د ښځو حقوق

ملګرو ملتونو په بلخ کې په سلګونو ښځو ته لنډمهالي کاري فرصتونه برابر کړي

د محمد قاسم راپور

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د شاوخوا ۶۰۰ ښځو لپاره موقت کاري فرصتونه برابر کړي چې په ترڅ کې یې دغه ښځې د افغانستان په شمالي مزارشریف ښار کې د سړکونو پاکولو په بدل کې د ورځې ۵۰۰ افغانۍ (۴.۸۰ ډالر) تر لاسه کوي. هغوی وایي چې په دغه عاید سره هغوی کولی شي ترڅو خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړي. [محمد ایوب تیمور]

کندوز -- د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د شاوخوا ۶۰۰ ښځو لپاره موقت کاري فرصتونه برابر کړي ترڅو د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف سړکونه پاک کړي.

په بلخ کې د یو اېن ډي پي رییس محمد رفیع امیري وویل، دغه پروژه د لیندۍ په ۲۳مه د مزارشریف په ۱۲ ناحیه کې پیل شوه.

په هره ناحیه کې شاوخوا ۵۰ ښځې استخدام شوې ترڅو د یوې میاشتې په مخه کوڅې پاکې کړي چې وروسته له هغه یو اېن ډي پي پلان لري دغه پروژه پراخه کړي.‌

هغه وویل، کوڅو پاکوونکیو ښځو ته د ورځې ۵۰۰ افغانۍ (۴.۸۰ ډالر) ورکول کیږي.‌

دا عکس چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی د لیندۍ په ۳۰مه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې هغه ښځې ښیي چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د کوڅو پاکولو په یوه پروژه کې په موقت ډول استخدام کړي دي.

دا عکس چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی د لیندۍ په ۳۰مه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې هغه ښځې ښیي چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د کوڅو پاکولو په یوه پروژه کې په موقت ډول استخدام کړي دي.

امیري وویل، «د دې پروژې هدف دا دی چې له بې وزلو ښځو سره مرسته وکړي څو هغوی هم پیسې وګټي او هم یو مرستندوی کاري فرصت ترلاسه کړي.»

هغه وویل، یو اېن ډي پي داسې بې وزلې ښځې چې عاجل ملاتړ ته ضرورت لري په دې پروژه کې د برخه اخیستنې لپاره استخدام کړي دي. هیله دا ده چې د هغوی برخه اخیستنه به هغوی دې ته جوړې کړي چې د هغوی د کورنیو معیشتونه وده وکړي.

په بلخ ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد عارف یعقوبي د ښځو لپاره، چې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته ډېرې زیاتې اغېزمنې شوې دې، د کاري فرصتونو رامنځته کول وستایل.

هغه وویل،‌ «ډېرې هغه ښځې چې په پخواني حکومت یا خصوصي سکتور کې یې کار کاوه، له څلورو میاشتو راهیسې بې کاره شوې دې او خپل عواید یې له لاسه ورکړي. اوس هغوی مجبورې دي چې شاقه کارونو ته مخه کړي.»

له فقر او لوږې څخه ځان خلاصول

ډېرو ښځو په داسې حال کې چې د دغې پروژې د پيلېدلو هرکلی کاوه، وویل چې هغوی له سترو اقتصادي ننګونو سره مخامخ وې او اوس چې دغه پروژه هغوی ته یو عاید جوړوي، هغوی د ارام احساس کوي.

شریفې چې ۴۷ کاله عمر لري وویل چې هغه په مزارشریف کې له خپلې مور او پنځو ماشومانو سره یو ځای ژوند کوي.

هغې وویل، «زما مېړه د ۱۳۹۶ د غوایي په میاشت کې د یوه ماین په چاودنه کې شهید شو. زما مشر زوی ۱۰ کلن دی او زه مجبوره یم چې د نفقې ګټلو لپاره پخپله کار وکړم.»

شریفې وویل چې هغه د خپل مېړه له مرګ نه وروسته له ډېرو ننګونو سره مخامخ شوې ده او اوس هم د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره ډېر زیار ګالي.

هغې وویل، «زه له سهار نه تر ماښامه پورې کوڅې جارو کوم، کثافات ټولوم او په کثافت دانیو کې یې اچوم. زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم نفقه وګټم او خپل ماشومان ماړه کړم.»

د مزارشریف د ګذر نو اوسېدونکې زرمینې چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل چې هغه په خپلو ۵۰۰ افغانیو عاید باندې د خپلې کورنۍ لپاره خواړه اخلي.

هغې وویل، «ما کالي وینځل، خلکو ته مې پخلی یا خدمت کاوه او یواځې یو څو افغانۍ مې پرې ګټلې،‌ خو که دا پروژه دوام ومومي، دا به زما په څېر غریبو خلکو سره یوه لویه مرسته وي.»

زرمینې چې مېړه یې معلول دی، وویل، هغوی د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې له ډېر سخت فقر سره مخامخ ول او یخ ژمي د هغوی ستونزې څو برابره ډېرې کړې دي.

هغې وویل، «موږ هېڅ نه لرل چې ویې خورو او نه مو پیسې لرلې چې خوراکي توکي پرې واخلو. اوس چې زه یو عاید لرم، زه کولی شم چې د خپلو ماشومانو او کورنۍ لپاره خوراکي توکي واخلم.»

د محدودیتونو پر وړاندې مبارزه کول

د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته په بلخ کې په سلګونو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د ښځو او د هغوی د کورنیو د ژوند شرایط ډېر خراب شوي دي.

د بلخ ولایت د ښځو د چارو ریاست یوې پخوانۍ کارمندې معصومې کوهستاني وویل چې د سیاسي بدلونونو په نتیجه کې کارکوونکې ښځې ډېرې اغېزمنې شوي او د ژمي په را رسېدلو سره اوس هغوی له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي.‌

هغې وویل، «ما د ډېرو نورو ښځینه همکارانو په څېر په یوه حکومتي اداره کې کار کاوه او اوس چې بې کاره یم، پرېکړه مې کړې چې د یو اېن ډي پي پروژه کې کار وکړم، ترڅو وکولی شم چې خپل ماشومان له لوږې څخه وژغورم.»

هغې وویل، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې ښځو په ویاړ او درنښت سره په حکومتي دوایرو کې کار کاوه،‌او که هغوی ته اجازه ورکړل شي چې کار کولو ته دوام ورکړي، هغوی به وکولی شي چې د خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکړي.

"هغې وویل، په حکومتي دوایرو کې د ښځو د کار کولو مخنیوی به زموږ په خلکو او هېواد باندې ناوړه اغېز وکړي.

خدیجې حسیني چې پخوا یې د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست کې د یوې صفاکارې په توګه کار کاوه، وویل، «زه دا غوره بولم چې کار وکړم او وکولی شم چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه وګټم.»

هغې وویل، «زه چې بې کاره شوم نو ډېره اندېښمنه وم، لاکن اوس چې وظیفه لرم نو ډېره خوشحاله یم.»

حسیني چې د اتو ماشومانو مور ده، وویل چې د هغې مېړه هم وظیفه نه لري.‌

هغې وویل، «وظیفې باید د سړیو او ښځو دواړو لپاره موجودې وي ځکه دا واقعا سخته ده چې څوک له عاید پرته ژوندی پاتې شي. یو څوک باید کرایه، د برېښنا بیل تادیه کړي او خواړه او جامې واخلي، چې دا ټول له عوایدو پرته تقریبا ناشوني دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د افسوس ځای دی چې افغانانې د پاکستاني استخباراتو او د هغوی د نوکرانو له لاسه دې حال ته رسېدلي دي. نن ما په یوه خبري وېب سایټ کې ولوستل چې روسان غواړي د افغانستان د تېلو او ګازو په را اېستلو کې پانګونه وکړي. دغه راز، روسانو کابل ته یو هیئت رالېږلی چې له طالب مشرانو سره وګوري. طالبان چې په افغانستان کې یې واک په غیر قانوني ډول ونیو، باید پوه شي چې افغانستان د پاکستان او روسیې مستعمره نه ده چې پاکستان او روسیه دې هر هغه څه چې هغوی یې غواړي په افغانستان کې وکړي. طالبان باید د افغانستان بې طرفي وساتي او د روسیې، پاکستان،‌ ایران او چین پر ځای چې تل یې د افغانستان د ورانولو پالیسي پر مخ وړې ده، هغوی باید له نورو هېوادونو سره چې د افغانستان په هکله منفي نظر نه لري هوکړې وکړي. په دې برخه کې، هغوی ته په کار دي چې د اروپایي هېوادونو لکه چکوسلواکیا، اتریش، جرمني،‌ فرانسې او په ځانګړې توګه د متحدو ایالاتو مرسته وغواړي او په افغانستان کې یې د کانونو کیندلو په برخه کې مرسته ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

ښه خبر دی چې په روان بحراني حالت کې په یو نه یو ډول خلک په کارونو وګومارل شي، خو په کار ده چې دغه پروسه پراخه او په بېلا بېلو برخو کې د ښځو تر څنګ نارینه وو ته هم کاري فرصتونه برابر شي. همدارنګه نه یوازې دا چې ملګرو ملتونو دغه پروګرام پیل کړی او ډېر کم شمېر ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې. کور یې ودان خو باید د نجونو پر مخ د بندو ښوونځیو لپاره عملا لاس په کار شي او د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي. کله چې د یوې ټولنې مېرمنې لوستي وي حتمي ده چې نسلونه نسلونه زده کړې کولی شي او راتلونکی یې روښانه وي.

ځواب ورکړئ