چاپیریال

عراقي بزګرانو د داعش له واکمنۍ څخه وروسته د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې او د هغې د شریکانو په مرسته بیا کرنې ته مخه کړه

د فارس العمران راپور

په انبار کې دوه عراقۍ بزګرانې د سلواغې په ۷مه په یوه زرغونه خونه کې بادنجان کري. [تعافي پروګرام]

په انبار کې دوه عراقۍ بزګرانې د سلواغې په ۷مه په یوه زرغونه خونه کې بادنجان کري. [تعافي پروګرام]

د تېرو درې کالونو په ترڅ کې، د متحدو ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) له خوا تمویل شوې یوه پروژه په عراق کې له شریکباڼو موسساتو سره په دې کار کوي چې د ترهګرۍ په وسیله ویجاړې شوې سیمې بیا ورغوي او معیشتونه بیا جوړ کړي.‌

داعش په ۱۳۹۳ کې په عراق کې د سیمو له نیولو څخه وروسته په زرګونو ملکي خلک ووژل او بې ځایه کړل، او په ۱۳۹۶ کې یې له منځه تللو څخه وروسته د خرابیو یوه لړۍ او یو ویجاړ شوی اقتصاد تر شا پرېښودل.

د ۱۳۹۷ کال په وروستیو کې، د یو اېس ای آی ډي/د عراقي ټولنې د بیارغېدنې نوښت (آی سي آر آی - تعافي) پروژه د دې لپاره پیل شوه څو په هغو ښارونو کې له داعش څخه ازاد شوي دي، د ژوند اسانتیاوې بیا ورغوي.

له هغه وخت راهیسې، دغې پروژې کاري فرصتونه برابر کړي او د اساسي خدمتونو په بیارغولو او د فعالیتونو په تنظیمولو او د هغو پروګرامونو په پرمخ بوولو کې یې برخه اخیستې چې د ټولنې د بېلابېلو سکتورونو تر منځ سوله ییزه همکاري جوړوي.

لکه څنګه چې د وږي د ۱۷مې په دې عکس کې لیدل کیږي، د یو اېس ای آی ډي له خوا تمویل شوی تعافي پروګرام په سنجار کې د محلي بزګرانو لپاره د زرغونو خونو د جوړونې په هڅو کې مرسته کوي. [د دجلې د کرهڼې ټولنه]

لکه څنګه چې د وږي د ۱۷مې په دې عکس کې لیدل کیږي، د یو اېس ای آی ډي له خوا تمویل شوی تعافي پروګرام په سنجار کې د محلي بزګرانو لپاره د زرغونو خونو د جوړونې په هڅو کې مرسته کوي. [د دجلې د کرهڼې ټولنه]

د عراق د نینوا ولایت د سنجار ولسوالۍ بزګران د تلې په ۲مه د زراعت د عصري میتودونو او په زرغونو خونو کې د بوټو د تولید په هکله روزنه ترلاسه کوي. [د دجلې د کرهڼې ټولنه]

د عراق د نینوا ولایت د سنجار ولسوالۍ بزګران د تلې په ۲مه د زراعت د عصري میتودونو او په زرغونو خونو کې د بوټو د تولید په هکله روزنه ترلاسه کوي. [د دجلې د کرهڼې ټولنه]

دغه پروګرام له ۱۷۷ محلي شریکانو سره په همکارۍ کې، تر اوسه پورې ۳۸۷ فعالیتونه او انکشافي پروژې بشپړ کړي دي. دا پروژې د هغو لیرې پاتې خلکو په ملاتړ کولو باندې تمرکز کوي چې د داعش د له منځه وړلو د جنګ په ترڅ کې یې خپل معیشتونه له لاسه ورکړي دي.‌

د دې پروژې د دویم فېز د برخې په توګه چې د ۱۴۰۰ کال په وروستیو کې پيل شوی، له ۲۸ عراقي موسسو سره په همکارۍ کې ۳۴ پروژې پلي کیږي.

په وروستیو فعالیتونو کې یې له موصل سره نږدې په بشیقه ښار کې په ځانګړیو وسایلو سره د پنځو فابریکو تجهیزول شامل دي چې د کونځلو د تېلو تولید ته وده ورکوي. دا د نینوا ولایت له مهمو محلي صنایعو څخه دي چې د داعش د واکمنۍ پر وخت سخت زیان ور رسېدلی وو.‌

دغه راز، د تعافي پروژې د موصل، سنجار، القیروان، وانه او الرمانه ښاروالیو ته د کثافت لارۍ هم ورکړي چې داسې رسامۍ پرې شوي چې د عامه ځایونو د ساتنې د اهمیت په هکله خبرتیا ته وده ورکوي.

په څلور واړو پروژو کې کرنه وکړئ

په پخوانیو پروژو کې «په څلور واړو پروژو کې کرنه وکړئ» هم شامله وه چې د موصل سیمې د بزګرانو لپاره یې کاري فرصتونه او اضافي عواید برابر کړي وو.‌

د دجلې د کرنې ټولنه پروګرام رییس محمد الجمال المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، دا «له هغو مهمو پروژو څخه وه چې یو اېس ای آی ډي د تېر یوه کال په ترڅ کې د تعافي پروګرام له لارې تمویلوله او څارله.»

دغې ټولنې د پروژې د تمویل د یوې مهمې شریکباڼې په توګه، رسمي منظوری ترلاسه کول، ګټه اخیستونکي یې انتخابول او روزل او د هغوی کارونه به یې تعقیبول.

الجمال وویل، د دې پروژې په لړ کې، بزګرانو ته د دې لپاره زرغونې خونې ورکول کیږي څو هغوی د دې وړ وګرځوي چې د یوه ځانګړي موسم پر ځای د کال په اوږدو کې ترکارۍ او نور فصلونه وکري.

هغه وویل، بزګرانو ته په ورکړل شویو وسایلو او خدمتونو کې «سره، تخمونه، د اوبه لګولو عصري شبکې او د کرنې وسایل هم شامل دي،» او له هغوی سره د دې لپاره مرسته کیږي چې څاګانې وباسي او د برېښنا د تولیدولو لپاره لمریزې تختې ولګوي.

الجمال وویل، دغې پروژې د موصل سیمې په بزګرانو باندې کار وکړ. هغوی د داعش له خوا بې ځایه شوي وو او کله چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شول ویې لیدل چې ځمکې او زراعتي وسایل یې د یادې ډلې له خوا ویجاړ شوي ول.

بزګرانو په یوه لس ورځني عملي او تیوریکي روزنیز کورس کې برخه واخیستله. په کورس کې هغوی ته دا ور وښودل شول چې څنګه خپلې پروژې روانې وساتي، زراعتي تولیدات زیات او د بازار موندنې چارې پلې کړي.

الجمال وویل،‌ دغه ټولنه اونۍ په اونۍ بشپړې شوې پروژې ګوري څو دا ډاډ ترلاسه کړي چې هغه په بریالیتوب سره پرمخ ځي.

هغه وویل، «تعافي پروګرام د هغو بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي په برخه کې مرسته کړې چې اوس ټول کال کار کوي او په داسې وختونو کې چې د یوه فصل وخت نه وي هغوی خپل حاصلات خرڅوي او په نتیجه کې یې ګټې ترلاسه کوي.»

مثبت ټولنیز اغېز

د دجلې د کرنې د ټولنې د زراعت د چارو سلاکار علي یعروب وویل، له تعافي پروګرام سره مشارکت «قانع کوونکې پایلې ورکړي دي.»

نوموړي وویل، دغه پروګرام «د خلکو په هڅولو کې چې د ترهګرۍ په اغېزو برلاسي شي او په خپلو سیمو کې سوله رامنځته کړي، یو مثبت اغېز لرلی دی.»

هغه وویل، «د زراعت د پروژو په لړ کې، د موصل ښار په الرشیدیه، حاوي الجوسق او الفرقان سیمو کې د بزګرانو لپاره ۳۰ زرغونې خونې او دغه راز، د سنجر ښار په لمنو کې هم په همدې شمېر زرغونې خونې جوړې کړای شوې.»

یعروب وویل، د دغو لاسته راوړنو تر څنګ، د اوبه لګولو سیستمونه، د ډیزلو په وسیله چلېدونکي جنرېټرونه، لمریزې تختې او بېلابېل نور وسایل چې له بزګرانو سره د هغوی د ځمکو په بېرته ترلاسه کولو، د تولیداتو په زیاتولو او د لسګونو څاګانو په بیارغولو کې مرسته کوي، هم چمتو کړای شوي دي.‌

د فصلونو د اوبه کولو او د مالونو د خړوبولو لپاره د څاګانو له اوبو څخه کار اخیستل کیږي.

یعروب وویل، دغه راز د تعافي په پروژو کې «د نینوا په دښتي سیمو کې د بېلابېلو قومونو د زراعت پېشه خلکو مرسته کول هم شامل دي او دا کار د دې لپاره کېږي چې د ټولو قومونو د خلکو تر منځ اعتماد او ټولنیزې بشپړتیا ته وده ورکړل شي.»

هغه وویل، په دې لړ کې یوه داسې پروژه هم شامله ده چې د کاکایي (یارسان مذهبي ډلې) د حقونو د خوندیتوب ټولنې سره په مشارکت کې تطبیق کیږي څو د عصري کرهڼې او د اوبه لګولو د میتودونو په برخه کې ملاتړ او روزنیز کورسونه برابر کړي.‌

د تعافي پروګرام او نور محلي شریکباڼي د زراعتي اقتصاد او خدمتونو د بیا ژوندي کولو په ګډو هڅو کې برخه اخلي او له داعش څخه ازادو شویو نورو ښارونو کې ثبات ټینګوي.

هغه وویل، په دې سلسله کې د لوېدیځ انبار په عنه، حدیثه او الرطبه ښارګوټو کې نارینه او ښځینه بزګرانو او مالدارانو ته د مېوې د ونو پرې کولو، په کور کې د کرهڼې او د پایپونو له لارې د اوبه لګولو د سیستمونو د وسایلو چمتو کول شامل دي.‌

هغه وویل، «د ګټه اخیستونکو شمېر ۲۶۰ بزګرانو ته رسېدلی، او مونږ غواړو چې له ۸۰۰ څخه ډېرو بزګرانو سره مرسته وکړو.»

دغه راز، تعافي پروګرام د الرمانه په انبار ښارګوټي کې له ۱۳۹ ښځینه بزګرانو سره د زرغونو خونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړه څو د خپلو ټولنو د خدمت په برخه کې د عراقي ښځو رول پیاوړی او کرنیز پیداوار زیات کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه او د ولسي تړون پروګرام ته نږدې او ورته عمل دی چې د جمهوریت په دوره کې او د افغان حکومت په نوښت پلي شوی و، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بند شو. دغه پروګرام په مستقيم ډول د سيمه ييزو شوراګانو له لارې او د خلکو له لارې تطبيق شو، چې د ځايي خلکو په تېره بيا د بزګرانو په ژوند کې يې ستر بدلون راوست. دغه پروګرام د هېواد د ولسوالیو او ولایتونو په پرمختګ کې هم ستر رول لوبولی دی. په دې هیله چې یوه ورځ به په افغانستان کې د دغه مهم پروګرام د تطبیق پیل وګورو.

ځواب ورکړئ

عراقي بزګرانو کرنه بیا پیل کړه، خو پوهېږئ چې د وخت په تېرېدو انسان څومره ظالم او وحشي شوی دی؟ د نړۍ خلکو د عراق، سوریې، لیبیا، افغانستان، کشمیر، چیچنیا او اوکراین له جګړو څخه هیڅ درس نه دی زده کړی. دوی اوس هم هڅه کوي چې وژونکې وسلې جوړې کړي. دغو بدبختیو باید د وسلو او مهماتو د جوړولو پر ځای د انسانانو د هوساینې لپاره کار کړی وای، چې له بده مرغه داسې نه دي. د SIPRI په وینا، په اتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره، نړیوال نظامي لګښتونه ۲۳ ټریلیون ډالرو ته لوړ شوي. امریکا، چین، هند، بریتانیا او روسیه په دې برخه کې مخکښ هېوادونه دي. په ستاکهولم کې د سولې د نړیوال انسټیټیوټ (IIPS) د کلني راپور له مخې، په تېرو نهو کلونو کې نړیوال پوځي یا دفاعي لګښتونه په بې ساري ډول زیات شوي دي. د دغه انسټیټیوټ په وینا، دا په پرله پسې توګه اووم کال دی چې د نړۍ نظامي لګښتونه په چټکۍ سره لوړیږي. متخصصین د ۲ ملیارد امریکایی ډالرو لګښت اټکل کوي. داسې نه بریښي چې نظامي لګښتونه کوم بحران پیژني. حتی د کورونا ناروغۍ له امله رامینځته شوی اقتصادي بحران هم نه دی توانیدلی چې د دفاعي لګښتونو د ډیریدو مخه ونیسي. امريکا، چين، هند، بريتانيا او روسيه هغه پنځه هېوادونه دي چې د نړۍ پنځه سلنه پوځي پانګونه کوي. جرمني له فرانسې وروسته په څلورم ځای کې دی. د SIPRI په وینا، په مجموعي ډول، دفاعي لګښتونه د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جي ډي پي ۱.۴٪ جوړوي. نو خدای به څنګه د انسان له اعمالو راضي شي؟ د الله له عذابه به څنګه بچ کېږي؟ راتلونکي نسلونه به څنګه په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي؟ مهرباني وکړئ خپلې وسلې له منځه یوسئ او پیسې د خلکو په هوساینې مصرف کړئ !!!

ځواب ورکړئ