کډوالان

ایراني مستخدمین له پولیسو سره لاس یو کوي ترڅو افغان کارکوونکي له تادیاتو پرته راوباسي

د علي راپور

افغان کډوال کارکوونکي، چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوي دي، وایي چې ایراني پولیسو او د هغوی پخوانیو مستخدمینو توطیه جوړه کړې وه چې هغوی د څو میاشتو له اجورې څخه محروم کړي او بیا یې له خپل هېواد څخه راوباسي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- افغان کډوال کارکوونکي، چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوي دي، وایي چې ایراني پولیسو او د هغوی پخوانیو مستخدمینو توطیه جوړه کړې چې هغوی د څو میاشتو له اجورې څخه محروم کړي او بیا یې له خپل هېواد څخه راوباسي.

دغه کارکوونکي وایي هغوی د خپلو باقي اجورو د ترلاسه کولو لپاره خپلو مستخدمینو ته مراجعه وکړه، خو هغوی افغانانو ته د پيسو له ورکولو څخه پرته پولیسو ته خبر ورکړ او پولیسو سمدلاسه او د اړتیاوړ پروسو له طی کولو څخه پرته له خپل هېواد څخه را واېستل.‌

په هرات کې د انجیل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ګلاب شاه وویل هغه له یوه کال څخه ډېر په اصفهان ښار کې د رغونې د چارو د یوه کارګر په توګه کار وکړ خو مخکې له دې چې پیسې ترلاسه کړي ایراني پولیسو ونیو او د غبرګولي په میاشت کې یې افغانستان ته را واېست.

هغه وویل، «په یوه شیبه کې مې په ایران کې کار کاوه، او بله شیبه را واېستل شوم.»

را اېستل شوي افغانان د غبرګولي په ۹مه په هرات ښار کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

را اېستل شوي افغانان د غبرګولي په ۹مه په هرات ښار کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، «ایراني پولیسو افغانستان ته د راستنېدلو په لاره کې موږ ته ډېرې شکنجې راکړې.»

له راستنېدلو راهیسې، ګلاب شاه هڅه کوي چې له خپل مستخدم څخه ۱۰۰ میلیونه ریال (۱۸۷ زره افغانۍ/۲۴۰۰ امریکایي ډالر) وغواړي، خو تر اوسه یې ترلاسه کړي نه دي.

هغه وویل، «که زه ایران ته بېرته لاړ شم،‌ زه باید د دې کار لپاره وکیل ونیسم خو وس یې نه لرم.»

هغه زیاته کړه، «دا د ایراني مستخدمینو معمول ګرځېدلی چې افغان کارګرو ته د پیسو له ورکولو څخه پرته له پولیسو سره توطیه جوړوي او هغوی باسي.»

شکنجه کول، وهل او په زور پیسې اخیستل

ډېر کډوال افغانان د سختو وهلو، لوږې او فزیکي ناوړه چلند او په زور د پیسو اخیستلو په ګډون د هغو ټکان ورکوونکیو پېښو، شکنجې او بریدونو کیسې کوي چې ایراني امنیتي ځواکونه یې د هغوی پر ضد ترسره کوي.

صدیق الله چې اصلا د غزني اوسېدونکی دی په وروستیو کې ایراني پولیسو له خپل هېواد څخه را واېست او له هغه راهیسې په هرات کې د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شوي د کډوالو کمپ کې ژوند کوي.

هغه وویل، د غبرګولي په ۲۰مه پولیس د هغه د کار ځای ته ورغلل، دې ته یې هم پرېنښود چې خپل د کار وسایل، کالي او پيسې واخلي، او په کش کولو یې وېوړ.

صدیق الله وویل، «زما کالي او پیسې همالته نږدې یواځې دوه متره لیرې ایښي وو، لاکن پولیس افسرانو اجازه رانه کړه چې را وایې خلم.»

هغه وویل، «ما چې هڅه وکړه چې خپل سامان راواخلم، پولیسو ووهلم او په نتیجه کې زما ګوته سخته ټپي شوه،» او زیاته یې کړه چې هغوی د تهران جنوب ته په وارامین کمپ کې د انتظار پر وخت حتی د دې اجازه رانه کړه چې خپل ټپ وتړم، او یوه اونۍ وروسته یې افغانستان ته راولېږلم.

صدیق الله وویل، «اوس زما زخم مکروبي شوی دی.»

هغه وویل د هغه مستخدم هغه ته هغه ۱۲۰ میلیونه ریال (۳۹۲ زره افغانۍ/۵۰۰۰ امریکایي ډالر) چې د ده پرې پاتې وو ورنه کړل، نه یې د ده د کار وسایل چې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ریال (۵۶۰ زره افغانۍ/۷۱۰۰ امریکایي ډالر) ارزښت یې درلود، ور کړل.

سیف الله چې اصلا د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وویل، ساتونکي افغان کډوالو ته د حیواناتو نومونه اخلي او که سره ټول شي په لغتو یې وهي.

هغه وویل چې هغوی حتی د ده ۵ کلن زوی وواهه.

سیف الله په هرات کې د ملګرو ملتونو له خوا تمویل شوي یوه کمپ څخه چې د هغه کورنۍ د غبرګولي په ۹مه له راستنېدلو راهیسې په کې ژوند کوي، وویل، «په هغو کمپونو کې پاتې کېدل له زغمه وتلي وه، حتی یوه ورځ هم په کې نه تېرېده.»

هغه وویل، ایراني نظامیانو افغانې کورنۍ څو ورځې او پرته له دې چې کوم خاص خواړه او اوبه ورکړي، په هغو کمپونو کې ساتلې.‌

سیف الله وویل، «هغوی چې له شېراز څخه تهران ته راوستل شول ټول مجبور کړای شول چې ۱۰۰۰۰۰ - ۲۰۰۰۰۰ تومان (۲۳-۴۶ امریکایي ډالر) د موټر کرایه ورکړي په داسې حال کې چې اصلي سړي سر کرایه ۵۰۰۰۰ تومان (۱۲ ډالرو) څخه زیاته نه ده.»

د زهرا په نامه د سرپل اوسېدونکې هم دې ته ورته کیسه وکړه.

هغې وویل کله چې د هغې کورنۍ یوه ایراني کمپ ته ولېږل شوه، هلته موجودو عسکرو د هغې ماشومانو ته څو ورځې خواړه یا اوبه ورنه کړل.‌

هغې وویل، «ایراني پولیسو زما دوه تنکي زلمي زامن زما د کوچنیو ماشومانو په مخکې په وحشیانه ډول ووهل. زما ماشومان ووېرېدل او د هغې وحشیانه صحنې په لیدلو سره روانی ضربه ور ورسېدله.»

هغې وویل، ایراني عسکرو له ښځو او وړو ماشومانو سره هم ناوړه چلند کاوه او شکنجه کول یې، او زیاته یې کړه چې هغوی کډوالو ته ګواښ کاوه چې که بیا د ایران په خاوره کې قدم کېږدي، وبه یې وژني.

هغه او ماشومان یې په وروستیو کې له ایران څخه را واېستل شول او اوس د ملګرو ملتونو له خوا تمویل شوي کمپ کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې، تهران داسې یو کمپاین پرمخ بیایي چې په ایران کې د افغان کډوالو له بې وسۍ څخه ناوړه ګټه اخلي، او هغوی د سپاه پاسداران تر لارښوونې لاندې له افغان ملېشې څخه تشکیل شوې فاطمیون لوا کې استخداموي.‌

مثلا، تېر کال تهران ژمنه وکړه چې د هغو کسانو کورنیو ته به چې په سوریه کې د فاطمیون لوا په لیکو کې وژل شوي دي، د استوګنې نومرې ورکړي، او د ایران رژیم دا حرکت د دې لپاره وکړ چې په ایران کې په نهیلۍ کې اوسېدونکي افغانان وغولوي ترڅو له ملېشې سره یوځای شي.

بې ساري را اېستنې

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزارت وویل، د تېرو ۱۸ میاشتو په ترڅ کې له ۱.۳ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې اکثر یې ایراني رژیم را اېستلي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالباسط انصاري په یوه ثبت شوي ویډیوي پیغام کې چې د غبرګولي په ۲۰مه خپور شو، وویل، له ایران څخه شاوخوا ۸۶۰ زره افغان کډوال په ۲۰۲۰ میلادي کال کې راستانه شول او ۵۰۰ زره نور په ۲۰۲۱ کې تر اوسه پورې راستانه شوي دي.

هغه وویل، له ایران څخه هره ورځ په اوسط ډول ۵۰۰۰ کډوال افغانستان ته راستنېږي چې اکثر یې را اېستل کېدونکي خلک دي.

هغه زیاته کړه، «په وروستیو میاشتو کې موږ بې ساري شمېر راستانه شوي کسان ثبت کړي دي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال وکیل احمد حبیبي وویل، «د ایران رژیم د کډوالۍ د موجودو نړۍ والو قوانینو او د بشري حقونو د اساساتو پر خلاف، د افغان کډوالو شکنجه کولو او را اېستلو ته دوام ورکوي.»

حبیبي وویل، د افغان کډوالو پر ضد د ایراني نظاميانو جنایتونه ډېر زیات دي چې سوځول، په اوبو کې غورځول، په ډزو ویشتل، شکنجې ورکول او نور ناوړه چلندونه شامل دي.‌

هغه وویل، او تر اوسه پورې، «هغوی نه تر قانوني تعقیب لاندې نیول شوي او نه د هغوی له خوا د ترسره شویو انسان ضد جنایتونو له امله مسؤل بلل شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له سلام ټایمز څخه مننه چې د سرحد د پورې غاړې حالاتو په هکله راپورونه را رسوي. زه په بدخشان کې اوسېږم او زما دوه خپلوان په ایران کې ژوند کوي. کله چې تاسو دا راپورونه خپروئ، مونږ په بدخشان کې د هغه څه په هکله چې په ایران کې تېرېږي او د هغو ظلمونو په هکله چې ایران یې زمونږ د خلکو پر ضد کوي خبرېږو. ایران د افغانستان لپاره د لستوڼي مار (پټ دښمن) دی،‌ او له پاکستان نه وروسته ایران د افغانستان دویم لوی دښمن دی. ایران او پاکستان دې وشرمېږي.

ځواب ورکړئ