کابل -- د افغانستان ټایمز د اګست د ۲۵مې د راپور له مخې، د دفاع وزارت ویلي چې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په جګړه کې لږ تر لږه ۲۲ تنه اورپکي او ۶ تنه د افغان ملي اردو عسکر وژل شوي دي.
د دفاع وزارت وویل چې عسکرو یو لوی سلاکوټ هم ونیو.
په عین حال کې، پژواک خبري اژانس د اګست په ۲۶مه د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د ایتلاف هوایي حملو د اګست په ۲۵مه په هلمند ولایت کې «یو لوی شمېر طالبان» ووژل.