امنیت

د بادغیس اوسېدونکي د طالبانو پر ضد جګړه کې له افغان ځواکونو سره ملګري شول

د عمر راپور

د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې له ډېرښت وروسته، له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۹مه د ولایت په مرکز قلعه نو کې راټول شول ترڅو اعلان وکړي چې هغوی به نور یادې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې په ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو باندې بریدونه وکړي، او د امنیتي ځواکونو تر څنګ به د هغوی پر ضد به وجنګیږي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

هرات -- د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې له وروستي ډېرښت څخه وروسته، د بادغیس ولایت له ۱۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو د شنبې په ورځ /دغبرګولي ۲۹مه/ د ولایت په مرکز قلعه نو کې د یادې یاغي ډلې پر ضد وسلې پورته کړلې.‌

هغوی اعلان وکړ چې نور به طالبانو ته وخت ورنه کړي چې په ملکی خلکو او امنیتي ځواکونو باندې بریدونه وکړي او ځینو یې وویل چې هغوی به له امنیتي ځواکونو سره په جنګ کې ملګري شي.‌

د بادغیس یوه اوسېدونکي محمد یوسف سازش وویل، ځوانانو په دې سختو حالاتو کې وسلې راپورته کړي او د امنیتي ځواکونو تر څنګ جنګ کوي.‌

هغه وویل، «موږ د دې لپاره وسلې راپورته کړي چې له هېواد، خلکو، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه دفاع وکړو. موږ چمتو یو چې د افغانستان په هره برخه کې له خپلې خاورې څخه دفاع او د طالبانو پر ضد جګړه وکړو.»

د بادغیس اوسېدونکي‌ د غبرګولي په ۲۹مه د ولایت په مرکز قلعه نو کې راټولېږي ترڅو له افغان ځواکونو څخه ملاتړ اعلان او د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

د بادغیس اوسېدونکي‌ د غبرګولي په ۲۹مه د ولایت په مرکز قلعه نو کې راټولېږي ترڅو له افغان ځواکونو څخه ملاتړ اعلان او د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

د محمد اشرف په نامه د بادغیس یوه بل اوسېدونکي وویل، خلک د دې لپاره د طالبانو پر ضد راپاڅېدلي چې هغوی هره ورځ بې ګناه خلک او امنیتي ځواکونه وژني.

هغه وویل، «موږ له خپلو امنیتي ځواکونو، خپل وطن او خپل عزت څخه دفاع کوو،» او زیاته یې کړه چې، خلک د طالبانو پر ضد له امنیتي ځواکونو سره ولاړ دي.

د بادغیس یوه بل اوسېدونکي وحید محب زاده وویل، خلک باید په خپلو ځوانانو او امنیتي ځواکونو باندې پوره باور ولري.

هغه وویل، «زه چمتو یم چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې د طالبانو پر ضد د بادغیس له خلکو او نورو افغانانو څخه دفاع وکړم،» او زیاته یې کړه چې خلک باید د یادې ډلې په پروپاګند باندې ونه غولېږي.

هغه ژمنه وکړه چې، «زه به د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږم او څو چې ژوندی یم د هغوی ملاتړ به وکړم.»

له دولت څخه ملاتړ

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو یوه استازي امیرشاه نایب زاده چې د شنبې ورځې په غونډه کې یې خبرې کولې، وویل، د بادغیس اوسېدونکيو په خپله خوښه د طالبانو پر ضد وسلې را اخیستي دي څو له خپل دولت او امنیتي ځواکونو څخه دفاع وکړي.

هغه وویل، «ټول هغه ځوانان چې وسلې یې پورته کړي دي د حکومت قوماندې ته منتظر دي چې په بادغیس کې د طالبانو پر ضد خپل عملیات پیل کړي.»

نایب زاده وویل، «په هېواد کې موجود نظام د افغانانو د کالونو اوږدو قربانیو او زحمت په نتیجه کې رامنځته شوی دی. موږ به هېڅکله هم طالبانو ته اجازه ور نه کړو چې زموږ دولت وګواښي.»

د بادغیس د ولایتي شورا غړي محمد ناصر نظري وویل، افغانان چمتو دي چې له ستونزو سره د مخامخ کېدلو پر وخت له خپل حکومت څخه دفاع وکړي.

هغه وویل، «د طالبانو د بریدونو په ډېرېدلو سره، خلک مجبور شول چې وسلې پورته کړياو دغه وحشي ګروپ ته نور د بې ګناه افغانانو د وینو تویولو اجازه ور نه کړي.»

نظري وویل، هرکله او هر چېرې چې حکومت او امنیتي ځواکونه ملاتړ ته اړتیا ولري، د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه ځوانان چمتو دي چې د جنګ میدان ته لاړ شي او د طالبانو پر ضد وجنګیږي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وویل،‌ د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون ښیي چې خلک د طالبانو له استبداد او وحشت څخه ستړي شوي دي، او له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګندوي.‌

هغه زیاته کړه، «موږ د خلکو ملاتړ ته ښه راغلاست وایو او زه باوري یم چې د طالبانو پر ضد دا ولسي پاڅون به د امنیتي وضعیت په ښه کېدلو کې مرسته وکړي.»

له افغانانو څخه دفاع کول

طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د افغانستان په شمال کې د تخار، بلخ او بادغیس او په مرکزي برخه کې د پروان ولایتونو اوسېدونکیو هم وسلې پورته کړي ترڅو د طالبانو پر ضد وجنګیږي.‌

ځایي امنیتي چارواکو وویل، په بادغیس کې امنیتي ځواکونو د طالبانو ډېر وروستي بریدونه په شا تمبولي او اورپکو ته درانه تلفات ور اوښتي دي.

د بادغیس امنیه قوماندان شېراغا الکوزي وویل، طالبانو غوښتل چې ځینې ولسوالۍ او ان قلعه نو ونیسي، لاکن امنیتي ځواکونو د هغوی بریدونه په شا وتمبول او هغوی ته یې درانه تلفات ور واړول.

هغه وویل، «طالبان نشي کولی چې د امنیتي ځواکونو پر ضد مخامخ جګړه وکړي، له دې امله، هغوی له ملکي خلکو او د هغوی له کورونو څخه د سپرونو په توګه کار اخلي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو له خپلو بهرنیو ملاتړو څخه پرمختللي وسلې او مهمات ترلاسه کړي وو، او په غلط باور سره یې په ولسوالیو او د قلعه نو په څه برخو باندې بریدونه وکړل، لاکن د هغوی ټول بریدونه ناکام شول.»

په قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال فهیم انتظار وویل، امنیتي ځواکونه په سختو وختونو کې له افغانانو او هېواد څخه دفاع کوي.

هغه زیاته کړه، «د هېواد امنیتي ځواکونو ثابته کړې ده چې هغوی له طالبانو څخه ډېر غښتلي دي او کولی شی چې له هېواد او خپلو خلکو څخه دفاع وکړي.»

انتظار وویل، «د هیواد او خلکو څخه په دفاع کې زموږ د امنیتي ځواکونو قربانۍ او هڅې به په تاریخ کې ولیکل شي، او راتلونکي نسلونه به په دغو زړورو ځواکونو باندې افتخار کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څلورمه اندېښنه دا ده چې دغه ولسي پاڅونونه به داسې وګڼل شي چې ګواکې تاجکان، ازبکان او هزاره ګان غواړي چې د پښتنو پر ضد جنګ وکړي، ځکه چې د طالبانو د ډلې اکثر غړي پښتانه دي. دا به د دې سبب شي چې ډېر پښتانه له طالبانو سره خواخوږي وښیي. د هېواد شمال په طبیعي او تاریخي توګه د تاجکانو، ازبکانو او هزاره ګانو استوګنځی دی، خو په وروستیو کلونو کې پښتانه هم په بلخ، کندوز،‌ بغلان او د هېواد په نورو برخو کې اوسېږي. د شمال پښتانه د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونو او خوځښتونو سره نه دي ملګري شوي. دې ټکي ته په کتلو سره،‌ زه کولی شم ووایم چې د شمال پښتانه په نسبي توګه له طالبانو سره خواخوږي لري.‌ له دې امله،‌ ښایي چې طالبان له پښتنو څخه ناوړه ګټه واخلي او د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونونو جنګ د طالبانو او ولسي پاڅونونو تر منځ د جنګونو له حد نه پښه واړوي، او د پاڅونونو او پښتنو تر منځ جنګ باندې واوړي.‌

ځواب ورکړئ

اصلاً، غوره به دا وای چې حکومت له اردو څخه په استفادې د طالبانو پر ضد جنګ ته دوام ورکړی وای، او خلک یې د ولسي پاڅونونو او داسې نورو تر نامه لاندې د طالبانو پر ضد نه وای راپورته کړي، ځکه چې که د اردو له حدودو څخه ایسته د طالبانو پر ضد جنګ دوام ومومي دا به منفي پایلې رامنځته کړي. له بده مرغه چې د طالبانو پر ضد د افغان حکومت چلند او موقف روښانه نه دي. د حکومت او طالبانو تر منځ د جنګ او سولې مسئله په تېرو شلو کلونو کې روښانه نه وه. د حکومت په طرف کې دغه د شفافیت نشتوالی بالاخره د دې سبب شو چې د طالبانو پر ضد خلک سره منظم شي.‌ له دې امله، غوره به دا وي چې د حکومت موقف روښانه شي او هغه چلند چې حکومت یې د طالبانو پر ضد کوي هغه په صحیح او دقیق ډول وارزول شي څو خلک ژوبل نشي او دغه پاڅونونه په قومي جنګونو باندې وانه وړي.

ځواب ورکړئ

افغانان د خلکو د خوځښتونو او پاڅونونو په هکله جدي اندېښنې لري.‌ لومړۍ اندېښنه دا ده چې ولې افغان حکومت نه غواړي یا نشي کولی چې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي او له پولیسو او اردو څخه په استفادې سره هغوی وځپي. ولې حکومت په تېرو شلو کلونو کې طالبان داسې وزغمل چې اوس دومره قوي شوي دي؟ ولې حکومت له دې سره سره چې پولیس او اردو لري، خلک په دې کې ښکېلوي چې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي؟ د طالبانو پر ضد د خلکو ښکېلول به د دې سبب شي چې طالبان له دې امله له خلکو څخه کسات واخلي چې د هغوی پر ضد یې د جنګ میدان ته ور دانګلي دي.‌ دویمه اندېښنه دا ده چې د خلکو د خوځښت او پاڅون په نتیجه کې به د طالبانو پر ضد د جنګ ادرسونه ډېر شي چې بیا به هره ډله د خپلو ځاني ګټو په اساس له طالبانو سره په جنګ یا سوله کې ښکېل شي. که داسې کار وشي، بیا څنګه حکومت کولی شي چې دغه پاڅونونه مدیریت کړي؟‌ درېیمه اندېښنه دا ده چې دغه ډلې چې د طالبانو پر ضد خوځېږي دوی به په خپلو کې جنګ ته مخه کړي.‌ فرقه ایزې شخړې په افغانستان کې تاریخ لري او کولی شي چې هر وخت پیل او پراخې شي. له دې امله، د ولسي پاڅونونو تر نامه لاندې د وسله والو ګروپونو موجودیت کولی شي چې فرقه ایزو شخړو ته لاره هواره کړي.

ځواب ورکړئ

د خلکو خوځول لګښت ته اړتیا لري. هغوی پوځي تجهیزاتو او خوړو ته اړتیا لري چې افغان حکومت یې د تأمینولو وس نه لري. که د خلکو خوځښتونو ته تأمینات برابر نشي، هغوی به د خلکو ملکیتونه ولوټي یا به د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره خپلو بهرنیو ملاتړو ته مراجعه وکړي. که حکومت هغوی د وسله والو ځواکونو په چوکاټ کې دننه تنظیم کړي، هغوی ته وسلې او تنخاګانې ورکړي،‌ دا به ښه کار وي، خو که په خپله مخه پرېښودل شي، هغوی به د خلکو ملکیتونه ولوټي، او له نورو هېوادونو څخه د مرستو ترلاسه کولو ته به لاس وغځوي.

ځواب ورکړئ

تر دې مخکې، خلک د تش په نامه محلي پولیسو یا د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون تر نامه لاندې تجهیز شوي وو، خو د بشري حقونو سازمانونو د دغو ګروپونو له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړونې په هکله شکایت وکړ. په ځینو پېښو کې حتی حکومت له دغو محلي قوماندانانو سره نښتې وکړې. ولسي پاڅون چې د لنډې مودې لپاره وي کولی شي چې د طالبانو پر ضد مؤثر ثابت شي، ځکه د خلکو خوځښت او پاڅون کولی شي چې طالبان، په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې مات کړي، لاکن په راتلونکي کې به هغوی د افغان حکومت لپاره په یوه جدي ګواښ باندې بدل شي او دا به ډېره سخته وي چې هغوی بې وسلې او کنټرول کړای شي. په شمال کې د طالبانو د قوت له دلایلو څخه یو همدا د خلکو پاڅونونه وو.‌ یوه لسیزه مخکې، د افغانستان په شمال کې طالبان نه وو، خو وروسته محلي پولیسو او اربکیانو په خلکو باندې ظلمونه وکړل، د هغوی په ښځو باندې یې جنسي تېري وکړل، او خلک یې مجبور کړل چې طالبانو ته پناه وېسي او د طالبانو تر څنګ د هغوی پر ضد وسلې پورته کړي.

ځواب ورکړئ