روغتیا

ډبلیو اېچ او په کندهار کې د معتادانو د درملنې سل بستریز روغتون پرانیست

د رحیم الله خپلواک راپور

د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) په کندهار ښار کې یو ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ کړی ترڅو د معتادانو درملنه په کې وکړي او د افغانستان په جنوب کې د اعتیاد په کمولو کې مرسته وکړي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) په کندهار ښار کې یو ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ کړی چې د معتادانو درملنه په کې وکړي او د افغانستان په جنوب کې د اعتیاد د افت په کمولو کې مرسته وکړي.

د دغه روغتون د جوړېدو چارې چې څه باندې یو میلیون ډالر لګښت پرې راغلی، تېر کال پای ته ورسېد. روغتون اوس په بشپړه توګه فعال دی.

په افغانستان کې د ډبلیو اېچ او استازي لوو ډپېنګ وویل، د هېواد د څلورو زونونو په مرکزونو کې به د نشه یيزو توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره څلور نور روغتونونه جوړ کړای شي.

هغه د زمري په ۱۸مه وویل، «موږ نن ډېر خوښ یو چې په کندهار کې د بیارغېدنې مرکز فعالوو. دا روغتیايي مرکز ۱۰۰ بسترونه لري چې د جنوبي سیمې د روږدو کسانو درملنه په کې کېږي.»

په عکس کې چې د زمري په ۱۸مه اخیستل شوی، سړي په کندهار ښار کې په یوه ۱۰۰ بستریز حوزوي روغتون کې چې د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) له خوا یې ملاتړ کیږي، په نشه یيزو توکو د روږدو کسانو درملنه ترلاسه کوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د زمري په ۱۸مه اخیستل شوی، سړي په کندهار ښار کې په یوه ۱۰۰ بستریز حوزوي روغتون کې چې د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) له خوا یې ملاتړ کیږي، په نشه یيزو توکو د روږدو کسانو درملنه ترلاسه کوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، «اوس په روغتون کې یواځې د نارینه روږدو کسانو درملنه کېږي، خو موږ هڅه کوو چې د ښځو او ماشومانو لپاره هم د بیارغونې یوه څانګه جوړه کړو.»

لوو وویل، ډبلیو اېچ او په کابل کې د روږدو ښځو د درملنې له یوه مرکز سره مرسته کوي او په پام کې لري چې په هرات، کندهار او ننګرهار کې هم د خپلې مرستې له لارې ښځینه معتادانې ورغوي.

د روغتون رییس عصمت الله امین وویل، په کندهار کې د نوي روغتون جوړېدلو د ځای او امکاناتو ستونزې هوارې کړي دي.

هغه وويل، «موږ له ډېرو ننګونو سره مخامخ وو او مناسبې اسانتياوې او سرچينې مو نه لرلې. موږ په يو وخت کې يواځې شل تنه معتادان بسترولی شوای، خو اوس په سلګونو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او د دې کار لپاره لازمې اسانتیاوې هم لرو.»

هغه زیاته کړه، «زموږ ګرځنده ټیمونه، د روغتیا نړۍ وال سازمان سره په همکارۍ، د هغو روږدو کسانو درملنه هم کوي چې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.»

د بېرته ورګرځېدلو مخنیوی

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۸ کلن عصمت الله له اوه کلن اعتیاد څخه وروسته په نوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی. هغه ایران ته د کار لپاره له تګ څخه وروسته هلته نشه پیل کړه.

هغه وویل چې هغه د درملنې فرصت د ترلاسه کولو له امله مننه کوي او هیله لري چې روغ رمټ بیرته خپلې کورنۍ ته ورستون شي.

عصمت الله وويل چې يو ځل پوره يوه مياشت په روغتون کې بستر و، خو کافي اندازه خوراکي توکي او درمل نه ور رسېدل.

هغه وويل، «لاکن موږ پنځه ورځې په دې روغتون کې يو، او موږ ټولو وسايلو ته لاس رسی لرو.»

عصمت الله وويل، هوډ لري چې له درملنې وروسته به بيا هيڅکله نشه يي توکو ته لاس ور نه وړي، او له خپلې کورنۍ سره به په سوله کې ژوند وکړي.

د بيارغونې په مرکز کې يوه بل ناروغ نذير احمد چې ۲۴ کاله عمر لري وويل، دغه روغتون د روږدو کسانو لپاره ارزښتناک خدمت وړاندې کوي او له هغوى سره مرسته کوي، چې بېرته عادي ژوند ته را وګرځي.

هغه وويل، «د بيارغونې په دې مرکز کې ډاکټران موږ ته ښه پاملرنه کوي. دوی هره ورځ موږ معاينه کوي او موږ ته درمل راکوي، او په ورځ کې درې ځلې ډېر ښه خواړه راکول کيږي.»

هغه وویل، «زه غواړم چې له خپلې درملنې څخه وروسته کار پیل کړم څو له مخدرو موادو څخه په بشپړه توګه لیرې شم. که کارونه وي، موږ کولی شو کار وکړو او د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابره کړو. موږ د ملګرو ملتونو پر ادارو غږ کوو چې زموږ لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.»

د سردار محمد په نامه یوه بل ناروغ چې ۴۱ کاله عمر لري، وویل، هغه هیله لري چې ژر تر ژره خپلې کورنۍ ته ورستون شي.

هغه وویل، «نشه ييزو توکو زما ژوند له لسو کلونو څخه ډېره موده تباه کړ. زه په ايران کې په نشه ييزو توکو روږدي شوم، او کله چې کندهار ته راستون شوم، نو ټولو راته په سپکه سترګه کتل، ځکه چې زه معتاد وم.»

هغه وویل، «له هغه وخت راهیسې ما یو ډېر سخت ژوند درلود.»

محمد له مرستندويو ادارو څخه وغوښتل، چې په نشه ييزو توکو روږدو کسانو ته د کار پيدا کولو له لارې له هغوی سره مرسته وکړي.

هغه وويل، «زه غواړم چې له بيارغېدنې څخه وروسته په ټولنه کې د نورو روغو نارينه وو په څېر کار وکړم او یو ښه ژوند جوړ کړم،» او زياته یې کړه چې د کار درلودل به نشه ییزو توکو ته د ورګرځېدلو په مخنيوي کې مرسته وکړي.

د یوې ټولنیزې ستونزې حلول

د کندهار د یو شمېر اوسېدونکیو په وینا، اعتیاد په دغه ولایت کې یوه جدي ستونزه ده.

د کندهار ښار يوه اوسيدونکي صفي الله چې ۲۵ کاله عمر لري، وويل، «روږدي کسان هره ورځ په لارو او کوڅو کې په داسې حال کې نشه يي توکي کاروي چې ماشومان او ښځې تګ راتګ کوي.»

هغه وويل، «دا د خلکو لپاره د روغتيايي ستونزو او د ماشومانو لپاره د منفي کارونو د څرګندېدلو لامل شوی دی. زه خوښ یم چې په نشه یيزو توکو روږدي کسان له ښاره ایستل کیږي او درملنه یې کیږي.»

صفي الله وويل، ډېر روږدي کسان ساري ناروغي هم لري، چې د ټولنې نورو غړو ته ور انتقالیږي، او هیله یې وښودله چې د هغوی په درملنه د ناروغۍ پېښې کمې شي.

نور وايي، د زرګونو روږدو کسانو په درملنه کې د مرستندویو ادارو ملاتړ مهم دی.

د کندهار يوه قومي مشر، ٦٥ کلن خيرمحمد وويل، په نشه ييزو توکو د روږدو کسانو په بيا رغونې سره به يوه لويه ستونزه هواره شي.

هغه وويل، «زموږ په زرګونو ځوانان په لارو او کوڅو کې ژوند کوي. نشه يي توکو د هغوى ژوند تباه کړى او له کورنۍ او ټولنې څخه يې جلا کړى دى. که د دوی درملنه وشي، دوی کولی شي کار او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي

هغه زیاته کړه، «موږ په مرستندویو ادارو باندې غږ کوو چې د دوی په درملنه کې نوره مرسته وکړي. که داسې ونه کړي، په اوسني وضعیت کې په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره کافی امکانات نشته.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر هغه چې د کوکنارو د کښت او خرڅلاو مخه ونه نیول شي، د روغتون جوړول بې ګټې دي. ډېر خلک په روغتون کې تر څلورو يا پنځو مياشتو پورې تداوي کېږي، خو کله چې بهر راوځي، د بېکارۍ او خراب چاپېريال له امله نه رغېږي او دا چې نور نشه ييز توکي موندل کېږي، نو د انسان لپاره ډېره ستونزمنه ده چې ویې نه کاروي. په داسې چاپېریال کې بیا په نشه ييزو توکو روږدي کېږي. حکومت باید لومړی د کوکنارو د کښت مخه ونیسي. بیا کولی شي چې په بشپړه توګه د نشه ييزو توکو کارول بند کړي او په درېم ګام کې په نشه ييزو توکو روږدو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي چې درملنه یې وشي.

ځواب ورکړئ

د معتادینو لپاره د دا ډول یوه روغتون جوړل زبردست کار دی. په دې مخلوق رحم پکار دی. دوی هم انسانان دي او د زړه سوي وړ خلک دی. اوس چې په کوم په عذاب اخته دي دا د فعلي حکومت مسولیت دی، چې دا معتادین له دې عذابه خلاص کړي او په سمه توګه یې درملنه وکړي. او تر درملنې ورو سته ورته یوه وړه کاري زمینه برابره کړي، څو دا خلک بیرته په نشه یي توکو روږدي نه شي.

ځواب ورکړئ

زما په فکر د معتدادینو د روغتون تر جوړولو، دا خبره مهمه ده ، چې د نشه یي توکو د کر کیلي او خرڅلاو مخه ونیول شي. حکومت که په رښتیا هم په خلکو زړه خوږیږي، نو مهرباني دې وکړي، په هلمند او یو شمېر ولایتونو کې دې د کوکنارو کرکیلي بنده کړي او بیا دې په ټول وطن کې په عمومي نشه یي توکو کلک بندیز ولګوي، نو بیا به یې اومنو چې طالبان د هرډول نشه یي توکو خلاف دي. روغتون چې جوړ شو دا هم ښه خبره ده، خو درد ته یې ځکه نه شي دوا کېدی، چې اصلي شی بند نه دی ! داصلي شي بندیل پکار دي اوبس ! ملت ته په سترګو کې خاورې مه شیندۍ. دا ولس اوس په هر څه پوهیږي.

ځواب ورکړئ

دا د روږدو کسانو لپاره ښه خبر دی چې درملنه یې کیدلی شي. اعتياد يوه خطرناکه ناروغي ده او په افغانستان کې د اعتياد ناروغي ډېره ده، بايد مخه یې ونیول شي، ځکه ورځ تر بلې بېکاره ځوانان په اعتياد اخته کېږي. دا ښه خبر دی چې په نشه ييزو توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره سل بستریز روغتون جوړیږي، خو چارواکي باید د نشه ييزو توکو بازار ته پاملرنه وکړي، ځکه له یوې خوا دلته درملنه کیږي او له بلې خوا نشه یيز توکي کاروي. په افغانستان کې بله لویه ستونزه بېکاري ده چې باید مخه یې ونیول شي، ځکه بې روزګاره ځوانان باید څه وکړي؟ دولت وظیفه لري، چې د هېواد ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، څو دوی د انساني قاچاق له لارې بل هېواد ته مهاجر نشي او یا په اعتیاد اخته نشي، ځکه په دې توګه ټولنه ویجاړېږي.

ځواب ورکړئ

د روږدو کسانو لپاره دا یو ښه زیری دی چې د دوی لپاره یو روغتیايي مرکز جوړیږي، خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ولې دا کسان په نشه ييزو توکو روږدي شوي دي؟ چا روږدي کړي دي؟ ولې د نشه ييزو توکو کاروبار نه بندېږي؟ ولې حکومت هغه کسان نه نیسي چې په ښکاره ډول نشه ييز توکي پلوري؟ حکومت باید د روغتیايي مرکزونو د جوړولو پر ځای مهمو ټکو ته پام وکړي، که څه هم دا مهال په افغانستان کې د مخدرو موادو د روږدو کسانو لپاره د روغتیا په برخه کې د پخوا په پرتله ډېر کار شوی، خو هغه څه چې د اندېښنې وړ دي هغه د نشه ییزو توکو د روږدو کسانو د درملنې نشتوالی او د کار نشتوالی دی. دا هغه څه دي چې دا خلک بیا په مخدرو توکو روږدي کیږي. نو دا د دولت وظیفه ده چې دغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ځواب ورکړئ

په افغان ټولنه کې د معتادینو شمېر زیات شوی، خو اوسني حکومت بیا په کافي اندازه کار ورته کړی دی. په لرې اطرافو کې خو مطلق کوکنار او بنګ چې مخکې به کرل کېدل او ډېر حاصلات به ترې ترلاسه کېدل اوس بند دي چې دا د اوسني حکومت لویه لاسته راوړنه ده. که د معتادینو لپاره هم کمپاینونه ترسره شي او راټول کړل شي همدارنګه روغتونونه ورته جوړ او درملنه وشي، ټولنه به له نشو پاکه او روږدي کسان به روغ شي.

ځواب ورکړئ

د معتادینو لاسنیوی لوی کار دی. که د دوی د علاج لپاره لارې ونه لټول شي، په ټولنه کې یې شمېر زیاتېږي، چې نور خلک ورسره تنګیږي. تنکي ځوانان هم نشو ته د همدې معتادینو له وجې مخه کوي. ځکه لومړی ځل نوي ځوانان نه پوهېږي، خو وروسته بیا پرې روږدي شي او اخر بیا ټولنه کې سوال کول، غلا کولو، لارې شکولو... ته مخه کړي. خو په مجموع کې د معتادینو لاسنیوی پکار دی او ترڅنګ یې د ټولنې ټولنې اقشارو ته کاري فرصتونه ایجادول هم مهم دي او د حکومت او مؤسساتو وظیفه هم همدا ده چې خلکو ته کاري فرصتونه ایجاد کړي.

ځواب ورکړئ

مونږ په کندهار کې په نشه ييزو توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د سل بستریز روغتون د جوړېدو هرکلی کوو. د دې لپاره، موږ د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو نورو سازمانونو او نړۍ څخه مننه کوو. د نورو رسنیو د راپورونو په اساس، د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د افغانستان روغتیایي سیستم د بودیجې له سخت کمښت سره مخامخ دی. يادې شوې موسسې خبردارى ورکړ، چې که کافي بوديجه ورنکړل شي، په افغانستان کې به اته ميليونه وګړي له روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې شي. د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې لا هم ۴۵۰ زره ناروغان حیاتي، روغتیايي، د وینې انتقال او نورو خدمتونو ته لږ او یا هم لاسرسی نه لري. دغه سازمان اټکل کړی چې ۱.۶ ملیونه خلک له عقلي عصبي ستونزو سره مخامخ دي او د رواني روغتیا مشورې ته لږ لاسرسی لري. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د لسیزو بې ثباتۍ، سختې وچکالۍ او طبیعي پېښو افغانستان له اوږدمهاله بشري ناورین سره مخامخ کړی او په میلیونونو خلک له بې وزلۍ، روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي. دغه راز، هغوی د تغذیې او د ناروغیو د خپریدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي. د دغه سازمان په راپور کې زیاته شوې چې د نجونو او ښځو لپاره له زده کړو او کار څخه بشپړ محرومیت هغوی نورې هم زیانمنې کړي او روغتیايي خدمتونو ته لږ لاس رسی لري. د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړي روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پیسې ټولوي او خدای خبر چې په کومه پروژه او پروګرام یې مصرفوي. نه حکومت شته، نه وزیر شته، نه ولسمشر شته چې ولس ته وینا وکړي او ووایي چې له دوکاندارانو، سوداګرو څخه راټول

ځواب ورکړئ