ديپلوماسي

د سعودي او ایران تر منځ د روغې جوړې نوښت چین نه، عراق او عمان کړی دی

د فارس العمران راپور

د چین د بهرنیو اړیکو د مرکزي کمېسیون د ادارې رییس وانګ یي د کب په ۱۹مه په بیجینګ کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني او د سعودي د ملي امنیت سلاکار موساد بن محمد الایبان سره د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی. [د چین د بهرنیو چارو وزارت]

د چین د بهرنیو اړیکو د مرکزي کمېسیون د ادارې رییس وانګ یي د کب په ۱۹مه په بیجینګ کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني او د سعودي د ملي امنیت سلاکار موساد بن محمد الایبان سره د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی. [د چین د بهرنیو چارو وزارت]

د اوږدې مودې د سیالانو ایران او سعودي عربستان تر منځ د روغې جوړې په منځګړتوب کې د چین وروستۍ بریا چې هغه یې د یوې دیپلوماتیکې کودتا په نامه تبلیغوي، په حقیقت کې د هغو پټو خبرو او دیپلوماسۍ له برکته ده چې د عراق اوعمان په مشرۍ ترسره شوې ده.

واشنګټن پوسټ په یوه تحلیل کې چې د کب په ۲۱مه خپور شو، لیکلي، «چین په ساده ډول منځ ته نه دی ورغلی چې د شخړې لوري په ناڅاپي ډول سره جوړ کړي.»

المونیتور د شنبې په ورځ /د کب ۲۷مه/ راپور ورکړ، چې په حقیقت کې، دا عراق و چې په ۱۳۹۸ کې یې د ایران او سعودي عربستان تر منځ منځګړتیا پیل کړه څو د هغوی په اړیکو کې درز کم کړي، او په دې برخه کې «د دواړو لوریو تر منځ د پیغامونو لېږد را لېږد تر ډېره» په ۱۳۹۵ کې وشو.

د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۱ تر منځ، عراق مخکې لاړ او په بغداد کې یې پنځه دورې مذاکرات تنظیم کړل او د هغو کوربه توب یې وکړ.

د بغداد یوه اوسېدونکي منعم محمد المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، «له بده مرغه چې چین هغه څه چې لاسته راوړنه او بریا یې ګڼي د خپلې دیپلوماسۍ له برکته بولي، په داسې حال کې چې د عراق په رول باندې اعتراف نه کوي.»

هغه وویل، «د عراق منځګړتوب د داسې یوې حقیقي هیلې په اساس و څو هغه شخړې پای ته ورسوي چې په امنیت باندې یې منفي اغېز کاوه، لاکن د چین هدف دا دی چې سیمه د هغې په منابعو باندې په لاس اېښودلو سره له ستوني تېره کړي.»

په ورته وخت کې د بغداد اوسېدونکي حسن الدولیمي په چین باندې تور ولګاو چې غواړي د روغې په کېدلو کې د عراق رول څنډې ته کړي.

چین سیاسي نفوذ غواړي

عراقي تحلیلګرانو المشارق ته وویل، د سعودي عربستان او ایران تر منځ د چین منځګړتوب د داسې یوې اوږدې پالیسۍ برخه دی چې غواړي په منځني ختیځ باندې «مسلط» شي او د هغه له منابعو څخه ناوړه استفاده وکړي.

هغوی وویل، چین هڅه کړې چې خپل ځان د یوه بې طرفه منځګړي په توګه مطرح کړي، او ښیي چې له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو په لرلو سره کولی شي چې په سیمه کې په اوږدمهالې سوله کې نوښتونه ترسره کړي.‌

د سیاسي چارو عراقي تحلیلګر طارق الشمري له المشارق سره په خبرو کې وویل، خو په حقیقت کې، هغه هڅه کوي چې د ځان لپاره سوله رامنځته کړي څو په داسې یوه طریقه مداخله وکړي چې یواځې د هغه خپلې اقتصادي ګټې خوندي کوي.

هغه وویل، چین ګوری چې په منځني ختیځ کې «سیاسي رولونه» ترسره کړي او په دې توګه د سیمې له هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې داسې پراخې لارې پرانیزي چې د سوداګرۍ تبادلې او پانګونې پورې محدودې نه وي.

هغه زیاته کړه، چین د هغه کار د اعتبار په اخیستلو سره چې عراق د سعودي عربستان او ایران تر منځ د اړیکو جوړولو لپاره ترسره کړ، غواړي چې خپل ځان د یوه «بانفوذه نړۍ وال لوبغاړي» په توګه وړاندې کړي او په سیمه باندې د تسلط ترلاسه کولو لپاره خپل ستراتیژیک سیاست پرمخ وېسي.

الشمري وویل، له سیمې څخه د چینایي چارواکو وروستۍ پراخې کتنې او د لیندۍ په میاشت کې له عربي او خلیجي مشرانو سره ګډې غونډې د داسې یوه سیاسي فعالیت برخه دي چې هدف یې د بیجینګ د نفوذ غښتلي کول دي.

د چین ګټې خوندي کول

چین په منځني ختیځ کې د خپلو ارتباطاتو په پراخولو سره، هیله لري چې د انرژۍ په هغو منابعو باندې چې هغه د خپل اقتصاد د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورته اړتیا لري، پراخ کنټرول ترلاسه کړي.

هغه یادونه وکړه چې دا وخت چین د ایراني تېلو تر ټولو غټ پېرودونکی دی.

د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي رابرټ مالي د سلواغې په ۳مه بلومبرګ تلوېزیون ته وویل، چین د ایران د غیرقانوني صادراتو تر ټولو غټ اخیستونکی دی.‌

دغه راز، تحلیلګرانو وویل چې چین تر ډېره له سعودي عربستان او د خلیج له نورو هېوادونو څخه د تېلو په وارداتو باندې متکي دی، او یادونه یې وکړه چې د سیمې ثبات د چین ګټې خوندي کوي او مرسته ورسره کوي چې خپل د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) پرمخ بوځي.

هغوی وویل، د بي آر آی له لارې چې د یو کمربند یو سرک (او بي او آر) په نامه هم یادیږي، چین غواړي چې په نړۍ کې تر ټولو غښتلی اقتصاد شي.

چین د بي آر آی په چوکاټ کې په میلیاردونو ډالر لګوي چې په منځني ختیځ کې د سرک او بېخبنا شبکې جوړې کړي چې دا به د هغه نړۍ واله سوداګري پیاوړې کړي او ورسره به د سیمې منابع ولوټي او د خپلو پورونو له لارې د هغوی لاسونه ور وتړي.‌

په واشنګټن ډي سي کې د عرب مرکز (ای سي ډبلیو) د ۱۴۰۰ کال د سلواغې د راپور په اساس، «د بي آر آی په تعقیبولو کې د بیجینګ سرعت او هوډ په منځني ختیځ کې ډېر څرګند دی.»

راپور یاده کړې چې چین «د بي آر آی اړوندو پروژو په تمویلولو کې منځني ختیځ ته لږ تر لږه ۱۲۳ میلیارده ډالر ورپمپ کړي دي.»

دغه راپور وایي، «په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د چین د ښکیلتیا ستراتیژي ښایي رحمت وګڼل شي، لاکن په حقیقت کې هغه په منځني ختیځ کې د چین له پوځي او دیپلوماتیکې پراختیا سره غاړه غړۍ پرمخ روانه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چين هيڅکله د دواړو هېوادونو ترمنځ چې له کلونو راهيسې په سړه جګړه کې ښکېل دي، مداخله نه ده کړې او نه به یې وکړي. چين تل په دې فکر کې دی چې څنګه د منځنۍ اسيا هېوادونو او د هغه د ګاونډيو هېوادونو کانونه ولېږدوي او خپل اقتصاد پرې پياوړی کړي. چین تل د خپل اقتصاد په هکله فکر کوي. که چیرې یو یا دوه هیوادونه په آسیا کې په جګړه کې ښکیل شي، چین به هیڅکله منځګړتوب ونه کړي. چين له هغو هېوادونو سره چې کمزوری اقتصاد لري او د نورو هېوادونو مرستې ته اړتيا لري، هېڅکله بشري مرستې نه دي کړي او نه یې کوي. چین تل د خپل اقتصاد په اړه فکر کوي، دا فکر نه کوي چې یو یا دوه هیوادونه چې په خپل منځ کې اختلافات لري د خبرو اترو میز ته کېنوي او هیڅ هیواد هم له چین څخه دا غوښتنه نه کوي.

ځواب ورکړئ