۲۶ افغان اورپکي او ۱۵عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل چې لږ تر لږه ۲۶ تنه اورپکي او ۱۵ تنه افغان عسکر او یو ماشوم په کندوز او جوزجان ولایتونو کې په وروستۍ جګړه او نور تاوتریخوالي کې ووژل شول.

افغانستان ټایمز د کورنیو چارو د وزارت د اګست د ۲۲مې د یوې بیانیې په اساس لیکلي چې عسکرو د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې په تازه ګډو عملیاتو کې د دوو قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۲۶ تنه طالبان ووژل.

خامه پرېس د اګست په ۲۲مه د دفاع وزارت له قوله ولیکل چې په عین حال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۱۵ تنه عسکر وژل شوي دي.

د افغان محلي پولیسو قوماندان شیخ زاهد د اګست په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اګست په ۲۱ - ۲۲مه د کندوز د ښار په ۷ کیلومترۍ کې د زرخرید په سیمه کې له طالبانو سره په جګړه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغان محلي پولیس ووژل شول یا ټپیان شول. د مړو او ټپیانو بېلابېلې شمېرې نه دي معلومې شوي.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان رحمت الله ترکستاني تایید کړه چې یوې په لاس جوړې شوې چاودونکې وسیلې د اګست په ۲۱مه د یاد ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې یو ماشوم وواژه او درې تنه نور ماشومان یې ټپیان کړل. ماشومانو له په لاس جوړې شوې وسیلې سره لوبې کولې چې وچاودېده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500