تروريزم

د داعش ځانمرګی برید په کابل کې د ناامنۍ د ډېرېدلو په هکله اندېښنې زیاتوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

عکس په کابل کې یو سرک ښیي چې د مرغومي په ۲۱مه د بهرنیو چارو وزارت سره نږدې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته تړل شوی دی. د چاودنې مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست چې له ۲۰ څخه ډېرو کسانو ته په کې تلفات ور واوښتل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

عکس په کابل کې یو سرک ښیي چې د مرغومي په ۲۱مه د بهرنیو چارو وزارت سره نږدې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته تړل شوی دی. د چاودنې مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست چې له ۲۰ څخه ډېرو کسانو ته په کې تلفات ور واوښتل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- داعش د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۱مه/ په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید د ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه واخیست. چارواکو او عیني شاهدانو وویل چې په پېښه کې لږ تر لږه ۵ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

د داعش د خراسان څانګې تبلیغاتي ادارې اعماق د ټیلیګرام له لارې په یوه پیغام کې وویل، د داعش یو غړی له امنیتي خنډونو څخه تېر شو او «د کارمندانو او ساتونکو په منځ کې یې خپل چاودېدونکي کمربند ته چاودنه ورکړه».‌

د چارشنبې ورځې د چاودنې د پېښېدلو پر وخت د ای اېف پي یوه ټیم په بله ودانۍ کې مصاحبه ترسره کوله.

د یوې کمپنۍ موټروان چې بهر یې انتظار کاوه یو سړی په داسې حال کې لیدلی چې یو بیګ ورسره او توپک یې پر اوږه ایښی او روان و، او بیا یې خپل ځان ته چاودنه ورکړله.‌

جمشېد کریمي وویل، «هغه زما د موټر تر څنګ تېر شو، او څو ثانیې وروسته یوه لوړ اواز لرونکې چاودنه وشوه. ما ولیدل چې سړي خپل ځان وچاوه.»

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل، پنځه تنه ملکي کسان ووژل شول.‌

ایټالوۍ غیرحکومتي موسسې ایمرجنسي چې په کابل کې یو روغتون چلوي، وویل چې هغوی ته له پېښې څخه ژوندي پاتې ۴۰ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.‌

ایمرجنسي په یوه اعلامیه کې وویل، «د تلفاتو شمېر د ډېرېدلو خواته روان دی. دغه راز موږ په پخلنځیو او کانټین کې هم چپرکټونه لګولي دي.»

د داعش خراسان څانګې ادعا وکړه چې، چاودنې «د څو دیپلوماتو کارمندانو په ګډون» لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل.

یوه ځایي چارواکي وویل، تمه وه چې د چارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته یو چینایي هیئت ورشي، خو دا لا روښانه نه ده چې آیا هغه د چاودنې پر وخت هلته حاضر و.

یوه بل چارواکي وویل، کله چې ځانمرګی برید وشو هلته هېڅ بهرنیان حاضر نه ول.

ډېرېدونکې ناامني

یوه وېډیو چې ای اېف پي یې ریښتینوالی تایید کړ، ښودل چې له پېښې څخه وروسته د لوړو دېوالونو لرونکې ودانۍ څخه بهر سرک باندې جسدونه پراته دي.

ځینې ټپي شوي قربانیان په ځمکه باندې رغښتل او د مرستې غوښتنه یې کوله، او یو شمېر لارویانو د مرستې کولو لپاره ور ودانګل.

داسې نه ښکارېدله چې ودانۍ دې سخته ژوبله شوې وي. د چاودنې له لاسې د کورنیو چارو وزارت د کړکیو شیشې هم ماتې شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په ټویټر ولیکل چې دیپلوماتانو «د لږ تر لږه ۲۰ تنو د وژل کېدلو او د ډیرو نورو د ټپي کېدلو راپورونه لیدلي دي.»

هغه وویل، «دا تاوتریخوالی هیڅ هدف نه لري.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم دغه برید وغانده.

یوناما په یوه ټویټ کې ولیکل، «د ناامنۍ زیاتوالی د جدي اندیښنې وړ دی. تاوتریخوالی په افغانستان کې د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره د کومې حل لارې برخه نه ده. موږ د زیانمنو کورنیو سره خواخوږي څرګندوو.»

په افغانستان کې د برتانیا سفیر هوګو شارټر په یوه ټویټ کې دا برید وغانده او ویې ویل چې «بریتانیا دا ډول بې مانا او بې توپیره تاوتریخوالی ردوي.»

د بهرنیانو د په نښه کولو بریدونه

داعش په وروستیو میاشتو کې د یو لړ بریدونو ادعا کړې چې بهرنیان یا بهرنۍ ګټې یې په نښه کړي دي.

لږ تر لږه پنځه چینایي وګړي تیره میاشت هغه مهال ټپیان شول چې وسله والو سړیو په کابل کې د چینايي سوداګرو پر یوه مشهور هوټل باندې برید وکړ.

د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. دغه راز، یادې ډلې د لیندۍ په میاشت کې په کابل کې د پاکستان په سفارت باندې د برید مسولیت هم په غاړه واخیست او اسلام آباد هغه د خپل سفیر په مقابل کې «د وژنې هڅه» په توګه وغندله.

ګاونډی چین یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې له کابل سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلې او د افغانستان پراخو کاني زیرمو او طبیعي زیرمو ته یې سترګې نیولې دي.

تېره اونۍ په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو له یوې چینايي کمپنۍ سره د افغانستان د تېلو د استخراج قرارداد اعلان کړ، چې یوشمېر افغان شنونکو غیرقانوني او استثماري استخراج وباله او ویې ویل چې افغانانو ته به ګټه ونه رسوي.

د تلې په میاشت کې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته په یوه جومات باندې برید کې څلور کسان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول. ژونديو پاتې کسانو وویل چې هغه یو ځانمرګی برید و.

او د روسیې د سفارت دوه کارکونکي د وږي په میاشت کې د هغوی له دفتر څخه بهر په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول چې د هغه برید مسؤلیت هم داعش پر غاړه واخیست.

په افغانستان کې د اقلیت ټولنو د غړو په ګډون په سلګونو کسان په نورو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي چې داعش یې مسؤلیت منلی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوس یې وخت دی چې ملګري ملتونه او نړیوال بشري سازمانونه په افغانستان کې د لسګونو دیپلوماتانو د مرګ ژوبلې چې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په یوه چاودنه کې ټپیان او ووژل شول او د تیرې ولسي جرګې د غړې مرسل نبي زاده د وژل کیدو پېښه په عاجله او بې طرفانه ډول وڅېړي. په یو بل پسې دغه ډول پېښې دا په ډاګه کوي چې دا ډول پېښې د پرزول شوي جمهوري نظام د ملکي او پوځي مامورينو پر وړاندې يو بشپړ کمپاين دی. طالبان که څه هم په لویو او وړو غونډو او مجلسونو کې وايي چې ټول هېواد کې یې امن راوستی، خو دا مطلق غلطه خبره ده. او د امن په مسؤلیت اخیستو کې بلکل ناکام دي. نو نړیوال باید د عاجلو څېړنو له سرته رسولو سره، د نورو وینه توییدنو او نویو بحرانونو مخنیوی وکړي. هغه ورځ چې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه وشوه زه په ۵۰ مترۍ کې وم. هم مهال ورسره د ډزو غږونه هم وشول. خلک په منډه شول. ما هم خپل مسیر بدل کړ، خو د خلکو جسدونه، د زخمیانو چیغې د طالب عسکرو غیر منظم حرکات چې هېڅ قسمه د عسکرۍ قانون کې نشته .... اوس مې هم سترګو ته ولاړ دي. که څه هم طالبانو د یادو دواړو پېښو د عاملینو لپاره د هڅو خبر ورکړی، خو د دوی دا ډول بې نظمي او بې ډسیپلینه اوسېدل خپله د دې شاهدي ورکوي چې دوی یې نه شي کولی. ځکه بهرنیو چارو وزارت شنه ساحه (ګرین زون) یوه برخه ده نو تر هغه ځایه چې بمونه یا هم ځانمرګي رسېږي څنګه به دوی د نورو پېښو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د لیرې کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پمپیو هغو تورونو ته غبرګون ښودلی چې ولسمشر غني یې د سولې مخالف ګڼلی دی. صالح په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، «ولسمشر غني په رښتیا سوله غوښتله، خو د پردې تر شا امریکا پرېکړه وکړه چې افغانستان راولپنډۍ ته وسپاري، څو په اوکراین کې جګړې ته چمتووالی ونیسي.» امرالله صالح امریکا د خپلو ستراتیژیکو ګټو په خاطر د بشریت په سرغړونې تورنه کړه او اوس د بهرنیو چارو پخوانی وزیر په بې اساسه کیسو او تورونو ځان ته برأت ورکوي. د افغانستان د عامې روغتیا پخواني وزیر ډاکټر وحید مجروح او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو هم د دغه امریکايي سیاستوال په اړه توند غبرګونونه ښودلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر غني د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې بایلونکی بللی او ویلي یې دي، چې له ډاکټر عبدالله څخه یې ټاکنې غلا کړې، چې د غني پلویانو یې ادعا رد کړې ده.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په پلازمینه کابل ښار کې تل یوه اسلامي افراطي ډله موجوده وي چې د بې وزلو خلکو سوله ایز ژوند ګواښي. داعش ترهګرې ډلې سږ کال د افغانستان په ولایتونو او په کابل ښار کښې څو چاودنې وکړې. تر ټولو خونړۍ چاودنه د پوهنتون د کانکور د ازموینې په ورځ د دشت برچي په ښوونځي کې وشوه چې له امله یې څو تنه زده کوونکي شهیدان شول. بله چاودنه دافغانستان اسلامي امارت دبهرنیو چارو وزارت مخې ته وشوه. په دې چاودنه کې زموږ څو ورونه شهيدان او څلوېښت تنه هېوادوال ټپيان شول. داعش ترهګره ډله نشي کولی په افغانستان کې خپلو شومو موخو ته ورسیږي. افغانان له داعش څخه کرکه لري او دا ډله به هیڅکله په افغانستان کې بریالۍ نشي.

ځواب ورکړئ