کابل -- رسنیو د اګست په ۱۰مه راپور ورکړ چې په بغلان ولایت کې د عسکرو او طالبانو تر منځ جګړه سخته شوه، په داسې حال کې چې د کندوز ولایت د استخباراتو مشر په یوه کمین کې ټپي شو.
طلوع د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې طالبانو د اګست په ۱۰مه د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ یوه همغږې حمله وکړه. محلي پولیس د ملاتړو ځواکونو غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې، خامه پرېس د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې طالبانو په کندوز ولایت کې د ولایت د استخباراتو مشر جنرال محمد جاسم انوري په یوه کمین کې ټپي کړ.
ازادۍ راډېو د بلخ ولایت د والي د ویاند منیراحمد فرهاد له قوله راپور ورکړ چې یوې ځانمرګې حملې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د اګست په ۹مه یو کس وواژه.