امنیت

آیا چینایي عسکر په بګرام هوایي ډګر کې ځای پرځای شوي دي؟‌

د سلیمان راپور

چینایي عسکر د وري په ۲۴مه د «نیولو او له منځه وړلو» د یوې روزنې په ترڅ کې د یوې حملې تمثیل کوي. [د چین د دفاع وزارت]

چینایي عسکر د وري په ۲۴مه د «نیولو او له منځه وړلو» د یوې روزنې په ترڅ کې د یوې حملې تمثیل کوي. [د چین د دفاع وزارت]

کابل -- یوه وروستي راپور چې آنلاین خپور شوی او وایي چې چینایي پوځي روزونکي د بګرام هوایي ډګر کې توظیف شوي، د افغانانو تر منځ، چې وار له مخه په هېواد کې د چین د زیاتېدونکې لیوالتیا په هکله په شک کې دي، اندېښنې راپورته کړي دي.

د تلې میاشت په نیمایي کې یوشمیر سرچینو چې نومونه یې ندی اخیستل شوي ای ان ډي مجلې ته وویل چې د بګرام هوایي ډګر کې «ګڼ شمېر چینایي پوځي الوتکې ښکته شوي دي.«

هغه وخت د هغو هدف څرګند نه وو، خو یادې مجلې د کب په ۲۲مه راپور ورکړ چې «چینایي پوځي منسوبین په بګرام هوايي ډګر کې موجود دي، او د حقاني شبکې جنګیالیو ته روزنه ورکوي». ".

په راپور کې راغلي چې په دغه ډګر کې، (IRGC) and د ایران د سپاه پاسداران عناصر او د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) منسوبین هم موجود دي.‌ .

په عکس کې چې د تېر چنګاښ په ۱۴مه د متحدو ایالاتو او ناټو د ټولو عسکرو له وتلو څخه وروسته اخیستل شوی، د بګرام هوایي ډګر چې له کابل څخه ۷۰ کیلومتره شمال ته پروت دی، لیدل کیږي.

په عکس کې چې د تېر چنګاښ په ۱۴مه د متحدو ایالاتو او ناټو د ټولو عسکرو له وتلو څخه وروسته اخیستل شوی، د بګرام هوایي ډګر چې له کابل څخه ۷۰ کیلومتره شمال ته پروت دی، لیدل کیږي.

وروستیو اعلامیو د دغو ادعاوو پخلی کړی دی.‌

د ولسمشر پخواني مرستیال او د ملي امنیت ریاست پخواني رییس امرالله صالح د غوایي په ۲مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د بهرنیو سرتېرو یوې کوچنۍ قطعې د بګرام هوایي ډګر ځینې داخلي برخې نیولي دي.»

هغه ولیکل، «زه نه غواړم ګومان وکړم چې هغوی څوک دي، څه کارونه کوي، خو دا به تر ډېره پټ پاتې نشي. هغوی د حقاني ملېشو ته روزنه ورکوي او دا خبر ګڼو سرچینو تایید کړی دی.»

حقاني شبکه په دې پړه بلل کیږي چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یې is په افغانستان کې ځینې ډېرې مرګونې حملې کړي دي. "هغه له القاعدې سره تاریخي اړیکې او د داعش خراسان څانګې سره مشارکت لري.

افغان چارواکو د ۱۳۹۹ د کب په میاشت کې وویل، چې حقاني شبکه پلانونه جوړوي او امکانات برابروي، په داسې حال کې چې داعش بریدونه ترسره کوي او مسؤلیت پر غاړه اخلي، او په دې توګه په هغې باندې د تورونو لګېدلو مخه نیسي.

چین ناورین زیاتوي

چین د دغه راپور پخلی نه دی کړی، خو دا خبرونه په ټولنیزو رسنیو خپرېږي چې افغانانو پرې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په ناروی کې د سیاسي چارو یوه افغان شنونکي رحمت الله بیژن وویل، «د بګرام مسئله او د چین له خوا د حقاني د جنګیالیو روزل د بحث یوه ډېره مهمه موضوع ده.»

هغه وویل، که څه هم چې «استخباراتي ادارو تر اوسه پورې د داسې توظیفاتو پخلی نه دی کړی او نه یې په هکله راپور ورکړی، لاکن په بګرام هوایي ډګر کې یا په عمومي توګه په افغانستان کې د هر ډول ستراتیژیکو ماموریتونو د ترسره کولو لپاره د چینایي عسکرو توظیف به یو ډېر عجولانه او خام حرکت وي.»

بیژن وویل، «له افغانستان څخه د چین د بهرنیو چارو د وزیر او نورو چارواکو لیدنې چې حکومت یې د کابل نوې اداره په رسمیت نده پېژندلې،‌ ډېر مشکوک ښکاري.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د وري په ۴مه د خبرو لپاره له کابل څخه لیدنه وکړه.‌.

بیژن وویل، «د چینایانو له خوا په افغانستان کې ښکېل کېدل او شبکې جوړول به د هېواد د ثبات، امنیت یا حکومت جوړونې ته ګټه ور ونه رسوي، بلکې پرځای به یې بحران لا نور سخت کړي.»

هغه وویل، «دا به چین له یوې وضح لوبې څخه یوې ډېرې ننګوونکې لوبې ته راکش کړي چې د هغوی لپاره به په لوړ قیمت تمامه شي.»

د افغانستان په چارو کې لاسوهنه

ګڼ شمېر شنونکي په دې باور دي چې، په افغانستان کې د چین هر ډول پوځي حضور د افغانستان د ملي ګټو خلاف او د نړۍ والو قوانینو پر ضد دی.

په جرمني کې مېشت یوه افغان شنونکي ویس ناصري وویل، «که دا خبر چې چین افغانستان ته عسکر لېږلي دي، ریښتیا وي، دا به د چین په سیاست کې یو غټ بدلون وي، او دغه ډول حضور په حقیقت کې لاسوهنه بلل کیږي او د نړۍ وال قانون خلاف کار دی.»

هغه وویل، «څه چې روښانه دي هغه دا دي چې چین له متحدو ایالاتو سره په سیاسي، اقتصادي او پوځي سیالۍ کې دی. چین په افغانستان کې ډېره علاقه مندي لري

په ترکیه کې مېشت د پروان ولایت پخواني والي عبدالبصیر سالنګي وویل، «په افغانستان کې د چین پوځي حضور د سیمې او نړۍ لپاره یوه حساسه مسئله ده.»

هغه په دې شک لري چې چینایي عسکر دې په افغانستان کې وي، خو وایي، «ښایي ډېر امکان وي چې چینایان په میران شاه،‌ پېښور او کوېټه کې د حقاني شبکې ملېشو ته روزنه ورکوي.»

په اسلام اباد کې مېشت د سیاسي او پوځي چارو افغان شنونکي عارف کیاني وویل،‌ ښایي چین د استخباراتي شنونکو یو کوچنی ګروپ افغانستان ته لېږلی وي څو د اویغور یاغیانو د فعالیتونو په هکله معلومات ترلاسه کړي.

جاوېد خالقي چې ۲۷ کاله عمر لري او په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د سیاسي علومو محصل دی، هم دغه نظر تایید کړ.‌

هغه وویل، «ډېر احتمال شته چې هغوی [چینایان] د حقاني شبکې ملېشو ته روزنه ورکوي ,چې په افغانستان کې اویغور جنګیالي وځپي.»

چین د افغانستان کانونو ته سترګې نیولي دي

نور شنونکي هغې اقتصادي ګټې ته اشاره کوي چې چین کولی شي په افغانستان کې یې ومومي.‌

چینایي کمپنیو وار له مخه د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې، او له کابل سره دوستانه اړیکې به دې ته لاره هواره کړي چې د بیجینګ د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) پروژه افغانستان او اخوا منځنۍ اسیا ته پراخه شي.‌

د نورو هدفونو تر څنګ، د بي آر آی هدف دا دی چې د غریبو هېوادونو طبیعي منابع راوباسي او د چین په ګټه کار ترې واخلي.

"د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال مرزامحمد یارمند چې په فرانسه کې ژوند کوي، وویل، «د چین سیاستونه ښیي چې چین د افغانستان په کانونو کې ډېره لیوالتیا لري.».

هغه وویل، «هغوی هڅه کوي چې قرارداد ترلاسه کړي او د افغانستان کانونه وسپړي ځکه چې فاصله کمه ده او لګښت یې پرې کم راځي.»

د یارمند په نظر، بیجینګ افغانستان ته د عسکرو د لېږلو په عواقبو ښه پوهیږي.

هغه وویل، «دې ته اړتیا نشته چې چینایی عسکر افغانستان ته راشي، او که هغوی دا کار وکړي، دا به د ختیځ او لوېدیځ تر منځ یو غټ سیمه ییز جنجال او شخړه رامنځته کړي.»

د پوهنتون محصل خالقي وویل، «د چینایي عسکرو حضور د هېڅ افغان لپاره هم د منلو وړ نه دی ځکه چې چین د افغانستان په ثبات، امنیت یا اقتصادي پرمختګ کې هېڅ مرسته نه ده کړې.»

هغه وویل، «په افغانستان کې د چین یواځینی هدف دا دی چې زموږ کانونه ولوټي. د چین پوځي حضور د افغانانو ملي ګټې نه تأمینوي بلکې وضعیت به پېچلی او په افغانستان کې نیابتي جنګونه زیات کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې د چین مېشت کېدل نه یوازې د افغانستان ثبات زیانمنوي، بلکې چینایان غواړي د بګرام اډه چې واقعآ د وړتیا، اطلاعاتو، څار او پېژندنۍ له مخې د امریکا سترګې او غوږونه وو، ونیسي. اوس امریکا د چین، روسیې او ایران لپاره سترګې او غوږونه نه لري او دا چې اوس چین دغه اډه تر خپل کنټرول لاندې راوستې، نو دا د امریکا پر مخ واقعا یوه کلکه څپېړه ده! چین چې اوس په افغانستان کې دی، نو دا د ولسمشر جو بایډن برکت دی چې د امریکا کمزوري یې خپله ور په ګوته کړه.

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې تر اوسه د چین په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد د افغانستان نوی حکومت (طالبان) په رسمیت نه دي پېژندلي، خو بیا هم په افغان خاوره کې شبکې جوړول د اندېښنې وړ مسئله ده. په بګرام کې د چینايي پوځیان/ټرېنرانو ځای پر ځای کېدل به افغانستان ثبات او امنیت ته سخت زیان ورسوي. او نه یوازې د امنیت په تامین کې رول نه شي لوبولی، بلکې طالبان به د خپل حکومت په جوړښت کې پاتې راولي. افغانستان ته د چین راتګ به اقتصادي بحران هم زیات کړي. ځکه چین غواړي د افغانستان کانونو ته لاره پیدا کړي. کانونه استخراج او خپل هېواد ته انتقال کړي. د چین پالیسي هم داده چې کله په کوم هېواد کې مېشت کېږي نو خپل پرسونل په دندو ګوماري او کوربه هېواد خلکو ته هېڅ د کار زمینه نه برابروي. خو عجبه داده چې طالب خرو ولې ورته اجازه ورکړه. چې اول یې ټول افغانستان د پآکستان غېږې ته ور واچوه او اوس یې د چین پښو ته. بل نه پوهېږم چې امریکا ولې دې کار ته اجازه ورکوي. د بګرام پوځي اډې خو د امریکا لپاره د سترګو حیثیت درلود، چې ولې یې امریکایانو مخه ونه شوه نیولی؟

ځواب ورکړئ