د ښځو حقوق

د افغانستان په لوېدیځ کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې نوې څانګې سوداګرې ښځې کار ته هڅوي

د عمر راپور

ښځې د غوایي په ۲۵مه د کابل نړۍ وال نندارتون کې د لاسي صنایعو له غرفو څخه لیدنه کوي. [حمزه/سلام ټایمز]

ښځې د غوایي په ۲۵مه د کابل نړۍ وال نندارتون کې د لاسي صنایعو له غرفو څخه لیدنه کوي. [حمزه/سلام ټایمز]

هرات -- د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې (ډبلیو سي سي آی)، په داسې حال کې چې ښځې د سوداګرۍ له لارې د محدودیتونو پر وړاندې مبارزه کوي، د هېواد په لویدیځه سیمه کې نوې څانګې پرانستې دي.

ډبلیو سي سي آی د غبرګولي په ۲۴مه په فراه، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د پراخولو په موخه دفترونه پرانیستل.

د لويديځو ولايتونو په لسګونو ښځينه متشبثينو په همدې ورځ د هرات ښار په ارګ هوټل کې په يوه بحث کې ګډون وکړ چې د خپلو تشبثاتو او سوداګریو د ودې پر لارو چارو خبرې وکړي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې اجراییه رییسې، سلما یوسفزۍ وویل، «په نورو لویدیځو ولایتونو کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د دفترونو په پرانیستلو سره، موږ غواړو په هغو ولایتونو کې ښځینه متشبثې له مرکز سره وصل کړو، څو د هغوی ستونزې ژر تر ژره هوارې شي.»

د افغانستان د لوېدیځ په لسګونو ښځینه متشبثانې د غبرګولي په ۲۴مه د هرات ښار په ارګ هوټل کې غونډه کوي چې د خپلو سوداګرۍ د بهبود پر لارو چارو خبرې وکړي. [عمر/سلام ټایمز]

د افغانستان د لوېدیځ په لسګونو ښځینه متشبثانې د غبرګولي په ۲۴مه د هرات ښار په ارګ هوټل کې غونډه کوي چې د خپلو سوداګرۍ د بهبود پر لارو چارو خبرې وکړي. [عمر/سلام ټایمز]

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په وینا، په تیر کال کې په هیواد کې د سوداګرو ښځو شمیر ۵۰٪ ډېر شوی.

یوسفزۍ وویل، دا شمېر اوس له ۱۰۰۰۰۰ څخه اوښتی، چې ډېری یې د لاسي صنایعو او خوراکي توکو په تولید او صادراتو بوختې دي.

هغې وويل، «زموږ د څېړنو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په ټول هېواد کې له ۵۰ زرو څخه تر ۸۰ زرو پورې ښځينه متشبثانې فعالې وې، خو سږ کال دغه شمېر له ۱۰۰ زرو څخه اوښتی دی، چې دا ښيي چې زياتې ښځې سوداګريزو فعاليتونو ته لېوالې دي او شمېر يې ورځ په ورځ ډېرېږي.»

هغې زیاته کړه، «ډېرې ښځینه متشبثانې په غیر رسمي توګه کار کوي، خو دوی هڅه کوي چې د راجستر کولو له لارې د هغوی کاروبار رسمي او پراخ کړي.»

هغې وویل، «تېر کال په هېواد کې ۸۰۰ سوداګرو ښځو د سوداګرۍ جوازونه ترلاسه کړل. هره ورځ زیات شمېر ښځینه متشبثینې د سوداګرۍ د جوازونو لپاره د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته مراجعه کوي.»

د کار انګېزه لري

۲۷ کلنه اورانوس عارفي په فیروز کوه کې د ګلدوزۍ یو کوچنی ورکشاپ لري چې پنځه نورې ښځې ورسره په کې کار کوي.

عارفي وويل، هغه هوډ لري چې د خپل ځان او نورو ښځو د ښه راتلونکي د جوړولو او د مالي خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.

هغې زیاته کړه، «په غور ولایت کې له ډېرو محدودیتونو سره سره، زیاتره ښځې لېوالې دي چې له کوره بهر کار وکړي او غواړي په ټولنه کې رول ولري.»

هغې وویل، «نجونې او ښځې ډېره انګیزه لري او هڅه کوي چې د عاید سرچینه جوړه کړي

هغې وويل، «په غور کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د څانګې په پرانيستلو سره، ښځې اوس د مرستندويو ادارو ملاتړ ته لاسرسى لري،» او زياته یې کړه چې هيله لري چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د ښځينه متشبثينو په کار کې تحول ترسترګو شي.

هغې وویل، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له لارې، دوی هڅه کوي هغه سوداګرې ښځې چې په کور کې کار کوي ټولنې ته راولي او د دوی د محصولاتو د پلور زمینه مساعده کړي.

په بادغیس کې ۵۳ کلنې متشبثې، عطیې توخي وویل، په بادغیس کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د څانګې پرانیستې ښځینه متشبثینو ته نوې انګیزه ورکړې ده.

هغې وويل، «له دې وروسته موږ کولى شو په ولسواليو کې ښځينه متشبثې تر پوښښ لاندې ونيسو. دا د ښځو لپاره يو مثبت پرمختګ دى، چې له دې لارې هغوى کولى شي د هېواد له نورو مرستندويو ادارو او ښځينه متشبثينو سره اړيکې ټينګې کړي.»

هغې وویل، «اوس مهال په بادغیس کې ۲۰۰ سوداګرې ښځې فعالې دي. ډیرو یې نورو نجونو او ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، چې په سلګونو کورنۍ یې له بېوزلۍ څخه ژغورلې دي.»

توخي وویل، «څومره چې ښځینه متشبثین ملاتړ ترلاسه کوي، په هماغه اندازه به په ټولنه کې فقر او اقتصادي ستونزې کمېږي.»

هغې زیاته کړه، له محدودیتونو او ټولنیز فشار سره سره، ښځې د کار انګیزه لري او غواړي په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.

د نړۍ والو مرستندویو ادارو له خوا ملاتړ

په نیمروز ولایت کې ۵۲ کلنه ښځینه سوداګره عابده ابراهیمي له څه باندې یوه کال راهیسې د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) څخه ملاتړ ترلاسه کوي او هغو نجونو او ښځو ته چې له زده کړو بې برخې دي، د لاسي صنایعو د جوړولو روزنه ورکوي.

هغه په زرنج ښار کې د خیاطۍ یو ورکشاپ لري، چې هلته ښځو ته روزنه ورکوي چې څنګه خپل ورکشاپونه پرانیزي او عاید ترلاسه کړي.

هغې وويل، له دې ورکشاپ څخه تر اوسه پورې ٢٠ ښځې فارغې شوې او د خپلو کورنيو لپاره نفقه ګټي.

هغې وويل، «د آی او اېم له خوا ملاتړ شوې ښځې متشبثې او نوښتګرې ښځې تشخص او د حرفوي زده کړو لپاره يې آی او اېم ته راجع کوي. تېر کال شاوخوا ۸۴ ښځينه متشبثانې د سوداګرۍ په برخه کې روزل شوي او خپل کاروبار يې پراخ کړی دی.»

هغې یادونه وکړه، «د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدلو راهیسې نجونو د مسلک زده کولو ته مخه کړې ده.»

ابراهیمي زیاته کړه، «هغو ښځو چې یو څه پیسې درلودې، ورکشاپونه پرانیستل او نورو نجونو او ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې.»

په لویدیځو ولایتونو کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې بهناز سلجوقي وویل، د مرستندویو ادارو ملاتړ ښځینه متشبثینې هڅولي او د هغوی د سوداګرۍ په وده کې یې مرسته کړې ده.

هغې وویل، «له دوو کلونو څخه په کمه موده کې نږدې ۴۰۰ متشبثو ښځو د سوداګرۍ جوازونه ترلاسه کړي دي.»

هغې وویل، «د اکثرو دغو ښځو ملاتړ د نړۍ والو مرستندویو ادارو له خوا کیږي.»

هغې زیاته کړه، «موږ په تېر کال کې د ښځینه متشبثینو د نوښتونو له برکته، په هرات ولایت کې یواځې د ښځو لپاره درې مارکېټونه پرانستل.»

هغې وويل، «په نږدې راتلونکي کې به موږ په نورو لويديځو ولايتونو کې هم د ښځو لپاره مشخص بازارونه پرانيزو، څو ښځې له کوره بهر کار وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان چارواکو په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو د سینګار خونو (ارایشګاوو) د بندېدو امر کړی، چې په دې هېواد کې خلک له سخت اقتصادي حالت او لوږې سره لاس او ګرېوان دي. د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، ټولې سینګار خونې باید د یوې میاشتې په ترڅ کې بندې شي. له کله چې اوسني واکمن په افغانستان کې واک ته رسېدلي لومړی یې د نجونو لېسې او منځني ښوونځي بند کړل، بیا یې د ښځو حمامونه او پارکونه وتړل او وروسته یې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او تازه په تازه یې اوس پرېکړه کړې چې د یوې میاشتې په موده کې دې ښځینه ارایشګرې خپل کارځایونه وتړي او فعالیت دې نه کوي. په دې تړاو مې د یوې نجلۍ خبرې واورېدې چې د پوهنتون محصله هم ده خو دا چې پوهنتنونونه د نجونو پر مخ تړلي اوس یې سینګارتون کې کار کاوه وایي، شپږ خویندې دي، ورور نه لري، دا د پلار مشره لور ده، د کور مسوولیت ورغاړې دی او هیله یې دا وه چې ښوونکې شي، خو پوهنتون یې پر مخ وتړل شو. د هغې په وینا چې له مجبورۍ یې په سینګارتون کې کار پیل کړ چې کورنی لګښت وګټي، خو ادعا کوي چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له خوا د سینګار ځای خاوندې ته وویل شول چې د سینګار سالون وتړي. دې سنګارتونونو کې په کار بوختو ښځو ته پر ځای د دې چې د بدیل کار غم خوړل شوی واي دا دی له دې وروسته به دوی هم په رواني ناروغیو اخته او یا هم سوالګرې شي چې نه یوازې د دوی ژوند خراب شو؛ بلکې اولادونه او د کورنۍ ژوند یې هم د تل لپاره برباد او له خاورو ډک شو. په عین حال کې په کابل کې د کسبګرو او هټیوالو اتحاديه وايي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۲ زره ښځينه سینګارتونونه فعالیت لري، چې په تړل کېدو سره به یې له ۵۰ زرو ډېرې مېرمنې بې روزګاره شي.

ځواب ورکړئ

دا ډیره ښه او اړینه ده چې ښځې کار ته وهڅول شي. دا کار ښځې هڅوي چې په خپل ژوند کې یو مناسب کار پیل کړي. ښځې د ټولنې ډېره مهمه او ارزښتناکه ډله ده. ښځې باید کار ته وهڅول شي او د ټولنې دې ډلې ته باید ډیره پاملرنه وشي. دولت ته لازمه ده چې ښځو ته واړه او غټ کارونه برابر کړي. ښځې د نارینه وو په څیر کورنۍ لري، او دوی هڅه کوي چې د خپلو کورنیو لپاره سوله ایز ژوند ومومي. د نارینه وو په پرتله، ښځې ډیرې حساسې دي، دوی هڅه کوي چې د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ ومومي، او کورنۍ یې هوسا ژوند ولري. زه د یوې افغانې په توګه د دې کار ستاینه کوم او له حکومت څخه غواړم چې د افغانو ښځو لپاره کاري چاپیریال برابر کړي. ښځې یوه ډېره مهمه ډله ده او د دوی کارونه باید په ژوند کې ووېشل شي او دې مهمې ډلې ته باید وخت ورکړل شي. له یوې خوا باید ښځې په خپلو پښو ودروو او له بلې خوا باید ښځې په خپلو کاروبارونو کې شریکې کړو څو هغوی هم د ژوند یو مهم رکن او د ټولنې برخه وګڼل شي. په ټوله نړۍ کې ښځې مهم رول لري او له ښځو پرته د هغوی ژوند نیمګړی دی. دا هم مهمه ده چې په خپل ژوند کې ښځو ته وخت ورکړو، هغوی په خپلو کارونو کې شریکې کړو او هغوی وهڅوو څو هغوی په خپل ژوند کې پر ځان بسیا شي او هیچا ته اړتیا ونه لري. دا پروسه خورا مهمه او ارزښتناکه پروسه ده او دا پروسه باید داسې پراختیا ومومي چې د ټول افغانستان د پرمختګ لامل شي. زه بیا وایم چې دا کار د دولت دنده ده، چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، هغوی وهڅوي چې په خپله د کار څښتنانې شي، نه دا چې د کارونو مخه یې ونیول شي.

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې صنعت د هېواد لپاره مالي ګټې لري او د ښځو لپاره یو ښه کسب دی، خو زده کړه هم مهمه ده، ځکه چې یو لوستی سړی کولی شي یوه باسواده ټولنه جوړه کړي او باسواده ټولنه یو سواد لرونکی هیواد جوړ کړي او سواد لرونکی هیواد پرمختګ کولی شي، او په دې توګه مونږ کولی شو چې یو آزاد او پرځان بسیا هېواد ولرو. دا سمه ده چې د دې وخت ښځې باید په سوداګرۍ او صنعت کې بوختې وي، خو د راتلونکي نسل ښځې باید څه وکړي؟ زمونږ غوښتنه دا ده چې ښځې دې لوستې او د علم او پوهې له لارې خپل هېواد ته د خدمت جوګه شي.

ځواب ورکړئ

تر اوسه ما هرات نه دی لیدلی، خو زه فکر کوم چې د هرات خلک په افغانستان کې د صنعت په برخه کې ښه کار کوي. د هرات نوم په افغانستان کې د ډېرو تولیدي توکو په بسته بندۍ کې لیدل کېږي. مشروبات، کیک، آیس کریم... او د هرات حلوا (سوهان) چې په هرات کې تولیدیږي، یو ځانګړی نوم لري. هراتیان د لاسي صنایعو په برخه کې هم مخکې دي. اصلي خبره دا ده چې د هرات خلک له زده کړو سره لېوالتیا لري. هغه څوک چې د ښوونځیو زده کړې کوي، هغوی کولی شی د ژوند په اړه ښه فکر وکړي. کله چې د ژوند یوه لاره بنده وي، یو لوستی سړی کولی شي د بلې لارې په هکله ښه فکر وکړي. که مونږ د افغانستان د جنوب لوېدیځو ولایتونو، زابل، ارزګان، هلمند او کندهار ولایتونو خلک له هرات سره پرتله کړو، په دې ولایتونو کې د پوهنې کچه ډېره ټیټه ده. نو د دې بې سوادو خلکو د ژوند معیار څنګه له هراتیانو سره پرتله کېدای شي؟

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې ښایي یو شمېر خلک له زده کړو سره مینه ولري یا یې ونه لري، لاکن دا پر دولتونو باندې د ولسونو حق دی چې د زده کړو زمینه ورته برابره کړي، نه دا چې د زده کړو حق ترې واخلي. په یوه لوستې ټولنه کې ډېرې ګټې شته، یوه تعلیم یافته ټولنه ښه اداره کیږي. تعلیم یافته ټولنه د دولت لپاره د عاید ښه سرچینه کیدای شي، یوه تعلیم یافته ټولنه او دولت یو بل په ښه توګه درک کولی شي، یوه تعلیم یافته ټولنه بغاوت نه کوي. بې تعلیمه خلک اساساً ستاسو د قدرت موده لنډوي. نو نتیجه دا شوه چې افغانستان باید په زونونو یا ولایتونو سره کټیګوري شي. په دې حساب،‌ هغه ولایتونه چې د پوهنې په برخه کې مخکې دي، حکومت باید له دغو امکاناتو څخه ګټه واخلي او د ښو معاشونو په بدل کې د وروسته پاتې او نا لوستو ولایتونو ځوانانو ته د پوهنې په برخه کې خدمتونه وړاندې کړي. مکتبونه باید په وروسته پاتې ولایتونو کې جبري شي، بلکې په ټول افغانستان کې باید جبري شي. که دا کار وشي، نو له ۱۵-۲۰ کلونو سواد زده کړې څخه وروسته به یو لوستی افغانستان ولرو، خو برعکس په یاد ولرئ چې یوه بې تعلیمه ټولنه به تل د دولت پر اوږو بار وي.

ځواب ورکړئ

ما تر اوسه هرات نه دی دلیدلی خو فکر کوم په افغانستان کې د صنعت په برخه کې د هرات خلک ښه روان دي. په افغانستان کې د ډېرو تولیدېدونکو شیانو په پاکټ او ډبي چې ګورې، د هرات نوم به دې تر سترګو کېږي. مشروبات، کېک، ایسکریم... او آن هراتۍ حلوا (سوهان) خو خاص نوم لري چې په هرات کې تولیدېږي. د لاسي صنایعو په برخه کې هم هراتیان مخکې دي. اصلي خبره په دې کې ده چې د هرات خلک له تعلیم سره علاقه لري. چا چې مکتب ویلی، هغه د ژوند کولو په اړه ډېر ښه فکر کولی شي. په تعلیم یافته انسان چې کله د ژوند یوه لاره بنده شي، د بلې په اړه ډېره ښه فکر کولی شي. راځئ د افغانستان د جنوب غرب ولایتونو د زابل، ارزګان، هلمند او کندهار ولایتونو خلک له هرات سره پرتله کړو. په دغو ولایتونو کې د تعلیم کچه ډېره ټیټه ده. نو دا څنګه امکان لري چې د دې بې تعلیمه خلکو د ژوند سطحه له هراتیانو سره پرتله کړو؟؟؟

ځواب ورکړئ

سمه ده چې یو څه به له تعلیم سره د خلکو علاقه او نه علاقه وي خو په دولتونو د ملتونو دا حق دی چې د تعلیم کولو امکانات ورته برابر کړي، نه دا چې د تعلیم کولو حق ترې واخلي. په تعلیم یافته ټولنه کې خورا زیاتې ګټې شته؛ په تعلیم یافته ټولنه ښه حکومتولي کېږي. یو تعلیمه یافته ټولنه د دولت لپاره د عاید ښه منبع کېدی شي، تعلیم یافته ټولنه او دولت په خپلو کې ښه مفاهمه کولی شي، تعلیم یافته ټولنه یاغي کېږي نه.... خو برعکس کوم دولتونه چې انسانان د بې تعلیمۍ خوا ته بیایي، په اصل کې د خپل واک ژوند کموي. نو، نتیجه دا شوه چې په افغانستان کې باید زونونه او یا هم ولایتونه کټګوري شي. په دې معنی چې، کوم ولایتونه چې په تعلیمي لحاظ مخکې دي، دولت دې له همدې امکاناتو ګټه واخلي او د ښه معاش په بدل کې دې د ورسته پاتې او بې تعلیمه ولایتونو ځوانانو ته دې د تعلیم په برخه کې خدمتونه وړاندې کړي. په وروسته پاتې ولایتونو کې دې مکتب جبري شي بلکې په ټول افغانستان کې دې جبري شي. که دا کار وشي، نو د بې تعلیمۍ له تورې بلا به د پنځلس ـ شل کلونو په تېروېدو سره به د یو لوستي افغانستان خاوندان شو. خو د پورته خبره معکوس، یاد لرئ چې بې تعلیمه ټولنه به همېشه د دولت د اوږو بار وي دولتونه چې له منځه ځي او ملا یې ماتېږي، یوه وجه یې همدغه په شعوري او یا غیر شعوري ډول د یو بې تعلیمه ملت لرل دی.

ځواب ورکړئ

ابله ورځ مې د ښځو د کاروبار په هکله یو راپور لوست. په رابور کې د ښځینه متشبثینو له قوله ویل شوي چې کاروبار یې ښه روان دی، یعني تولیدات یې ښه او په وخت بازار ته وړاندې کېږي، مګر بازار یې نشته دی. دې متشبثو مېرمنو ګیله کوله، چې پر ځای هم ده. ویل یې چې دوی له سختو نه سخت حاللتو کې کار کوي خو جوړ کړي توکي یې څوک نه اخلي. او رښتیا هم همدا دي چې باید د ښځینه سوداګرو د ملاتړ لباره باید د هغوی توکي واخیستل شي او په مسلسله توکه ترې استفاده وشي. په دې سره به د هغوی تجارت پراختیا ومومي چ هم به یې خپله ګټه کړي وي او هم به نورو ښځو ته د کار کولو چانسونه زیات شي.

ځواب ورکړئ