اقتصاد

یوې سوداګرې ښځې د سرپل ښځو ته د ټغر اوبدلو په برخه کې ۱۰۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي دی

د محمد قاسم راپور

افغان مېرمنې د غبرګولي په ۲۷مه د سرپل ولایت په مرکز کې یو ټغر اوبي. [عکاس: محمد ایوب حمیدي]

افغان مېرمنې د غبرګولي په ۲۷مه د سرپل ولایت په مرکز کې یو ټغر اوبي. [عکاس: محمد ایوب حمیدي]

سرپل -- د افغانستان په شمال کې د غالۍ اوبدلو صنعت وده کوي، او دا حالت ښځو ته فرصت ورکوي چې عاید ترلاسه کړي او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.

د سرپل ولايت يوې متشبثې معصومې ميرزایي وويل، هغه د ولايت په مرکز کې د اوبدلو په شپږو مرکزونو کې ١٠٠٠ ښځې چې ټغرونه اوبي، اداره کوي.

هغې وویل، هغه د ټغرونو لپاره خام مواد چمتو کوي او اوبدونکي د هر متر مربع په بدل کې تر ۴۰۰ افغانیو (۴.۶۰ ډالرو) پورې ترلاسه کوي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «ما یو څه پیسې درلودې او غوښتل مې چې له هغو څخه د خپلو اړو او کونډو خویندو سره د ټغرونو د اوبدلو په برخه کې مرسته وکړم. له نېکه مرغه، اوس مهال شاوخوا ۱۰۰۰ ښځې د اوبدلو په دې پروګرام کې په کار بوختې دي، او کولی شي د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي،»

ميرزايي وويل، شاوخوا يو کال وړاندې هغې ښځو ته د اوبدلو يو لنډ مهاله روزنيز کورس برابر کړ، او بیا وروسته هغې د اوبدلو مرکزونه جوړ کړل.

هغې زیاته کړه، «هره اونۍ زه د ټغرونو اوبدلو لپاره تار او د اړتیا وړ نور مواد په اوبدونکو ویشم، او د هر متر مربع اوبدلو په بدل کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ افغانیو [له ۳.۴۶ تر ۴.۶۰ ډالرو] پورې پیسې ورکوم. د کوچنیو سوداګریو خاوندان ټغرونه اخلي او په بازار کې یې پلوري،»

میرزايي وویل، هر اوبدونکی په اونۍ کې شاوخوا څلور مربع متره ټغرونه اوبي، او د میاشتې په پای کې د خپل کار د اندازې په اساس معاش ترلاسه کوي چې ترسره کړی یې وي.

هغې زیاته کړه، ډېرې ښځې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي، د کار په لټه کې هغې ته راځي او په هېواد کې د ښځو په کار او زده کړو باندې د بندیز له امله د ټغرونو اوبدل پیلوي.

هغې وویل، «موږ غواړو چې د افغان ښځو ملاتړ وکړو او په ټولنه کې د هغوی حضور پیاوړی کړو،»

د سرپل ښار د چهارباغ سيمه کې یوې ۲۷ کلنې اوبدونکې زحل صافۍ وويل، چې د يوې غیرحکومتي موسسې کارکوونکې وه او د کار له لاسه ورکولو له امله يې د اوبدلو کار ته مخه کړه.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «هغه ښځې چې د ټغرونو اوبدلو ته یې مخه کړې، ټولې مجبورې دي. په دوی کې هغه ښځې هم شاملې دي چې د لیسانس سندونه لري او یا یې په حکومت کې کار کاوه، خو هغوی له بدې ورځې ټغرونه اوبي او لږه اجوره ترلاسه کوي،»

صافي وويل، «د ښځو لپاره دا غوره ده چې په هر سکتور کې بوختې وي، خو موسسې بايد د ښځو د لاسي صنايعو د بازارموندنې او پلور په برخه کې همکاري وکړي، څو د ټغرونو اوبدلو صنعت باثباته پاتې شي،»

له یواځې نفقه ګټونکیو سره مرسته کول

په سرپل کې ډېرې هغه ښځې چې د ټغرونو د اوبدلو کار کوي، د خپلو کورنیو یواځینۍ نفقه ګټونکې دي، او وايي چې په میاشت کې له ۴۰۰۰ تر ۶۰۰۰ افغانیو (له ۴۶ تر ۶۹ ډالرو) پورې عاید لري.

۴۲ کلنه ظریفه چې د څلورو ماشومانو مور ده، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ټغر اوبدلو په یوه ورکشاپ کې کار کوي.

هغې وویل، «زما اقتصادي وضعیت ښه نه و. له هغه وخته چې ما د ټغرونو اوبدلو کار پیل کړی، په میاشت کې تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې عاید لرم او اوس د خپلې کورنۍ په ملاتړ کې مهم رول لوبوم.»

هغې وويل، «زما مېړه د سون د لرګیو دوکان لري، خو کاروبار يې یواځې په ژمي کې نسبتا ښه وي. له هغه وخته چې ما کار پيل کړى، زموږ اقتصادي ستونزې يو څه کمې شوې دي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «ما له خپلو خپلوانو څخه اوبدل زده کړي دي، او زه اوس هر ډول ټغر اوبدلی شم. زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم د خپل مېړه او کورنۍ مالي ملاتړ وکړم،»

په چهارباغ کلي کې ۳۵ کلنې اوبدونکي، سبرینا سلام ټایمز ته وویل، خوشحاله ده چې د اوبدلو له لارې له خپلې کورنۍ سره مرسته کوي.

هغې زیاته کړه، «زما معاش لږ دی، خو زه باید کار وکړم ځکه چې زموږ د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، او زه کولی شم په کار کولو سره مرسته وکړم،»

هغې وویل، «زه په هغې اجوره چې زه یې ترلاسه کوم، وخت تېروم، او کولی شم چې د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې وکاروم.»

هغې وويل، «زه مخکې له دې چې دا کار پيل کړم په کور کې وزګاره ناسته وم. اوس خوشحاله يم چې غالۍ اوبم او یو عاید لرم،»

د صنعت وده، د صادراتو ستونزې

د سرپل ولايت د صنايعو او سوداګرۍ د رياست د صنعتي چارو رييس عبدالبصير اميني وويل، په دې ولايت کې شاوخوا ٦٧٤٩ ښځې د اوبدلو په بېلابېلو مرکزونو کې کار کوي.

هغه وویل، «د ۱۴۰۰ کال له زمري څخه مخکې، په سرپل کې د صنایعو او سوداګرۍ ریاست نه وه، خو هغه معلومات چې موږ له خلکو او اوبدونکو څخه راټول کړي، ښيي چې د ټغر اوبدلو صنعت هغه مهال ډېر کمزوری و،»

هغه زیاته کړه، «موږ هڅه کوو چې د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړو، څو متشبثین خامو موادو ته لاسرسی پیدا کړي او پرته له کومې ستونزې دې صنعت ته وده ورکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «موږ هیله لرو چې نړۍ واله ټولنه د خصوصي سکټور ملاتړ ته دوام ورکړي څو موږ وکولی شو چې له ورشکستګۍ څخه یې وژغورو او ښځینه متشبثې کار ته دوام ورکړي،»

په سرپل کې د محمد هاشم نوابي په نامه یوه ټغر پلورونکي چې ۵۲ کاله عمر لري، وویل، سوداګر او چارواکي باید نورو هېوادونو ته د ټغرونو د صادرولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وویل، «په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په خرابېدلو سره ټغرونه ډیر مشهور شوي دي ځکه چې د دودیزو غالیو په پرتله یې قیمت کم دی، نو ځکه پیرودونکي ټغرونو ته ترجیح ورکوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د یوې شپږ مربع متره وطنۍ قالینې قیمت له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰۰ افغانیو [۱۱۵ تر ۲۸۹ ډالر] ده، په داسې حال کې چې د یوه شپږ مربع متره ټغره قیمت د ۳۰۰۰ او ۷۰۰۰ افغانیو [۳۵ او ۸۱ ډالرو] تر منځ دی.‌

هغه زیاته کړه، د ښځو لاسي صنایع په ځانګړې توګه دودیزې غالۍ او ټغرونه لوړ کیفیت لري.

نوابي له چارواکو څخه وغوښتل چې د ایران د ټیټ کیفیت لرونکيو لاسي صنایعو د واردولو مخه ونیسي او د افغان تولیدونکو ملاتړ وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانې ښځې به هیڅکله خوشحاله نشي ځکه دوی په داسې هیواد کې ژوند کوي چې تل په کې د دوی له خوبونو سره لوبې کیږي. نن ورځ دوی په دې خبرو خوشحاله دي چې د غالۍ اوبدلو دنده لري، خو څه به کیږي که له داسې یوه حالت سره مخامخ شي چې یوه ورځ دا کار هم پرې بند شي. افسوس پر افغان ښځو او نجونو چې په دې هېواد کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. هیڅ ښځه باید له ښځو سره د مرستې په خاطر په افغانستان کې پانګونه ونه کړي، ځکه افغانې ښځې ښه راتلونکی نه لري. افغانې ښځې د لوبو د وسیلو په څېر دي. هر کله چې څوک غواړي، د دوی له ژوند سره لوبې کوي.

ځواب ورکړئ

که په افغانستان کې ښځو ته کاري فرصتونه برابر شي، زه ډاډه یم چې افغانې ښځې به په ډېر لنډ وخت کې ډېرې بریاوې ترلاسه کړي. دا یې ښه بېلګه ده چې یوې ښځې سلو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې او په دې کار سره څه باندې سل کورنۍ له سوال کولو څخه ژغورل شوي دي.

ځواب ورکړئ