کابل -- د طلوع نیوز د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جولای په ۶مه پر طالبانو غږ وکړ چې له اورپکۍ لاس واخلي او د هیواد د سولې او پخلاینې په پروسه کې ګډون وکړي.
غني د کوچني اختر پر مناسبت کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله.
هغه وویل چې هیڅ اورپکې ډله ددې توان نلري چې یو پرمختللي او سوله لرونکي افغانستان ته د دولت ژمنتیا ضعیفه کړي.
غني وویل، "د سوله لرونکي افغانستان لپاره د امنیتي ځواکونو قربانۍ د هېرېدلو نه دي. هغوی زمونږ افتخار دی. زه د هغوی ټولو منندوی یم."
غني زیاته کړه چې طالبان به هیڅکله بریالي نشي.
په عین حال کې، طلوع نیوز راپور ورکړ چې د ولسمشر غني یو نظامي مشاور سید حسین انوري په یوه خارجي شفاخانه کې په حق ورسېدو. انوري د خپل ژوند پای ته نږدې خارج ته د طبي تداوۍ لپاره تللی و.
۶۰ کلن انوري د هرات ولایت پخوانی والي و او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې یې هم خدمت کړی و. هغه به په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.