امنیت

له افغانستان څخه د افغان لرغونپوهانو واېستل د افغانستان د فرهنګی میراثونو د ساتنې لپاره هڅه ده

د حمزه راپور

دا عکس چې د کب په ۱۵مه اخیستل شوی، په بامیان ولایت کې د بودا د سترو مجسمو د ساحې یوه عمومي منظره ښیي. دغه بتان په ۱۳۸۰ کال کې طالبانو ویجاړ کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د کب په ۱۵مه اخیستل شوی، په بامیان ولایت کې د بودا د سترو مجسمو د ساحې یوه عمومي منظره ښیي. دغه بتان په ۱۳۸۰ کال کې طالبانو ویجاړ کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۵ د کب په ۲۷مه اخیستل شوی، د ایټالیا د بیا رغونې د چارو متخصص ایرمانو کاربونارا په کابل کې د افغانستان لپاره د فرانسې د لرغونپوهنې د ادارې په دفتر کې د بودا یوې مجسې ته اشاره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د بودا یوه مجسمه چې په ۱۹۶۵ میلادي کال کې له کابل څخه ۳۳ کیلومتره شمال ته په سرای خواجه سیمه کې موندل شوې وه او ۲ - ۴مې میلادي پېړۍ پورې تړاو لري د ۱۳۹۱ د تلې په ۲۲مه په کابل موزیم کې نندارې ته اېښودل شوې ده. [جواد جلالي/ای اېف پي]

افغان نندارچیان د ۱۳۹۱ د تلې په ۲۲مه کابل کې په کابل موزیم کې د افغانستان د میراثونو ننداره کوي. [جواد جلالي/ای اېف پي]

افغان نندارچیان د ۱۳۹۱ د تلې په ۲۲مه کابل کې په کابل موزیم کې د افغانستان د میراثونو ننداره کوي. [جواد جلالي/ای اېف پي]

کابل -- د زمري په ۲۴مه د طالبانو له خوا د کابل له نیولو څخه وروسته، د ګڼ شمېر هغو افغانانو په ډله کې چې له افغانستان څخه راووتل په لسګونو افغان لرغونپوهان هم شامل ول.

په داسې حال کې چې د طالبانو تیارې دورې ته د ستنېدلو په هکله وېرې په زیاتېدلو وې، داسې اندېښنې هم وې چې دغه ډله به ټولې هغه هڅې په سیند لاهو کړي چې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ‌ کې د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې په لاره کې شوې وې.

نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه د ناټو غړو هېوادونو په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو راهیسې د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراث په بیارغونه او ساتنه کې ستره پانګونه کړې ده.

نیویارک ټایمز د زمري په میاشت کې راپور ورکړ چې، په میلیونونو ډالر په دې ولګول شول چې د افغانستان ملي موزیم په نړۍ والو مسلکي معیارونو باندې برابر شي، او نړۍ والو موسساتو مرسته وکړه چې په زرګونو ناقانونه قاچاق شوي توکي بیا ترلاسه شي.

۱۸ کلن افغان هلک اصغر د ۱۳۹۴ د غبرګولي په ۵مه په کابل کې د دارالامان ویجاړې شوې ماڼۍ سره نږدې د بایسکل چلونې تمرین کوي. دغه ماڼۍ د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۹ تر منځ موده کې بیا ورغول شوه. دغې پروژې هغه ارزښت څرګند کړ چې افغانستان د خپلو لرغونتوکو او لرغونو میراثونو د ساتنې لپاره وقف کړی وو. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

اوس په موزیم کې داسې لرغوني اثار شته چې عمر یې د ډبرې زمانې او د برونزو، بودا، هندو او اسلامي دورو ته رسېږي.

د افغانستان د میراث ساتنه

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي سالم پیګیر وویل، د فرانسې، جاپان، چک جمهوریت، اتریش او نورو هېوادونو په ګډون مرستندویانو په تېرو دوه لسیزو کې ډېره مرسته وکړه ترڅو د افغانستان تاریخي میراثونه بیا ورغول شي.

هغه وویل، د لرغونپوهانو او نورو هغو کسانو اېستنه چې د تاریخي ساحو په بیارغونه او ساتنه کې تخصص لري «د هغو کسانو د خوندي کولو لپاره ترسره شوي دي چې د هېواد د تاریخي او کلتوري میراث د خوندي کولو لپاره خپل مسلک ته مخلص دي.»

هغه زیاته کړه، «موږ د هغوی په هڅو ډېر خوښ یو.»

پیګیر وویل، د لرغونپوهانو او نورو متخصصینو په نښه کول کولی شي چې د افغانستان کلتوري تاریخ په شا وتمبوي او د هغو هېوادونو هڅې ضایع کړي چې په دې برخه کې یې کار کړی دی.

په کابل کې د پوهنتون یوه ۲۷ کلن محصل محمد ادریس وویل، «زه له دغو هېوادونو څخه د یادو افغانانو د ژوند د خوندي کولو له امله مننه کوم که نه، ښایي افراطي ډلې یې په نښه کړي.»

هغه وویل، دغه ډول افغانانو د تاریخي او کلتوري ودانیو په بیارغونې سره ستر کارونه ترسره کړي دي.

د کابل یوه اوسېدونکي او د رسنیو فعال فرزاد چې ۲۶ کاله عمر لري هم ومنله چې «د مرستندویانو په مرسته، افغان لرغونپوهانو زموږ د تاریخي هویت په بیارغونه او ساتنه کې یو مهم رول ولوباوه.»

هغه وویل، د هغوی په اېستلو سره، متحده ایالات او د هغه متحدین د نړۍ والې ټولنې له خوا د افغانستان په تاریخي ځایونو کې شوې پانګونې خوندي کوي.

د طالبانو ژمنې

دغه اېستنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې اندېښنې شته چې ښایي طالبان د افغانستان کلتوري میراث په نښه کړي او هغه ارزښتناک اثار ویجاړ کړي چې هغوی یې بت پرستي بولي.

دا به لومړی ځل نه وي چې دغه ډله په هېواد کې د کلتوري سمبولونو پر ضد وحشتونه ترسره کوي. د ۱۳۷۹ د کب په میاشت کې طالبانو د افغانستان د بامیانو د بودا مشهورې مجسمې چې په سختو کمرونو کې جوړې شوې او له پېړیو راهیسې ولاړې وې د چاودنو په وسیله را ونړولې.

طالبانو هغه مجسمې د هغه وخت د مشر ملا محمد عمر په امر وروسته له هغه راونړولې چې د بتانو حکم یې پرې وکړ.

هغه دواړه مجسمې چې په ۴مه او ۵مه پېړیو کې د بامیانو د درې په یوه کمره کې توږل شوې وې، یو وخت په نړۍ کې د بودا تر ټولو لوړې ولاړې مجسمې وې چې ۳۵ او ۵۳ متره لوړوالی یې درلود.

نېشنل جیوګرافیک د زمري په ۲۲مه د طالبانو د سلواغې میاشتې د یوې اعلامیې په استناد چې په کې ژمنه شوې وه چې د هنري توکو په بازار کې د هنري اثارو خرڅون منع دي، راپور ورکړ چې، اوس طالبان وایي هغوی جنګیالیو ته حکم کړی دی چې اثار «ټینګ خوندي کړي، وڅاري او وساتي»، ناقانونه کیندنې ودروي، او «ټولې تاریخي ساحې» خوندي کړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دغه راز، طالب چارواکو ژمنه کړې چې په کابل کې د افغانستان ملي موزیم خوندي کړي.

خو افغانان شک لري.

د کابل پوهنتون یوه استاد عبدالخالق خروټي سلام ټایمز ته وویل، «اوس چې طالبانو بیا واک ترلاسه کړی دی، هغوی په خپلو ځانونو کې د بدلون په هکله خبرې کوي، لاکن له بده مرغه چې موږ د هغوی په چلند کې دومره ډېر توپیر نه وینو.»

هغه وویل، «موږ په وروستیو کې ولیدل چې طالبانو په بامیان ولایت کې د عبدالعلي مزاري یوه مجسمه ویجاړه کړه.»

د بامیان اوسېدونکیو د زمري په ۲۷مه وویل، په دغه ښار کې د مشهور طالب ضد جنګیالي، چې یادې ډلې په ۱۳۷۰مو کالونو کې د واک له ترلاسه کولو څخه مخکې وواژه، له مجسمې نه سر پرې کړای شو.

مزاري چې د افغانستان د هزاره قوم استازی سیاسي مشر وو په ۱۳۹۵ کې، له دوه لسیزو څخه ډېر وروسته له هغه چې طالبانو وویل چې هغه په یوه الوتکه کې د ډزو پر وخت ووژل شو، ملي شهید ونومول شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500