ديپلوماسي

د روسیې د کړکیچ په هکله د بیجینګ د 'صبر وکړه او وګوره' چلند په پوتین د باور کموالی په ګوته کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د چين ولسمشر شي جين پينګ د وري په ۱ د مسکو په کرملين ماڼۍ کې له خبرو اترو څخه وروسته د ښه راغلاست په ترڅ کې شراب څښي. [پاوېل بیرکین/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د چين ولسمشر شي جين پينګ د وري په ۱ د مسکو په کرملين ماڼۍ کې له خبرو اترو څخه وروسته د ښه راغلاست په ترڅ کې شراب څښي. [پاوېل بیرکین/سپوتنیک/ای اېف پي]

بیجینګ -- کتونکي وایي، په روسیه کې د یوه نسل له مودې څخه وروسته رامنځته شوي امنیتي کړکیچ په بیجینګ کې دا ویره لاپسې زیاته کړه چې یو ستراتیژیک ملګری یې چې په نړۍ واله کچه ترې هیله کېدله هغسې باثبات نه دی چې تمه یې کېدله.

چین د ۱۴۰۰ د کب میاشتې راهیسې چې مسکو په اوکراین باندې یرغل وکړ، د روسیې د اصلي متحد په توګه راڅرګند شوی دی. دغه برید روسیه په نړۍ واله کچه منزوي کړله.

په مسکو کې د کب میاشتې په سرمشریزه کې، ولسمشرانو شي جین پینګ او ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې د هغوی د هیوادونو پراخې اړیکې «یوه نوي دور ته داخلیږي».

په روسیه کې د دې اونۍ د پیل د بحران په ترڅ کې د خصوصي اجیر ګروپ واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوزین هڅه وکړه چې په مسکو باندې ور وخېژي.

د پریګوژین په وینا، د واګنر اجیرانو د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۳مه/ شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره پرمختګ وکړ، خو د مسکو په جنوب کې ۲۰۰ کیلومتره لیرې ځای کې ودرېدل.

پرېګوژین یو جوړجاړي ومانه چې په ترڅ کې یې نوموړی بیلاروس ته جلاوطنه شو.

چین د یکشنبې په ماښام د بغاوت له پیل څخه ۲۴ ساعته وروسته حالات ښه وارزول بیا یې څرګندونې وکړې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وويل، «چين د يوه دوست ګاونډي او د نوي عصر د هراړخيز ستراتيژيک همکار په توګه، د ملي ثبات د ساتنې او پرمختګ او سمسورتيا په برخه کې د روسيې ملاتړ کوي.»

وزارت زیاته کړه چې دا مسله د روسیې «کورنۍ مسئله» وه.

د چين د بهرنيو چارو وزير قين ګانګ د يکشنبې په ورځ په بېجينګ کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندري رودينکو سره وکتل.

بیجینګ وویل چې دواړو دپلوماتانو د «چین او روسیې اړیکو او د ګډو اندیښنو د نړۍ والو او سیمه ییزو مسایلو» په هکله خبرې اترې وکړې.

د خبرو اترو په هکله د معلوماتو وړاندې کولو پر وخت، مسکو وویل چې بیجینګ «په هېواد کې د وضعیت د ثبات لپاره د روسیې فدراسیون د مشرتابه د هڅو ملاتړ څرګند کړ».

بیجینګ وايي چې هغه په جګړه کې بې طرفه اړخ دی، خو د لویدیځو هېوادونو له خوا د مسکو د غندلو او له روسیې سره د اړیکو له کبله پرې نیوکې شوې دي.

شنونکي وايي، چین له روسیې سره په اړیکو کې برلاسی دی او د مسکو د نړۍ والې انزوا په ژورېدلو سره د هغه نفوذ مخ په زیاتېدو دی.

ډېر ټکان ورکوونکی

هغه وخت چې د بهرنیو چارو وزارت خپل بیان خپور کړ، په روسیه کې بغاوت پای ته رسیدلی و، کرملین بیلاروس ته د پرېګوژین د وتلو او د هغه یا د واګنر د غړو د نه محاکمه کولو پرېکړه اعلان کړه.

شنونکي وايي چې بیجینګ د کړکیچ پر وړاندې د «انتظار او لیدنې» چلند وکړ، او یو عامل یې دا معلومېده چې بغاوت د پوتین په واک کې درزونه څرګند کړل.

د اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو یوې پخوانۍ جیګپوړې دپلوماتې سوسن تورنټون د ایمیل له لارې ای اېف پي ته وویل، «چین وار له مخه په اوکراین کې د روسیې کمزورو نظامي اجرأتو حیران کړی و».

هغې وویل، «ښایي دا پیښه د کمزورتیا/ خرابي یو بل شاخص وګڼل شي.»

د چین مشرانو له اوږدې مودې راهیسې د پوتین تر واک لاندې روسیه د لویدیځ پر وړاندې د یوه ځواک په توګه جوړه کړې ده.

د ساندیاګو په کلیفورنیا پوهنتون کې د چین د سیاست یوه متخصص وېکټور شي وویل، له وروستۍ ناارامۍ څخه مخکې، ښایي بیجینګ «دا شک نه درلود چې پوتین د روسیې یو متفق علیه مشر دی،»

شي وویل، خو په داسې ښکاره توګه د هغه د واک په ننګولو سره به «چین اوس په روسیه کې د ځواک د متحرکاتو په هکله ډېر سخت فکر وکړي.»

د چین د ګمرکونو د معلوماتو له مخې، چین د روسیې تر ټولو لوی اقتصادي شریک دی، چې د دوی ترمنځ سوداګري تېر کال ۱۹۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې وه.

د بیجینګ په وینا، د اوکراین له یرغل راهیسې د چین له خوا د روسیې د خامو تېلو واردات نژدې دوه برابره زیات شوي دي.

د چین په جیلین پوهنتون کې د بیجینګ او مسکو د اړیکو یوه پوه بیورون الکساندر ډوبین وویل،‌ «دا شاید د بیجینګ او شخصا د شي جین پینګ لپاره خورا ټکان ورکوونکی وي چې د روسیې داخلي دفاعي میکانیزمونه ټول ناکام شول،»

نوموړي وویل، «هغه به خامخا له دې څخه درس زده کړي.»

یو نوی ټیټوالی

چین له اوږدې مودې راهیسې په خپل شمالي ګاونډ کې له ډراماتیکو پیښو سره مخامخ دی -- د هغه مشران د شوروي اتحاد ناڅاپه ړنګیدلو او له هغې څخه وروستۍ ګډوډۍ ته اشاره کوي او په دې توګه د بیجینګ له زیږه او سخت حکومتي سیستم څخه ملاتړ توجیه کوي.

د اوهایو په ویتینبرګ پوهنتون کې یوه پروفیسر یو بین وویل، «چین په روسیه کې له ډراماتیکو بدلونونو سره عادت شوی، البته هغه داسې حالت نه خوښوي،»

په روسیه کې د کورنۍ جګړې وېره اوس له څو اونیو راهیسې راپورته شوې، ځکه چې عام خلک اوس په کرملین کې د بیلابیلو ډلو ترمنځ د شخړو په هکله خبر شوي او لا خبرېږي.

د رویټرز د راپور په اساس، پرېګوژین د غبرګولي په ۳مه خبرداری ورکړی و چې که د هېواد اشرافه طبقه د جګړې په برخه کې جدیت ونه ښیي، کېدی شي چې په روسیه کې یو انقلاب رامنځته شي او په اوکراین کې روان جنګ کې ماته وخوري.

د اونۍ د پیل پیښې ممکن د بیجینګ هغه هڅې هم ګړندۍ کړي چې د مسکو په شرایطو د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره د سوله کوونکي رول ولوبوي.

د ساندیاګو د کلیفورنیا پوهنتون متخصص شي وویل، «ښایي وروستۍ پېښې د دې سبب شي چې چین د روسیې د دولتي ظرفیت او په روسیه کې د سیاسي ثبات په هکله خپلې ارزونې ټیټې درجې ته ښکته کړي،»

هغه وویل، «دا یوه ښکاره نښه ده چې پر اوکراین یرغل د روسیې بنسټیز ثبات کمزوری کوي.»

د کارنیګي د روسیه یورو اسیا مرکز رییس الکساندر ګابیوف وویل، کېدی شي چین خپل غبرګون په یو حساب د یوه متحد د شرمېدلو اندېښنو ته په پام سره تنظیم کړی وي.

هغه وویل، «چین په ډېر احتیاط سره حرکت کوي،»

ګابیوف وویل، «زه فکر کوم چې په روسیه کې بغاوت په حیرانوونکې توګه پېښ شوی دی. تاسو وینئ چې چینایي رسنۍ او هر کس په خپلو رسمي څرګندونو کې ډېر احتیاط کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو د راپور په پای کې ببوښتنه کړې چې ، (ایا دا لیکنه مو خوښه شوه؟) زه وایم نه بیخي نه. ځکه تاسو د خبریالۍ اصول نه دي پر ځای کړي. د خبریالۍ یو اصل بې پرېتوب دی. یعني په زورنالیستیکو مسایلو کې باید ډېر احتیاط وشي چې یو طرف هم کم رانوستل شي. مګر په دې خبر کې د روسیې حیثیت بیخي صفر ښودل شوی دی. او خبریال ته په کار نه ده چې داسې یو حالت اختیار کړي. که خبر د یوې سیمې، ولایت، هېواد او یا نړۍ په کچه وي باید خبریال بې طرفه پاتې شي...

ځواب ورکړئ