ديپلوماسي

چین او روسیه د داسې یوې توطیې پر جوړولو بوخت دي چې نړۍ د استبدادي واکمنۍ لپاره چمتو کړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چپ) او د چین ولسمشر شي جین پینګ چې دواړو یو رنګ دریشي ګانې اغوستي او نیکټایانې تړلي د سلواغې په ۱۵مه په بیجینګ کې د خپلې کتنې په ترڅ کې د عکس اخیستنې لپاره ځانونه سموي. [الیکسي دروژینین/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چپ) او د چین ولسمشر شي جین پینګ چې دواړو یو رنګ دریشي ګانې اغوستي او نیکټایانې تړلي د سلواغې په ۱۵مه په بیجینګ کې د خپلې کتنې په ترڅ کې د عکس اخیستنې لپاره ځانونه سموي. [الیکسي دروژینین/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ چې هېوادونه یې له شریک ګواښ سره مخامخ دي؛ او په ګاونډیو هېوادونو کې یې د لوېدیځ په بڼه دیموکراسۍ په پراخېدلو ده، تېره اونۍ ژمنه وکړه چې د نړۍ وال سیاسي او پوځي نظام په یوه «نوې دوره» کې یو د بل تر څنګ ټینګ ودرېږي.

دغو دواړو دکتاتورانو د جمعې په ورځ /د سلواغې ۱۵مه/ د بیجینګ د ژمنیو اولمپیک لوبو د پرانستلو په ورځ سره ولیدل، او له داسې یوې اوږدمهالې پراخې هوکړې څخه یې پرده پورته کړه چې شنونکي وایي متحده ایالات د یوه نړۍ وال ځواک په توګه، ناټو اتحاد او په ټوله کې لېبرال دیموکراسي ننګوي.

هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې چې له یادې کتنې څخه وروسته خپره شوه، وویل، «د دغو دوو هېوادونو تر منځ ملګرتیا حدود نه لري. داسې برخې نشته چې همکاري دې په کې ممنوع وي.»

پوتین او شي ژمنه وکړه چې د فضا، مصنوعي ځیرکتیا، د اقلیم بدلون او د انټرنټ د کنټرول په ګډون یو شمېر برخو کې سره همکاري وکړي.‌.

روسي عسکر د سلواغې په ۱۷مه د اوکراین په پوله پرته نظامي ناحیه کې له ګازي ماسکونو سره تمرینات کوي. [د روسیې د دفاع وزارت]

روسي عسکر د سلواغې په ۱۷مه د اوکراین په پوله پرته نظامي ناحیه کې له ګازي ماسکونو سره تمرینات کوي. [د روسیې د دفاع وزارت]

د چین پوځي پرسونل د جنوبي چین په سمندر کې د توغندیو له یوې بېړۍ څخه ډزې کوي. بیجینګ په غیرقانوني توګه د دې سیمې د حاکمیت یا یو ډول ځانګړي واک ادعا کوي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین پوځي پرسونل د جنوبي چین په سمندر کې د توغندیو له یوې بېړۍ څخه ډزې کوي. بیجینګ په غیرقانوني توګه د دې سیمې د حاکمیت یا یو ډول ځانګړي واک ادعا کوي. [د چین د دفاع وزارت]

هغوی وویل داسې ولسواکي نشته چې د ټولو لپاره برابره وي. دا د مسکو او بیجینګ لپاره چې تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې د دیموکراتیکو خوځښتونو پر ضد جنګ کوي، یو ښه دلیل دی.

په اعلامیه کې راغلي، «روسیه او چین د بهرنیو ځواکونو د دې هڅو پر ضد درېږي چې د هغوی په شریکو متصلو سیمو کې امنیت او ثبات کمزوری کړي،اراده لري چې په هر ډول بهانه د مستقلو هېوادونو په داخلي چارو کې د بهرنیو ځواکونو د لاسوهنې پر ضد مبارزه وکړي، د احتجاجونو مخالفت کوي، او همکاري به سره زیاته کړي.»

په دغه سند کې راغلي،‌ «لوري د ناټو د پراختیا مخالفت کوي او د شمالي اتلانتیک اتحاد (ناټو) باندې غږ کوي چې د سړې جګړې د وخت ایډیالوژیک چلند پرېږدي،» او ټینګار کوي چې «د نورو هېوادونو د استقلال، امنیت او ګټو» درناوی دې وکړي.

نړۍ د استبداد لپاره چمتو کول

د اسیا ټولنې د پالیسۍ انسټیټیوټ (ای اېس پي آی) کې د نړۍ وال امنیت او دیپلوماسۍ مرستیال ډانیل روسیل رویټرز خبري اژانس ته وویل، «دواړه مشران خپل هوډ اعلانوي چې یو د بل تر څنګ او د متحدو ایالاتو او لوېدیځ پر ضد درېږي -- چمتو دي چې د بندیزونو پر ضد استقامت او د امریکا د نړۍ وال مشرتابه مقابله وکړي.»

په واشنګټن ډي سي کې په وېلسن مرکز کې د چین او متحدو ایالاتو په هکله د کیسینګر انسټیټیوټ رییس روبرټ ډالي هم دا نظر تایید کړ.‌

هغه دي نیویارکر ته وویل، «دا یوه ژمنه ده چې د امریکا او لوېدیځ پر ضد په ایډیالوژیک او پوځي دواړو برخو کې اوږه په اوږه ودرېږي.»

هغه د دغې هوکړې د ستراتیژیک وخت یادونه وکړه چې د اوکراین په ګډون پخوانیو شوروي دولتونو سره د روسې د سرحدونو په اوږدو کې ترینګلتیاوې او د تایوان په هکله د چین نظامي یرغلونه د زیاتېدلو خواته روان دي.

ولسواک تایوان چې د خپلو اوسېدونکیو له خوا اداره کیږی د مستبد چین له خوا په پرله پسې توګه تر ګواښ لاندې دی. چین ژمنه کوي چې دغه ټاپو به یوه ورځ ونیسي، او که اړتیا شي په دې لاره کې به له زور نه هم کار واخلي.‌

تایوان له ۱۹۴۹ میلادي کال راهیسې خپل حکومت لري.

د لندن په سوواس (اېس او ای اېس) پوهنتون کې د سیاسي چارو یوه پوه سټیو څانګ وویل، د اولمپیک لوبو د پرانستلو پر وخت په عام محضر کې په راښکاره کېدلو سره، پوتین او شي «ټینګه ژمنه وکړه چې نړۍ او په ځانګړې توګه پخواني سوسیالست هېوادونه د استبداد لپاره چمتو کړي.»

اتحاد نه

څانګ له ای اېف پي سره په خبرو کې وویل، د شي له خوا د اوکراین په هکله په عامه موقف نیول «د متحدو ایالاتو تر مشرتابه لاندې نړۍ وال نظام د ننګولو لپاره له پوتین سره د هغه ګډه لیوالتیا» په ګوته کوي.‌

روسیې په خپل وار سره،‌ د بیجینګ له «یو چین» سیاست څخه ملاتړ تکرار کړ، د تایوان «د خپلواکۍ د هرو ډولونو» مخالفت یې وکړ او د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې یې د بیجینګ له خوا د هانګ کانګ د ولسواکۍ د بې رحمانه ځپنې ملاتړ وکړ.‌

پوتین له چین سره پراخ ستراتيژیک مشارکت «بې ساری» او «له وقاره ډک» وباله، په داسې حال کې چې شي وویل چې د هغوی ګډه هوکړه به «په چین، روسیې او نړۍ باندې ډېر پراخ اغېز» ولري.

د چین رسمي رسنیو به په ۱۳۹۳ کې د روسیې له خوا د اوکراین د کریمیا را بېلولو او ځان سره یوځای کولو راهیسې، چې له امله یې لوېدیځو هېوادونو پوتین په تور لست کې ونیو، د شي او پوتین کتنو ته پراختیا ورکوله.‌

د چین ګلوبل ټایمز په وروستیو کې لیکلي وو چې «په رسمي ملاقاتونو سربېره،‌ یادو دواړو مشرانو په شریکه د ودکا، کاویر او روسي آیس کریمو له څښاک څخه هم خوند واخیست او یو د بل زېږورځې یې هم ولمانځلې.»

د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې په رېډل څېړنیز مرکز کې یوه شنونکي انتون بارباشین وویل، د روسیې او چین تر منځ پياوړې شوې اړیکې لا هم یو «اتحاد» نشي ګڼل کېدلی.

هغه له ای اېف پي سره په خبرو کې وویل، «خو موږ به حتما په نړۍ والو اړیکو کې لا نوره همغږي وګورو چې ښایي په دې لړ کې په اروپا او اسیا کې په عین وخت کې کمپاینونه ترسره شي، او د مسکو او بیجینګ تر منځ اقتصادي اړیکې ژورې شي.»

د داسې یوه مشارکت د جوړولو لپاره په هڅه کولو کې یوه اندېښنه د چین او روسیې تر منځ پراخه اقتصادي توپیر دی. د نړۍ وال بانک له خوا د وړاندې شویو معلوماتو په اساس، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د چین ناخالص کورنی تولید د روسې له ناخالص کورني تولید څخه ۱۰ ځلې ډېر یا په بل عبارت د چین ۱۴.۷ تریلیونه ډالر او د روسیې ۱.۵ تریلیونه ډالر وو.‌

د دې فرصت ګټې

د اوکراین په سر د لوېدیځ پر وړاندې د پوتین په مقابله کې له روسیې څخه د شي ملاتړ یو اساسي مرحله په ګوته کوي.‌

روسیې د اوکراین سرحدونو ته ۱۰۰۰۰۰ عسکر راټول کړي، او لوېدیځو هېوادونو ژمنه کړې چې که مسکو برید وکړي ویجاړوونکي بندیزونه به پرې ولګوي.

پوتین له شي سره وروسته له هغه ولیدل چې متحدو ایالاتو وویل دغه هېواد د مسکو له خوا د داسې یوه پلان په اړه شواهد لري چې غواړي په روسانو باندې د اوکراین د یوې جعلي حملې فلم جوړ کړي څو په خپل ګاونډي باندې د روسانو برید پرې توجیه کړي.‌

پوتین له دغه ګواښ څخه په اوکراین باندې د برید کولو لپاره استفاده کوي او غواړي چې د ناټو د پراختیا مخه ډب کړي، او اوس په دې مقابله کې د بیجینګ ښکاره ملاتړ له ځان سره لري.

مسکو په ۱۳۸۷ کې په جورجیا باندې د روسیې له جګړې او دغه راز په ۱۳۹۳ کې په اوکراین باندې برید یا د کریمیا د یو ځای کېدلو په برخه کې د بیجینګ ملاتړ له ځان سره نه درلود.‌

د کیف او د مسکو پلوه بېلتون پالو جنګیالیو تر منځ د نږدې اتو کالونو په جنګ کې له ۱۳۰۰۰ څخه ډېر کسان ووژل شول.‌

خو دا ځل، کېدی شي د چین لپاره په خپل ګاونډ کې ګټور تمام شي یعنې په اوکراین او د ختیځې اروپا په نورو هېوادونو کې د امریکایي عسکرو ډېر تمرکز په دې معنی دی چې په ارام سمندر کې له بیجینګ سره مقابله کې یې نظامي وزن کم وي.‌

مثلا،‌ په اوکراین باندې د مسکو هر برید ته د متحدو ایالاتو غبرګون کولی شي چې د چین پله درنه او دغه هېواد دې ته جوړ کړي چې د تایوان کنټرول ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې واشنګټن اشاره ورکړې چې د تایوان له خپلواکۍ څخه به دفاع وکړي.‌

د لوېدیځ خواته کږېدل

کیف په خپل وار سره، د روسیې د زیاتېدونکي یرغل په ترڅ کې له خپلو لوېدیځو ملګرو څخه د هغوی د ملاتړ له امله مننه وکړه.‌

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا د جمعې په ورځ د روسیې د «منحرف کوونکو» عملیاتو په هکله د متحدو ایالاتو د استخباراتي راپورونو په ځواب کې وویل، «له ۱۳۹۳ راهیسې، موږ د روسیې فدراسیون له خوا ډېر خاینانه عملونه لیدلي؛ موږ لیدلي چې هغوی چې کله هڅه کړې چې جعلکاري وکړي او په اوکراین باندې ملامتیا واچوي بیا هېڅ حدود نه مراعتوي.»

کولیبا وویل چې ادعا شوی پلان «حیرانوونکی» نه دی.‌

هغه وویل، «دا ډېره مهمه ده چې د روسیې ټول پلانونه او نیتونه روښانه شي او موږ وکولی شو چې خراب یې کړو.»

واشنګټن دا ادعا وروسته له هغه وکړه چې د برتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسن او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوګان په ګډون اروپایي مشرانو له کیف څخه لیدنه وکړه او خپل ملاتړ یې ترې اعلان کړ.

کولیبا د ملاتړ ښودنو هرکلی وکړ او ویې ویل چې هغوی د دې مخه نیولې چې روسیه «امنیتي وضعیت لا نور خراب» کړي.

تایوان هم د چین د یرغل په مقابل کې، د لوېدیځ د سیاسي او پوځي ملاتړ درناوی وکړ.

د سې شنبې په ورځ، تایپي له متحدو ایالاتو څخه مننه وکړه چې تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو پورې ارزښت لرونکي وسایل او خدمتونه یې پرې خرڅ کړل څو د هغوی د هوایي او د توغندیو د دفاع سیستمونه پياوړي شي.‌

د تایوان د دفاع وزارت په وینا، تمه ده چې دغه معامله د وري په میاشت کې عملي شي‌.‌

د متحدو ایالاتو د دفاعي امنیت د همکارۍ ادارې وویل چې دغه هوکړه د انجنیرۍ ملاتړ او د هوایي دفاع د سیستمونو مراقبت تر پوښښ لاندې نیسي او «د هوایي عملیاتو لپاره چمتووالي به یقیني» کړي.

یادې ادارې وویل،‌ «ترلاسه کوونکی به له دې ظرفیت څخه د سیمه ییزو ګواښونو د مخنیوونکي په توګه او د کورنۍ دفاع د پیاوړتیا لپاره کار واخلي.»

بیجینګ په وروستیو میاشتو کې د تایوان د هوایي دفاع په زون کې تېري زیات کړي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستۍ ربعه کې دغه شمېر بېخي ډېر شوی وه.‌

د ای اېف پي له خوا د یوه جوړ شوي ډېټابیس د معلوماتو په اساس، تېر کال تایوان په خپل قلمرو کې د چین د جنګي الوتکو ۹۶۹ مداخلې ثبت کړې وې چې دا په ۲۰۲۰ کې په همدومره وخت کې د شویو ۳۸۰ مداخلو دوه برابره وې.

داسې ښکاري چې په نوي کال کې به هم ورته تمایل موجود وي: د تایوان د دفاع وزارت ثبت کړې چې د مرغومي یا د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د دوه ورځو په ترڅ کې ۵۲ ځلې جنګي الوتکې ورننوتې دي، چې دا په دومره لږ وخت کې ډېر زیاتوالی په ګوته کوي.‌

د تایوان د ولسمشر ویاند زایویر چانګ وویل، «دا د متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه د جو بایډن له ټاکل کېدلو راهیسې دویم ځل او په سږ میلادی کال کې لومړی ځل دی چې په تایوان باندې وسلې پلوري.»

هغه وویل، «دا د تایوان او متحدو ایالاتو تر منځ د ډبرې په څېر کلک مشارکت څرګندوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوکراین د متحدو ایالاتو او متحدینو د پراګماتیزم په نتیجه کې قرباني شو، او تایوان به چین ته تقدیم کړای شي. دا چې چین د خپل نفوذ دایره پراخوي،‌ د امریکا متحده ایالات او د هغه غربي متحدین د ګڼو اعلامیو له خپرولو سره سره داسې ښکاري چې سټېج روسیې او چین ته له لاسه ورکوي. دا نظریه چې متحده ایالات باید د خپلو داخلي چارو په هکله ډېر اندېښمن وي، د ټرمپ له دورې راهیسې په متحدو ایالاتو کې ډېره پراخه ده، لاکن حقیقت دا دی چې متحده ایالات، حتی د خپلې بقا او داخلي امنیت لپاره، باید چین او روسیې ته اجازه ورنه کړي چې خپلې د نفوذ دایرې پراخې کړي. د متحدو ایالاتو اعتماد له وخت نه مخکې او په فاجعه زېږونکې بڼه له افغانستان څخه په وتلو او په افغانستان کې د جمهوري نظام په سقوط سره خراب شو، او د چین او روسیې شیطاني فعالیتونه یې په زیاتېدونکي ډول لا نور خرابوي.‌ څومره چې متحده ایالات ډېره هڅه کوي چې په نرمه دیپلوماسۍ سره د چین او روسیې د پارونو مخه ونیسي،‌ هومره ډېر د دغو هېوادونو زیږوالی او بې رحمي زیاتوي. له دې امله، ورځ تر بلې یرغلیز چلند زیاتېږي.‌ په دې حساب، په پیل کې متحده ایالاتو ته په کار دی چې پاکستان مسؤل ونیسي، یو طرف ته خپل له لاسه تللی اعتبار بېرته پرځای کړي، او بل طرف ته، عربي سمندرګي ته د چین د لاسرسي او هلته د هغه د تخریبي فعالیتونو مخه ونیسي.‌

ځواب ورکړئ

د امريکا ولسمشر جوبايډن بايد د اوکراين او روسيې په چارو کې د لاسوهنې پر ځای د افغانستان د کنګل شويو پيسو له غلا کولو څخه ډډه وکړي او د افغانستان له بېوزلو خلکو سره د مرستې لپاره يې له کنګل حالت څخه وباسي. ولسمشر بایډن پریکړه کړې چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو نیمایي د سپتمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته ورکړي، چې دا سوچه غلا ده. د سپټمبر د یوولسمې بریدونه د عربو ترهګرو له خوا ترسره شول او له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري، نو بیا ولې له افغانستانه غچ اخلي؟ دا منطقي نه ده چې تاسو له عربو ترهګرو سره ژورې اړیکې ټینګې کړئ او بیا د دغه برید په بدل کې په زور له افغان ولس څخه تاوان واخلئ. ولسمشر بایډن یو لیونی سپی دی او په تیرو وختونو کې یې له افغانستان او خلکو څخه کرکه درلوده، خو دا لیونی سپی باید لږ تر لږه دا فکر وکړي چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو غچ ولې له افغانانو واخیستل شي؟ ایا په ټوله امریکا کې داسې څوک نشته چې پر بایډن نیوکه وکړي او ورته ووایي چې ته څه ډول انسان یې؟ ته یو ظالم او مستبد انسان یې او تا د زرګونو امریکایانو او افغانانو وینه په ترهګرو عربانو باندې خرڅه کړه. که بایډن په رښتیا غواړي چې د سپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي وښيي، باید تاوان له عربو او پاکستان څخه واخلي، نه له افغانستان څخه. هر هغه څه چې د طالبانو او ترهګرو په نوم د امریکا پر ضد ترسره شوي، هغه ستاسو د خپل ملګري په جرم، یعنې د ناپاک پاکستان له خوا د وحشي او ظالمو عربانو په همکارۍ ترسره شوي دي. تاسو باید د خپلو زیانونو غچ له پاکستان څخه واخلئ. پاکستان ځان د امریکا ملګری او متحد بولي، خو په حقیقت کې د پردې تر شا له چین او روسیې سره متحد دی او تل د امریکا او افغانستان ضد کړنې ترسره کوي. د افغانس

ځواب ورکړئ

دا راپور د چین او روسیې په هکله دی خو زه غواړم دلته د امریکا او افغانستان تر منځ د اړیکو په هکله لیکل وکړم. کله چې یو څوک پخپله په درد کې وي د بل به څه غم وخوري. فلهذا د روسیې او چین مسئله پرېږدو. راځو د افغانستان او امریکا مسئلې ته. زه د امریکا خلکو ته درناوی کوم بلکې د هر هیواد د خلکو درناوی کوم. د امریکا حکومت په افغانستان باندې حمله وکړه او علت یې دا وښود چې د سپتمبر په ۱۱مه پېښو کې ښکېل وه. لاکن حقیقت دا دی چې د سپتمبر په پیښو کې هیڅ افغان ښکېل نه وه، عربان او پاکستانیان په کې ښکېل ول او دا هم معلومه نه ده چې آیا هغه خلک هم ریښتیا په کې ښکېل ول او که نه هسې استخباراتي لوبه وه. په هر حال امریکا په افغانستان باندې حمله وکړه، د خپلو درې نیم زرو خلکو د مرګ په بدل کې یې ۶۰ زره د ملي اردو عسکر او پولیس، له ۵۰ زرو نه ډېر طالبان او له ۵۰ زرو نه ډېر ملکي خلک ووژل شول. خو کله چې اسامه په پاکستان کې راووت امریکا له باکستان سره څه وکړل؟‌ ترمپ وایي چې له دیرش زره میلیونو ډالرو څخه ډېر یې پاکستان ته ورکړل، په داسې حال کې چې پاکستان په دغه جنګ کې داسې همکاري ورسره کوله چې حتی له کراچۍ نه تر ډیورنډ کرښې پورې استعمالېدونکی سرک پیسې یې هم ترې اخیستلې او په مقابل کې یې د امریکا دښمنان هم ساتل. راځم د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ مسئلې ته، څه چې بایډن وایي او فیصله کوي دا له یوې خوا د امریکا د عظیم ملت او د امریکا د زبرځواک توهین او بلې خواته د افغانستان په څېر یوه فقیر هیواد سره لوی خیانت دی چې په مخنیوي کې یې باید له افغانانو نه امریکایان ډېر فعال شي. پیسې ځي او راځي لاکن اعتبار چې لاړ شي بیا نه راګرځي.

ځواب ورکړئ

زه له چین او روسیې او همدارنګه له امریکا څخه غواړم چې د جنګ پر ځای دې سالمه سیالي وکړي. هغه پیسې چې په جنګ او اختلافاتو باندې لګوي هغه دې په نړۍ کې د انسانانو د خیر او فلاح لپاره ولګوي. نن هیلټر ته په نړۍ کې د نفرت په سترګه کتل کیږي او دلیل یې دا دی چې انسانان یې وژلي دي. که نن شي جین پینګ یا ولادیمیر پوتین یا جو بایډن او نور جنګ وکړي او انسانان ووژل شي، سبا به دوی ته هم د نفرت په سترګه کتل کیږي. هغه څه چې هیټلر تقریبا سل کاله پخوا وکړل هغه د هغه وخت خام فکر وو. لاکن اوس چې انسانان ځانونه متمدن او په خبره پوه بولي، د انسان د ژوند په ارزښت پوهېږي، ولې اوس داسې احمقانه کار کوي چې انسانان په کې تباه شي. هغه پیسې چې د اوکراین په جنګ باندې لګوئ هغه د اوکراین، افغانستان، سوریې، عراق، یمن، افریقا، ... په غریبو هیوادونو کې د انسانانو د رفاه او د ژوند په ښه کولو باندې ولګوئ.

ځواب ورکړئ

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون د چهارشنبې په ورځ د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نور اقدامات وکړي. د چین د دولتي خبري ادارې په وینا، ژانګ د چین په سینکیانګ سیمه کې د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت له خوا د جهاد د اعلانولو په هکله، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، «په افغانستان کې، د بهرنيو ځواکونو وتلو یوه امنیتي خلا رامنځته کړې چې ترهګرو ځواکونو ته فرصت ورکوي چې له ګډوډۍ څخه ناوړه استفاده وکړي.» دغه خبري اژانس وايي، بیجینګ په سینکیانګ سیمه کې د اویغور وسله والو او طالبانو ترمنځ د پخوانیو اړیکو په هکله اندېښمن دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه تازه څېړنه ښيي چې د ختیځ ترکستان د غورځنګ له ۲۰۰ تر ۷۰۰ پورې غړي په افغانستان کې پاتې دي. زما تبصره: ایا دا هغه دوه مخی چین نه و چې د پاکستان له لارې یې د پخواني حکومت وسله والو مخالفینو ته د ریموټ په وسیله کنټرولېدونکي بمونه ورکول؟ همدا وه او چین تر اخره پورې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ پر ضد مبارزه وکړه.

ځواب ورکړئ