اقتصاد

ملګرو ملتونو او مرستندویو موسسو د کندوز په زرګونو کورنیو سره حیاتي مرستې وکړې

د محمد قاسم راپور

د ملګرو ملتونو ادارو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې هغو زرګونو کم وسه افغان کورنیو ته نغدې پیسې، خوراکي مرستې او کاري فرصتونه برابر کړي دي چې د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته له لوږې سره مخامخ وې. [حسیب حساس]

کندوز -- د ملګرو ملتونو ادارو له نورو مرستندویو موسسو سره یو ځای په وروستیو میاشتو کې په کندوز ولایت کې له ۴۰۰۰ څخه ډېرو کم وسو او بې وزلو کورنیو ته بشري مرستې برابرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو په دخیلو موسساتو کې د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم)، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر) او د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) شامل دي.‌

کانسرن ورلډ وایډ، کورډ ایډ چې مرکز یې په هاګ کې دی، د ناروی د کډوالو شورا (اېن آر سي)، د تخنیکي همکارۍ او پراختیا موسسې (اکتېد) چې مرکز یې په پاریس کې دی او افغاني سرې میاشتې ټولنې هم مرستې وکړې.

په کندوز ولایت کې د کانسرن رییس محمد نادر فایض وویل، «د کانسرن له خوا د لیندۍ په میاشت کې په کندوز کې شوې یوې سروې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کم وسه کورنۍ په نښه کړلې. موږ د یوه پلان په اساس له دغو کورنیو سره مرسته کوو.»

د کندوز یو شمېر اوسېدونکي د سلواغې په ۱۱مه په کندوز ښار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه د مرستو کڅوړې ترلاسه کوي. [حسیب حساس]

د کندوز یو شمېر اوسېدونکي د سلواغې په ۱۱مه په کندوز ښار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه د مرستو کڅوړې ترلاسه کوي. [حسیب حساس]

هغه وویل، کانسرن د برتانیا په مرسته د ولایت په مرکز او اقتاش ولسوالۍ کې له ۱۵۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته نغدې پیسې او خوراکي توکي ور ووېشل.

هغه وویل، «موږ هرې کورنۍ ته ۱۹۰۰۰ افغانۍ نغده مرسته او د اوړو، غوریو، بورې او وریژو په ګډون خوراکي توکي ورکړل. په راتلونکي پړاو کې به موږ نورې کورنۍ تر پوښښ لاندې ونیسو.»

فایض وویل، «په خلکو باندې د تېر شوي او روان اقتصادي ټکان په پام کې نیولو سره، دغه مرسته کافي نه ده. ټولې مرستندویې ادارې باید لاس په کار شي او هڅه وکړي چې د خلکو ستونزې حل کړي

په کندوز کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو منتظم عبدالبشیر محمدي وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د لیندۍ او مرغومي په میاشتو کې له ۱۰۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته نغدې پیسې هم ور ووېشلې او دغه پروسه لا روانه ده.

هغه وویل، «هرې کورنۍ ته چې په هېواد کې جګړې او وروستیو پېښو متاثره کړې وه د ۵۰۰ ډالرو معادل پیسې او یو څه د پخلي لوښي ورکړل شول.»

محمدي وویل، د نغدو مرستو هدف دا دی چې په ژمي کې د جګړه ځپلیو کورنیو ژوند وژغورل شي. یواځې هغه کورنۍ چې کورونه یې په جګړه کې ویجاړ شوي یا جنګ بې ځای کړې وې دغه مرسته ترلاسه کړه.

هغه وویل، «جنګ او ناامنۍ زموږ خلک سخت متاثر کړي دي. که هغوی مرسته نه وای ترلاسه کړې، ځینو کورنیو به د یخنۍ له امله خپل ماشومان له لاسه ورکړي وای.»

هغه وویل، ملګري ملتونه به په سختو حالاتو کې د افغانستان خلک یواځې پرې نه ږدي او اړمنو کورنیو تهد بشري مرستو برابرولو ته به دوام ورکړي.

له فقر او لوږې څخه خلاصون

په ورته وخت کې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سلواغې په ۱۱مه د سعودي حکومت په مرسته ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ور ووېشل.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د چارواکو په وینا، د هغو کورنیو چې له لړم میاشتې راهیسې یې له مرستندویو موسسو څخه مرسته ترلاسه کړې، شمېر ۴۰۰۰ ته رسېدلی دی.‌

په کندوز ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عطاءالله نېکزاد وویل، د هغو ۸۰۰ کورنیو له جملې څخه چې مرسته یې ترلاسه کړې، ۴۰۰ کورنۍ د ولایت په مرکز او ۴۰۰ نورې یې د خان اباد په ولسوالۍ کې دي.‌

هغه وویل، «په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وریژې، نخود، بوره، ژمني کالي، او د پخلي لوښي شامل وو چې د یوې مخکې ترسره شوې سروې په اساس ووېشل شولې.»

هغه زیاته کړه، «داسې کورنۍ وې چې د خوړو لپاره یې هېڅ نه لرل یا یې په سختۍ سره د ورځې درې وخته خواړه پیدا کول.»

د کندوز ښار د سه درک سیمې یوې اوسېدونکې او د شپږو ماشومانو مور بي بي حوا چې ۳۷ کاله عمر لري، وویل، «ما له افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه شپږ کڅوړې اوړه، دوه کمپلې، او څلور بستې د کور لوښي ترلاسه کړل.»

هغې وویل، «زما مېړه د چنګاښ په میاشت کې په جنګ کې ووژل شو. هغه ښار ته د کار په لټه تللی وو، خو هغه نه کار پیدا کړ او نه بېرته کور ته ژوندی راغی.»

په کندوز ښار کې یوه کارګر اقامحمد غفوري وویل چې هغه په تېرو پنځو میاشتو کې هېڅ کار ونه موند او له سختې لوږې او غریبۍ سره مخامخ ده.

هغه وویل، «زه ۸ ماشومان لرم او د کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی یم. کله چې زه په ښار کې د ورځ مزدورانو لپاره ټاکل شوي ځای ته د کار په لټون پسې لاړ شم، هیڅوک هم ما کار ته نه بیایي.»

هغه وویل، «کله چې زه د غریبۍ له امله ډېر زیات فشار احساس کړم، زه غواړم چې ځان ووژنم، لاکن بیا ترې تېر شم او په دې سوچ کې شم چې بیا به زما مېرمن او بچیان څه کوي.»

هغه وویل، «زه هرې موسسې ته چې ما موندله لاړم او ورته مې ویل چې زما بچیان له لوږې مري. د الله (ج) رحم وو او نن له نېکه مرغه ما شپږ کڅوړې اوړه او یو څو قلمه نوره مرسته ترلاسه کړه.»

بشري ننګونې

د بې کارۍ په ګډون اقتصادي ننګونې چې افغانې کورنۍ ورسره مخامخ دي په تېر زمري میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې بې ساري کچې ته پورته شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، له ۲۲ میلیونو څخه ډېر افغانان یعنې د ټولو وګړیو له نیمایي څخه ډېر به په روان ژمي کې د خوړو له کموالي سره مخامخ شي.

اکثرې کورنۍ نشي کولی چې د ورځې حتی یو وخت خواړه برابر کړي، او د ژمي هوا اندېښنې زیاتې کړي دي.

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي سید محمد علوي چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «د دې مرستو له برکته، ما وکولی شوای چې د خپلې کورنۍ د ژمي ځینې اړتیاوې پوره کړم.»

هغه وویل، «د چنګاښ په میاشت کې زه مجبور شوم چې خپله کورنۍ کابل ته بې ځایه کړم. درې میاشتې وروسته چې موږ خپل کور ته راستانه شوو، په کور کې هېڅ هم پاتې نه وو.»

هغه وویل، «زما کور لوټل شوی وو او دغه حالت زه له اقتصادي ننګونو سره مخامخ کړم. دغه مرسته به زموږ ځینې اقتصادي ستونزې حل کړي.»

علوي وویل، «فقر او لوږې یو طرف ته او بې کارۍ بل طرف ته موږ کم وسه کړي یو.»

هغه وویل هغه په وروستیو کې د مرستو په لړ کې ۱۸۰۰۰ افغانۍ او شپږ ډوله خوراکي توکي او جامې ترلاسه کړل.‌

د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غلام صدیق نصرتي وویل، «ما په هېواد کې د وروستیو پېښو له امله هېڅ ونه کرل او له بده مرغه چې زما اقتصادي وضعیت ډېر بد دی.»

هغه وویل، «له نېکه مرغه چې مرستندویو موسسو له ما سره په لیندۍ او مرغومي دواړو کې مرستې وکړې.»

هغه وویل، «ما د مرستو په لړ کې له آی او اېم څخه د ۲۰۰ ډالرو معادل نعدې پیسې، درې کمپلې، دوه بوجۍ اوړه او د ماشومانو کالي ترلاسه کړل.»

نصرتي وویل، «زه له هغوی څخه غواړم چې په راتلونکي کې هم دغو مرستو ته دوام ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

12 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

۱۶-ویل کېږي چې امریکا کې اجراییه ، مقننه او قضایه قوه د یو مثاوي الاضلاع مثلث بڼه لري ، د امریکا محکمه باید د اجراییه قوې تر دومره سیاسي فشار لاندې رانه شي چې د امریکا د حکومت د سیاسي ماتې غچ د ط ، د تېر حاکمیت په پلمه له عامو افغانانو واخلي ، دوی ته باید روښانه وي چې تاسې خپله وایې چې ط . البان د افغانانو سیاسي استازولي نه شي کولای ، نو چې داسې ده بیا د افغان ملت د ټول عمر د تکلیفونو د پانګې صلاحیت ولې هغوی ته منسوب شي. محکمه که له ط. غچ اخلي نو خپل حکومت دې محاکمې ته راکاږي چې ولې یې داسې یوې ډلې سره په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې د امریکا له محکمې سره مخکې تر مخکې کیس لري او د امریکایانو پر وژنه ګرم ګڼل شوي دي .ایا د امریکا محکمه پر دې نه وه خبره چې په قطر کې د ط ، د دفتر لګښت په مستقیم ډول د امریکا د حکومت او په نامستقیم ډول د هغه د ګټو د شریکباڼي( قطر ) له خوا ورکول کېږي. نو چې یو څوک د چا د سیاسي دفتر لګښت پر غاړه اخلي ، د هغوی د تېرو او راتلونکو سیاسي اعمالو د غرامت مسولیت دې هم وزغمي .سبا به محکمه دا هم ووايي چې قطر کې د ط، پر دفتر د امریکا دومره لګښت راغلی ، د افغان ولس له ملي زېرمې دې دا لګښت هم وګرڅول شي! ایا دا عدالانه او منطقي بحث دی؟

ځواب ورکړئ

۱۴-د افغان ولس هیله دا ده چې د امریکا متحده ایالات ، د هغوی خاصه محکمه او نړیوال بانک دې لومړی د افغانستان د ټولې هغې پانګې دقیق مقدار معلوم کړي چې تر دې دمه دوی کنګل کړې او یا دوی سره خوندي ده. دویم بیا دې هغه مقدار معلوم کړي چې د افغانیو د پشتیوانې په توګه کارول کېږي او باید خوندي وساتل شي او بل ځای و نه کارول شي ، درېیم د افغانستان هغه پیسې دي چې د امریکا په بانکونو کې پرتې وې او له دورانه یې افغانستان ته هر کال یو مقدار ګټه راتلله او څلورم د نړیوالو یو مقدار هغه مرستې دي چې اوس منجمد شوې دي . ۱۵-د نوي حکومت چارواکي کولای شي له امریکا او نړیوالو سره د پیسو له پشتیوانې پرته یوازې د اضافي پیسو د دوراني حرکت د ګټې او همدارنګه د نړیوالو مرسته شویو پیسو د راخلاصون په باب بحث وکړي ، د افغاني بانکنوټونو د پشتیوانې پیسو ته هېڅ حکومت د لاس ور وړلو حق نه لري ، هغه هم داسې حکومتونه چې د مشروعیت او تداوم پر وړاندې یې لا ډېر خنډونه موجود دي .نوی حکومت کولای شي له امریکا او نړیوالو سره د افغانستان د بانکي سستم د بیا فعالیت او وصلېدو په باب بحث وکړي نه دا چې یوازې د تېرو راټولو شویو پیسو پر محور ورڅرخي.

ځواب ورکړئ

یوازې یو مقدار داسې پیسې شته چې د دهغوی د دوراني حرکت له لارې هرکال افغانستان ته (درې څلور سوه ملیونه) ډالر ګټه راځي ، دا پیسې کېدی شي هم د افغانیو د پشتوانې او یا هم د صحت او تعلیم په برخه کې ولګول شي، د دې تر څنګ یو مقدار نورې پیسې دي چې د نړیوالو له خوا په افغانستان کې د پرمخیتايي پروژو لپاره بېلې شوي ، هغه باید ازادې شي.نویو چارواکو ته باید وویل شي چې دا نږدې (لس ملیارده ډالره ) د تېر شلکن حکومت دنیمګړي کار په نتیجه کې د ولس د عامه شتمنۍ یوه مجموعه ده ، چې د هغو نږدې ( درې سوه ملیارده افغانیو ) ارزښت ساتي او تضمین یې کوي چې همدا اوس په بازار کې د چلند وړ دي ، د افغانستان بانک پر هر بانکنوټ لیکلي چې :(( د دې سند لرونکي ته وعده ورکوي چې د غوښتنې په وخت کې ... افغانۍ ورکړي)). کله چې د افغانستان بانک د سرو زرو او بهرنیو اسعارو دا زېرمه و نه لري بیا د کوم مدرک له مخې تضمین ورکوي ؟ دا رنګه بانکونوټ خو چې پشتیوانه و نه لري دا خو نو تش یو کاغذ دی. بله خبره دا ده چې دا نو څه مانا لري چې د تېر حکومت په بهیر کې راټولو شویو پیسو سره مینه ، خو سړیو څخه یې کرکه لرو !؟ حقیقت دا دی چې دا پیسې نه د تېر حکومت شخصي ملکیت دی ، نه د اوسني او نه د سباني ، دا د ملت مال دی باید ملت ته خوندي وساتل شي.

ځواب ورکړئ

۱۳-دلته په کابل کې نویو چارواکو سره دا فکر دی چې دا نږدې ( لس ملیارده ډالره ) که را خلاص شي، نو دوی به پرې د خپلو مامورینو معاشونه ورکړي ، په پوځي ډګر کې به یې ولګوي او د خپلې بودجې کسر به پرې پوره کړي.په همدې خاطر ګرم تبلیغات کوي، د خپل یو منظم اقتصادي پلان نشتوالی هم په دې پلمه پټوي چې هغه دی امریکا د افغانستان پیسې بندې کړي کنه هر څه به سم وو؟! حقیقت خو دا دی چې د دې پیسو یوه زیاته برخه د افغاني بانکنوټونو ملاتړ یا پشتیوانه ده ، که دا پیسې له هغه حالته را ووځي او په بل ځای کې وکارول شي ، افغاني بانکنوټونه به د باد بڼکه شي او سخت انفلاسیون به رامنځته شي. د ډاکټر غني حکومت کې یو شمېر کړیو هم هڅه وکړه چې له دې پیسو څخه د جنګي او سیاسي موخو لپاره ګټه پورته کړي ، خو زیات لاسرسی یې ورته پیدا نه کړای شو، نوي حکومت ته هم باید ددې زمینه برابره نه شي چې د افغانیو له دې ثابتې پشتیوانې څخه د نورو مقاصدو لپاره ګټه پورته کړي.

ځواب ورکړئ

۱۱-دا اسامه څوک و ؟ د چا زوی و ؟د کوم توک و ؟ نسب یې درلود که نه همدلته افغانستان کې تولد شوی او لوی شوی و؟ ټولو ته معلومه ده چې (لادن) کورنۍ په سعودی کې د پنځو شپږو مطرحو کورنیو له جملې څخه یوه ده ، په سعودي کې زیات جایدادونه لري او ګڼې ساختماني چارې یې پر غاړه دي ، ټولیزه پانګه یې لسګونو ملیاردو ډالرو ته رسېږي ، یو درجن زامن یې د خپل همدې پلار په پیسو په انګلستان ، فرانسې او نورو لویدیځو هېوادو کې د عیش او عشرت په وروستۍ پوړۍ کې ژوند کوي ، دامریکا یوې محکمې هم د هغه له پانګې څخه د غرامت د اخیستو خبره مطرح نه کړه ، خو د غم غوټه یې ټوله د افغان ولس پر اوږو بار کړه. ۱۲-اسامه د سعودي عربستان تبعه و او د کورنۍ يو شمېر غړي یې لاس هم هملته اوسي ، پانګه یې هم هلته زېرمه ده ، بن لادن د سعودي په ټولنه کې د افراطي اسلام مفکوره او انګېزه خپله کړې او بیا افغانستان ته راستول شوی دی، نو ولې اصلي پالونکي او روزونکي ته لاس نه وروړئ چې د یو مظلوم ملت په اوښکو لوند ګرېوان مو ټینګ نیولی دی ؟سعودي همدا اوس د امریکا په بانکونو کې تر ( څلورسوو ملیاردو ډالرو ) زیاته پانګه لري ، د غرامت لپاره باید پر دغو پیسو غور وشي او زیاته برخه یې باید افغان ولس ته په دې خاطر ورکړای شي چې د همدوی د سترو او ناعادلانه لوبو قرباني شوی او له جغرافیې څخه یې د جنګ د ډګر په توګه ناوړه ګټه پورته شوې ده.

ځواب ورکړئ

۱۰-د اسامه د شتوالي په پلمه پر افغانستان یرغل وشو، د افغانانو کلي او کورونه بمبارد شول، خو څو کاله وروسته اسامه د پاکستان په ایبټ اباد کې پیدا شو ، د وژلو عملیات یې په دومره چټکۍ وشول چې بارک اوباما په خپل کتاب کې ولیکل : (( ځینې وخت ډېر عادي شیان هم ډېر مهم وي ، خو د کار پر وخت د سړي له یاده وځي ؛ کله چې امریکايي پوځیانو پر اسامه عملیات کول ، نو د هغه د قد اندازه ورته معلومه وه ، په دې اندازه یې خپل یو عسکر هم پیدا کړی و او ویل یې کله چې اسامه ووژل شي، ته به ورسره وغځېږې چې پوره معلوم چې رښتیا هم اسامه دی کنه ؟)). بارک اوباما زیاتوي :(( پوځیانو دېته فکر نه و کړی چې د سړي پر ځای باید متر ځان سره یوسي ، په هغه یې د قد اندازه معلومه کړي، کله چې اسامه ووژل شو ببا یې په بیړه همغه عسکر ، چې قد یې له اسامه سره برابر و ، له اسامه سره وغځوه او باور یې پوخ شو)). د غټو ځواکونو دغسې فکرونه هم وي، اوس یې افغان ولس د ، ط تر عنوان لاندې په دې جرم نیولی چې تاسې ولې اسامه ته پناه ورکړې وه ، خو له کوم اصلي پناه ځای څخه چې را ووت ، هغو ته هېڅ هم نه وايي. که د امریکا په عدالت کې رښتیا هم عدالت وای ، نو د پاکستان حکومت یې باید په دې کیس کې رانیولی وای، ټوله پانګه یې ورته کنګل کړې وای او که پیسې نه درلودلې ، نو اټوم بم یې ترېنه د تضمین په توګه اخیستی وای. عجیبه منطق دی اسامه له پاکستانه راووت ، خو د مور بم یې پر افغانستان وکاراوه!

ځواب ورکړئ

۸- خپله امریکایانو او نورو نړیوالو ط.یوه ترورستي ډله بلله او ځینې یې لا اوس هم ترورستان ګڼي ، نو که داسې وي ، دا زېرمه ولې ط. ته راجع کېږي ، ایا د امریکا د محاکمو په قانون کې کومه داسې ماده شته چې ترورستان کولای شي، د امریکا په بانکونو کې هم خپلې پیسې کېږدي ، په هغو ګټه هم وکړي، شل کاله په دوران کې هم وي، د یوې داسې هېواد او جغرافیې لپاره چې د نړۍ سلو هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت هم پېژندل شوی وي، د هغوی لپاره پیسې هم چاپ کړي، خو خپله حکومت هم نه وي ، یو ډله وي ، شل کاله وروسته یو محکمه راپاڅي وايي چې نه دا پیسې د دوی د تېر حکومت په وخت کې د شوي جرم له امله درڅخه ګرځوم. په داسې حال کې چې محکمه دا نه شي ثابتولای چې دا پیسې د کوم وخت دي ؟ ۹-که ط. دومره تکړه وي چې د خپل تېر پنځه کلن حاکمیت په بهیر کې یې په خپل مټ په مرکزي بانک کې ( اته نیم ملیارد ډالره ) زېرمه جوړه کړې وي ، نو دا خو بیا د بلا بچیان دي چې د امریکا او پنځوسو هېوادونو په ګډون تېر شلکلن حکومت یو ډالر هم زېرمه نه کړای شو او ط، په څلورو پنځو کلونو کې دومره اقتصادي توره وکړه ، نو بیا خو کېدی شي ولس ووایي چې موږ ته همدغسې ګټور حکومت په کار دی!؟

ځواب ورکړئ

۵-د امریکا له یوې محکمې پرته بلې هېڅ کومې نړیوالې محکمې ته نه دا موضوع راجع شوې او نه پرې چا نظر ورکړی دی ؛ نه مدعي دعوه کړې ، نه څارنوال دعوه اقامه کړې او نه مدعی علیه چا پوښتلی چې ته څه سپیناوی لرې او کنه ؟ بس یو حکومت دی ، یوه محکمه ده ، نه مدعي شته ، نه مدعي علیه ، نه د دعوې صورت شته او نه یې سیرت. ۶-لکه څنګه چې دمخه مو وویل د ط ، په حاکمیت کې د هېواد ټوله کلنۍ بودجه نږدې (۵۱) ملیونه ډالر وه ، نه په مرکزي بانک کې کومه زېرمه وه ، نه د پیسو پشتیوانه، اصلاً هغه وخت د دوی حکومت پسې چاپولې نه ، نو پشتیوانې ته یې څه اړتیا وه؟ دا (اته نیم ملیارده ډالره) پشتیوانه خو د هغوی د نظام تر سقوط وروسته د شلو کلونو په بهیر کې د افغان ولس د مجموعي کار او زیار په برکت رامنځته شوې ، چې د سرو زرو او نورو اررښتمنو اسعارو ټولیز ارزښت هم په کې شامل دی، نو دا زېرمه خو د ولس ده ، ط، یې په جوړونه کې هېڅ لاس نه لري ، نو اوس به د ط. ا. لبانو د اعمالو په کفاره کې ولس خپله دا زېرمه هم له لاسه ورکوي. ۷-عجیبه خبره خو دا ده چې د نړۍ هېڅ هېواد د ط حکومت په رسمیت نه پېژني. نه یې د افغان ولس استازي بولي ، خو د ملت د پیسو مسول او مالک یې بولي، دا خزانه خو اصلاً د ولس ملکیت دی چې حکومت یې وکالت کوي او مرکزي بانک یې حراست ، نو چې دلته حکومت او مرکزي بانک په رسمیت نه پېژنې او نه یې د ولس د ارادې ممثل ګڼې ، نو د دومره لویې خزانې مسولیت ورته ولې راجع کوې؟

ځواب ورکړئ

۲-اسامه او ملګري یې د هغو جهادي ډلو له خوا افغانستان ته راوړل شوي وو ، چې وروسته د امریکایانو د کورنیو ملېشو په توګه د هغو له خوا وکارول شول او د امریکایانو د شلکلن پوځي حضور په بهیر کې د واک وځواک او نعمت خاوندان وو، امریکا د دې پر ځای چې ط. ا لبانو ته ، چې اسامه ورته له تېرو جهادي ډلو په میراث پاتې و ، سزا ورکړي ، باید له اصلي محرکینو او عاملینو سره یې پر خپل وخت حساب او کتاب کړی وای. ۳- ط. ا. لبان چې کله لومړی ځل واک ته ورسېدل ، نو د افغانستان بانک په خزانه کې یوازې پنځوسګون او سلګون نوټونه پاتې وو ، چې دا مهال د زیات انفلاسیون له امله ناچله شوي وو، نور هېڅ نه وو، یوې روسي کمپنۍ رباني -مسعود او یو انګلیسي کمپنۍ جنرال دوستم ته بې پشتیوانې پیسې چاپولې چې د افغانیو ارزښت یې ( یونیم زر ځله ) را غورځولی و. د ط، د حاکمیت پر مهال د ټول هېواد کلنۍ بودجه نږدې ( یو پنځوس ملیونه ) ډالره وه چې د زېرمه کولو لپاره یې هېڅ چانس نه و ، له درېیو هېوادو پرته یې نه حکومت چا په رسمیت پېژنده او نه یې خپله کرنسۍ لرله. ۴- که د امریکایانو له خوا د غرامت خبره مطرح وای ، نو د ط، د تېر حکومت پر مهال به یې دا موضوع عملي کړې وای، لږ تر لږه ، عربي متحده امارات ، سعودي عربستان او پاکستان ، چې د ط واکمني یې په رسمیت پېژندلې وه ، د امریکایانو سیمه ییز متحدین وو او خپله اسامه بن لادن ورسره هر ډول اړیکي درلودل ، هغو ته به یې ویلي وو چې ګورئ موږ له دې خلکو خپل غرامت او تاوان غواړو.

ځواب ورکړئ

له افغانستانه تر وتلو وروسته سم له لاسه داسې اوازې خپرې شوې چې د امریکې د یوې محکمې د پرېکړې له مخې به د دې پیسو یوه برخه د سپټمبر د (۱۱ )مې نېټې د پېښې د نږدې (څلور زره تنو) قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي.که دا پرېکړه عملي شي ، نو د افغانانو د اقتصادي مظلومیت پېټی به لادروند شي او امریکا حکومت به په افغانستان کې د تېرو سیاسي او جنګي جرمونو او تېروتنو په تعقیب د مظلوم افغان ولس پر وړاندې د نورو بشري او اقتصادي جرمونو مرتکب هم شي.دلته غواړو د امریکا د حکومت او بیا د محکمې د نظر او پرېکړې د اړوندو خواوو د مسولیت او مکلفیت په باب یو څو څرګندونې ولرو: د پرېکړې اساس له دې محتوا سره تړلی چې (اسامه بن لادن )او د هغه ملګرو پر امریګا برید کړی ، د ط، ا . ل بانو تېر حکومت ورته پناه ورکړې او دا ځای یې د امریکا پر ضد کارولی دی ، نو ځکه دوی ګرم دي او تاوان باید پري کړي.په دې باب باید وویل شي: ۱-اسامه او عرب جنګیالي خپله د امریکا د لویو پالیسیو زېږنده وو، دوی یې د روسي پوځونو په مقابل کې وجنګول او د دواړو تر منځ د جګړې په بهیر کې افغان ولس ته درانه زیانونه واوښتل.

ځواب ورکړئ

امریکا متحده ایالات د نړۍ داسې یو لوی هېواد دی چې (۹،۸۳۴) ملیونه کیلو متره مربع مساحت او ( ۳۲۹،۵) ملیونه نفوس لري ، د نړۍ (۲۵) سلنه انرژي مصرفوي ، د دنیا نږدې (۴۰) سلنه سره زر لري او ویل کېږي د ټولې نړۍ نږدې (۳۳) سلنه اقصتاد یې په لاس کې دی، د پیسو کلنی دوران (GDP) یې په ۲۰۲۱م کال کې (یوویشت نیم ټرلیونه) ډالر دی. له ۲۰۱۵-۲۰۲۰ م کال پورې د افغانستان د ټولو پیسو کلنی دوران یوازې ( شل ملیارده) ډالره و او اوسنی حالت که په پام کې ونیول شي ، نو کېدی شي زموږ د هېواد ټول کلنی دوران (لس ملیارده) ډالرو ته را کښته شوی وي، یانې په امریکا کې د دوی د پیسوکلنی دوران نږدې (دوه زره ځله ) تر افغانستان زیات دی. د اقتصاد دا حجم او د ټکنالوژۍ دا پرمختګ په دې مانا نه دی چې دوی به ګنې په ټولنیز ډګر او د عدالت د تامین په برخه کې هم همدومره تر افغانانو لوړ وي.بلکې په دې برخه کې حق د افغانانو په طرف دی. کله چې په تېر اګست کې ط.ا.بانو یو ځل بیا پر افغانستان خپله ولکه ټینګه کړه ، نو امریکا کې د هغه هېواد حکومت د افغانستان ټوله پانګه ، چې نږدې (اته نیم ملیارده ) ډالره کېږي ، کنګل کړه

ځواب ورکړئ

له دې مؤسسو او له هغه چا زرګونه ځلې مننه چې افغانانو ته مرستې رسوي، خو دا مرستې کافي نه دي، ځکه دا مرستې کمې او د بې وزله خلکو شمېر زیات دی په کار خو داده چې نورې مرستندویه ادارې هم لاس په کار شي او هڅه وکړي چې د خلکو ستونزو ته رسېدګي وکړي. خو تر هر څه مهمه ده چې افغانان په بشري مرستو تکیه نه شي کولی د دې لپاره چې ستونزو ته یې په دوامدار ډول د پای ټکی کېښودل شي، په کار ده چې په کور د ننه د پراختیايي پروژو کارونه پیل شي چې له دې سره به نه یوازې خلک په ورځني ډول مزدوري واخلي بلکې د هېواد یوه برخه به اباده شي. د بېلګې په ډول که یو ځای کې د اوبو د مهارولو لوی او واړه بندونه جوړ شي؛ نه یوازې چې د اوس لپاره به یې یوه کورنۍ په ورځني ډول پیسې ترلاسه کړي، بلکې له همدې بندونو به د ځمکو په خړوبولو کې هم کار واخیستل شي او کله چې ځمکه خړوبېږي حتمي ده چې یو څوک به هلته کرکیله کوي، حاصلات به یې خرڅوي، یو بل به راځي دوکان ته به یې وړي هغه به ترې دوکان کې یو څو افغانۍ وګټي، همدارنګه که د له دې بندونو د برېښنا په تولید کې هم کار اخیستل کېدای شي جې نه یوازې کورونه به روښانه شي، بلکې د دولت خزانې ته به عواید لاړ شي او په دې ډول به حکومت وتوانېږي چې په دې پیسو نورو خلکو ته کاري فرصتونه ایجاد شي.

ځواب ورکړئ