تروريزم

بې لارښود او بې غږه داعش خپل اعتبار او نفوذ له لاسه ورکوي

د ولید ابوالخیر راپور

د غوایي په ۱۱مه د ټي آر ټي له خوا په یوټیوب خپرې شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس هغه کور ښیي چې ترکیه وایي هغوی په کې د داعش مشر ابوالحسن القریشي په نښه کړی دی.

د غوایي په ۱۱مه د ټي آر ټي له خوا په یوټیوب خپرې شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس هغه کور ښیي چې ترکیه وایي هغوی په کې د داعش مشر ابوالحسن القریشي په نښه کړی دی.

قاهره -- کارپوهان وايي، د ترکیې له خوا له دې ادعا څخه وروسته چې ځواکونو یې د داعش څلورم مشر وژلی او دوی نه دي توانېدلي چې د خپل پنځم «خلیفه» نوم اعلان کړي، د دغې ډلې کمزورتیا په ګوته کوي.‌

هغوی وویل، د دې ډلې د پاتې مشرانو بې کفایتي چې د یوه ځای ناستي په اړه موافقه وکړي -- یا حتی د وروستي هغه مړینه تایید یا رد کړي -- به د پلویانو په منځ کې د دغې ډلې اعتبار کم کړي او ښایي جنګیالي یې د یادې ډلې له صفوفو وځي.‌

په قاهره کې مېشت عراقي خبریال احمد الخزالي چې په ترهګرو ډلو کې تخصص لري، وویل، «تر اوسه پورې، څلورو خلیفه ګانو د داعش لارښوونه کړې ده.»

د هغوی له ډلې څخه، لکه څنګه چې متحده ایالاتو او داعش تایید کړې ده، د ګروپ د لومړي مشر ابوبکر البغدادي په ګډون، چې له ۱۳۹۳ څخه د ۱۳۹۸ د تلې میاشتې پورې یې د داعش مشري پرغاړه لرله او بیا یې ځان د یوه ځانمرګي واسکټ په چولو سره وواژه، درې تنه وژل شوي دي.‌

په عکس کې چې د لیندۍ په ۲۴مه اخیستل شوی، د داعش یو غړی وروسته د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له خوا له نیول کېدلو څخه وروسته لیدل کیږي. [عکس: د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو خپور کړی دی]

په عکس کې چې د لیندۍ په ۲۴مه اخیستل شوی، د داعش یو غړی وروسته د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له خوا له نیول کېدلو څخه وروسته لیدل کیږي. [عکس: د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو خپور کړی دی]

د سپین خولیو (وایټ هېلمېټس) ګروپ یو غړی د یوه موټرسایکل پاتې شوني معاینه کوي چې د داعش دوه غړي پرې سپاره ول، او یوې بې پیلوټه الوتکې د ۱۴۰۱ د غبرګولي په ۲۲مه په نښه کړ.‌ [عکس: د سپین خولیو ګروپ]

د سپین خولیو (وایټ هېلمېټس) ګروپ یو غړی د یوه موټرسایکل پاتې شوني معاینه کوي چې د داعش دوه غړي پرې سپاره ول، او یوې بې پیلوټه الوتکې د ۱۴۰۱ د غبرګولي په ۲۲مه په نښه کړ.‌ [عکس: د سپین خولیو ګروپ]

البغدادي د سوریې په ادلب ولایت کې د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له دوو ماشومانو سره چې عمرونه یې تر ۱۲ کلونو کم وو، د ځمکې لاندې تونل کې په خپل ځان چاودنه وکړه.

د البغدادي ځای ناستي ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د ۱۴۰۰ د سلواغې په میاشت کې د سوریې په شمال لویدیځ کې اطمه ته نږدې پر پټنځای یې د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ځان ته چاودنه ورکړه او ورسره موجود د کورنۍ غړي یې ووژل.

د هغه ځای ناستی ابو حسن الهاشمي القریشي د تېر اکتوبر په میاشت کې هغه مهال ځان ته چاودنه ورکړه چې د سوریې په درعا ولایت کې سیمه ییزو ډلو د هغه پټنځای محاصره کړ.

د داعش مشري څوک کوي؟

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د غوایي په ۱۰مه اعلان وکړ چې ترکي ځواکونو د سوریې په شمال کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې د دغې ډلې څلورم مشر ابو الحسین الحسیني القریشي وژلی دی.

الخزالي وویل، په اعلامیه کې د عملیاتو نېټه یاده شوې نه وه.

سربېره پر دې، هغه وویل، «له یوې میاشتې څخه د زیاتې مودې په تېرېدلو سره، د دې ډلې له خوا د هغه د مړینې یا د نوي خلیفه د نوم په هکله کوم اعلان نه دی شوی او نه ورسره د بیعت غوښتنه شوې ده.»‌

هغه وویل، معمولا دا ډله د خپل لوی مشر له وژل کېدلو څخه وروسته اعلان کوي، «او په څو ورځو کې دننه یې یو نوی مشر اعلانیږي او له هغه سره د بیعت غوښتنه کیږي.»

هغه وویل، خو دا کار نه دی شوی، او ویې ویل چې متحده ایالاتو د څلورم «خلیفه» مړینه نه ده تایید کړې.

د معلوماتو نشتوالي په افراطي ډلو کې بې باوري زیاته کړې ده.

الخزالي وویل، «د [څلورم خلیفه] د مړینې په هکله په شکونو سربېره، کېدی شي چې [د اعلامیې د نشتوالي] لامل ممکن د دغې ډلې د پاتې مشرانو ترمنځ د ځای ناستي په نوم د موافقې نشتوالی وي،»

هغه وویل، د ځای ناستي نومول د دې ډلې د شورا په واک کې دي او تمه کیږي چې یوه اعلامیه به خپره شي چې په هغه کې به د نوي خلیفه نوم اعلان شي او د بیعت غوښتنه به وشي.

هغه یادونه وکړه چې د ځای ناستي د نوم په اعلان کې ځنډ به «ډلې ته زیان ورسوي او شهرت او پاتې قوت ته به یې زیان ورسوي.»

خورا غیر معمولي

د ترهګرو ډلو متخصص وائیل عبدالمطلب وویل، دا ډېره غیر معمولي خبره ده چې د یوې افراطي ډلې لوړ پوړی مشر ووژل شي «د هغه ځایناستی اعلان نشي، یا لږ تر لږه په یوه غږیز ریکارډ یا ورته بله طریقه د هغه مړینه رد نه شي.»

هغه وویل، دا که یو څه په ګوته کوي نو هغه د افراطي ډلې کمزوري او د پاتې عناصرو او امیرانو ترمنځ د اړیکو د جوړولو لپاره د ځواک له لاسه ورکول دي.

هغه وویل، دا به په طبیعي توګه د دې لامل شي چې پاتې عناصر له نورو افراطي ډلو سره یوځای شي او له مشرانو سره یې بیعت وکړي.

عبدالمطلب یادونه وکړه چې د دې ډلو لپاره بیعت ضروري دی، «او دا د جنګیالیو ترمنځ د وفادارۍ استازیتوب کوي.»

هغه وويل، «له دې پرته جهاد د هغوی د عقيدې له مخې بې معنا دی.»

عبدالمطلب وویل، د دې ډلې بنسټیز جوړښت ته د ټکان ورکولو سربیره، «دا به د دې ډلې د شتون په سیمو کې د ملکي خلکو په منځ کې د دې ډلې وقار ته یو ټکان وي»، ځکه چې په دې توګه به هغه اعتبار، نفوذ او ځواک له لاسه ورکړي چې له دغې ډلې سره و او هغوی یې پرې ګواښل.

هیڅ واقعي نوماندان پاتې نه دي

د مصر د ستراتیژیکو چارو شنونکی او د ترهګرې ډلې کارپوه یحیی محمد علي وویل، «حتی که داعش د خپل نوي ځایناستي نوم اعلان هم کړي، اندېښنه شته چې هغه به د خپلو پخوانیو مشرانو په پرتله عمومي ملاتړ ترلاسه نه کړي.»

هغه وویل، «د لومړۍ ردې ډېری مشران وژل شوي، او کوم افراطي مهم نوم نه دی پاتې چې دا ډول ملاتړ ولري.»

هغه زیاته کړه، «کله چې خبره نویو مشرانو ته راځي، دا چې دا ډله ټوټه ټوټه شوې او په یو شمیر سیمو کې ویشل شوې، د پاتې مشرانو د کنټرول توان خورا کمزوری دی.»

هغه وویل، له همدې امله اټکل کیږي چې د دې ډلې ځواک به په راتلونکو اونیو او میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شي، او دا چې د مشرتابه د دې ضعف له امله به یې عناصر د پام وړ برید توان ونه لري.

د ابن الولید د مطالعاتو او ساحوي څیړنو د نوي رسنیو څانګې مشر مازن ذکي وویل، په ټولنیزو رسنیو کې د داعش هیڅ رسنۍ فعالیت نه لري.

هغه وویل، استثنا د داعش د تبلیغاتي ورځپاڼې النبا یوه خپرونه وه، چې په هغه کې ځینې داسې عادي خبرونه هم شامل وو، چې د متعارفو رسنیو له خوا خپاره شوي وو.

هغه وویل، اکثر خبرونه په افریقا کې د دې ډلې فعالیت پورې اړه لرله او یادونه یې وکړه چې «حتی پخپله ډیزاین یې ډېرعادي دی، او د داسې کسانو له خوا چې مسلکي نه دي د منځنۍ کچې په وړتیاوو سره تولید شوی دی».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش په نړۍ کې تر ټولو بده ترهګره ډله ده. هغوی دود او دوستۍ ته درناوی نه لري. هغوی د اسلام تر نامه لاندې داسې کارونه کوي چې د اسلام له بدنامولو پرته بل څه نه دي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې یو ښه کار چې طالبانو وکړ هغه دا دی چې داعش ترهګره ډله یې په افغانستان کې له منځه یوړه. په افغانستان کې هرچیرې چې داعش ډله وموندل شي، طالبان د هغوی د ځپلو او ژر تر ژره له منځه وړلو لپاره خپل ځواکونه استوي. په افغانستان کې د داعش ډله ورځ په ورځ له منځه ځي. یوازینی ښه کار چې طالبانو کړی، دا دی چې په افغانستان کې یې د داعش ډله له منځه وېوړه.

ځواب ورکړئ

که دا نن د داعش ډلې بادار ورته ووايي چې پنځم څه چې شپږم هم اعلان کړئ نو هماغه شېبه به اعلان وي، خو بادار یې امر ورته نه کوي. دا پروژې د نړۍ استخبارات د خپلو ګټو پر مخ څرخوي. کومه نقطه کې یې چې ګټه وي هلته پرېمانه ترهګرې ډلې او استخبارات ځای پر ځای کړي، خو چې ګټه یې ختمه شوه بیا په یوه نه په یوه بهانه هر څه صفر اعلان کړي او لنډه بهانه جوړي کړي چې د یادې ډلې وس نور نه کېده یعني د جنګ برخه کې یې امکانات نه لرل. نو چې امکانات چا ورکول هغه پرې ودرول. افغانستان کې چې ترڅو د امریکا او اروپايي ټولنې ګټه وه دلته وو، خو چې ګټه یې له جمهوریت پرې شوه نو په خلکو یې طالب مسلط کړ. همداسې سوریه، عراق... هم درواخلئ...

ځواب ورکړئ