تکنالوژي

بیجینګ د یوې اونۍ په مخه د حقیقي انټرنټ له وړاندې کولو څخه وروسته کلب هاوس بند کړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

خلک د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۲۹مه په بیجینګ کې په یوه مېټرو یا تر ځمکې لاندې لاره خپل ګرځنده تلفونونه کاروي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

خلک د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۲۹مه په بیجینګ کې په یوه مېټرو یا تر ځمکې لاندې لاره خپل ګرځنده تلفونونه کاروي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

بیجینګ -- نږدې یوه اونۍ، د چین د اصلي ځمکې او نورو چینایي ویونکو کاروونکو «صحیح» انټرنټ ته بې ساري او ازاد لاسرسی درلود، او بیا سانسورونو ختم کړ.

د کلب هاوس د یواځیني آډيوي اپلیکېشن په ګرمو او نه فلټر کېدونکیو چټ رومونو کې د چین په سینکیانګ سیمه کې د مسلمانانو د ځپلو، د تیانانمین څلورلارې د ځپنې او نورو ممنوع موضوعاتو په ګډون په هېڅ شي باندې بندیز نه وو.

هغه یو نادر فرصت برابر کړی وو څو په سیاست او ټولنه کې ممنوع مسایل راوسپړي چې دغه ډول د غږ کثرت د کمونست ګوند له خوا په چین کې دننه معمولا بند دی.‌

د دوشنبې په ورځ‌ /د سلواغې ۲۰مه/ ناوخته چې چینایي کاروونکي خپل د کلب هاوس حسابونو ته داخل شول، داسې ځورونکی پيغام یې ولید چې د بحث واک دولتي سانسور (state censor) په لاس کې اخیستی او په دې توګه دولتي سانسورونکیو کلب هاوس بند کړ.

دوه اویغور نژاده مسلمانې ښځې د چین د نیمه نظامي پولیسو تر څنګ، چې د سینکیانګ په ارومچي کې له ستر بازار څخه بهر په پیره ولاړ دي، تېرېږي. له نږدې یوې اونۍ راهیسې، په چینایي خبرې کوونکي خلک وتوانېدل چې د کلب هاوس اپلیکیشن (Clubhouse app) له لارې د چین د «بیاښوونې او روزنې» په کمپونو کې د برقي شاټونو، له خوړو څخه د محرومولو، وهلو، ډله ییز جنسي تېري او جبري شنډولو په ګډون، د وحشیانه ناوړه چلندونو کیسې واوري. [پیتر پارکس/ای اېف پي]

دوه اویغور نژاده مسلمانې ښځې د چین د نیمه نظامي پولیسو تر څنګ، چې د سینکیانګ په ارومچي کې له ستر بازار څخه بهر په پیره ولاړ دي، تېرېږي. له نږدې یوې اونۍ راهیسې، په چینایي خبرې کوونکي خلک وتوانېدل چې د کلب هاوس اپلیکیشن (Clubhouse app) له لارې د چین د «بیاښوونې او روزنې» په کمپونو کې د برقي شاټونو، له خوړو څخه د محرومولو، وهلو، ډله ییز جنسي تېري او جبري شنډولو په ګډون، د وحشیانه ناوړه چلندونو کیسې واوري. [پیتر پارکس/ای اېف پي]

همدارنګه، د کلب هاوس اپلیکېشن کاروونکو وکولی شوای چې د تایوان په هکله معلومات ترلاسه کړي.‌ دلته، لاریونوال د تلې په میاشت کې په تایپي کې د هانګ کانګ د فعالانو په ملاتړ کې د یوه مارش په پای کې د چین بیرغ سوځوي. [کرېس سټووېرس/ای اېف پي]

همدارنګه، د کلب هاوس اپلیکېشن کاروونکو وکولی شوای چې د تایوان په هکله معلومات ترلاسه کړي.‌ دلته، لاریونوال د تلې په میاشت کې په تایپي کې د هانګ کانګ د فعالانو په ملاتړ کې د یوه مارش په پای کې د چین بیرغ سوځوي. [کرېس سټووېرس/ای اېف پي]

په هانګ کانګ کې د چینایي پوهنتون د ارتباطاتو یوه پروفیسر لوکمان تسويي وویل، «د چین د ولسمشرۍ شي جین پینګ په واکمنۍ کې بندیز حتمي دی.»

د مسلمانانو پر وړاندې د ناوړه چلند په هکله خبرې اترې

په بیجینګ کې د ټکنالوجۍ د یوې نوې کمپنۍ ایډېټرې الېکس سو چې ۳۰ کاله عمر لري،‌ وویل چې هغې کلب هاوس اپلیکېشن د لږ وخت لپاره وکاراوه او په ځانګړې توګه یوې محاورې، چې په کې مسلمانو اویغوریانو د هغوی پر ضد په سینکیانګ کې د ناوړه چلندونو په هکله کیسې کولې، سخت ټکان ورکړ.

هغې په یوه ټیلیفوني مرکه کې نیویارک ټایمز ته وویل، «دا واقعا داسې معلومات دي چې موږ معمولا د چین په اصلي ځمکه کې ورته لاسرسی نه لرو.»

تېره شنبه په کلب هاوس کې، له ۱۰۰۰ څخه ډېر کاروونکي د چین په سینکیانګ سیمه کې د اویغوریانو او نورو ترکي ژبو مسلمانانو د ډله ییز حبس په هکله په یوه چټ روم باندې ورټول شول.‌

د بشري حقونو ادارې باور لري چې په سینکیانګ کې لږ تر لږه یو میلیون خلک بندیان دي،‌ خو بیجینګ ویلي دي چې هغه د حرفوي روزنې مرکزونه دي چې هدف یې دا دی چې اسلامي افراطیت ته جذب کم کړي.

وروستیو څرګندونو چې د چین د «بیا ښوونې او روزنې» په کمپونو کې -- د برقي شاټونو، له خوړو څخه د محرومیت، وهلو، ډله ییز جنسي تېري او جبري شنډولو په ګډون -- د وحشیانه ناوړه چلندونو په هکله معلومات وړاندې کوي، له بشري حقونو څخه د چین د سرغړونو په هکله د نړۍ والې ټولنې اندېښنې زیاتې کړي دي.

په کلب هاوس چټ روم کې یوه چینایي سړي وویل هغه مطمئن نه دی چې په سینکیانګ کې د مسلمانانو لپاره د «زنداني کمپونو» په راپورونو باندې باور وکړي که نه.

بیا یوې اویغورۍ ښځې وینیرا عبدغني غږ وکړ او ویې ویل چې هغه د هغو د موجودیت په هکله مطمئنه ده ځکه چې په بندي شویو کسانو کې د هغې خپلوان هم شامل دي.‌

وروسته هغې وویل دا د خوښۍ خبره ده چې داسې یو فرصت یې ترلاسه کړ چې له چینایي هېوادوالو سره استدلال وکړي چې اوس هم د هغې په سیمه سینکیانګ کې د ناوړه چلندونو په هکله شکونه لري.‌

د کلب هاوس په چټ کې لږ تر لږه درې کسانو چې ځانونه یې اویغوریان معرفي کړل خپلې شخصي کیسې شریکې کړې او ډېرو نورو وویل چې هغوی هان چینایان دي چې په سینکیانګ کې اوسېدلي دي.‌

یوې ښځې وویل چې په بهر کې د سینکیانګ په هکله د نورو معلوماتو له ترلاسه کولو څخه وروسته د هغې نظریات بدل شول.‌

هغې وویل، «ما په سختو او غټو دروغو کې ژوند کاوه.»

صحیح انټرنټ ته لاسرسی

د اونیزې رخصتۍ پر وخت په چینايي ژبه د بحثونو شمېر پراخه پاملرنه ور واړوله چې د نورو په ګډون ټوېټر ته، چې په چین کې د ډېرو ممنوع بهرنیو ټولنیزو شبکو څخه دی،‌ هم ووتل.‌

د ایزابیلي نیو په نامه یوې ژورنالستې چې یوې محاورې ته یې غوږ نیولی وو د یکشنبې په ورځ‌ په یوه ټویټ‌ کې ولیکل، «د چین د اصلي ځمکې اوسېدونکې یوې ځوانې ښځې دا اوس په کلب هاوس وویل: دا لومړی ځل دی چې زه حقیقي انټرنټ ته داخلېږم.»

د دوشنبې په ورځ، له ۲۰۰۰ څخه ډېر کاروونکي په یوه بل چټ روم کې سره یوځای شول او په ۱۳۶۸ کې د تیانانمین څلورلارې د اعتراضونو د خونړۍ ځپنې په هکله یې خبرې اترې وکړې. دا یوه بله موضوع ده چې په چین کې پرې بندیز دی.‌

یوه ملکي خلکو او چارواکو ته په اشارې وویل، چاپېریال «د دواړو لوریو لپاره خطرناک» وو، په داسې حال کې چې بل بیا دا ادعا له موده لوېدلې وبلله چې د هغو زده کوونکیو چې په خوځښت کې یې برخه اخیستې وه «مغزونه وینځل شوي وو

د هانګ کانګ او تایوان خلک هم د چین اړوندو موضوعاتو په هکله بحثونو کې ملګري شول.‌

په برلین کې یوې ژورنالستې میلیسا چان په یوه ټویټ کې ولیکل، «زه په کلب هاوس کې د تایوانیانو له خوا چلېدونکې یوه چټ روم کې یم چې د اویغوریانو او په چین کې دننه او بهر څخه د هان چینایانو په ګډون ۴۰۰۰ ماندرین ویونکي په کې د هر څه په هکله خبرې کوي.»

هغې وویل، «هغوی له څارل کېدنې څخه نیولې د بیاښوونې او روزنې له کمپونو څخه راوتلو ملګرو، او عادي شیانو پورې مسایلو په هکله خبرې کوي.»

سانسور او ځپنه حتمي ترسره کیږي

خو د دوشنبې په شپه د چینایي ژبې چټ رومونه په چټکۍ سره د اپلیکېشن د بندیز په هکله په بحثونو باندې واوښتل.

د چینایي ژبې یوه کاروونکي د اپلیکېشن له بندېدلو څخه وروسته د تایوان ترخې مسئلې ته په اشارې په خفګان سره وویل،‌ «ما ولیدل چې په ډېرو رومونو کې د تنګي د پورې غاړې مسایلو او حساسو مسایلو په هکله خبرې کېدلې.. او فکر مې وکړ چې دا اپ به ډېر دوام ونه کړي

یوه بل په وارخطایۍ سره وویل، «له بلاک کېدلو څخه وروسته به د هغو خلکو لست جوړ شي چې په پلېټ فارم باندې موجود ول.»

د ټکنالوجۍ د شرکت ایډېټرې سو وویل، «دا حتمي کېده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوس ماته پته ولګیدله چی چین یعنې د وحشت او ځناورتوب کور. په دې وخت کې خو طالبان لا انټرنټ نه بندوي، دوی چې ځانونه داسې کمونستان او روشنفکر بولي دوی څنګه انټرنټ بندوي یا سانسوروي؟

ځواب ورکړئ