جرم او انصاف

په بهرنیوهېوادونو کې د چین د څارنې د پټو مرکزونو زیاتېدونکیو شواهدو په ګرده نړۍ کې وېرې رامنځته کړي دي

د سلام ټایمز راپور

یو پلی سړی د ۱۴۰۰ د سلواغې په ۱۱مه د نیویارک ښار په چیناټاون سیمه کې د سرک پر غاړه روان دی. [ایډ جونز/ای اېف پي]

یو پلی سړی د ۱۴۰۰ د سلواغې په ۱۱مه د نیویارک ښار په چیناټاون سیمه کې د سرک پر غاړه روان دی. [ایډ جونز/ای اېف پي]

نیویارک -- په نیویارک کې د یوه چینایي «پولیس سټیشن» د رامنځته کولو له امله د دوو کسانو وروستۍ نیونې د بیجینګ له خوا د نړۍ په هیوادونو کې د پولیسو د پټو پوستو د جوړولو پراخې طرحې ته نوې پاملرنه ور جلب کړې ده.‌

په دغو کسانو باندې د وري په وروستیو کې داسې تورونه ولګول شول چې د یوه بهرني حکومت د نه ثبت شویو جاسوسانو په توګه یې کار کاوه او له چینایي چارواکو سره د خپلو اړیکو د شواهدو په له منځه وړلو سره یې د عدالت مخه نیولې ده.

د نیویارک په بروکلین سیمه کې د فدرالي حکومت د لوی څارنوال بریون پیس په وینا، هغوی د چین د ملي پولیسو ځواک د عامه امنیت وزارت (اېم پي اېس) د فوزو څانګې په استازیتوب د نیویارک ښار په چاینا ټاون سیمه کې خپل دفتر جوړ کړی و.

امریکایي چارواکو وویل، په داسې حال کې چې دغه دفتر له چینایي وګړو سره د هغوی د موټروانۍ د جوازونو د نوي کولو په څېر یو شمېر خدمتونه ترسره کول، لاکن اصلي وظیفه یې دا وه چې د چین ولسي جمهوریت فراري مخالفان په نښه کړي.

د نړۍ په نقشه کې هغه هیوادونه ښودل شوي چې د چین د بهرني پولیسو خدماتو سټیشنونه لري. [سیف ګارډ ډیفینډرز]

د نړۍ په نقشه کې هغه هیوادونه ښودل شوي چې د چین د بهرني پولیسو خدماتو سټیشنونه لري. [سیف ګارډ ډیفینډرز]

یو جلاوطنه تیبتی فعال د ۱۳۹۹ د کب په ۲۰مه په نوي ډیلي کې د چین سفارت څخه بهر د چین د حکومت پر ضد د ۱۹۵۹ د تیبتیانو د پاڅون د کلیزې لمانځلو په ویاړ د یوه احتجاج په ترڅ کې د هندي پولیسو له خوا نیول شوی دی. [مني شرما/ای اېف پي]

یو جلاوطنه تیبتی فعال د ۱۳۹۹ د کب په ۲۰مه په نوي ډیلي کې د چین سفارت څخه بهر د چین د حکومت پر ضد د ۱۹۵۹ د تیبتیانو د پاڅون د کلیزې لمانځلو په ویاړ د یوه احتجاج په ترڅ کې د هندي پولیسو له خوا نیول شوی دی. [مني شرما/ای اېف پي]

د ملي امنیت په چارو کې د عدلیې وزارت د لوی څارنوال مرستیال ډیویډ نیومن وویل، «د ملي امنیت وزارت یو قوی مرکز جوړ کړی و، دلته په نیویارک ښار کې یې د پولیسو داسې یو مرکز جوړ کړی و چې د متحده ایالاتو په یوه ډېره فعاله ټولنه کې یې مخالفین او د چین د ولسي جمهوریت منتقدین څارل او وېرول،»

دوه سړي په داسې حال کې ونیول شول او تر څنګه یې د چین د ملي پولیسو د ۳۴ افسرانو پر ضد په غیاب کې تورونه ولګېدل چې د ټولنیزو رسنیو له لارې په متحده ایالاتو کې د چین د ولسي جمهوریت د منتقدینو په نښه کوي.

په نړۍ کې د غیرقانوني څارنې کمپاین

د چین نړۍ وال کمپاین د وږي په میاشت کې په هسپانیا کې مېشتې د بشري حقونو مدافع ډلې سیف ګارډ ډیفینډرز له خوا په ډاګه شو.

څېړنې راپور ورکړ چې د پولیسو له خوا اداره کېدونکي لږترلږه ۵۴ بهرني مرکزونه جوړکړای شوي چې «په بهرنۍ خاوره کې د څارنې غیرقانوني عملیات» ترسره کوي.

د لیندۍ په ۱۴مه په يوه تعقيبي راپور کې، سیف ګارډ ډیفینډرز په بهرنیو هېوادونو کې د چين د څارنې لږ تر لږه ٤٨ نورمرکزونه په ګوته کړل چې په دې سره په ۵۳ هېوادونو کې د څارنې د مرکزونو شمېر ١٠٢ ته رسیږي.

چینايي چارواکو ویلي چې «په بهرنیو هېوادونو کې د خدمتونومرکزونه» د کووېډ-۱۹ وبا په جریان کې د دې لپاره پرانستل شوي چې د موټر چلولو جوازونو نوي کولو او ورته مسئلو کې له بهرمېشتو وګړو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تحقیقاتو ثابته کړې چې د څارنې مرکزونه د ۱۳۹۷ کال په پیل کې د چینګ تیان (ژی جیانګ ولایت) او فوژو (فوجیان ولایت) د عامه امنیت بیورو له خوا جوړ کړای شوي دي.

د نويو مستند شويو مرکزونو لوی اکثریت په ۱۳۹۵ کې د نانتونګ (جیانګ سو ولایت) او ونزو (ژی جیانګ ولایت) عامه امنیت بیورو له خوا رامنځته شوي – چې دا په مستقیم ډول هغه ادعاوې ردوي چې دا مرکزونه د وبا په پایله کې رامینځته شوي دي.

د بېجينګ د ادعاوو د ردولو لپاره د نورو شواهدو په وړاندې کولو سره، د فوجيان ولايت حکومت د ۱۳۸۰ کال د سلواغې په يوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې هغوی په پنځو براعظمونو کې د «فوژو د پوليسو د بهرنیو خدمتونو» ۳۰ لومړني مرکزونه جوړ کړي دي.

مخفي تور ځایونه

په راپور کې ویل شوي چې ځینې کوربه هیوادونو په ښکاره ډول دغو «د څارنې د خدمتونو مرکزونو» او ځایي قانون تطبیقوونکیو تنظیموونکیو سره موافقه کړې، او همدارنګه د چین دیپلوماتیک حضورپه دغو ځایونو کې له سټیشنونو سره نږدې همکاري کوي.

په متحده عرب اماراتو کې هم عین کار روان دی، او هلته د چین د څارنې د خدمتونو لږ تر لږه دوه مرکزونه له ځایي چارواکو سره په همکارۍ کې فعالیت کوي.‌

خو د متحده عرب اماراتو د اردو یوه متقاعد افسر چې ځان یې د یاسر حسن په مستعار نامه یاد کړ، وویل، د متحده عربي اماراتو چارواکو په تیرو وختونو کې «هغه تور ځایونه چې د چینایي استخباراتي ادارو له خوا چلول کېدل، کشف کړي دي. دغه ځایونه د توقیف او تحقیقاتو د مرکزونو په توګه کارول کېدل»،

حسن وویل، د متحده عرب اماراتو او چین ترمنځ تړونونه چینايي پولیسو ته، «په متحده اماراتو کې د خوځښت د ازادۍ او د څارنې او د اړتیا په صورت کې نیونې په ګډون» پراخه ازادي ورکوي.

هغه زیاته کړه، «د متحده عرب اماراتو چارواکو د چین ډېر مخالفان یا ایغور مسلمانان نیولي او چین ته یې شړلي دي،»

بیجینګ په تیرو څو کلونو کې له یو ملیون څخه ډیر اویغوریان او نور ډیر مسلمانان، د لیرې لویدیز شینجیانګ سیمې اوسیدونکي، ترکي ژبي اوسيدونکي د توقیف مرکزونو او زندانونو په پټه شبکه کې توقیف کړي دي.

په تورونو کې ډله ییز توقیفونه، جبري کار، جبري شنډول، سیستماتیک جنسي تېری او د اویغوریانو د کلتوري او اسلامي اماکنو ویجاړول شامل دي.

سیف ګارډ ډیفینډرز خپل د لیندۍ میاشتې راپور کې وویل، «په نورو هیوادونو کې، په داسې حال کې چې دا ډول توافق نشته (یا نه ښکاري)، داسې بریښي چې د چین د ولسي جمهوریت چارواکو خپلو پټو هدفونو ته د رسیدلو لپاره د څارنې د دوه اړخیزې همکارۍ له شتو میکانیزمونو څخه ناوړه استفاده کړې ده،»‌

راپور د ویانا د ۱۹۶۳ د کنوانسیون په استناد ویلي، «د کوربه هیواد له خوښې پرته، په بهر کې د چین د څارنې د خدمتونو د مرکزونو رامینځته کول، که څه هم چې د پاسپورټونو یا د موټروانۍ د جوازونو د تمدید په څېر کونسلي خدمتونه وړاندې کړي، د کوربه هېوادونو له ځمکني او قضایي حاکمیت څخه سخته سرغړونه بلل کیږي،»

راپور وایي، په حقیقت کې، دا «د څارنې مرکزونه» د چین د رژیم د هڅو یوه برخه ده چې «د ځورولو، ګواښلو، ډارولو او تعقیبولو له لارې مطلوب کسان چین ته د بیرته ستنیدلو لپاره مجبور کړي».

د منځنۍ اسیا له خلکو څخه بدګوماني

د منځنۍ اسیا اوسیدونکو او وګړو چین ته د خپلو هېوادونو د نزدیکت او په سیمه کې د بیجینګ زیاتېدونکي نفوذ ته په پام سره، د دې خبرونو په هکله اندیښنه څرګنده کړله.

د سیف ګارډ ډیفینډرز په وینا، لږ تر لږه یو د څارنې مرکز چې د فوزو عامه امنیت بیورو له خوا چلول کیږي، د ازبکستان په سیر دریا سیمه کې موقعیت لري.

په متحده ایالاتو کې مېشتې ازبکې د سیاسي چارو شنونکې نګارا خیدویاتووا وویل، دا راپور «د چین د بین المللي جبر د پراخ عمل شواهد وړاندې کوي».

هغې وويل، «د چين د استخباراتو کار اصلا د اويغور مخالفانو موندل دي. له همدې امله، چين دغه هېواد ته ژمن اويغوریان د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د توکو په بازارونو کې ځای پرځای کوي. د چین امنیتي ادارې په قرغزستان کې ځایي ټرانسپورټ چمتو کونکي استخداموي، هغوی تمویلوي او د بازار هره ممکنه ترجیح ورکوي څو هغوی د اویغوري مخالفانو په هکله معلومات راټول کړي.»

خدویاتووا زیاته کړه چې هغه لږ تر لږه یو چینایي وګړی پیژني چې د «جاسوسۍ» په تور له لسګونو کالونو څخه اوږده حبس محکوم شوی دی.

په سویډن کې مېشت ازبک سیاسي شنونکي، پولات اخونوف وویل، «زه به په دې حیران نشم چې که چېرې [چینایي پولیس] په ازبکستان او قزاقستان کې حضور ولري،»

هغه وویل، «د څارنې د داسې مرکزونو اصلي وظیفه دا ده چې هغه چینایي وګړي چې زموږ په هېوادونو کې ژوند کوي، معلوم کړي، او د چین ضد مذهبي او ملت پالو ګروپونو څخه پېښ ګواښونه کشف کړي،»

هغه وویل، ښایي هغوی «زموږ د هیوادونو چارواکي او عادي وګړي استخدام کړي څو د چین د ژور نفوذ ډاډ ... او ورسره په دولت باندې کنټرول ترلاسه کړي،»

په لندن کې مېشت ازبک شنونکي علیشېر الخموف وویل، «په ښکاره ډول چین په ازبکستان کې د څارنې یو مرکز د دې لپاره جوړ کړی چې معلومه کړي چې آیا اویغوریان له چین څخه راځي او که داسې وي، په کومه لاره او د چا په مرسته، د افرادو او که د ډلو په مرسته راځي،»

هغه وویل، که ازبکستان له چین سره د اویغورانو په ځورولو کې مرسته وکړي، «دا به د ازبک چارواکو لپاره د شرم خبره وي،» او زیاته یې کړه چې اویغوران له قومي او کلتوري پلوه ازبکانو ته ډېر نږدې دي او دا چې ازبکستان خپل اویغور اقلیت لري.

په بد نیت کار کول

په دې مسئله باندې د چینایي وارداتو په برخه کې د کینیا سوداګر سټاینلي کیول چې ۴۷ کاله عمر لري، هم خوښ نه دی.

هغه وویل، «د چین لپاره چې په پټه په بهرنیو هیوادونو کې د څارنې مرکزونه پرانیزي، دا معنی لري چې هغه د کوربه هیوادونو د پولیسو په پروسه باور نه لري،»

هغه وویل، «دا ډول عملیات یو سپکاوی او بد نیت دی. که چیرې نور هیوادونه ورته عمل وکړي او په بیجینګ یا نورو چینایي ښارونو کې ورته غیرقانوني مرکزونه پرانیزي عکس العمل به څه وي؟ یقینا چین به دغه ډول مرکزونه په جدیت تعقیب او چلونکي به یې د اوږدې مودې لپاره په بند محکوم کړي.»

که څه هم کینیا د هغو هیوادونو په لیست کې نه ده چې د چین د څارنې مرکزونه دې په کې موقعیت ولري، لاکن ځینې مشهورو شخصیتونو او سیاستوالو شکونه راپورته کړي دي.

د سیف ګارډ ډیفینډرز په وینا، په ګاونډي هېواد تنزانیا کې د چین د څارنې یو پټ مرکز موجود دی.

د کینیا په مرکز نایروبي کې د جوزف توندو په نامه یوه تنزانیایي سوداګر چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، «خو په چین کې زموږ سفیر ښاغلي بیلوا کایروکي دا ادعا رد کړه،»

هغه وویل، «زه هیله لرم چې قضیه به همداسې وي، خو زیاته یې کړه چې تاسو په هغو معلوماتو باندې چې زموږ افریقایي حکومتونه یې موږ ته راکوي ۱۰۰٪ باور نشئ کولی.»

د یوګندا د یوه لومړني ښوونځي ښوونکې میرسي ناسیچي چې ۳۱ کاله عمر لري او نایروبي ته په رخصتۍ تللې، وویل، چین «په بهرنیو هېوادونو کې د عملیاتي مرکزونو له لارې د کوربه هیوادونو حاکمیت کمزوری کوي. د دغو مرکزونو اصلي هدف دا دی چې چینایان تعقیب کړي، وڅاري، وګواښي، وډار کړي او وځوروي،»

ناسیچي په دې شک وکړ چې دا بهر مېشتي مرکزونه دې «د اسنادو د پروسیس چارې» چې د چین سفارتونه یا کونسلګرۍ یې نشي ترسره کولی، ترسره کړي.

په نيويارک کې د وروستيو نيولو په يادولو سره هغې وويل، «کله چې اجنتانو دومره جرئت درلود چې [په متحده ايالاتو کې] دا ډول ناقانونه مرکز پرانيزي، نو د افريقا په فاسدو هېوادونو کې به څه حال وي؟ د دې معنی دا ده چې چينايان بې شمېره داسې مرکزونه لري چې د کونسلي خدمتونو د وړاندې کوونکیو یا داسې ادارو تر پوښښ لاندې کار کوي چې وایی له چینایي وګړو سره د سفري اسنادو په برابرولو کې مرسته کوي.»

ناسیچي وویل، «موږ ټول پوهیږو چې د چین حکومت خپلې ټولې معاملې په پټه ترسره کوي، او موږ تمه نه لرو چې نړۍ ته د څارنې د دغو مرکزونو د شتون په هکله په ښکاره اعتراف وکړي.»

[د دې راپور په چمتو کولو کې له قاهرې څخه ولید ابوالخیر، له تاشکند څخه رستم تیمیروف، له نایروبي څخه جولیو کیتس او ای اېف پي همکاري کړې ده]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ما مخکې د چین د ظلمونو په هکله هیڅ معلومات نه درلودل. کله چې ما د سلام ټایمز راپور ولوست، حیران شوم چې چین څومره ظالم او جابر دی. :( ما په دې ویب سایټ کې ولوستل چې چین نه یوازې د چینایي مسلمانانو سره ظلم کوي، بلکې په هانګ کانګ او تایوان کې د خپلو هم نسلو په وړاندې له زور څخه کار اخلي او هغوی د خپلې مدني، سیاسي، ... او اخلاقي ازادۍ څخه محروموي. ما په یوه راپور کې دا هم ولوستل چې چینايي مجرمین مسلمانې ښځې او نور اقلیتونه نیسي او ډله ایز جنسي تیري کوي. دا هغه ظلمونه دي چې حتی اسراییلي یهودانو هم د فلسطیني مسلمانانو په وړاندې نه دي کړي. کاش په دې نړۍ کې انسانیت وای! کاش هغه پیسې چې د نړۍ د سترو قدرتونو له خوا د یوه بل د تباه کولو لپاره لګول کیږي، د خلکو د ژوند په ښه کولو مصرف شوي وای. کاش چې د نړۍ سوځوونکې دښتې د انګورو په باغونو او ځنګلونو باندې بدلې شي. هغه تخریبي سیالي چې نن یې روسیه، چین، امریکا او د نړۍ نور ځواکمن هیوادونه د اتومي او ویجاړونکو وسلو د ترلاسه کولو لپاره کوي، باید په رغنده سیالیو باندې بدله شي. دا هیوادونه باید له خپل عقل څخه کار واخلي، خپلې ځمکنۍ او اقتصادي شخړې یوې خواته کړي او د خلکو د هوساینې لپاره کار وکړي. په درنښت، نورالله خاطر

ځواب ورکړئ

چین د دغه هیواد پر مسلمانانو ډیر ظلمونه کوي او هغوی ته شکنجې ورکوي. چین په دغه هیواد کې د مسلمانانو د نسل وژنې هڅه کوي. چین د ظلم تاریخ لري ځکه چنګیز د خپلې واکمنۍ پر مهال پر ډېرو هېوادونو ظلمونه کړي او ډېر خلک یې وژلي دي. اوس د چين حکومت د دغه پاچا په نقش قدم روان دی. چین یو ظالم هیواد دی. هغه تل د نورو هیوادونو کانونو ته سترګې نیولي وي. هر هغه هیواد چې د بل هیواد شتمنۍ ته سترګې نیسي، هغه به هیڅکله هم بریالي نشي.

ځواب ورکړئ

د چین په رابطه جالب او خطرناک معلومات دي.‌ تر یو کال مخکې وخت پورې ما فکر کاوه چې چین به یو مهذب کلتور لري او خلک به یې انساني ارزښتونو ته ډېر متعهد وي. اوس چې زه ګورم چین او چینایان یوازې د خپلو ګټو په هکله فکر کوي. کوشش کوي چې د نورو هیوادونو منابع ولوټي. یو بل وحشت چې ما د چین د عسکرو ولید هغه د هندي عسکرو وژل وو. چینایي عسکرو د میخونو او چړو په وسیله هندي عسکر وژلي دي. په همدې ویب سایټ کې و که بل ځای کې مې ولوستل چې د چین حکومت له مسلمانانو سره سخت ظلمونه کوي. مونږ له نړۍ والې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو څخه غواړو چې د چین په حکومت باندې فشار راولي څو په خپل هیواد کې د مسلمانانو او نورو اقلیتونو پر ضد ظلمونه بند کړي. په احترام محمد اغا

ځواب ورکړئ