زده کړه

د ښوونې او روزنې حقونو ته په یوه بله ضربه کې، د افغان نجونو د زده کړو مدافع ونیول شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

د قلم لار رییس او په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مدافع وکیل مطیع الله ویسا د تېر غوایي په ۲۷مه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د خپل ګرځنده کتابتون تر څنګ د یوه ښوونځي ټولګي په ترڅ کې له ماشومانو سره خبرې کوي. [ثناءالله صیام/ای اېف پي]

د قلم لار رییس او په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مدافع وکیل مطیع الله ویسا د تېر غوایي په ۲۷مه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د خپل ګرځنده کتابتون تر څنګ د یوه ښوونځي ټولګي په ترڅ کې له ماشومانو سره خبرې کوي. [ثناءالله صیام/ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د نجونو د زده کړو لپاره د کمپاین د یوې پروژې د بنسټګر کورنۍ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی هیئت (یوناما) سې شنبه /د وري ۸مه/ وویل چې هغه په کابل کې نیول شوی دی.

د هغه ورور سمیع الله ویسا ای اېف پي ته وویل، مطیع الله ویسا، چې د قلم لار مشر دی، د دوشنبې په ماښام له لمانځه څخه وروسته په کابل کې د یوه جومات مخې ته د سړیو له خوا ودرول شو.

هغه وویل، «کله چې مطیع الله له هغوی څخه د هویت کارتونه وغوښتل، هغوی هغه وواهه او په زور یې له ځان سره بوتلو.»

هغه وویل، «هغه د پوهنې په برخه کې د خپلو فعالیتونو له امله نیول شوی دی. هغه هېڅکله هم نه له بل چا سره کار کړی نه له پخواني حکومت سره. هغه یواځې د قلم لارې لپاره کار کړی دی.»

د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو لپاره د قلم لار د کمپاین په لړ کې، د دغې موسسې رضاکاران په ټول هیواد کې له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره ګوري. قلم لار د کب په ۱۹مه په ټولنیزو رسنیو ولیکل، «موږ به د نجونو د زده کړو لپاره خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکړو. ځایی خلک زموږ ملاتړ کوي.» [قلم لار]

د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو لپاره د قلم لار د کمپاین په لړ کې، د دغې موسسې رضاکاران په ټول هیواد کې له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره ګوري. قلم لار د کب په ۱۹مه په ټولنیزو رسنیو ولیکل، «موږ به د نجونو د زده کړو لپاره خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکړو. ځایی خلک زموږ ملاتړ کوي.» [قلم لار]

د هغه بل ورور عطاالله ویسا د سه شنبې په سهار ټویټ وکړ چې د کورنۍ کور امنیتي ځواکونو محاصره کړی، دوه ورونه یې وهلي او مور یې ګواښلې ده، او د مطیع الله ټیلیفون او لپ ټاپ ضبط شوي دي.

یوناما د ویسا نیول تایید کړي او پر چارواکو یې غږ کړی چې «د هغه ځای، د نیول کېدلو لاملونه یې روښانه کړي او قانوني استازیتوب ته د هغه د لاسرسي او له کورنۍ سره د اړیکو ډاډ ورکړي.»

د نجونو د تعلیم لپاره هوډمن

نجونې له څه باندې یوه کال راهیسې په ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو څخه منع شوي دي، او افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې پر زده کړو باندې په کې دغه ډول محدودیتونه وضع شوي دي.‌

قلم لار د ښوونځیو لپاره کمپاین کوي او په کلیوالو سیمو کې کتابونه توزیع کوي، او له ډیرې مودې راهیسې په کلیو کې مشرانو ته د نجونو د زده کړې د اهمیت په هکله خبرې کوي، چې ورسره د خلکو چلند ورو ورو بدلېږي.

د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو له بندیز راهیسې، ویسا له لیرې پرتو سیمو څخه لیدنو ته دوام ورکوي ترڅو د ځایی خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه له نیول کېدلو څخه څو ساعته مخکې په یوه ټویټ کې وویل، «د هېواد له هر ګوټ څخه نارینه، ښځې، زاړه، ځوانان، هر څوک د خپلو لوڼو د تعلیم لپاره د اسلامي حقونو غوښتنه کوي.»

تیره اونۍ، چې نوی ښوونیز کال د تنکیو نجونو له شراکت پرته پیل شو، هغه ژمنه وکړه چې خپل کمپاین ته به دوام ورکړي.

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «هغه زیان چې د ښوونځیو له تړل کېدلو څخه رامنځته کیږي، نه د جبران او د نه منلو وړ دی. موږ له ځایی خلکو سره غونډې کړي، او که چیرې ښوونځي تړلي پاتې شي موږ به خپل لاریون ته دوام ورکړو.»

حتی د نجونو پر زده کړو له بندیز څخه مخکې، قلم لار د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې د سواد زیاتولو لپاره وقف شوی و.

د نړیوال بانک په وینا، له ۷۰٪ څخه زیاتې افغانې ښځې لیک او لوست نشي کولی، افغانستان په اسیا کې د ښځو لپاره د زده کړو تر ټولو خراب شاخص لري.

په تېره لسیزه کې، ویسا د پوهنې د ودې لپاره د افغانستان ټولو ۳۶۰ ولسوالیو ته سفر کړی دی.

هغه د تېر غوایي په ۱ له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې وویل، «موږ په ټول هیواد کې لسګونه ښوونځي پرانستي چې له ۱۱۰۰۰۰ څخه ډېر زده کوونکي په کې شامل دي.»

دا کار اسان نه دی.

هغه وویل، «کلیوالو سیمو ته د تګ پر وخت دوه ځلې مستقیما زموږ په موټر باندې ډزې وشوې خو موږ ترې روغ راووتو... او همېشه داسې خلک شته چې ماته بد او رد وایي او د وژلو ګواښ راته کوي.»

قلم لار په ټول هیواد کې له ۲۴۰۰ څخه ډیر رضاکاران لري چې د ځایي ټولګیو په جوړولو، د ښوونکو په موندلو، د کتابونو او قرطاسیې وېشلو، او د هلکانو او نجونو دواړو لپاره د زده کړې په ملاتړ کې د ولسي خلکو غونډې تنظیموي.

ویسا وویل، «زموږ کار په بشپړ ډول غیر سیاسي دی، او موږ هیڅکله د کومې سیاسي اجنډا مخالفت یا ملاتړ نه کوو.»

له خطرونو سره سره،هغه د خپل پیغام ترویج ته ژمن پاتې شوی دی.

تېر کال،‌ هغه له امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، «زه د ښځو د تعلیم په اړه د خلکو په فکر کې بدلون وینم. پخوا به خلکو د ښځو د زده کړې په اړه خبرې هم نه کولې. اوس یې پخپله غواړي، ځکه چې هغوی ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو، لیکوالانو او داسې نورو ته اړتیا لري.»

خپل غږ پورته کړئ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) په وینا، له ۱.۱ میلیونو څخه زیاتې افغان نجونې له ثانوي زده کړو څخه بې برخې دي.

په افغانستان کې د یونیسف ویاندې سمنتا مورت تېر کال امریکاغږ ډیوې ته وویل، «هر هغه ولسي نوښت چې له ټولنې سره مرسته کوي چې د ټولو ماشومانو لپاره د تعلیم په ارزښت ښه پوه شي، د زده کړې د غوښتنې په زیاتولو او ښوونځیو ته د زیاتو نجونو په راوړلو کې خورا ارزښت لري.»

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعالې شینکۍ کړوخېل قلم لار «په افغانستان کې یو خورا مهم حرکت» وباله.

هغې امریکاغږ ته وویل، «د یوه پرځان بسیا، خپلواک او سوکاله افغانستان لپاره تر هرڅه نه تعلیم ته ډیره اړتیا ده، او دا هغه څه دي چې دا غورځنګ یې د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.»

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په جنیوا کې په یوه وروستۍ وینا کې وویل چې د نجونو پر زده کړو بندیز «ښایي د جنسیتي ځورونې جرم وي، چې کېدی شي له چارواکو څخه یې پوښتنې ګروېږنې وشي».

هغه د سه شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې د ویسا په نیول کېدلو اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، «د هغه خوندیتوب خورا مهم دی او د هغه ټولو قانوني حقونو ته باید درناوی وشي».

د لیرن افغانستان په نامه د ښوونې او روزنې غیر انتفاعي پروګرام رییسې پښتنه زلمی خان دراني زیاته کړه، «د هغه لپاره خپل غږ پورته کړئ».

ویسا دویم مخکښ ښوونکی دی چې په وروستیو میاشتو کې د نجونو د تعلیم د کمپاین په تور نیول کیږي.

د سلواغې په میاشت کې، چارواکو د ژورنالیزم یو پخوانی استاد اسماعیل مشال وروسته له هغه ونیو چې سیمه ایزو رسنیو هغه په داسې حال کې وښود چې کتابونه یې په کراچۍ کې اچولي وو او لارویانو ته یې ورکول.

تر دې مخکې، نوموړي په یوه ژوندۍ تلوېزیوني خپرونه کې خپل تحصیلي اسناد وسوځول څو د ښځو د کار او ښوونې او روزنې په حقونو باندې لګول شوي محدودیتونه وغندي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ۱۹۷۷ کال له پیل راهیسې چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، ډېر افغانان پاکستان ته کډه شول. په پاکستان کې هغه سیاسي او مخور شخصیتونه چې افغانستان ته یې خدمت کاوه د پاکستان د استخباراتي ادارې په امر د حزب اسلامي له خوا ووژل شول. په دې ۴۶ کلونو کې زمونږ ګڼ شمېر هېوادوال چې په رښتیني ډول یې خپل هېواد ته خدمت کاوه، د بېلابېلو ډلو لکه د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند، د مجاهدینو اوو تنظیمونو او د اسلامي امارت له خوا ووژل شول. په افغانستان کې هغه کسان چې رښتیني خدمت یې کړی او د ترهګرو ډلو له خوا چې د بهرنیو هیوادونو ملاتړ لري وژل شوي او وژل کیږي. هر هغه څوک چې په افغانستان کې خدمت کوي د وخت د حکومتونو له خوا نیول کیږي یا وژل کیږي. چا چې له افغانستان سره خیانت وکړ او ډېر خلک یې ووژل، ښوونځي، سړکونه، پوهنتونونه او هوايي ډګرونه یې په نومونو ونومول شول، او د بهرنیو هېوادونو له خوا ورته سیاسي پناه او نور امتیازات ورکړل شول. هغه کسان چې د دې هېواد د خلکو د ښوونې او روزنې په برخه کې ډېرې هلې ځلې کوي او د دې هېواد د جوړولو او د دې هېواد د راتلونکو نسلونو د خدمت اراده لري، ټول د وخت د حکومتونو له خوا زنداني کېږي او يا هم نيول کېږي، او حتی وژل کیږي. دا کومه نوې خبره نه ده چې ښاغلی مطیع الله بندي شوی دی. هر هغه څوک چې د دې وطن خدمت وکړي همداسې اجر به ترلاسه کوي.

ځواب ورکړئ

ستاسو خبرې په بشپړ ډول بې معنی دي. هره لیکنه باید یو پیغام ولري. زه نه پوهیږم چې ستاسو پیغام څه دی؟ ایا تاسو غواړئ چې هیڅ افغان خپل هیواد ته خدمت ونه کړي؟ نه. دا یو احمقانه فکر دی. مهرباني وکړئ ځوانان د خپل هیواد له خدمت څخه مه زړه توري کوئ. زما ښه په یاد دي، زمونږ د فزیک استاد په نهم ټولګي کې مونږ ته وویل، «که تاسو خپل نننی د فزیک درس زده کړئ، دا په دې مانا ده چې تاسو د خپل هیواد په بیارغونه کې یوه خښته کېښودله». مونږ یو متل لرو چې وايي، «څاڅکی، څاڅکی یوځای کیږي او سمندر جوړوي». هیله ده زما په خبرو خفه نشئ. زمونږ د ګران وطن افغانستان د ابادۍ او بیا ابادۍ په هیله.

ځواب ورکړئ

د مطیع‌الله ویسا په هکله مې د ځینو نړیوالو څېرو څرګندونې ولوستې. ټولو د تمساح اوښکې توی کړي او د ویسا نیول کېدل یې د قلم او کتاب دښمني بللې ده. اصلا هغه ورځ چې له طالب سره د دومحې تړون لاسلیک کېده ولې امریکا له افغانانو پټ کړ او ولې یې د دې وطن اصلي مالکان چې ملت دی په دې حساسه موضوع کې دخیل نه کړل. ولې یې د بندو دروازو تر شاه ورسره معامله وکړه؟ ایا امریکا، ملګري یې او نړیوال په دې نه پوهېدل چې طالب که هر څومره تغیر وکړي بیا هم د لور په اندازه کوږ دی چې سمول یې ناشونی کار دی او که سموې یې نو ماتېږي. دا سمه ده چې د طالبانو ډېره برخه یې افغانان دي؛ خو په پنجابۍ نظریه تربیه شوي او څنګه چې د پنجاب خوښه وي هغسې یې ګډوي چې دې لوبه کې امریکا هم ورسره ملګرې ده او نور نړیوال هم. طالب په تېرو دوو لسیزو کې هم د نجونو او هم د هلکانو ښوونځیو ته اورونه اچولي او عام المنفعه ځایونه یې تخریب کړي دي. د نجونو او ښځو مخونو ته یې تېزاب ورشېندلي، خلک یې په بمونو کېنولي/ چاودنې یې ورکړي، د حیاء او عزت خلک یې بې عزته کړي دي... هر ډول لوبه یې چې زړه غوښتې دغې نااهله ډلې په افغان ولس کړې ده. کله چې د امریکا او د امریکا د شریکانو د معاملې په نتیجه کې واک ته ورسېدل، د خلکو کارو بار ورسره صفر شو، بیا یې د نجونو پر مخ له شپږم پورته ښوونځي بند کړل، بیا پوهنتونونه او بیا یې د کار له کولو محرومې کړې. طالب بلکل بې منطقه ده او معامله ګر یې هم انساني کرامت ته ژمن خلک نه دي چې دوی ته یې واک وروسپاره او انساني ناورین ته یې لاره هواره کړه...

ځواب ورکړئ

مونږ ډېر بدبخت خلک یو. :(

ځواب ورکړئ