د ښځو حقوق

د یوه پخواني طالب اورپکي لور په جوزجان کې د پولیسو د یوې حوزې آمره وټاکل شوه

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې تېر کال اخیستل شوی دی، نجیبه نور دلاوري په جوزجان کې په امنیتي حوزه کې په خپل دفتر کې لیدل کیږي. [نجیبه نور دلاوري/فیسبوک]

په دې عکس کې چې تېر کال اخیستل شوی دی، نجیبه نور دلاوري په جوزجان کې په امنیتي حوزه کې په خپل دفتر کې لیدل کیږي. [نجیبه نور دلاوري/فیسبوک]

کندوز -- نجیبه نور دلاوري د جوزجان ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یوه کلي کې لویه شوې ده.

د هغې پلار د اورپکې ډلې غړی وو، او د نجونو په ښوونه او روزنه باندې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله د ډېرو نورو په څېر هغه هم مجبوره شوه چې له پنځم ټولګي څخه وروسته زده کړې پرېږدي.

دلاوري د خپل پلار او طالبانو پر وړاندې په بغاوت کولو سره، شپږ کاله مخکېد جوزجان ولایت پولیسو سره یوځای شوه.

لږ وروسته، دلاوري خپل پلار وهڅاوه چې د طالبانو ډله پرېږدي.‌

هغې وویل، «ما مې پلار ته وویل: که ته غواړې چې د طالبانو اورپکې ډلې سره کار ته دوام ورکړې، خلک به له تانه کرکه کوي، خو د دې پر عکس، که ته غواړې چې له خپلې کورنۍ او خلکو سره واوسېږي، ته باید هغوی پرېږدې.»

یو کال وروسته له هغه چې دلاوري له پولیسو لیکو کې شامله شوه، د هغې پلار ومنله چې د طالبانو ډله پرېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي، او کورنۍ یې په درزاب ولسوالۍ کې د هغوی له کور څخه د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته کډه شوه.

هغې وویل، «شبرغان ښار ته زموږ له راوتلو څخه مخکې زه د پولیسو لیکو کې شامله شوم،‌ او یو کال وروسته زه له خپلې کورنۍ سره یوځای له خپل پلرنۍ سیمې څخه راووتلم.»

له هغه وخت راهیسې، دلاوري په خپل ټول وس سره هڅه کوي چې د یوې پولیسې په توګه کار وکړي.‌

په ۱۳۹۶ کې هغه د یوې بورسیې په مرسته ترکیې ته لاړه ترڅو د پوځي روزنې یو پنځه میاشتنی پروګرام تعقیب کړي. دغه راز هغې په افغانستان کې په ګڼ شمیر دوو نه تر شپږ میاشتنیو روزنیزو کورسونو کې برخه واخیستله ترڅو خپل مسلکي مهارتونه پیاوړي کړي.‌

د تېرو شپږو کالونو په اوږدو کې، هغې په پولیس ځواک کې په بېلابېلو برخو کې خدمت وکړ. هغې د نورو کارونو په ګډون، د کورنیو ستونزو د حلولو د څانګې د مشرې او د ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو د مرستیال د دفتر د آمرې په توګه کار وکړ.‌

د غوایي په ۱۱مه، لومړۍ بریدمنې دلاوري،‌ چې اوس ۲۵کلنه ده، داسې څه تر لاسه کړل چې ښایي ډېر خلک فکر وکړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې رالویې شوې یوې نجلۍ لپاره ناشوني دي: هغه د شبرغان ښار د پنځمې امنیتي حوزې د آمرې په توګه وټاکل شوه.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه ډېره نېکمرغه یم چې زما خوب ریښتیا شو.»

د سولې په لټون

د جوزجان امنیه قوماندان غلام جېلاني ابوبکر د پولیسو د پنځمې حوزې د آمرې په توګه د دلاوري د ټاکنې د اعلان په مناسبت جوړ شوي خبري کانفرانس کې وویل، ښځې د پولیس ځواک مهمه برخه جوړوي.‌

هغه په یوه ویډیو کې چې د ازادي راډېو ګندهارا د غوایي په ۲۹مه خپره کړه، وویل، «ښځې ولې زموږ د امنیتي حوزو د آمرینو په توګه کار ونه کړي؟ موږ کولی شو چې د ښځینه پولیس افسرانو په مرسته د سیمې لپاره امنیتي پوښښ برابر کړو.»

دلاوري ګندهارا ته وویل، «ما د مجرمینو د نیولو، پوځي عملیاتو، د تلاشۍ د پوستو جوړولو، ګزمو او تلاشیو په ګډون په بېلابېلو عملیاتو کې برخه واخیستله.»

هغې په دغه خبري کانفرانس کې وویل، «نن ورځ‌ ماته یو غټ مسؤلیت راکړل شوی دی چې زه به یې په پوره ایماندارۍ سره ترسره کړم. مقاماتو په ما باندې باور کړی دی، او زه به د هغوی باور پرځای کړم.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زموږ د خوبونو د ریښتیا کېدلو یواځینۍ ګټوره لاره سوله ده. طالبان هم زموږ هیوادوال دي، او زه هیله لرم چې زموږ ټولو په ژوند په هېواد کې یوه تلپاتې سوله راشي.»

هغې وویل، «د جګړې د دوام لپاره هېڅ دلیل نشته.»

له دې سره سره چې دلاوري له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې پروسې سره یوځای شي، هغې وویل چې اورپکو له هغې ورځې نه چې دا د پولیسو لیکو کې شامله شوې ده، هغې او د هغې کورنۍ ته ګواښونه جاري ساتلي دي.‌

هغې وویل، «شبرغان ته زما له راتګ څخه وروسته، طالبانو څو څو ځلې ماته ګواښونه کړي دي. ما هېڅکله د هغوی خبرو ته سر نه دی ټیټ کړی، او په پولیس ځواک کې کار ته مې دوام ورکړی دی.»

دلاوري وویل، «له بده مرغه چې موږ خپل ټول وسایل او ژوند پریښود... او دا هغه قربانۍ وې چې موږ ورکړې، خو زه تسلیم نشوم.»

په جوزجان کې د ښځو د حقونو یوې فعالې نفیسې حقجو وویل چې دا د یوې پولیس افسرې په توګه د دلاوري زړورتیا ستایي.‌

هغې وویل، «په دې شرایطو کې، ښځې په پولیس ځواک کې خدمت کولو ته لږ زړه ښه کوي،» او یادونه یې وکړه چې په دې برخه کې جدي خطرونه موجود دي.

اورپکو د ژورنالستانو، قاضیانو او امنیتي منسوبینو په ګډون، ښځو باندې هدفي بریدونه کړي دي.

حقجو وویل، پولیس ځواک نه یواځې دا چې د ښځو د ودې او پیاوړتیا لپاره یواځینی تر ټولو مناسب ځای دی، بلکې دغه راز د خلکو د خدمت کولو لپاره یو په زړه پورې مسلک هم دی.‌

هغې وویل، «موږ په حکومت باندې ټینګار کوو چې د ښځینه پولیس افسرانو لپاره لا نورې انګېزې او فرصتونه برابر کړي ځکه چې هغوی زموږ د ټولنې لپاره د امنیت په ډاډمنولو کې یو اغېزمن رول لوبولی دی.»

د ښځو جذبول

د کورنیو چارو وزارت په دې کار کوي ترڅو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د قانون د تنفیذ او امنیتي ځواکونو لیکو کې لا نورې ښځې جذب کړي. چارواکو هدف ټاکلی چې د راتلونکیو درې کالونو په ترڅ کې، د ښځینه امنیتي منسوبینو شمېر له ۴۰۰۰ څخه ۱۰۰۰۰ ته زیات کړي.‌

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف آذر وویل، اوسمهال د جوزجان د پولیسو ځواک کې ۷۲ ښځې د زده کوونکیو او افسرانو په توګه کار کوي، چې ډېرې یې د ښځو د چارو په ډیپارټمنټونو کې کار کوي.

هغه وویل، «په حکومت کې د ښځو ګډون د ټولنې یوه مهمه غوښتنه ده؛ له دې امله، ځایي چارواکو تل د هغوی لپاره اړتیاوړ فرصتونه برابر کړي او هغوی یې هڅولي چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي.»

آذر له پلار سره د دلاوري تجربې ته په اشارې سره وویل، د طالبانو د ډلې نور غړي هم کولی شي چې تاوتریخوالی پرېږدي، خپلې وسلې کېږدي او عادي ژوند ته راوګرځي.‌

په جوزجان کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد عیسی غیور وویل، «پېغلې دلاوري د خپل پلار په هڅولو سره چې د طالبانو ترهګره ډله پرېږدي، د زړورتیا یو ښه مثال وړاندې کړی دی.»

غیور وویل، زه هیله لرم چې نورې ښځې هم دغه لاره ونیسي او د دلاوري په څېر هڅه وکړي چې خپل زامن او مېړونه دې ته وهڅوي چې د طالبانو ډله پرېږدي او یوه سوله ییز ژوند ته راوګرځي.»

په جوزجان کې د پوځي چارو یوه شنونکي عبدالکبیر رشیدي وویل، که څه هم چې په حکومت کې د مشرتابه په کچه د ښځو کار د پرمختګ لپاره مهم دی، لاکن محلي دودونو او موجودو کلتوري نورمونو په نظامي برخه کې د ښځو د کار مخه ډب کړې ده.

هغه وویل، «زه په ښځو باندې غږ کوم چې د پولیس ځواک کې شاملې شي ځکه چې حکومت د هغوی لپاره ځانګړي تشویقات او ډېر ښه فرصتونه برابر کړي دي.»

رشیدي وویل، «لکه څنګه چې یوه ټولنه یوې ډاکترې، انجنیرې یا ښوونکې ته ضرورت لري، دغسې مسلکي ښځینه پولیس افسرانو ته هم ضرورت لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډرامه

ځواب ورکړئ

دا ډېره د حیرانتیا خبره ده چې د یوه طالب لور د امنیتي ځواکونو لیکو سره یوځای شوې او د طالبانو پر ضد جنګ کوي. دا مېرمن باید پام وکړي ځکه چې که طالبان یې ونیسي په وحشیانه ډول به یې ووژني.‌

ځواب ورکړئ