سوداګري

د حیرتان بندر له لارې له ازبکستان سره سوداګري زیاته شوې ده

د محمد قاسم راپور

یو کرېن د غبرګولي په ۱ د افغانستان په حیرتان بندر کې چې له ازبکستان سره په پوله پروت دی، افغاني تولیدات په کانټینرونو کې باروي. [ټولنیزې رسنۍ]

یو کرېن د غبرګولي په ۱ د افغانستان په حیرتان بندر کې چې له ازبکستان سره په پوله پروت دی، افغاني تولیدات په کانټینرونو کې باروي. [ټولنیزې رسنۍ]

کندوز -- افغان سوداګر او ځایي چارواکي وایي، په بلخ ولایت کې د افغانستان او ازبکستان په پوله د حیرتان بندر له لارې واردات او صادرات له ۱۰ میاشتني رکود څخه وروسته مخ په ډیریدوده.‌

د حیرتان بندر عمومي رییس عبدالستار رشید وویل، «زموږ د صادراتو حجم ډېر ښه دی. دغه راز، موږ هره ورځ د ۱۲۰ او ۱۴۰ تر منځ د اورګاډي واګونونه چې له بېلابېلو توکو څخه ډک وي او له ازبکستان څخه راځي، را واردوو

هغه وویل، «افغان سوداګر قالینې، خوږه وله، طبیعي بوټي، وچه مېوه او زړي لکه بادام، جلغوزي او ممیز، او د دې تر څنګ سبزیجات صادروي. د افغانستان په وارداتو کې خوراکي توکي لکه اوړه، وریژې او غوړي او ورسره سیخان او نور اړتیا وړ توکی شامل دي.»

هغه وویل، «افغان سوداګر هره ورځ له څلورو څخه تر پنځو پورې لارۍ چې له توکو څخه بار وي په سرحد اړوي او صادروي چې تعرفې یې معاف دي. مونږ هڅه کوو چې د خپلو صادراتو حجم زیات کړو.»

رشید وویل، په حیرتان بندر کې د تجارتي مالونو د ورځني صدور او ورود په برخه کې محدودیتونه نشته.‌

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صنعتي پارکونو رییس شېراحمد سپاهي زاده وویل، «موږ له تېر زمري راهیسې د حیرتان بندر له لارې له ۶۴۰۰۰۰ ټنو څخه ډېر کچالو، پیاز، خوږه وله، قالینې، ټغرونه، کونځلې، کتان دانې، مالوچ او د حیواناتو پوستکي صادر کړي دي.»

هغه وویل، «په وروستیو میاشتو کې د دغه بندر له لارې صادرات ۸۲٪ زیات شوي دي. پخوا موږ د جنګ او ناامنۍ له امله په دې کچه صادرات او واردات نه لرل

د حیرتان د سرحدي خدمتونو اداره، چې د تجارتي توکو د بارولو، ښکته کولو او ذخیره کولو څارنه پر غاړه لري، وایي، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګرۍ د زیاتېدلو تر څنګ عواید هم زیات شوي دي.

د دغې ادارې رییس علي جان عمري وویل، «په تېرو کالونو کې د دې ادارې ورځني عواید ۱ میلیون افغانۍ (۱۱۰۰۰ ډالر) وو، خو اوس له ۳ میلیونو افغانیو (۳۴۰۰۰ ډالرو) څخه زیات دي چې د دولت خزانې ته ورټولېږي.

هغه وویل، «په تجارتي معاملاتو باندې قوي کنټرول، د فساد مخنیوي او غټو تجارتي شرکتونو ته د اسانتیاوو برابرولو د عوایدو زیاتېدلو ته لاره هواره کړې ده.»

عمري په هغو پانګوونکیو او سوداګرو باندې چې له هېواد څخه وتلي دي غږ وکړ چې راستانه شياو د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې پانګونه وکړي.

د سوداګرو تر منځ هیله مندي

د افغانستان په شمال کې سوداګر وایي چې معاملات اسان شوي او د حیرتانو له لارې د وارداتو او صادراتو حجم زیات شوی دی.

په بلخ ولایت کې یوه افغان سوداګر محمد عمران احمدي وویل، د تېر کال په اوږدو کې په دغه ولایت کې سوداګري ورو شوې وه، خو په وروستیو کې د حیرتان له لارې د وارداتو او صادراتو حجم زیات شوی او سوداګریو ته ځینې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

هغه وویل، د وارداتو او صادارتو اړوند ستونزې حل شوي دي، او زیاته یې کړه چې، یواځیني مسایل چې پاتې دي«هغه د پیسو انتقال او سوداګرو ته په وخت سره د وېزو صدور دي».‌

هغه وویل، افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکولو کې موجودې ننګونې یوه جدي ستونزه ده، او زیاته یې کړه چې ډېرو سوداګرو ته درانه تاوانونه ور اوښتي ځکه هغوی مجبور شوي چې په غیاب کې معاملې وکړي.‌

احمدي وویل، «سرحدونه پرانستي نه دي، او خلک له ستونزو سره مخامخ دي. که افغان سوداګرو ته وېزې ورکړل شي، سرحدونه پرانستل شي او په وخت سره صادرات وشي، د هېواد اقتصاد به وده وکړي.»

په حیرتان کې د محمود رامین په نامه یوه سوداګر وویل، «د پخوا په پرتله، سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوي او هغوی ډېر لګښتونه نه کوي.»

رامین وویل، «سوداګرو ته د نورو اسانتیاوو برابرول به په بازارونو کې د خوړو، ګازو او نفتو په څېر توکو زیاتېدلو ته لاره هواره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څو ورځې مخکې ما په یوه رسنۍ کې د روسیې د ولسمشر پوتین یو نظر ولوست. هغه ویلي وو چې امریکا باید د افغانستان د جنګ تاوان ورکړي. زه وایم چې یوازې امریکا نه بلکې روسیه هم باید د افغانستان د ورانولو تاوان ورکړي. روسیه ځان د پخواني شوروي اتحاد میراث خوره بولي، نو باید چې په افغانستان باندې په ۱۹۷۸ کې د شوروي اتحاد د ظالمانه یرغل، د افغانستان د ولسمشر حفیظ الله امین د وژلو، د یو نیم میلیون افغانانو د وژلو، د افغانستان د ورانولو او د نړۍ د پرمختګ له بهیر څخه د افغانستان د وروسته پاتې ساتلو تاوان ورکړي. دغه راز، امریکا باید په افغانستان باندې د ۲۰۰۱ کال د یرغل له امله چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې تر عنوان لاندې یې وکړ، افغانانو ته تاوان ورکړي.‌ امریکایي سیاستوال نه یوازې د افغانانو پر وړاندې مسؤل دي، بلکې د خپلو هغو عسکرو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې هم مسؤل دي چې د افغانستان په جنګ کې ووژل شول. دا د لمر په څېر روښانه ده چې په تېرو شلو کالونو کې د افغانستان د حکومت د مخالفینو تر شا پاکستان ولاړ وو. پاکستان له روسیې او چین څخه پیسې او وسلې ترلاسه کولې او د حکومت مخالفینو ته یې ورکولې. دغه راز، پاکستان هغه پیسې چې له امریکا او نورو غربي هیوادونو څخه یې د ترګرۍ پر ضد د جګړې تر عنوان لاندې ترلاسه کولې هغه یې هم بیرته په وسله والو ډلو (طالبانو او داعش) باندې لګولې او افغانان یې پرې وژل. خو له دا هر څه سره سره هم، نړۍ وال ائتلاف د دې پر ځای چې له پاکستان نه د هغه د جنایتونو سپیناوی وغواړي، دغه هیواد ته له دیرش میلیاردو ډالرو نه ډېرې پیسې، وسلې او امکانات ورکړل.

ځواب ورکړئ

دا راپور یوځل بیا ثابتوي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر پلانونه تر کومه حده ګتور ثابتېدای شي. ولسمشر غني به هر وخت د سیمه ایز اتصال خبره کوله او ګاوندیو ته به یې ویل چې په سیمه ایز اتصال کې د دوی ټولو ګټې او بقا خوندي ده. خو ګاونډیو هیوادونو فکر کوی چې دوی نشي کولی د جمهوریت په شتون کې خپلو نورو ګټو ته ورسیږي ځکه نو ټول سره یوځای شول او دیوې نړیوالي دسیسې په ترڅ کې یې جمهوریت نسکور کړ. دا دی د نژدې یو کال وروسته د ولسمشر غني د سیمه ایز اتصال د طرحو د پلې کېدو ترڅنګ ګاونډي هیوادونه د سیمه ییزي او نړیوالې ترهرګرۍ د ګواښونو سره مخ دي او زه فکر کوم چې ددې ګواښونو په زیاتېدو سره به د سیمه ایز اتصال خوبونه هم همداسې پاتې شي او هیڅکله به حقیقت ته ونه رسېږي.

ځواب ورکړئ

دا واقعا ډېر غټ خبر دی. دا راپور په ډاګه کوي چې په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د امنیت او ثبات په ګټه دی. که څه هم تر دې مهاله افغانستان له اقتصادي پلوه باثباته نه دی، حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندل شوی او ترڅنګ یې امنیتي وضعیت هم نازک دی، خو له دې نسبي رکود سره سره له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري مخ پر زیاتېدو ده. نو د افغانستان ګاونډیان په تېره بیا ایران او پاکستان چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې خپله ټوله انرژي د افغانستان په ورانولو کې لګولې ده، باید په افغانستان کې د خپلو ورانکارو سیاستونو د بدلولو لپاره په افغانستان کې د خپل اقتصاد، سوکالۍ او ودې او همدا راز د یوې لویې څپې د مخنیوي لپاره کار وکړي او خپلو هیوادونو ته د ډله ایز مهاجرت مخه ونیسي. سربیره پردې، که چیرې دا هیوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو تجهیز او تمویل ته دوام ورکړي، دوی به یوه ورځ په همدې اور کې وسوځي. د دوی لپاره ښه ده چې یو ځل فکر وکړي او د خپلې سولې او ثبات په خاطر د افغانستان تباهي ته د پای ټکی کېږدي. مننه. شیرین علیزۍ

ځواب ورکړئ

که څه هم دا ښه خبر دی، خو باید په واضح ډول ووایو چې له نورو هېوادونو څخه د افغانستان واردات د صادراتو په پرتله ډېر دي. که موږ ازبکستان ته د افغانستان د صادراتو دغه ۸۲ سلنه زیاتوالی ستاسو په راپور کې له ازبکستان څخه د افغانستان له وارداتو سره پرتله کړو، نو معلومه به شي چې له دې مهم پرمختګ سره سره بیا هم د افغانستان صادرات ډېر کم دي. افغانستان له بده مرغه د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د ایراني او پاکستاني محصولاتو لپاره په سوداګریز بازار بدل شوی او دغه دواړه هېوادونه تل هڅه کوي چې په افغانستان کې د کرنې سکتور او صنایعو د پراختیا مخه ډب کړي، څو افغانستان د تل لپاره د سوداګرۍ په ډګر کې د هغوی صادراتو ته محتاج او د سوداګریزو توکو لپاره یو اړخیز بازار پاتې شي.

ځواب ورکړئ

څومره د هیله مندۍ ډک خبر دی. زه خو یې ډېر خوشاله کړم. اوس وخت کې چې هر افغان داسې خبرونه ګوري مطمئین یم چې ډېر به پرې خوشالېږي. ځکه زموږ ټولنه یو ناورین ته روانه ده. نو دغسې خبرونه دې لا زیات شي. نړۍ والې ټولنې څخه مو هیله ده چې افغانانو سره د اقتصاد برخې د جوړونې برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي. اوس وخت کې ډېری افغان پانګوال دې ته چمتو دي چې په بهرنیو هېوادونه کې پانګونه وکړي، خو نه افغان په نس وږي دي. په کار ده چې خپله افغان سوداګر او نړیوال افغانستان د پانګونې لپاره وټاکي. او که چېرته دغه کار ونه کړي نو لرې نه ده چې افغانستان به یو ځل بیا د جنګ میدان وګرځي چې دې سره به نه یوازې په کور د ننه ستونزې راولاړې شي، بلکې نورې نړۍ ته به هم سرخوږی وي. د افغان ولس انساني حق دی چې ښه ژوند وکړي او نور ورته پردي جنګونه رانه وړل شي.

ځواب ورکړئ

ډېره مننه سلام ټایمز چې داسې د خوښۍ خبرونه خپروئ. زه د سلام ټایمز له لارې له نړۍ والې ټولنې څخه غواړم چې د افغاستان له ولس سره د افغانستان د اقتصاد د په پښو درولو لپاره مرسته وکړي. زه له افغان سوداګرو او بهرنیو شرکتونو څخه غواړم چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او پرې نه ږدي چې افغانستان بیا د پاکستان، ایران، چین او روسیې د نایبو ګروپونو تر منځ د جنګ ډګر وګرځي. افغانان هم حق لري چې د نړۍ د نورو خلکو په څېر په سوله او ارام کې ژوند وکړي. تل دې وي سوله. مرګ په پاکستان او د پاکستان په پوځ چې د ترهګرو ملاتړ کوي.‌

ځواب ورکړئ