اقتصاد

د ایران د اقتصاد په خرابېدلو سره، تهران په سمندر کې فساد ته مخه کړې ده

د سلام ټایمز راپور

د ایران اسعار د سقوط په حال کې دي چې د ډالر پر وړاندې ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي. [hamshahrionine.ir]

د ایران اسعار د سقوط په حال کې دي چې د ډالر پر وړاندې ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي. [hamshahrionine.ir]

په داسې حال کې چې د ایران رژیم په سیمه کې لاسوهنو او سمندر کې فساد باندې تمرکز کوي،ایرانیان د اسعارو د چټکې بې ارزښتۍ، دوامدار انفلاسیون، بیکارۍ او اقتصادي بې ثباتۍ سره لاس او ګریوان دي.

په ایران کې د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمېر په ډېرېدلو دی چې کار ته اړ کیږي، او په تېر کال کې حکومتي متقاعدین او کارګران په بیلابیلو ښارونو کې په خورو ورو احتجاجونو کې راټول شوي، څو د ټیټو معاشونو په هکله خپلې اندېښنې راپورته کړي.

د انفلاسیون رسمي ټکي په ټکي اندازه د وړم کال په پرتله تقریبا ۴۰٪ وه، او د تېر کال د ورته وخت په پرتله ۶۰٪ ته لوړه شوې ده.خو دولتي کارمندانو سږکال یواځې ۲۰٪ زیاتوالی په معاش کې ترلاسه کړی دی.

په داسې حال کې چې حکومت د سپاه لګښتونو ته لومړیتوب ورکوي، د خلکو لپاره تخصیص کېدونکې بودیجه له یوه کال څخه بل ته کمیږي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي (ښی) او د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو (چپ) د غبرګولي په ۲۳مه په کاراکاس کې د تیریسا کارینو تیاتر کې یوې غونډې ته ور رسېږي. ډېری ګومان کوي چې رییسي د غبرګولي په میاشت کې کاراکاس ته د سفر په ترڅ کې له وینزویلا څخه د خپلو پیسو چې ورباندې پور دي غوښتنه کړې. [سټرېنګر/ای اېف پي]

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي (ښی) او د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو (چپ) د غبرګولي په ۲۳مه په کاراکاس کې د تیریسا کارینو تیاتر کې یوې غونډې ته ور رسېږي. ډېری ګومان کوي چې رییسي د غبرګولي په میاشت کې کاراکاس ته د سفر په ترڅ کې له وینزویلا څخه د خپلو پیسو چې ورباندې پور دي غوښتنه کړې. [سټرېنګر/ای اېف پي]

پرادیس سینیپلیکس مجبور شو چې د غبرګولي په ۲۲مه خپلې دروازې وتړي ځکه چې حکومت ته یې د اوبو بل نه و ورکړی، او د ودانۍ اوبه یې بندې شوې وې. [BORNA.NEWS]

پرادیس سینیپلیکس مجبور شو چې د غبرګولي په ۲۲مه خپلې دروازې وتړي ځکه چې حکومت ته یې د اوبو بل نه و ورکړی، او د ودانۍ اوبه یې بندې شوې وې. [BORNA.NEWS]

د سپاه پاسداران بودیجه د تېر کال په پرتله ۲۸٪ زیاته شوې، او د عادي پوځ بودجه ۳۶٪ ډېره شوې ده. د پولیسو ځواک، چې تر څه حده د سږکال د لاریونونو د ځپلو مسؤل دی، په بودجه کې سږ کال ۴۴٪ زیاتوالی راغلی دی.

د ایران لوی ښارونه د ککړتیا له خطر سره مخامخ دي چې په تېرو لسیزو کې په تدریجي ډول خراب شوي، او په هر ژمي کې د ښوونځیو او دفترونو د ډېر بندیز لامل کیږي.

بیا هم حکومت «د هوا ککړتیا سره د مبارزې نوښت» ته د ۱۴۰۳ کال د بودیجې تخصیص د تېر کال په پرتله ۱۰٪ ډېر کم کړی دی.

د پرادیس سینیپلیکس تفریحي مرکز مجبور شو چې د غبرګولي په ۲۲مه خپلې دروازې وتړي، ځکه هغه روانې اوبه نه لري او دلیل یې دا دی چې د حکومت پوروړی دی.

کمپلیکس اعلان وکړ چې، د تهران د اوبو او حفظ الصحې څانګې کارمندان سینپلیکس ته راغلل او د اوبو پایپونه یې بند کړل، او زیاته یې کړه چې هغوی به هغه پیسې چې مشتریانو د ټکټونو اخیستلو په بدل کې ورکړي دي، بېرته ور وګرځوي.

حتی هغه اوسیدونکي چې په منظم ډول د اوبو بیلونه تادیه کوي، هغوی هم د بندېدلو له پروسې څخه خوندي نه دي.

د تهران په اوسیدونکيو باندې د تېرو کالونو د دوبي د موسمونو په څېر، ځینې ورځې د څو ساعتونو په مخه روانې اوبه بندېږي.

په تهران کې د یوه دولتي ښوونځي یوې ښوونکې وویل، «حکومت ادعا کوي چې کافي اندازه پیسې نه لري، نو موږ نشو کولی په معاش کې زیاتوالی ترلاسه کړو، لاکن په سپاه پاسداران او د سپاه پاسداران په پانګونو او شرکتونو باندې میلیونونه ډالر لګوي.»

هغې د نوم نه ښودلو په شرط المشارق خبري وېب سایټ ته وويل، «نه کافي اندازه اوبه، نه برېښنا او نه د سون توکي شته. حکومت هره مياشت د نوي کمښت اعلان کوي، خو بيا هم په پوځي فعاليتونو ډېرې پيسې لګوي.»

په خلیج کې د ایران ګواښونه

په ورته وخت کې، د ایران رژیم په خلیج کې خپل نظامي ځواک پیاوړی کوي او په مکرر ډول له هورموز تنګي څخه د تېرېدلو پر وخت بهرنۍ کښتۍ ځوروي او زیان ور رسوي.

د متحده ایالاتو پوځ د چنګاښ په ۱۴مه د عمان په نړۍ والو اوبو کې د ایران د سمندري ځواکونو له خوا د دوو سوداګریزو ټانکرونو د نیولو مخه ونیوله.

امریکايي چارواکو ویلي چې په بې وسلې ملکي کښتیو باندې د برید کولو هڅې د تهران د هغو ادعاوو خلاف عمل دی چې وايي په سیمه کې سوله او امنیت غواړي، ځکه چې دا کار په هورموز تنګي کې د ټولو تجارتي کښتیو خوندیتوب او امنیت ننګوي.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک ۵مې بیړۍ چې په بحرین کې مېشته ده، د غوایي په میاشت کې په یوه اعلامیه کې وویل، چې هغوی له متحدینو او شریکانو سره کار کوي څو په خلیج کې د مزاحمت مهمه نقطه خوندي کړي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د غوایي په ۲۲مه وویل، «مونږ په پرله پسې ډول د ایران ګواښونه، د وسلو نیول او د هغو سوداګریزو کښتیو په وړاندې بریدونه لیدلي چې په نړۍ والو اوبو او د سیمې په ستراتیژیکو سمندري لارو کې د تګ له خپلو حقونو او ازادۍ څخه استفاده کوي.»

همدارنګه د غوایي په میاشت کې، د ایران سمندري ځواکونو د خپلې لومړنۍ سمندري دورې په هکله غورې وکړې.

د ایران د سمندري چارو یوه شنونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «داسې ښکاري چې خبرونه د ایران پوځ ته ډېر په ځنډ رسېږي. هغوی د خپل سمندري سفر په هکله داسې ویاړي لکه پنځه پېړۍ وروسته یې چې په لومړي ځل کشف کړی وي!»

هغه وویل، «د ایران رژیم د خپلو زړو سمندري وسایلو په ګډون ډېری مسئلې لري چې باید پر وړاندې یې مقابله وکړي. دا سمندري سفر باید د چارواکو په ذهنونو کې تر ټولو وروستی شی واوسي.»

د پور راټولولو هڅې

ایراني چارواکو د غبرګولي په میاشت کې وویل چې د دغه هېواد له ۱۰۰ ملیارد ډالرو څخه ډېرې پیسې په ډیرو هیوادونو کې د بندیزونو په ګډون د بیلابیلو دلایلو له امله بندې دي.

ولسمشر ابراهیم رئیسي د لاتینې امریکا دریو هیوادونو ته، چې هغه هم منزوي او تر بندیزونو لاندې دي، ته سفرونه وکړل. هغه هڅه کوله چې په هغوی باندې د ایران ولاړ پورونه او نوره همکاري ترې وغواړي.

رئیسي د غبرګولي په میاشت کې وینزویلا، کیوبا او نیکاراګوا ته سفرونه وکړل او له کاراکاس سره یې ۲۵ نوي تړونونه لاسلیک کړل، او ګومان کېږي چې په ورته وخت کې هغه د خپل سفر په ترڅ کې له وینزویلا څخه د هغو پیسو چې له ایران څخه پوروړې ده، غوښتنه وکړه.

یوه اقتصاد پوه د نوم د نه ښودلو په شرط المشارق ته وویل، «کاش چې نور هیوادونه ایران ته هغه پیسې ور نه کړي چې پور یې اخیستی دی، ځکه چې دا به د رژیم جیبونو ته ډیرې نغدې پیسې ورکړي.»

هغه وویل، «یواځینی ځای چې هر ډول راتلونکې پیسې ترلاسه کوي هغه سپاه پاسداران او بالاخره عراق، یمن یا سوریه ده. له هغو پیسو څخه به یوه ټنګه هم په ایرانیانو باندې مصرف نشي.»

هغه وویل، «نو زه فکر کوم زمونږ لپاره به دا ښه وي چې که چېرې پیسې په راتلونکي کې یو څه وخت، شاید د راتلونکو ایراني نسلونو لپاره، په بل هیواد کې خوندي شي،» او زیاته یې کړه چې لږ امید شته چې ایران به له وینزویلا څخه پیسې ترلاسه کړي.

د ایران د موټرو جوړونکي شرکت سایپا اجرائیوي رئیس محمد علي تیموري د کب په ۴مه وویل، د سایپا «پالیسي دا ده چې په روسیه او وینزویلا باندې د خپل مارکیت د اصلي مقصد په توګه تمرکز وکړي».

هغه وویل، سایپا لا دمخه وینزویلا ته د ۱۰۰۰ موټرو لومړۍ ډله لیږلې ده، او «سم چې د پېرودلو لپاره پیسې انتقال کړای شي، ۲۰۰۰ نور وسایط د صدور لپاره چمتو دي.»

په داسې حال کې چې ایران د صادراتو لپاره موټرونه جوړوي، د تعجب خبره دا ده چې د ایران پارلمان د لومړي ځل لپاره د کارول شویو بهرنیو موټرو د واردولو اجازه ورکړه، چې دا یوه بله نښه ده چې د هېواد اقتصاد په ژوره توګه له ستونزو سره مخامخ دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خدای دې یې حال له دې هم بدتر کړي. دا یو ظالم او جابر رژیم دی چې نور یې پاتې کېدل سخت تاواني دي، باید له منځه لاړ شي. ولس دې ورپسې پورته شي او چې چېرته حکومتي کس وي ختم دې کړي چې له شره یې خلاص شي.

ځواب ورکړئ

د ایران اخوندایزم رژیم په ایران کې یو مستبد حکومت روان کړی دی، چې عام ولس ور سره سخت په تنګ دی. چې تر دې یې حالت نور بتر شي هم څوک به پرې خپه نه شي. د ایران وسنی استبدادي رژیم باید نور له منځه لاړ شي، څو دا د ناسور دانه ختمه شي او ور سره څنګ یې خپلې کرایه شوې جنګي او ترهګرې ډلې هم له منځه لاړې شي.

ځواب ورکړئ