اقتصاد

د هرات کروندګرو د کوکنارو پر ځای د کچالو کرنې ته مخه کړې ده

د عمر راپور

په هرات ولایت کې کروندګر په زیاتیدونکې توګه د کچالو کښت ته مخه کوي، ځکه چې حاصل یې ښه عاید لري، او د کوکنارو د کښت په پرتله لږ لګښت او لږو هڅو ته اړتیا لري. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په هرات ولایت کې کروندګر په زیاتیدونکې توګه د کچالو کښت ته مخه کوي ځکه چې حاصل یې ښه عاید وړاندې کوي او د کوکنارو د کښت په پرتله لږ لګښت او لږو هڅو ته اړتیا لري.

۴۲ کلن محمد ګل امیري سږ کال په ۲ جریبه ځمکه کچالو کرلي او شاوخوا ۲۰ ټنه کچالو یې ترې ترلاسه کړي دي.

هغه وويل، چې د کوکنارو د کښت پریښودو څخه وروسته، د کچالو کرنې یې اقتصادي وضعيت ښه کړى دى.

اميري وويل، «نشه ييز توکو زمونږ د ډېرو ځوانانو ژوند تباه کړی دی. د کوکنارو کښت کورنۍ تباه کوي، چې له بېوزلۍ پرته بل څه نه راوړي. زمونږ په کلي کې ډېر ځوانان د کوکنارو د کښت له امله په نشه ييزو توکو روږدي شوي دي.»

دوه کروندګر د چنګاښ په ۱۹مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د کچالو حاصلات راټولوي. [عمر/سلام ټایمز]

دوه کروندګر د چنګاښ په ۱۹مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د کچالو حاصلات راټولوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وويل، «زمونږ په کلي کې، مونږ کروندګرو پرېکړه کړې چې نور به کوکنار نه کرو. مونږ ټولو د دې ويجاړوونکي فصل کرل درولي دي. زمونږ په کلي کې د کچالو کښت وده کړې، او د تېر کال په پرتله شل برابره ډېر شوی دی.»

هغه وويل، د سلما بند څخه پر وخت د اوبو د رسېدلو له امله سږ کال د کروندګرو حاصلات د تېر کال په پرتله ښه وو.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي مرستیال بشیر احمد احمدي وویل، سږ کال په دغه ولایت کې په ۴۷۵۰ جریبه (۹۵۰ هکتاره) ځمکه کچالو کرل شوي وو.

هغه وویل، «د وړاندوینې په اساس، سږکال به په هرات کې له ۱۷۰۰۰ مټریک ټنو څخه زیات کچالو ترلاسه شي،» او زیاته یې کړه چې د هغو ځمکو اندازه چې کچالو پرې کرل شوي «د تېر کال په پرتله ډېره لوړه ده».

هغه وویل، «د هرات په ځینو برخو کې، زیات کروندګر د کچالو کرلو ته د هغو د ښه حاصلاتو له امله لېوال دي،»

احمدي وويل، «په هرات کې کچالو ډېر مناسب بازار لري. د هرات په بازارونو کې څلور کيلوګرامه کچالو په ۱۲۰ – ۱۵۰ افغانیو [۱.۴۰ – ۱.۷۵ ډالر] پلورل کيږي. د دې ترڅنګ، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د چپس جوړولو څو فابريکې هم شته چې له کروندګرو څخه کچالو په مناسبه بيه پېري.»

پخوا کچالو یواځې د هرات په انجیل او ګذره ولسوالیو کې کرل کېدل، خو په تېرو دوو کلونو کې د کچالو کښت د زنده جان، غوریان، پښتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو ته غځول شوی دی.

کچالو راټولول

په هرات کې کروندګر وايي چې د کوکنارو د حرام کښت په پرېښودلو او د هغو پرځای د کچالو په څېر حلال فصل ته مخه کولو سره د هغوی اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.

د ګذرې ولسوالۍ يوه کروندګر، عبدالقيوم، چې ٣٤ کاله عمر لري، وويل، سږ کال يې د کچالو په پلورلو سره د کوکنارو له کښت څخه د پنځو کلونو په اندازه ګټه ترلاسه کړې ده.

هغه وويل، «ما پخوا کوکنار کرل، خو حاصلات مې کم وو. همدا کار زمونږ د کلي د ډېرو ځوانانو د روږدي کېدلو لامل شو. يو شمېر يې لوستي ځوانان دي، چې د بېکارۍ او په اسانۍ سره د نشه ییزو توکو د ترلاسه کولو له امله روږدي شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «هغوی مجبور دي چې د نشه ییزو توکو د ترلاسه کولو لپاره غلا وکړي،»

قیوم وویل، «په اقتصادي لحاظ، د کچالو حاصلات د کوکنارو د کښت په پرتله ډېر ښه دي،»

هغه وويل، «ما د فصل له پيل راهيسې تر اوسه شاوخوا درې ټنه کچالو راټول کړي دي،» او زياته یې کړه چې، «د کچالو حاصلات به څو ورځې نور هم دوام وکړي او نور حاصلات به هم ولري.»

قیوم وویل چې هغه به بیا هیڅکله کوکنار ونه کړي او د کچالو او نورو بدیلو فصلونو په کرلو سره به خپل اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي.

د ګذرې ولسوالۍ يوه کروندګر سيد احمد چې ۶۱ کاله عمر لري، وویل، سږ کال يې په ۲ جریبه ځمکه کچالو کرلي او غواړي چې راتلونکي کال پر نورو ځمکو هم کچالو وکري.

احمد وويل، «کوکنار هيڅ عايد نه لري ځکه چې حرام دي. ما به چې هر څومره زیار اېست، فایده به یې نه کوله، او زه به له یوه کال څخه بل ته بې وزله کېدم،»

هغه زیاته کړه، «زه له دوو کلونو راهیسې کچالو کرم، چې ښه عاید لري. ما د هغې ځمکې په نسبت چې تېر کال مې په کې کچالو کرلي وو، سږ کال دوه برابره ډېره ځمکه باندې کچالو وکرل او ښې پیسې مې ترې ترلاسه کړلې.»

هغه وویل، په داسې حال کې چې د کوکنارو حاصل ایله د هغو د کرنې لګښتونه پوره کوي، کچالو د هغو پیسو پنځه برابره ډېرې ترلاسه کوي چې په کرنه یې لګول کیږي.

احمد وويل، د کوکنارو اصلي ګټه د نشه ييزو توکو د قاچاق وړونکو جېبونو ته ځي،او زياته یې کړه، چې بيا به هيڅکله د قاچاقچیانو د ګټې لپاره کار ونه کړي او د تل لپاره یې د کوکنارو کرنه پرېښې ده.

ضروري ملاتړ

په داسې حال کې چې د کچالو حاصلات ګټور ثابت شوي، هغه کروندګر چې د کوکنارو کښت یې پریښی دی وايي چې هغوی له نړۍ والو مرستندویو ادارو څخه نور ملاتړ څخه غواړي.

۴۷ کلن ولي محمد په ګذره ولسوالۍ کې په خپله ۱ جریب ځمکه کې کچالو او په ۴ جریبه ځمکه کې غنم کري.

هغه وویل، د اوبو کمښت او د کیمیاوي سرې لوړې بیې هغه عمده ننګونې دي چې کروندګر ورسره مخامخ دي.

هغه د نړۍ والو مرستو له امله د کرنې په برخه کې نورو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، «که مونږ د اړتیا وړ کیمیاوي سرې ترلاسه کړو، مونږ به وکولی شو چې ډېر حاصلات واخلو،»

هغه وویل، «نړۍ والې مرستندویې موسسې له مونږ سره د باغدارۍ په برخه کې مرسته کوي او مونږ ته یې د څارویو خواړه برابر کړي دي. د مرستندویو موسساتو د ملاتړ له امله زمونږ د باغونو حاصلات دوه برابره زیات شوي دي.»

۳۷ کلن شېراحمد وویل، هغه په ګذره ولسوالۍ کې په ۱ جریب ځمکه کچالو او په ۵ جریبه ځمکه غنم کرلي، خو د خپلو حاصلاتو د ښه کولو لپاره د اړتيا وړ کيمياوي سرې د اخيستلو وس نه لري.

هغه وويل، «د مرستندويو موسساتو ملاتړ زمونږ لپاره مهم دی. که دوی له امراضو سره د مبارزې لپاره د کیمیاوي سرې او زراعتي دوا په چمتو کولو کې له مونږ سره مرسته وکړي، زمونږ کرنیز حاصلات به لوړ شي.»

هغه زیاته کړه، «کیمیاوي سرې او زراعتي دوا قیمته دي او مونږ یې د اخیستلو توان نه لرو،»

احمد وويل، «په تېرو دوو کلونو کې، څو نړۍ والو مرستندويو موسسو د بندونو، کانالونو او استنادي دېوالونو په جوړولو کې له مونږ سره مرسته وکړه. دا پروژې زمونږ لپاره خورا اغېزمنې وې او زمونږ د حاصلاتو په زیاتولو کې یې مرسته کړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کوکنار د تباهۍ وسیله ده. زموږ په هېواد کې له پیله ځوانان بېکاره دي. په لیرې پرتو سیمو کې له زده کړو بې برخې دي او په همدې دلیل زمونږ په هېواد کې کوکنار کرل کېږي. په داسې حالت کې به ځوانان روږدي او تباه شي. ډیری یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. ډیری کورنۍ بې کوره شوي او د کوکنارو عاید حلال نه دی. نو ښه به دا وي چې د کوکنارو پر ځای کچالو یا داسې څه وکرل شي چې بې وزله خلکو او زمونږ هېواد ته ګټه ورسوي. په هرات او نورو ولایتونو کې باید د کوکنارو د کښت مخه ونیول شي.

ځواب ورکړئ

له کوکنارو پرته د بل هر څه کرل به کروندګرو ته له مالي او رواني پلوه ګټه ورسوي. کوکنار پخپله یو زهرجن بوټی دی چې انسان د مرګ کندې ته غورځوي، چې په هر ډول وي. همدا نشه يي توکي دي چې په نړۍ کې یې ترهګري پیاوړې کړې ده. که دا ناپاک بوټی له افغانستان څخه ورک شي، په هماغه ورځ به تروریستي شبکه هم له منځه ولاړه شي. د یوه مسلمان بزګر په توګه، ولې باید خپل مشروع رزق د ځان لپاره په ناروا څه باندې واړوي؟ نو ښه به دا وي چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای کچالو، غنم، وريژې، زعفران او نور وکرو څو ښه حاصلات ترلاسه کړو او خپل هېوادوال له مرګ او بدبختۍ څخه وژغورو.

ځواب ورکړئ

دا اوس مې یو خبر ولوست چې په کندوز ولایت کې سږ کال د خټکیو حاصلات شل سلنه زیات شوي دي. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې تېر کال د طبیعي پېښو له امله د خکټیو د کښت ساحه کمه شوې خو حاصلات یې زیات شوي دي. بیا د دې ولایت څو کروندګر هم وغږېدل او ویې ویل چې په دغه ولایت کې د خټکیو د حاصلاتو زیاتوالي ته خوښ دي، خو له سرپرست حکومت یې وغوښتل چې د دوی محصولاتو ته بازار موندنه وکړي. د دوی په وینا چې حاصلات د اوس لپاره یوازې داخلي بازار لري چې د دوی خواري هم نه شي پوره کولی. کروندګر وايي، سږ کال وچکالي او د اوبو کمښت د دې لامل شوی چې د خټکیو حاصلات له وخته مخکې پاخه شي. نو خبره داده چې خټکی وي کوکنار څوک غیي یا چرس.

ځواب ورکړئ

د هرات کروندګرو ډېر عالي کار کړی دی. دغسې دې په هر ولایت کې بزګران د نشه یي بوټو پر ځای سبزیجاتو او مېوه جاتو کرلو ته مخه کړي. چې هم اوس خلک د نشه له چټل بوی خلاص وي او هم راتلونکي نسلونه. خو په عین حال کې حکومت مسؤل دی چې خلکو ته منظم خدمات وړاندې کړي. د کار کولو فرصتونه برابر کړي. چې خلک په کار بوخت شي، نو بیا به نه ګیلې کوي او نه شکایتونه. خو ولس چې بې کاره وي حکومت هم د نیوکو لاندې راځي. مګر یوه خبره شته چې اوس مهال د افغانستان حکومت هم بې وسه دی، پکار ده چې نړیوال د منظمو مرستو لاس رااوږد کړي او د افغان ولس لاسنیوی وکړي.

ځواب ورکړئ