امنیت

د طالبانو یوې ډلې د یو لړ هدفي وژنو په ترسره کولو اعتراف وکړ

د سلیمان راپور

چارواکي د وري په ۱۹مه په کابل کې د طالبانو د ډلې نیول شوي غړي رسنیو ته ښیي. د ډلې غړو اعتراف وکړ چې په کابل کې یې هدفي وژنې ترسره کړي دي. [د افغانستان د کورنیو چارو وزارت]‌

چارواکي د وري په ۱۹مه په کابل کې د طالبانو د ډلې نیول شوي غړي رسنیو ته ښیي. د ډلې غړو اعتراف وکړ چې په کابل کې یې هدفي وژنې ترسره کړي دي. [د افغانستان د کورنیو چارو وزارت]‌

کابل -- افغان ځواکونو د طالبانو له یوې ۱۰ کسیزې ډلې څخه داسې اعترافونه ترلاسه کړي چې د لړم په میاشت کې د تلوېزیون پخوانی ژورنالست یما سیاوش هغوی وژلی او دغه راز یې نور هدفي بریدونه هم ترسره کړي دي.‌

د ډلې غړو په خپلو اعترافونو کې چې د وري په ۱۸مه خپاره شول، ومنله چې د طالبانو د ډلې مهمو مشرانو هغوی ته وظیفه ورکړې وه ترڅو سیاوش چې پخوا یې په کابل کې له یوې محلې رسنۍ سره کار کاوه، ووژني.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د وري په ۱۹مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې د کابل پولیسو د ملي امنیت ریاست او د افغان ملي اردو ځواکونو سره په همکارۍ د یادې ډلې غړي ونیول.

هغه وویل، دغه نیونې په لغمان ولایت، د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ د کابل ښار په ۵مه حوزه او د کابل ولایت په پغمان او بګرامیو ولسوالۍ کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ترسره شوې.

ارین وویل، «د یادې ډلې غړو اعتراف وکړ چې یما سیاوش، د کابل د ۵مې حوزې د پولیسو مشر محمدزی کوچی، څارنوالان او قاضیان یې وژلي او دغه راز یې په یو شمېر ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.‌»

هغه وویل، د کابل پولیسو د استخباراتي راپورونو په اساس د یادې ډلې دوه غړي ناصر او عوض په داسې حال کې ونیول چې بمونه یې اېښودل.

هغه زیاته کړه، هغوی د ناصر په کور کې ۹ کړۍ ماینونه وموندل.‌

ارین وویل، د دغې ډلې غړو ته ځانګړي کارونه، لکه پلان جوړونه، د چاودېدونکیو توکو انتقال او د هدفونو په نښه کول ورسپارل شوي وو، په داسې حال کې چې د ډلې دوه غړو ته د هر عملیات د ترسره کولو وظیفه ورکول کیده.‌

هغوی اعتراف وکړ چې د طالبانو د ډلې غړي دي او پلان یې درلود ترڅو هدفي وژنې ترسره کړي.

د ډلې مشر اعتراف وکړ

د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې یوه ویډیو کې د ډلې مشر قاري عبدالصبور اعتراف کوي چې ګروپ یې پنځه وژنې او په لسګونو چاودنې ترسره کړي دي.‌

صبور وویل، «زه په کابل ښار کې د چاودنو او وژنو مسؤل وم. زه د قاري معاذ او قاري صبغت له خوا چې هغه هم د لوګر ولایت په زرغون ښار کې د طالبانو قوماندان دی،‌ توظیف شوی وم.»

صبور وویل، «موږ په کابل ښار کې د یما سیاوش او د ۵مې حوزې د پولیسو د مشر د وژلو او د دوه فورډ رنجر پیک آپونو د چولو په ګډون له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې چاودنې او وژنې ترسره کړي دي.»

هغه وویل، «قاري معاذ کابل ته په خپل موټر کې چاودېدونکي توکي را انتقالول.»

د ډلې یوه غړي، قاري عبدالرحمان چې په یوه جومات کې امام او مدرسه کې مدرس دی، وویل چې هغه ځوانان د ډلې مشر ته ور معرفي کول ترڅو هغوی د هدفي وژنو او چاودنو په ترسره کولو کې برخه واخلي.‌

عبدالرحمان وویل، «ما محمد بشیر، نوریالی، اوازخان، حکمت الله، محمود او محمد ناصر قاري عبدالصبور ته ور معرفي کړل ترڅو د هغه تر مشرۍ لاندې وژنې او چاودنې ترسره کړي.»

هغه وویل، «هغوی یوې مدرسې ته بمونه راوړل او ما ساتل. هغوی دوه چسپکي بمونه راوړي وو، چې یو یې د میرویس ښارګوټي مخې ته او بل په ستانکزي مېنه کې وچول.»

بې لارې شوي ځوانان

د طالبانو د ډلې یوه غړي بشیر اعتراف وکړ چې، «قاری عبدالرحمان یو نیم کال مخکې زه قاري صبور او د ډلې نورو غړو ته ور معرفي کړم.»

هغه وویل، «ما د قاري صبور په حکم څلور بمونه وچول چې یو یې په کابل کې په دویم سړک کې، یو د افغان ملي اردو په فورډ‌ رینجر وو او بله دا چې خان پاچا هم ما په نښه کړ.»

بشیر وویل، «قاري صبور ماته یو چسپکي بم راکړی چې ما په خپل دوکان کې ساته. هغه ماته لارښوونه کړې وه چې کله چې زه یو پوځي موټر ووینم پرې ویې چوم.»

د ډلې یوه بل غړي حکمت الله اعتراف وکړ چې، «زه یو نیم کال مخکې له طالبانو سره ملګری شوم. ما په څلورو چاودنو کې لاس درلود، چې یوه یې د یوه څارنوال په موټر باندې وه او بله په یوه حکومتي موټر باندې.»

د ډلې یوه بل غړي محمود وویل، «یو کال به کیږي چې زه له طالبانو سره یوځای شوی یم. قاري عبدالرحمان د چاودېدونکو توکو دوه بوشکې او یو چسپکي بم راوړل چې موږ څلورو واړو په چاودنو کې ترې استفاده وکړه.»

محمود وویل، «قاري صبور یوه ورځ موږ ته وویل چې موږ بې کاره یو.‌ ما د یما سیاوش موټر او دوه پوځي موټرو ته چاودنې ورکړې.»

هدفي وژنې

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي سالم پیګیر وویل، ژورنالستان، د مدني ټولنې فعالان او لوستي افغانان کولی شي چې د عام فکر په بدلولو سره په یوه پرمختللې ټولنه باندې د یوې ټولنې په بدلولو کې مهم رول ولوبوي.

هغه وویل، «طالبان او نور افراطي ګروپونه نشي کولی چې په یوه پرمختللې ټولنه کې، چې هلته د بیان ازادي، د رسنیو ازادي، مدني فعالیتونه، ښوونه او روزنه، ښوونځي، پوهنتونونه او د ښځو حقونه موجود وي، خپل هدفونه ترسره کړي.»

پیګیر زیاته کړه، «له دې امله، هغوی ژورنالستان، د مدني ټولنې فعالان، د زده کړو موسسې، فعالانې، قاضیان او څارنوالان له مخې لیرې کوي.»

په کابل کې یوه مدني فعال محمد آصف احمدزي وویل، «طالبان داسې افراطي نظریات لري چې د تېرو ۲۰ کالونو له لاسته راوړنو سره تناقض لري.»

هغه وویل، «هغوی د رسنیو، د بیان ازادۍ، مدني او سیاسي حقونو، او په مجموع کې د پرمختللې ټولنې په څېر لاسته راوړنې د خپل نفوذ او په راتلونکي کې د پوځي او سیاسي فعالیتونو په لاره کې خنډونه بولي.»

احمدزي زیاته کړه، «له دې امله،‌ هغوی خپله ټوله هڅه کوي ... ترڅو هغوی له مخې لیرې یا لږ تر لږه کمزوري کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ستونزې د ریښې په له منځه وړلو باندې باید کار وشي. له امریکاغږ سره په خبرو کې: د جګړې پای ته رسولو لپاره باید له پاکستاني جنرالانو سره خبرې وشي - الکساندر په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر کرسټوفر الکساندر امریکاغږ سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو مشران د اوربند کولو وس نه لري او د جګړو د پای ته رسولو لپاره دې باید له پاکستاني جنرالانو سره جدي خبرې وشي. دغه پخوانی دېپلومات پدې باور دی چې پاکستاني پوځيان په افغانستان کې د جګړې امر ورکوي او یوه نیابتي جګړه پرمخ بیايي. نور په دې ویډیو کې واورئ او وګورئ چې په افغانستان کې جنګ له کومه کیږي؟ څوک یې کوي؟ ولې یې کوي؟ https://www.facebook.com/voapashto/videos/300830478091807/

ځواب ورکړئ

تر هغه چې نړۍ واله ټولنه د ترهګرو او ترهګرۍ په مور (پاکستان) باندې مالي بندیزونه ونه لګوي او دې ته یې مجبور نه کړي چې په سیمه کې د ترهګرو له تمویل څخه لاس واخلي، که طالبان سوله هم وکړي هغوی به نورې ډلې جوړې کړي. په تېرو شلو کالونو کې چې پاکستان له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا نه ۳۰ میلیارده ډالر واخیستل په هغو باندې یې څه وکړل؟ یوې خواته یې د پښتنو په قبایلي سیمو کې چې اوس د پاکستان تر واک لاندې دي د طالبانو ډلې جوړې کړې، د هغوی له لارې یې ناامني جوړه کړه، بیا یې د هغوی په بهانه په سیمه کې عملیات ترسره کړل چې پښتانه وځپي، او بلې خواته یې افغان طالبانو، داعش وسله والو ته روزنه ورکړه، وسلې او بمونه یې ورته برابر کړل، د ښځو په کالیو کې یې راولېږل چې ځانمرګي بریدونه وکړي، افغان ملکي خلک ووژني، د افغان اردو او پولیسو غړي ووژني، د نړۍ وال ایتلاف سرتېري ووژني، یعنې پخپله د امریکا او نړۍ والې ټولنې په پیسو یې امریکایان، اروپایان او هغه عسکر ووژل چې نړۍ والې ټولنې د افغانستان د دفاع لپاره تربیه کړي وو. که نړۍ واله ټولنه په ریښتیا سره غواړي چې ترهګري له منځه وېسي، طالبان مالبان دې پرېږدي، مستقیما دې پاکستان له ګرېوان نه ونیسي،‌ بندیزونه دې پرې ولګوي،‌ د ترهګرو د ملاتړ په تور لست کې دې یې شامل کړي په درې میاشتو کې دننه به هر څه سم شي، او که د وسلو د خرڅلاو او هیرووینو نړۍ واله مافیا غواړي چې په افغانستان کې جنګ دوام وکړي، افغانان ووژل شي، بیا نو دا هم نشي ردېدلی چې د پاکستان او ایران له خوا سپانسر شوي ترهګر او ترهګري به دومره قوت واخلي چې د سپتمبر د ۱۱مې په څېر ډېرې پېښې به رامنځته کړي.

ځواب ورکړئ

که د کورنیو چارو وزارت او امنیتي ځواکونه په خپلو پلانونو سره د چاودېدونکیو توکو او مقناطیسي بمونو سرچینې کشف کړي، بیا به دا خلک ونشي کولی چې کوم غیرانساني کارونه ترسره کړي.‌

ځواب ورکړئ

هو مونږ په ملي دفاعي ځواکونو باندې باور لرو چې خلکو ته امنیت برابروي او دفاع یې کوي لاکن دا اوس چې د طالبانو تر څنګ د ایران له خوا حمایه کیدونکي هزاره ډلې چې د علیپور په مشرۍ فعالیت کوي او نن د ذولفقار امید په نوم د ترهګرو یوه بله ډله په بامیانو کې راښکاره شوه دا نه یوازې د افغانانو بلکې د نړۍ والو لپاره هم په خطرناکو ترهګرو باندې اوښتلی شي.

ځواب ورکړئ