امنیت

افغان ځواکونو په کابل هوایي ډګر کې د توغندیو ضد سیستم نصب کړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

بایسکل چلووونکي د چنګاښ په ۲۰مه په کابل کې د یوه سړک په اوږدو کې د یوه رنګ شوي دېوال تر څنګ تېرېږي. په دېوال لیکل شوي، «طالب قاتل دی». [سجاد حسین/ای اېف پي]

بایسکل چلووونکي د چنګاښ په ۲۰مه په کابل کې د یوه سړک په اوږدو کې د یوه رنګ شوي دېوال تر څنګ تېرېږي. په دېوال لیکل شوي، «طالب قاتل دی». [سجاد حسین/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ‌ /د چنګاښ ۲۰مه/ وویل هغوی په کابل هوایي ډګر کې د توغندیو ضد یو سیستم نصب کړی چې د طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو له خوا احتمالي راتلونکي راکټونه پرې شنډ کړي.‌

طالبان د هېواد په کلیوالو سیمو کې په منظمه توګه په حکومتي ځواکونو باندې راکټونه او هاوانونه وروي، او داعش په ۱۳۹۹ کې په پلازمېنه کابل باندې ورته بریدونه وکړل.

دغه راز، داعش سږ کال په هېواد کې د متحده ایالاتو د پوځ په تر ټولو لوی مرکز بګرام هوایي اډه باندې د شوي یوه راکټي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست بګرام هوایي ډګر په وروستیو کې افغان ځواکونو ته وسپارل شو.‌

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «په کابل کې د هوایي دفاع نوي نصب شوي سیستم د یکشنبې ورځې د سهار له ۲ بجو څخه کار پیل کړ. دغه سیستم په نړۍ کې د راکټي او توغندیو د بریدونو په شنډولو کې ګټور ثابت شوی دی.»

د افغان ملېشو غړي د چنګاښ په ۱۸مه په هرات کې د افغان جنګسالار او د مجاهدینو د پخواني مشر اسماعیل خان په کور کې له خپلو وسلو سره راټول شوي ترڅو د طالبانو پر ضد له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملېشو غړي د چنګاښ په ۱۸مه په هرات کې د افغان جنګسالار او د مجاهدینو د پخواني مشر اسماعیل خان په کور کې له خپلو وسلو سره راټول شوي ترڅو د طالبانو پر ضد له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د چنګاښ په ۱۸مه په کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب ملېشو تر منځ د جګړې په ترڅ‌ کې د یوه سړک پر غاړه په پيره ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د چنګاښ په ۱۸مه په کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب ملېشو تر منځ د جګړې په ترڅ‌ کې د یوه سړک پر غاړه په پيره ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د وزارت ویاند طارق آرین تایید کړه چې هغوی په هوایي ډګر کې سیستم نصب کړی دی.

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري وویل دغه سیستم «زموږ بهرنیو دوستانو» برابر کړ.‌

هغه وویل، «هغه ډېره پېچلې ټکنالوجي لري. دا وخت یې زموږ بهرني دوستان چلوي خو موږ هڅه کوو چې دا ظرفیت ترلاسه کړو چې استفاده ترې وکړو،» او زیاته یې کړه چې تېره اونۍ له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کې ۱۱۷۷ تنه طالب جنګیالي ووژل شول.

طالبان منظم ظرفیت نه لري

د یوه بهرني امنیتي چارواکي په وینا او د رسنیزو راپورونو په اساس، د تېرو کالونو په ترڅ کې د متحده ایالاتو پوځ د بګرام هوایي اډې په ګډون په خپلو اډو کې څو د راکټ، توپ او هاوان ضد سیستمونه (C-RAMs) نصب کړي وو څو هغه راکټونه شنډ کړي چې د دغو مرکزونو د په نښه کولو لپاره ور وارېدل.

په سي رامز کې داسې کیمرې لګېدلي چې راتلونکي راکټونه کشفوي او محلي ځواکونو ته خبر ورکوي.

یوه بهرني امنیتي چارواکي ای اېف پي ته وویل، «طالبان کوم منظم ظرفیت نه لري خو دا یې ښودلې ده چې کولی شي چې له موټرو نه تنظیم شوي راکټونه وولي،‌ او په ځانګړې توګه که په یوه هوایي ډګر باندې ولګېږي، وېره خپره کړي.»

ترکیې ژمنه کړې چې په راتلونکې میاشت کې د امریکایي او ناټو عسکرو له وتلو څخه وروسته د کابل هوایي ډګر لپاره امنیت برابر کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ وویل چې ترکیې او متحده ایالاتو په داسې یوه «ظرفیت» باندې هوکړه کړې چې هوایي ډګر څنګه د ترکي ځواکونو تر کنټرول لاندې مدیریت کړي.‌

د غوایي میاشتې راهیسې، طالب اورپکو په ټول هېواد او تر ډېره په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې یو پراخ یرغل پیل کړی، خو افغان حکومت په مکرر ډول د طالبانو لاسته راوړنې چې لږ ستراتیژیک ارزښت یې درلود، له منځه وړي دي.

له افغانستان څخه دفاع کول

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي چې د ولایتونو مرکزونه خوندي کړي او د اورپکو له خوا نیول شوې سیمې بېرته ونیسي.

افغان کومانډویان تېره اونۍ د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې هغه وخت له یاغیانو سره په جنګ کې کېوتل چې د طالب یاغیانو تاوتریخوالي په زرګونو اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور کړل.

کابل په ټول هېواد کې په ملېشو باندې غږ کړی چې د بریدونو په شا تمبولو کې مرسته وکړي.‌

د جمعې په ورځ،‌هرات ته د یاغیانو په ورنږدې کېدلو سره، پخواني افغان جنګسالار اسماعیل خان چې ۷۵ کاله عمر لري، او ملېشو یې په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د نظام په رانسکورولو کې له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې وه، ژمنه وکړه چې بیا به وسلې پورته کړي.‌

د ای اېف پي یوه خبریال راپور ورکړ چې د خان په سلګونو ملېشې د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې ځای پرځای شوي او دروازې یې نیولي دي.‌

د بصیراحمد په نامه یوه جنګیالي وویل، «موږ له هرات څخه دفاع کوو...‌ په ځانګړې توګه دا چې طالبان غواړي په هرات باندې یرغل وکړي. موږ به تر هغه وخت پورې چې زموږ په بدن کې یو څاڅکی وینه وي، له ښار او له اوسېدونکیو څخه یې دفاع وکړو.»

د اسماعیل خان د ملېشو یوه قوماندان معروف غلامي وویل، «موږ خپل ځواکونه توظیف کړي چې د دې نظام او خلکو دفاع وکړي.»

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ویاند شینواري د یکشنبې په ورځ په افغان ځوانانو باندې ټینګار وکړ چې له وسله والو ځواکونو سره یوځای شي، او ویې ویل چې مقاماتو د استخدام کړنلارې اسانې کړي دي.‌

د سولې بهیر چټکول

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیود آسټین د جمعې په ورځ‌ د دې لپاره د نړۍ وال فشار غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه رامنځته کړي.‌

آستین په یوه ټویټ کې ولیکل، «په افغانستان کې امنیتي وضعیت یواځې ډېر نړۍ وال فشار ته اړتیا لري چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو له لارې سیاسي حل رامنځته شي، او افغان ولس ته د داسې حکومت د جوړولو فرصت ورکړي چې هغوی یې غواړي او وړتیا یې لري.»

هغه وویل، «د دې هڅې د جاري ساتلو لپاره ټوله نړۍ کولی شي مرسته وکړي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان د شنبې په ورځ له نړۍ والې ټولنې څخه وغوښتل چې د یاغي ډلو د ریښو خښولو د مخنیوي لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

منصور ای اېف پي ته وویل، «که په افغانستان کې وضعیت بدتر او خراب شي، بې له شکه چې په افغانستان کې به له امنیتي پلوه ننګونې رامنځته شي،» او ویې ویل چې دغسې یو حالت کولی شي چې د داعش یا القاعدې په څېر ډلو ته د فعالیت «فضا» رامنځته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500