امنیت

طالبان په نیمروز او غور ولایتونو کې د مهمو سړکونو پر ویجاړولو فخر کوي

د عمر راپور

د طالبانو له خوا په غور او نیمروز ولایتونو کې د لویو لارو ویجاړولو افغانان په قهر کړي، او د هغوی دا کار د افغانستان د خلکو او بېخبنا پر ضد دښمني بولي. [عمر/ټولنیزې رسنۍ]

هرات -- د طالبانو له خوا په غور او نیمروز ولایتونو کې د لویو لارو ویجاړولو د سیمې اوسېدونکي په قهر کړي، او د هغوی دا کار د افغانستان د خلکو او بېخبنا پر ضد دښمني بولي.‌

د نیمروز والي زمریالي احدي وویل، طالبانو د لیندۍ د میاشتې په وروستیو کې په دلارام ولسوالۍ کې د هرات - کندهار د لویې لارې یو شمېر برخې والوزولې چې د مسافرو لپاره یې جدي ستونزې رامنځته کړي دي.

هغه وویل، «د طالبانو له بریدونو او د دې هېواد او خلکو پر وړاندې د هغوی له دښمنۍ څخه پلونه، ښوونځي، روغتونونه، بندونه او ان جوماتونه خوندي نه دي.»

په ورته وخت کې، په ټولنیزو رسنیو داسې یوه بې نېټې ویډیو خپره شوې چې د طالبانو یو ګروپ په داسې حال کې ښیي چې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د هرات - غور د لویې لارې یوه مهمه برخه الوزوي او د «الله اکبر» شعار ورکوي.

په عکس کې چې د لیندۍ په ۲۸مه اخیستل شوی، د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د هرات - کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو له خوا له رامنځته شوې ویجاړتیا څخه وروسته حالت لیدل کیږي. [د نیمروز امنیه قومانداني]

په عکس کې چې د لیندۍ په ۲۸مه اخیستل شوی، د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د هرات - کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو له خوا له رامنځته شوې ویجاړتیا څخه وروسته حالت لیدل کیږي. [د نیمروز امنیه قومانداني]

سفر یې ناشونی کړی

د ولایت اوسېدونکیو د طالبانو له خوا د لویو لارو د په نښه کولو پر وړاندې غوسه څرګنده کړه، او ټینګار کوي چې سړکونه د ولس مال دی او نظامي هدفونه نه دي.

د فیروزکوه یوه اوسېدونکي احمد شهراني وویل، «موږ د طالبانو له خوا د لویو لارو، پلونو او پلچکونو ویجاړول په کلکه غندو. موږ له یادې ډلې څخه غواړو چې د سړکونو ویجاړول، ظلم کول او د خلکو د بدمرغیو زیاتول ودروي.»

د فیروزکوه یوه بل اوسېدونکي ذبیح الله وفا وویل، د هرات - غور لویه لاره د غور د اوسېدونکیو لپاره یوه حیاتي لاره ده. د پلونو او د لویې لارې د برخې په ویجاړولو سره، طالبانو د ژمي په موسم کې د هرات او غور تر منځ سفر ناشونی کړی دی.

هغه وویل، «د هرات - غور د لویې لارې په الوزولو سره، طالبانو د غور ولایت د خلکو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړي دي.»

وفا وویل، د غور اوسېدونکي «خپل ټول د اړتیاوړ توکي په هرات ولایت کې اخلي، او د دغې لویې لارې په بندېدلو سره، هغوی د خوړو او درملو له کموالي سره مخامخ دي.»

د فیروزکوه یوه بل اوسېدونکي عبدالواحد غوري وویل، د طالبانو له لاسه، طبي عمله نشي کولی چې ناروغان له غور څخه هرات ته انتقال کړي او ښایي چې په نتیجه کې یې ځینې مړه شي.

هغه زیاته کړه، سربېره پر دې، «په غور ولایت کې د خوراکي توکو قېمتونه لوړ شوي، چې په دې یخ موسم کې یې ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.»

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي عبدالحمید وطندوست وویل، دغه ډول ویجاړتیا رامنځته کول یو شطاني کار دی.‌

هغه وویل، «په داسې کار سره، طالبانو د افغانستان خلک ژوبل کړل او دا یې ثابته کړه چې هغوی د افغانستان ښېرازي او پرمختګ نه غواړي.»

وطندوست وویل، هیڅوک هم دا حق نه لري چې بېخبناوې په نښه کړي.‌

په زرنج کې د مدني ټولنې یوه فعال علي احمد مهاجر وویل، د بېخبناوو ویجاړول یو غیرانساني کار دی چې د هېواد راتلونکې ته زیان رسوي او باید ودرول شي.

مهاجر وویل، «له دغو لویو لارو او پلونو څخه امنیتي ځواکونه، طالبان او عام خلک استفاده کوي. د بېخبناوو ویجاړول د افغانستان د ښېرازۍ او راتلونکي پر وړاندې د طالبانو مطلقه دښمني ښیي.»

د افغانانو پر وړاندې خیانت کول

د نیمروز د ولایتي شورا مرستیال ګل احمد احمدي پر طالبانو غږ وکړ چې د جنګ په بهانه د بېخبنا په عامه پروژو باندې بریدونه کول ودروي.‌

هغه وویل، «طالبان باید د افغانستان د بېخبناوو درناوی وکړي او ویجاړې یې نه کړي ځکه چې بیخبناوې د خلکو ملکیت دی، نه د حکومت.»

هغه زیاته کړه، ویجاړتیا رامنځته کول «د افغانستان د خلکو پر وړاندې یو خیانت دی.»

په فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوي محمد متقي وویل، د عامه شتمنیو ویجاړول ټول افغانان زیانمنوي.‌

هغه وویل، «هیڅوک هم دا حق نه لري چې سړکونه او پلونه ویجاړ کړي او په غور ولایت کې د تګ راتګ مخه ونیسي. د غور ولایت اوسېدونکي د لویې لارې د ویجاړېدلو له امله له اقتصادي کړاو سره مخامخ دي.»

د هرات د عامه فوایدو د ریاست رییس سید عبدالله حمایت وویل،‌ د ۱۳۹۸ د کب او د ۱۳۹۹ د لړم تر منځ، چارواکو د هرات ولایت د لویو لارو په اوږدو کې شاوخوا ۱۰۰ چاودنې ثبت کړي دي -- چې دا په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کې د عین مودې په پرتله ۷۰٪ ډېرښت ښیي.

هغه وویل، چاودنو د لویو او وړو پلونو په ګډون د لویو لارو ګڼې برخې ویجاړې کړې، چې له ۲۰۰ میلیونو افغانیو (۲.۶ میلیونو ډالرو) څخه ډېر زیانونه یې واړول.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد محسن وویل، د بېخبناوو ویجاړول د بیت المال او د خدای پاک (ج) په وړاندې خیانت ګڼل کیږي.‌

د اسوسیټیډ پرېس د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر د لیندۍ په ۲۶مه په کابل کې وویل، طالب جنګیالي افغان عوام هغوی پورې اړوندو بېخبناوو څخه محروموي.

هغه وویل دغه ډول ویجاړتیا جنګ پورې هېڅ تړاو نه لري.‌

مېلر وویل، «څرګنده خبره دا ده چې طالبان له تاوتریخوالي څخه د فشار د اعمال په توګه کار اخلي.»

مېلر وویل، «طالبانو له ډېر وخت راهیسې له تاوتریخوالي څخه د خپل ځواک د څرګندولو د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی،» او زیاته یې کړه چې د متحده ایالاتو حکومت په طالبانو باندې فشار اچوي ترڅو د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د یوه مخکې شرط په توګه تاوتریخوالی کم کړي.‌

حکومت کاري فرصتونه رامنځته کوي

په داسې حال کې چې طالبان ویجاړول د یوه نظامي عمل په توګه ستایي، افغان حکومت ژمن دی ترڅو نوي سړکونه او د ټرانزیټ دهلېزونه جوړ کړي، هغه چې ویجاړ شوي بیرته ورغوي، او د زرګونو افغانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.

د هرات ښاروالۍ ویاند نجیب الله حبیبي د لیندۍ په لومړیو کې وویل، «د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې په ۱۳پرمختیايي پروژو باندې کار روان دی، چې د سړکونو پخول، د ویالو او پلچکونو رغول او د ښار د ځینو برخو ښکلي کول په کې شامل دي.»

هغه وویل، چارواکي دغه پروژې د حکومت له خوا د ورکړل شویو ۱۱۶ میلیونو افغانیو (۱.۵ میلیونو ډالرو) او د نړۍ وال بانک له خوا د ورکړل شویو ۲۸ میلیونو افغانیو (۳۷۰۰۰۰ ډالرو) په ارزښت تطبیقوي.‌

حمایت وویل، «د څو لویو لارو د رغونې سربېره، موږ په لسګونو هغه پلونه چې یاغیانو ویجاړ کړي وو بېرته ورغول، او هم مو په لسګونو کیلومتره اوږده لویه لاره ترمیم کړه او د هغې مراقبت مو وکړ. د لویو لارو او غټو پلونو ترمیم او مراقبت تل روان وي.»

هغه وویل، د سړکونو رغونې او نورو پرمختیایي پروژو، د انجنیرانو او ماهرو او غیر ماهرو کارکوونکیو لپاره چې د هرات ولایت په لویو لارو باندې کار کوي، د ۱۰۰۰ کاري فرصتونو په ګډون د دغه ولایت په زرګونو اوسېدونکیو ته اوږدمهاله کاري فرصتونه برابر کړي دي.

محمد سرور حکیمي چې په هرات ښار کې د سړک جوړونې په یوه پروژه کې کار کوي، وویل، «په ښار کې د رغونې او بیارغونې کار ... ملکي خلک هیله من کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د عامه اسانتیاوو او بېخبناوو ویجاړول یو د نه بخښلو وړ جرم دی چې طالبان یې ترسره کوي. د سرکونو ویجاړول هوا ککړوي او هر کال په افغانستان کې په زرونو خلک د سږو په سرطان اخته کوي.‌ طالبان باید سرکونه وران نه کړي،‌ او هغوی باید هڅه وکړي چې په هېواد کې لا نور سرکونه پاخه شي څو د خلکو په ژوند کې اسانتیا راشي او هوا ککړه نشي.

ځواب ورکړئ

طالبان هرهغه څه چې د هغوی د پرمختګ مخه نیسي، ویجاړوي. که یو انسان د دغه پرمختګ مخه نیسي، هغوی یې وژني. که یو ژورنالست د هغوی پر ضد راپور تیاروي، هغوی یې وژني. که یو پول هغوی ته زیان رسوي هغوی پول ته انفجار ورکوي، او که یو سرک د هغوی د ماینونو اېښودلو مخه نیسي، هغوی سرک ویجاړوي. د طالبانو لپاره د هغوی ځانونه او هدف مهم دي. د هغوی هدف دا دی چې واک ترلاسه کړي. د هغوی لپاره دا مهمه نه ده چې دغه قدرت ته رسېدل د ملکي خلکو لپاره ستونزې جوړوي.

ځواب ورکړئ