نیمایي کې وویل، افغان امنیتي ځواکونو د کابل پوهنتون د برید تر شا لاس لرونکي دوه مشکوک طراحان ونیول او یو بل یې وواژه.‌

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د هغې ډله ییزې وژنې «اصلي طراح» محمد عادل اعتراف وکړ چې هغه د حقاني شبکې، چې د طالبانو یوه متحده شبکه ده، له خوا استخدام شوی وو او له هغوی څخه یې وسلې ترلاسه کړې وې.

حقاني شبکه له داعش سره همکاري کويترڅو په افغانستان کې بریدونه ترسره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افسوس خبره ده چې افغانان له څلوېښتو کالو راهیسې په خپلو کې سره په جنګ اخته دي. که افغانان سره متفق وای او په خپلو منځونو کې یې جنګونه نه کولی، اوس به افغانستان په اسیا کې تر ټولو ډېر پرمختللی هېواد ګڼل کېدلی. افغانستان غوره اقلیم لري. افغانستان ډېر تېل، ګاز او د نورو قېمتي کاڼو کانونه لري. ځوانان د افغانستان د وګړو له ۸۰٪ څخه ډېر جوړوي. افغانان له فزيکي پلوه د نورو هېوادونو له خلکو څخه ډېر پیاوړي دي. افغانان ښه استعدادونه لري. د دې خلکو یوازنۍ ستونزه د دوی تر منځ د یووالي او پیوستون نشتوالی دی. افغانستان یو لوی هېواد دی چې نژدې دېرش میلیونه وګړي لري، خو خلک یې له لوږې سره مخامخ دي. لطفاً راویښ شئ. یو بل مه وژنئ. زه له طالبانو څخه غواړم چې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ ونه کړي. راشئ او د سولې او روغې جوړې له لارې په سیاست کې داخل شئ او هېواد له فقر او بې چاره ګۍ څخه وژغورئ.

ځواب ورکړئ

ژوند افغان ملي پوځ. موږ در سره ولاړ یو. الله پاک مو بریالی لره.

ځواب ورکړئ

همدغه یې صحیح طریقه ده. د پاکستان د ترهګر پوځ له خوا روزل شوي او په وسلو سمبال شوي ترهګر باید ځای پرځای ووژل شي. د هغوی بندي کول او په حبس کې ساتل جرم او له افغان ولس او د افغان وسله والو ځواکونو پر وړاندې خیانت دی.

ځواب ورکړئ