امنیت

په هرات کې د طالبانو د تخریب په لړ کې د انټرنټ او موبایل خدمتونه ودرېدل

د عمر راپور

طالبانو په هرات کې د موبایل فون تجهیزات او وسایل ویجاړ کړي چې ستر زیانونه یې اړولي او د موبایل فون او انټرنټ اسانتیاوې یې ټکنۍ کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات خلک د طالبانو له خوا د اسلام کلا د سرحدي دروازې او د تورغونډۍ بندر د نیولو په نتیجه کې،‌ چې ورسره په سیمه کې انټرنټ او مخابراتي خدمتونه پرې شوي دي، له ستونزو سره مخامخ شوي دي.‌

ځایي چارواکي وایي، طالبانو د چنګاښ په ۱۸مه د هرات ولایت په کوهسان ولسوالۍ کې د سرحدي دروازې له نیولو څخه وروسته، هلته د مخابراتو یوه دفتر ته چاودنه ورکړه او د دفتر ټول تجهیزات یې ویجاړ کړل.

د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وویل، په اسلام کلا کې د نوري فایبر شبکې په ویجاړېدلو سره د مخابراتو صنعت ته د شاوخوا ۱ میلیون ډالرو په ارزښت زیان ور واوښت.

دغه راز، د یادې ادارې رییس عاشق الله علیزي د زمري په ۳مه وویل، طالبانو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ په تورغونډۍ بندر کې هم د نوري فایبر شبکه ویجاړه کړې ده.‌

په دې عکس کې چې د ۱۴۰۰ د غبرګولي په ۱۳مه اخیستل شوی، یو طالب جنګیالی د خپل موبایل فون لپاره د شبکې سګنل لټوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۴۰۰ د غبرګولي په ۱۳مه اخیستل شوی، یو طالب جنګیالی د خپل موبایل فون لپاره د شبکې سګنل لټوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د زمري په ۶مه اخیستل شوی په هرات ښار کې د موبایل فون یوه ستنه لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د زمري په ۶مه اخیستل شوی په هرات ښار کې د موبایل فون یوه ستنه لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، هغه انټرنټ چې د نوري فایبر شبکې له لارې له ایران او ترکمنستان څخه هرات ولایت ته راغلی وو، له ۹۰ څخه تر ۱۰۰٪ پورې پرې شوی دی.

علیزي وویل، «په هرات کې تر ۱۱ پورې خصوصي متصدیانو خلکو ته انټرنټ برابر کړی وو... د انټرنټ د پرې کېدلو په نتیجه کې، د ډېرو حکومتي او د خصوصي سکتور د ادارو خدمتونه ټکني شوي دي.»

د انټرنټي خدمتونو په ټکني کېدلو سره د دغه ولایت اوسېدونکیو ته غټ زیانونه ور اوښتي دي.‌

په هرات کې د فوشنج مخابراتي شرکت رییس عبدالناصر صدیقي وویل، «طالبانو زموږ شرکت او مشتریانو ته غټ زیانونه ور رسولي،» او زیاته یې کړه چې شرکتونه مجبور شول ترڅو خپلو مشتریانو ته د خدمتونو د نه برابرولو له امله تاوان ورکړي.‌

هغه وویل، د انټرنټ د ټکني کېدلو له امله په سلګونو کارکوونکیو خپل کارونه له لاسه ورکړل.‌

صدیقي وویل، «د نوري فایبر شبکه عامه خدمتونه وړاندې کوي، او د طالبانو له خوا د هغه ویجاړول اصلا یو غټ جنایت دی.»

د خلکو د ژوند ټکني کول

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي محمد سردار بهادري وویل، په قطر کې د طالبانو استازي ادعا کوي چې هغوی غواړي سوله وکړي، په داسې حال کې چې د هغوی تر لاس لاندې کسان په افغانستان کې د ملکي خلکو ژوند ټکنی کوي.‌

هغه وویل، «زه باوري یم چې طالب مشران د بېخبناوو په ویجاړتیا خبر دي او د هغوی تر لاس لاندې کسان خلک له انټرنټ څخه محروموي، خو هغوی پرې پروا نه کوي.»

بهادري وویل، د تېرو ۴۰ کالونو په ترڅ کې، هېڅ ډلې د افغانستان بېخبناوې دومره نه دي ویجاړې کړي لکه څومره یې چې طالبان ویجاړوي.

هغه زیاته کړه، «د بېخبناوو ویجاړول له رڼا څخه بېرته د تیارو وختونو په لور د افغانستان د ټېل وهلو معنی لري.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالرحیم جامي وویل،‌ طالبانو ثابته کړې چې هغوی له عصري ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستنه کې د افغانستان د پرمختګ مخالف دي.‌

هغه وویل، له انټرنټ څخه عادي خلک، حکومتي ادارې او د خصوصي سکتور شرکتونه کار اخلي، او طالبان حق نه لري چې عامه خدمتونه ټکني کړي.

هغه زیاته کړه، عامو خلکو ته د طالبانو له خوا د جنایتونو د ترسره کولو کچې ټکان ورکړی دی او هغوی د عامه بېخبنا د پروژو په نښه کولو او ویجاړولو ته دوام ورکوي.

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي سهراب خطیبي وویل، په هېواد کې دننه او بهر له خپلو کورنیو او دوستانو سره د افغان وګړو ارتباطات د انټرنټ د ټکني کېدلو له امله سخت اغېزمن شوي دي.‌

خطیبي وویل، «په ۲۱مه پېړۍ کې، مخابرات او انټرنټ اساسي اړتیاوې دي، لاکن طالبان په بې رحمانه توګه اسانتیاوې په نښه کوي او انفجار ورکوي چې عامه ارتباطات پرې کړي

خطیبي وویل، خدمتونه لکه د کمپیوټري تذکرو او پاسپورټونو صدور ځنډول شوی چې د عامو خلکو لپاره یې غټې ننګونې رامنځته کړي دي.‌

د طالبانو منافقت

د مدني ټولنې فعالان او شنونکي وایي، په داسې حال کې چې د طالبانو مشران بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي او ځانونه ښه دیپلوماتان او روشنفکران ښیي، د هغوی اورپکي د ترهګریزو فعالیتونو ترسره کولو او د بې ګناه ملکي خلکو وژلو ته دوام ورکوي.

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي فیض محمد دانش وویل، طالب مشران د یادې ډلې د مثبت انځور د ښودلو په هڅو سره نړۍ ته دروغ وایي.

دانش وویل، په ورته وخت کې په هېواد کې دننه هغوی هره ورځ په لسګونو بې ګناه افغانان په ډله ییز ډول وژني.

هغه وویل، طالبان د دې لپاره جنګ نه کوي چې اسلام ته ترقي ورکړي بلکې د دې لپاره جنګ کوي چې لا ډېر ځواک او ډېره شتمني ترلاسه کړي.

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، په افغانستان کې طالب جنګیالي دقیق د هغه څه مخالف کار کوي چې مشران یې په قطر کې ادعا کوي.‌

هغه وویل، د طالب جنګیالیو لپاره دا ناشونې ده چې د خپلو مشرانو له تایید څخه پرته دومره ډېر ظلم وکړي او دومره ډېر بې ګناه ملکي خلک ووژني.‌

سادات وویل، د طالبانو ایډیالوژي دا ده چې افغانستان بېرته تیارو وختونو ته ور وګرځي او په ملکي خلکو باندې ظلم وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لطفاً له افغانانو سره مرسته وکړئ. مونږ دلته په خطر کې یو. طالبانو تقریباً په ټولو ښارونو باندې بریدونه وکړل، او اوس ۲۰ دقیقې مخکې کابل ته هم ننوتل.

ځواب ورکړئ

د طالبانو ډله سیاسي خپلواکي نه لري او هغوی تل د ایران او پاکستان د پوځي حکومتونو ملاتړ له ځان سره لري. هغوی نشي کولی چې د پاکستان د حکومت او د ایران د اخوندانو له ګټورو غوښتنو څخه پرته رپ هم ووهي.‌

ځواب ورکړئ