چاپیریال

افغان کروندګر په شمال کې د ملخانو د یرغل پر وړاندې په سختۍ مجادله کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغانستان په شمال کې چې کروندګر او د هغوی کورنۍ لا له وړاندې د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي، په سلګونو زره ملخان په فصلونو باندې راښکته شوي دي. د غنمو د کروندو له خوړلو څخه وروسته، هغوی په راتلونکي پسرلي کې د نوې زېږونې لپاره هګۍ اچولې، او په داسې یوه هېواد کې چې د ملګرو ملتونو په وینا په ۱۰ کې نهه کورنۍ وار له مخه د خوراکي توکو د اخیستلو وس نه لري، تخریب ته دوام ورکوي. [لوانا سارمیني بوناکورسي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

بلخ -- د افغانستان په شمال کې په سلګونو زره ملخان د کروندګرو او د هغوی د کورنیو د بې وسه سترګو پر وړاندې په فصلونو راښکته شوي دي.

د شمالي ولایت بلخ، چې د هېواد د غلې د کندو د اتو ځپل شویو ولایتونو له ډلې څخه دی، په کندالي کلي کې د خړو حشرو یو حیرانوونکی سیل راټول شوی دی.

د فصلونو له خوړلو څخه وروسته، هغوی په راتلونکي پسرلي کې د نوې زېږونې لپاره هګۍ اچولې، او په داسې یوه هېواد کې چې د ملګرو ملتونو په وینا په ۱۰ کې نهه کورنۍ وار له مخه د خوراکي توکو د اخیستلو وس نه لري، تخریب ته دوام ورکوي.

د کندالي د کلي استازي بازمحمد وويل، «هغوی د غنمو، نخودو او کونځلو په ګډون هر زرغون بوتی خوري.»

کروندګر د غبرګولي په ۱۴مه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په کندالي سیمه کې د غنمو یوې کروندې ته نږدې د ملخانو په یوه کله کې ګرځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کروندګر د غبرګولي په ۱۴مه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په کندالي سیمه کې د غنمو یوې کروندې ته نږدې د ملخانو په یوه کله کې ګرځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو کروندګر د غبرګولي په ۱۴مه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په کندالي سیمه کې د ملخانو د یوې ګلې په ترڅ کې د غنمو یوې کروندې ته نږدې په ملخانو د ختلو هڅه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو کروندګر د غبرګولي په ۱۴مه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په کندالي سیمه کې د ملخانو د یوې ګلې په ترڅ کې د غنمو یوې کروندې ته نږدې په ملخانو د ختلو هڅه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

نهیلو بزګرانو د مراکش ملخانو د افت د له منځه وړلو لپاره چې د نړۍ له خورا بدو آفتونو څخه دی، جالونه وکارول او بیا یې په کندو کې خښ کړل، خو د هغوی شمېر لا هم څو برابره ډېرېږي.

محمد وويل،‌ «موږ په نهره خېټه ګرځو او ملخان وژنو. که موږ هغوی ونه وژنو، زموږ زراعت به ویجاړ کړي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په وینا، کېدی شي د سږ کال وبا ۱.۲ ملیون ټنه غنم، چې د کلني حاصل څلورمه برخه جوړوي او تر ۴۸۰ میلیونو ډالرو پورې تاوان اړوي، خراب کړي.

د مرستې لاس

اېف ای او په هر هغه ځای کې چې کولی شي، د مرستې لاس ورکړي.

په ختیځ کې، په کندوز ولایت کې دغې موسسې د غوایي په لومړیو کې د کندوز په مرکز او پنځو ولسوالیو کې له پټیو څخه د ملخانو د له منځه وړلو لپاره درې اوونیز کمپاین ترسره کړ.

د دغو هڅو په لړ کې، اېف ای او ۱۱۰۰ کارګران استخدام کړل او هر یوه ته یې ۸۷۲۰ افغانۍ (۱۰۰ ډالر) ورکړې. په دې توګه، هغې د ځایي خلکو لپاره لنډمهالی کار رامنځته کړ او په ورته وخت کې یې له بزګرانو سره د هغوی په کروندو کې د ملخانو پر ضد مجادله کې مرسته وکړله.

دا پرله پسې دریم کال دی چې افغانستان له وچکالۍ سره مخامخ دی، او ورسره په کندالي کې کروندګر د کب میاشتې راهیسې د بارانونو د نه اورښت خبر ورکوي، چې کېدای شوای د حشرو په له منځه وړلو کې یې مرسته کړې وای.

د غوایي په میاشت کې د افغانستان لپاره د اېف ای او استازي ریچارډ ترینچارډ وویل، «زموږ د مشاهدو په اساس، د سږ کال حاصلاتو وړاندوینه د تېرو درې کالونو په نسبت ښه ده.»

هغه وویل، «خو دا ناروغي ګواښ کوي چې دا ټولې وروستي لاسته راوړنې له مینځه یوسي او په ډراماتیک ډول د دې کال په وروستیو او راتلونکي کال کې د خوراکي توکو د تأمین وضعیت خراب کړي.»

یادې ادارې وویل چې شرایط د ملخانو لپاره «ښه برابر» دي ځکه «څرېدل ډېر شوي، وچکالي ده او د کنټرول اقدامات محدود» دي.

د حشرو وروستي دوه لوی یرغلونه، چې ۲۰ او ۴۰ کاله وړاندې ترسره شوي، په ترتیب سره د هیواد اټکل ۸٪ او ۲۵٪ تولیدات خراب کړل.‌

د له منځه وړلو اړتیاوې

د بلخ د کرنې ریاست د ملخانو د کنټرول مدیر صفت الله عزیزي وویل، ۳۵۰۰۰ جریبه (۷۰۰۰ هکتاره) ځمکه په کېمیاوي او لاسي توګه تصفیه شوې خو دا کافي نه ده.

هغه وويل، «موږ د خپلو وسايلو په پام کې نیولو سره کار کړی دی. د هغوى د له منځه وړلو لپاره تاسو بوديجې ته اړتيا لرئ چې کارګران استخدام کړئ، د سون توکو او محصولاتو لپاره پیسې ورکړئ.»

د افغانستان اقتصاد، چې د لسیزو جګړو له امله ځپل شوی، د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې وروسته د میلیاردونو ډالرو نړۍ والې مرستې له کمېدلو څخه وروسته له بحران سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په وینا، اقتصادي تولید راټیټ شوی او د هېواد ن.دې ۸۵٪ خلک په فقر کې ژوند کوي.

ترینچارډ وویل، «افغانستان پخوا د ملخانو د کنټرول یو پیاوړی سیستم درلود، خو د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ډېر زوبل شوی دی.»

اېف ای او خبرداری ورکړی چې که مجادله ونشي، د مراکشي ملخانو نفوس به راتلونکي کال ۱۰۰ برابره زیات شي.

کروندګر عبدالرقيب کاظمي، چې د کورنۍ د ١٦ غړو نفقه ور ترغاړې ده، وویل، له ٦٠ څخه تر ۷۰٪ ځمکه يې له منځه تللې او د حیواناتو د وښو په ګډون محصولات یې له لاسه ورکړي دي.

دغه ۳۸ کلن سړي وويل، «موږ بايد خپل ځان ته خواړه پیدا کړو. که غنم نه وي، اوړه به له کومه شي.»

هغه وویل، «زه ډیر اندیښمن یم ځکه چې دا ملخان په دې سیمه کې هګۍ اچوي نو راتلونکی کال به بیا زما او زما د کلیوالو له کنټرول څخه بهر وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې د ملخانو د لمنځه وړلو ترڅنګ ډېرې نورې مهمې مسئلې هم شته لکه د اوبو کچې کمېدل، بې روزګاري، د ناروغیو زیاتېدل ... د اوبو مسئله بیا بیخي جدي ده. دا اوس مې د ازادي راډیو یو خبر ولوست، وایي: د هلمند د واشېر ولسوالۍ څخه ګڼو خلکو دغلته د اوبو د نشتوالي له کبله کډه کړې او ځینو اوس د سيمې پرېښودو هوډ کړی. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي ته ویلي چې دغلته په ډېر شمېر سیمو کې خلک د څښاک اوبو ته هم لاسرسي نه‌لري. خلک وايي، په واشېر ولسوالۍ کې کارېزونه وچ شوي او د څاګانو د اوبو کچه هم څو برابره ښکته شوې ده. د سيمې اوسېدونکي له واکمنو غواړي چې په ولسوالۍ کې دې د څښاک د اوبو ستونزه ورته حل کړي.

ځواب ورکړئ

د ملخانو مسئله واقعا جدي ده او ډېره جدي ده. د دې لپاره باید حکومت او نړۍ والې موسسې له خلکو سره داسې مرسته وکړي چې هم موجود ملخان له منځه وېوړل شي او هم په راتلونکي کې د ملخانو د سیل مخه ونیول شي. د ملخانو د راتګ علتونه باید معلوم شي او سم چې را رسېږي، په لږ وخت کې باید له منځه وېوړل شي. که داسې ونشي، د بېچاره ملکي خلکو فصلونه به هر وخت خوري او خلک به له لوږې او ستونزو سره مخامخ کیږي.

ځواب ورکړئ

که د ملخانو مخنیوی ونه شي، نو د کروندو تر خوړلو وروسته هګۍ اچوي او په راتلونکي پسرلي کې به د نوو کروندو لپاره نوی نسل ولري. که دویمه څپه په پسرلي کې راشي نو خلک به د لوږې سره نهایت زیات مخامخ شي چې وار له مخه په هره کورنۍ کې په لسو نفور کې اته هغه یې له لوږدې سره مخامخ دي. دلته یوازې د اوسني فصل موضوع هم مطرح نه ده، ورځ تر بلې وچکالي زیاتېږي چې د فصل په کموالي مستقیم تاثیرات لري. یوه نقطه چې نهایت زیاته اړینه ده او باید عامه پوهاوی پرې زیات شي. افغانستان د نړۍ د اقلیم په وچ کمربند کې پروت دی. دا غلط فهمي باید له سره وباسو چې ګنې افغانستان «پرېمانه» اوبه لري. افغانستان دا مهال اوبو ته د لاسرسي له اړخه د فشار په متوسطه کټګورۍ کې دی، خو دا معادله په چټکۍ د بدلون په حال کې ده، څومره چې نفوس زیاتیږي او د اقلیمي تغیراتو منفي اغېزې تشدید مومي؛ هغومره سټرېس یا فشار هم لوړ ځي. چېرته چې د في نفر په سر د اوبو کلنی مقدار تر ۱۷۰۰ مترمکعبه لږ وي، هغه سیمې د اوبو بحران یا د واټرسټرس په ډله کې راځي، چې افغانستان هم په کې شامل دی. نو خبره مې دا کوله چې د افغانستان او په افغانستان کې د طبي زېرمو په حال هم رحم په کار ده. څومره چې اړتیا وي باید استعمال او د اضافي استعمال څخه باید ډډه وشي. دا اوس چې په بلخ یا ځیني نورو ولایتونو کې ملخان راغلي دا هم تر ډېره د وچکالۍ لامل کیدلی شي. خو که مخه یې ونه نیول شي نورو ولایتونه به هم ترې متاثر او د بزګرانو فصلونه به وخوري...

ځواب ورکړئ

د غنمو په کروندو کې د ملخانو زیاتوالی خطرناک دی. بې وزله کروندګر پخوا له اقتصادي ستونزو او وچکالۍ سره مخامخ ول او اوس د ملخانو يرغل جنجال جوړ کړی چې له امله به يې ۱.۲ ميليونه ټنه غنم له منځه تللی شي او دا د کلني حاصل څلورمه برخه ده او د زيان اندازه يې ۴۸۰ ميليونه بلل کېږي. اوس د کنټرول سیسټم مات شوی دی. د دې مخه باید ونیول شي او راتلونکی کال پرې دوا وشیندل شي. له اېف ای او څخه مننه کوو چې مرسته کوي، او مونږ غوښتنه کوو چې لا نوره مرسته هم وکړي، او کارګران استخدام کړي ترڅو د دې ناوړه ناورین مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ